ثاقب خپلواک


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


مخکینی چینل د سه مشکلاتو له وجهي خراب شو
السلام علیکم ور
قدرمنو ملګرو موږ به د خپل زړه مینه او درد د پنځګر خیال په مټ د شعر په ژبه راټولو ، او تاسو ته بې په ریښتنې مینه وړاندې کوو.
هیله کوم د لینک په نشرولو کې راسره مرسته وکړی.
ثاقب خپلواک
@saqaib12

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


ثاقب خپلواک
مخکینی چینل د سه مشکلاتو له وجهي خراب شو
السلام علیکم ور
قدرمنو ملګرو موږ به د خپل زړه مینه او درد د پنځګر خیال په مټ د شعر په ژبه راټولو ، او تاسو ته بې په ریښتنې مینه وړاندې کوو.
هیله کوم د لینک په نشرولو کې راسره مرسته وکړی.
ثاقب خپلواک
@saqaib12
https://t.me/saqaib12


nunn.asia dan repost
ازادۍ!!!! ثاقب خپلواک
https://wp.me/p54r7z-D3M
ثاقب خپلواک

ته مو مینه، ته مو وینه،ته خو ویاړ، زموږ د کاله یې
خوږ سرود ، درب د دریا ، ږغ د غزاوو، د ډاله یې

زموږ اروا درته موسکیږي، موږ ټول ستا په مینه پایو
ته مو مینه کې ، د وینو بهیدونکی ، یوه ویاله یې

د مغرور حُسن تفسیر دې،راته کړي تل شوخې سترګې
په سجده کې ، د بنګړیو ، شرنګونکې غزاله یې

د راتګ لاری دې څارې ، زموږ د ژوند لوړی ، ژورې
زموږ شیدیارو ، ارمانو ته د سمون یوه ماله یې

آزادۍ! ستا کروندو کې ، د ننګ تخم دی کرلی
د شهید په وینو لیک ، د پاکې مینې قباله یې

له مودو د هجر تنده بې ، په تا باندي ماتېږي
د ثاقب خمار احساس ته ، د شرابو یوه پیاله یې

ثاقب خپلواک


nunn.asia dan repost
پړونی؛ ثاقب خپلواک
https://wp.me/p54r7z-DLy
ثاقب خپلواک

له سرې غربي سیلۍ دې ساته د حیا پړونی
زمونږ د ټولنې ښکلا ده، ستا د ښکلا پړونی

ته چې سنګر کې د حجاب یې، تل پتمنې خورکۍ
د یرغلګر نظر اجل دی، دغه ستا پړونی

چې له لیندو د سترګو وار شي، د لیدلو غشي
سَتَرْ دي ستر ډال دی،تا ژغوري له هر خوا پړونی

دلته دیوان ګرځي ځان دم کړه درنه لوټ یې نه کړي
د ښایست رمز دې شاپېرۍ دی، د حوا پړونی

د اسلامي تهذیب ستر ویاړ د انواراتو مظهر
چې درنه یو نه سي شرقي غربي هوا پړونی

د مرغلرې په څېر ښکارې، ای مستورې خورکۍ!
چې بدرنګۍ بدرنګه نه کړي، ستا زېبا پړونی

غربي شمال، عصري دجال ، کله منې ستا جمال
درنه لوټ نه کړي په نامه د پرمختیا پړونی

ثاقب خپلواک


nunn.asia dan repost
غزل؛ ثاقب خپلواک
https://wp.me/p54r7z-Emf
ثاقب خپلواک

چې رنګین عشق مې زړه ته وړي،ستا له تصویر رنګونه
زما جادوګر خیال ته به راوړي د تسخیر رنګونه

د ښکلا کېف دي پاړوګر ،وایي منتر د ښایست
بیا پر ښامار د بدرنګۍ پاشي د ویر رنګونه

په تدبیر نه کېږي ! تقدیر مو په دعا بدلېږي
تدبیر خو نه شي بدلولای، د تقدیر رنګونه

چې مې د مینې جزیره کې کړه ، راخپله مینه
یوسفي عشق مې خوب ته راوړو د تعبیر رنګونه

په توجو کې دي،عجیب کېف دی د ښکلو کتو
دي بدل شوي ستا د سترګو د تاثیر رنګونه

ده زموږ د وخت شمس تبریز او مولانا ثاقبه !!
شه یې مُرید په کې را ټول د ملا او پیر رنګونه

ثاقب خپلواک


ترنــــــــــم دالله هوکي دي مونږوایو
دې پټ رازکي ستاله وجده په نڅایو
آواز: محــــمودشاکر
شاعر: خپلواک ثاقب
@Shakirzaland




