د کوچني اختر د رارسېدو پۀ پلمه:
د افغانستان کړېدلې، دردېدلې او ستومان ملت او د اسلامي امارت قدرمنو مشرانو ته!
د کوچني اختر مو مبارک شه! رب عزوجل مو روژې، عبادات، ستړیاوې، تکالیف او قربانۍ قبولې کړه او الله تعالی مو ارمانونه پوره او د أمیدونو غوټۍ ګل کړه!
داچې بیا هم یؤ داسې اختر لمانځو چې ګران هیواد مو د صلیبي لېوانو لۀ خوا اشغال دی او داخلي ګوډاګیان یې چوپړ کوي، ځوانان مو پۀ زندانونو کې دي او غریب ولس مو هره شپۀ د بشر د حقوق پالانو لۀ خوا پۀ بمونو وژل کیږي، د تأسف خبره ده؛ خو،
دا چې موږ مومنان یو، د خپل خالق امر ته مو غاړې ایښې دي او د صبر وسله راسره ده، نو روانه غمیزه موږ د سپیڅلي جهاد پۀ پار یؤ فرصت ګڼو، موږ پۀ هر حالت کې د الله تعالی څخه د خپلې خوښۍ اظهار کوو او د دۀ رضا طلبوو، بنا، بیا هم د اشغالګرو پر وړاندې مقدس جهاد ته دوام ورکوو او نه ستړې کیږو تر څو دا کافران مات، اشغال ختم او محبوب ټاټوبي ته د سولې مشالونه راوړو.
الله تعالی دې مو راتلونکي اخترونه دخوښۍ ډک، د سوچه اسلامي او خپلواک نظام پۀ سیورې کې کړي او الله تعالی دې زموږ دردمن ولس هوسا کړي.
امین
په درنښت ورور مو وړوکی امارتی