شمالي وزیرستان او خېبر ایجنسۍ کې د علمای کرامو او عامو خلکو په وحشیانه وژنې د تحریک طالبان پاکستان د خواخوږۍ پیغام.
په شمالي وزيرستان کې د دوو مذهبي مشرانو مولوي نعمان الله او قاري سميع الدين رحمهم الله وژل کېدل او د قاتلانو د نه پېژندلو خبره ډېره د افسوس وړ ده، تحريک طالبان پاکستان د دغه ډول غیر شرعي، غير اخلاقي او غير انساني وژنو څخه برأت اعلانوي. د تحریک طالبان پاکستان مجاهدین د قاتلانو په لټه کې دي چې ډېر ژر به دغه وحشيان خپل بد انجام ته ورسوي، ان شاءالله العزیز.
دا پېښه او د خېبر ایجنسۍ په تیراه میدان کې د پوځي ادارو لخوا په دواړو پښو معذوره ځوان اورنګزیب افریدي په ظالمانه توګه وژل او د ستم د پاسه ستم دا چې د جسد تر څنګ یې ولاړ یو پوځي آفیسر د وژل شوي اورنګزیب د وینو په بدل د هغه پلار ته یوازې پنځه لکه روپۍ مقررول او همدې ته ورته نورې پېښې چې څه موده وړاندې په بلوچستان کې د جمعیت علمای اسلام نظریاتي ډلې په یوه غونډه کې د اسلام دښمنه خفیه قوتونو چاودنه چې د ګڼ شمېر علمای کرامو او طلباء عظامو په شهادت رسولو سره یې دا هڅه وکړه چې په دیني ډلو کې دا تاثر خپور کړي چې د دا ډول پېښو تر شا مجاهدین لاس لري. د دې سربېره په بېلابېلو طریقو د دیني او قامي مشرانو وحشیانه وژنې او ورکونې د حکومتی جنایتکارانو د چپ لاس لوبه ګرځېدلې ده.
هغه قاتل، هغه شاهد، هغه قاضي او منصف
زما خپلوان دعوه په چا زما د وینو وکړي
تحریک طالبان پاکستان د مقتولینو له وارثانو او د هغوی له خپلوانو عزیزانو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي او د الله تعالی له دربار څخه دعا کوي چې مقتولینو ته کامل مغفرت او وارثانو ته یې صبر جمیل ورپه برخه کړي. آمین.
باید په یاد ولرو چې د دغه ډول ظلمونو مخنیوی یوازې په شعارونو، احتجاجونو او لاریونونو هیڅکله نه شي کېدای، دغه ریاستي بدمعاشانو ته د هېر شوي درس د وریادولو لپاره باید مظلوم ولسونه او په ځانګړې توګه قبایلي ځوانانو ته د خپلو پلرونو څخه په مراث پاتې شویو تورو او ټوپکونو د چمتو کولو اړتیا ده، هیڅ یوه قام له مظالمو څخه آزادي په سوال نه ده ترلاسه کړې، بلکې د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره یې د شریعت او خپله دودیزه لاره خپله کړې.
محمد خراساني
د تحریک طالبان پاکستان ویاند
17 ذوالحجۃ 1443 ھ ق
16/جولائی/2022ء
#ټي_ټي_پي
#عمر_میډیا
#محمد_خراساني
#TTP
#Umar_Media
#Muhammad_Khurasani