دسرسړي دې مه مره
هېواده پرې ابادښکارې دسرسړي دي مه مره
دتوري دمیدان مست شملورسړي دي مه مره
داستـادپت عـزت غـم ورسـره دی ډاډه اوسه
شمله دي هسکه ساتي دقطرسړي دي مه مره
دفاع ستاد وجودکړي دخپل سر په بیه ګرانه
کفـارچې ترې ډارېږي دسنګرسړي دي مه مره
چې تېردي ستـاله پـاره له تنکۍ تنکۍ ځوانیو
هغه دګل پـه شـان لکه نښترسړي دي مه مره
راوړي بـه ازادۍ داستـادرشل تــه سـه بېغمه
په ننګ غیرت مشهوره بهادرسړي دي مه مره
سیحان چې کړمه پورته دواړه لپي په لمانځه کې
کــوم درتــه دعــــاچې دهنرسړي دي مه مره
سیحان کندهاری