1*الــعصرخـــپرنــدوی اداره dan repost
.العصر خپرندويه ادارې لخواړاندي کيژي

نوي حمدشريف

دښکلو کائناتو په ثناء کې ستا ثناء ده
هرڅه ښکلا ښکلا دی په ښکلا کي ستاثناء ده

غږ. قاري ملا محمد جلات مزمل
شاعر. ثاقب خپلواک


#العصر. نشرياتې اداره

http://t.me/Alasarmeedia


الـقـلم خــپـرنیــــون dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
آزادۍ بیـا پـر لمن د وینـو سـره غـمي ګنډلې
پرې ښکارېږي د حسینو ښکلو څاڅکو په څېر ښکلي
اواز : دعبدالحق فدا
شاعر : ثاقب خپلواک صاحب
@Alqalampublisher


.العصر خپرندويه ادارې لخواړاندي کيژي

نوي ترانه

د پاپ مینه سپېره شوه له زنار له ډاره ریږدي
شوې ړنګي کلیســـاوي د مــنار له ډاره ريږدي

غږ. قاري ملامحمد جلات مزمل
شاعر. ثاقب خپلواک

@mjmuzammil




1*الــعصرخـــپرنــدوی اداره dan repost
.العصر خپرندويه ادارې لخواړاندي کيژي

د جمعې شپه او ښکلي نعتونه .
خوږو دوستانو خدای دې وکړي چې تنده مو پرې ماته شي ، الله ج دې مونږ او تاسو ټولو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د روضې زيارت نصيب کړي ، آمين .
1 د جلال هيبت دي پروت دی په جلال کې .
2 دا ستا په محبت کې شبګيرې کړي تر سهاره .
3 ډېوه د محبت چې له حرا را بلېدله .
شاعران وروڼه . ثاقب خپلواک ، سيد درمل ، ثناء الله معصوم .
آواز قاري منصور غزنوي


#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

په وینو د شهید لیک دی ، سرلیک د ازادۍ
د غرب غرور رام شوې، کړي لاسلیک دازادۍ

اواز د مولوی صاحب مُخبِت

شاعـر محتـرم ثاقب خپلواک
#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

نوې ترانه

په وينودشهيدليک دى سرليک دازادى
دغرب غروررام شوى کړي لاس ليک دازادى

غږ نصرالله نصرت
شاعر محترم ثاقب خپلواک صاحب

#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


حماسي او انقلابي شعرونه dan repost
غزل/ ثاقب خپلواک
https://wp.me/p54r7z-GcK
ثاقب خپلواک

د تقدس پر مظهر ښکلې فلسفې ورېدې
چې پر ضمیر مې د انوارو پلوشې ورېدې

په پټه مینه اغږل شوی ؤ ستا نور د ښکلا
چې ستا له وېرې به پر ځمکه سجدې ورېدي

خو ربابونو کړل سرونه و ګرایوان ته سرکوب
چې د بنګړو له شرنګه ښې خوږې نغمې ورېدې

عطرورین د ذکر کېف یې پر فکرونو شیندی
چې پر هر لوري له ګلپاڼو نه وږمې ورېدې

د ریاضت لاس د ثاقب تر عرشه ورسیدل
د روح پر تن یې د انوارو کرشمې ورېدې

ثاقب خپلواک




سنګرمیډیاsungermedia dan repost
دسنګــــر مــــیډیا له خوا وړاندي کیږي
دوې خوندوري ترانې

①چي یې دعشق راج کي دی پروت نوی بدلون دمیني
②په سرو لمبوباندي یې تنده نه ماتیږي

ږغ... مولوي سیدمحمدانوري
بدرګه... قاري محمدخان مشال

شاعران
ثاقب خپلواک
سعادت یاقوت

https://t.me/sungermedia4


پښتو شعرونه pashto sherona dan repost
#غــوره
سـولــه

سوله_سوله مینه_مینه ، مینه_مینه سوله_سوله
لکه ښکلې ښایسته پېغله ، د حسینه سوله_سوله

ته د سولې یو سیمبول یې،ښکلې شنه څانګه راوخله
فطرتي سپینې کوترې شي به سپینه سوله_سوله

د شهید حسن ښکلا ده ، ټپه مسته د غزا ده
د ډولونو ازانګه ده ، زر زرینه سوله_سوله

د ایمان دښایست زور یې،ړنګ کړل ډېر بدرنګه غرونه
د طالب فرهادي مینه ، د شیرینه سوله_سوله

رمز او راز زموږ د اروا ده،د نازونو مسیحا ده
د هېواد زړه کې چې وغزیږی وینه سوله_سوله

