غزل
ـــــــ
لا پکي غم پروت دى قيسمت کى مي لا وير پروت دى
زما پــه ســترګو کي د وران وطن تصــوير پروت دى
د خداى لپــاره بيا نامه د جنــګ په خوله وانخلــي
په موږ کي اوس هم د تير شوي جنک تاثير پروت دى
زه په ودان کور کي لا اوس هم په دي غره کي اوسم
شپه په بيــديا کومه کور ته مي زنځــير پروت دى
دلته لا اوس هم ختمي نه دي د جنګونو کيسي
دلته لا اوس هم د جنــګونو هغــه پير پروت دى
خلک مو ووژني او موږ ورته هيڅ هم نه وايو
زموږ په ذات کي په خوبو ويده ضمير پروت
درويشه اوس دي هم د ستــرګو په نظر کي ســاتم
درويشه اوس مي حافظه کي ستا تصوير پروت دى
ـــــــــــــ
درويش