د نرګس رانجه د سترګو، د غاټول د زنې خال ده
رنګ به را وړي ګلابونو ته ، رنګینه سوله_سوله

چې ځنګیږی بیا د پېغلې ازادۍ پر سینه باندي
له خوشبو سره دي راوړه لونګینه سوله _سوله

د ثاقب خپلواک هېواد کې به د مینې توغ رپیږي
زموږ درشل ته به راغلې وي، مهینه سوله _سوله

#ثاقب_خپلواک👇👇👇👇👇
@pashto32


سنګرمیډیاsungermedia dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
‏نوي ترانه

سوله سوله مینه مینه مینه مینه سوله سوله
لکه ښکلي ښایسته حوره ده حسینه سوله سوله

شاعر: ثاقب خپلواک
اواز: قاري محمد خالد منعم

امارتي ميډيا


nunn.asia dan repost
کره او ګونګ شعر
https://www.nunn.asia/?p=174715
ثاقب خپلواک

د شعر په مرموزه،حسینه رازداره ژبه ادب پوهان پوهیږي، پنځګر خپله جدي پنځونه د عام فهمه وګړو د کتنې په هوډ نه پنځوي.

زموږ د ټولنې نالوستې،له فصاحت او بلاغت نه ناخبره وګړي،چې د شعر په تمثیلي، تخیلي، کنایي، مجازي،تشبیهي،اهنګینه او سیمبولکه ژبه نه پوهېږي.

هغه خلک هر بامفهومه،مرموز،معنوي،هُنري او انځوريز شعر ته د فکر له غبار ځپلې کړکۍ د ګونګ او بې ګټې شعر په نظر کاته کوي،د ګونګ،لامفهومه شعر په تله یې تلې.
یاد وګړي په فکر کې دا انګېرې چې دا لاهنره،لامفهومه او مهمل غزل یې په کومه ژبه پنځولې.

هغه وګړي چې کره او ناکره شعر تر منځ د بیلتون کرښه نه شي کښلای، هغو ته هر قافیه،ردیف او آهنګ لرونکی کلام کره شعر ښکاري.

خو زموږ اند د جدي شاعر جدي شاعري چې د شعر په هر دور کې یې هر لیدونکي ته جدیدیت له ورایه ښکاري   له هر موزون ،اهنګین کلام سره نه پرتله کوي،ځکه موږ هرې هغې پنځونې ته د کره له زوایي کاته نه کوو،چې په هغې پنځونې کې د تشبهي،مجازي،استعاري،تصوري او بدیعي نوښت څرک نه تر سترګو کېږي،هر هغه شعر چې صرف د سیلابونو،قافيې او ردیف له پلوه برابر وي،د  جدي شعر په تله کې نه اچوو.

البته د ځینو پنځګرو ساده شعرونه چې په کې د احساس او عاطفې څرګند دخل وي،د خلکو پر فکرونو ژور اغېز کوي،ښکلا او کره توب یې د خلکو په فکرونو کې ځانګړې ځای پیدا کوي.
د غزل کرتوب ادبپوهان هله تسلیموي، چې د پنځګر په پنځونه کې د لفظونو، غونډلو،ترکیبونو او دورنو اوډنه د ښکلا، تخیل، پاراډاکس، حسامېزي، اسطوره مضمون او بدیعي جوړښتونو په زیور د کرتوب په چوکاټ کې سمبال وي.

باید د پنځګر شعر له هر اړخېز نوښت سره په زړه راښکونې رنګ، رنګ شوې وي،چې د خلکو پر فکرونه ښه ژور اغېز کوي
هغه توکې چې غزل د ښکلا په جامه پوښي لکه:تشبیه، استعاره، مجاز مرسل، کنایه، تصویر، سمبول، اسطوره او داسي نور،د یادو توکو په مټ شعر د کرتوب له پلوه مرموزه بڼه خپلوي؛ هر عام فهمه وګړې ادارک یې حقیقي مانا ته نه شي رسیدای،خو موږ دې سنګین، اهنګین کره شعر ته ګونګ شعر نه شو ویلای.

خو له هره اړخه له ناشنا لفظونو او بې ربطه ترکیبونو مالامال ګونګ شعر ته ښه شعر هم نه شو ویلای ،چې له پنځکر وضاحت او تشریح په پار د خپلې پنځونې وپوښته وکړې،له ځواب ویلو یې یتیم فکر لاس تر زنې کښینې،له خندا او سکوت پرته بل ځواب یې به وجود کې ځای نلري.

دا هغه ګونګ بې مانا او بې ګټې ناکره شعر دی،چې زموږ د ټولنې ځینې پنځګر یې پنځوي.



20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

207

obunachilar
Kanal statistikasi