🤔هر اړخیز معلومات کتلای سی 🤔


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


shabir khan دلته هر اړخیز معلومات کتلای سی

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri




له ځانه راته ګران ملګری چی په مجلس یی تل تنده خړوبوم


زده دی نو یوه ویدیو راته جوړه کړی 0776778409واتساپ


سلام ملګرو دچا کاف کټ


د علماوو ټوکې
...................
★ له امام شعبي رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې له یوې ښځې سره مې واده کړی دی، خو اوس مې ولیده چې په پښه ګوډه ده، نو آیا کولی شم واپس یې کړم؟
هغه ځواب ورکړ: "که د ځغاستې مسابقه ورسره کوې بیا خو یې واپس کړه"

★ له ابن عثیمین رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې که له ټیپ ریکارډر نه د سجدې آیت واورم آیا سجده واجبیږي؟
هغه ځواب ورکړ:
"هو، خو په دې شرط چې ټیپ ریکارډر به هم سجده لګوي."

★ له امام شعبي رحمه الله څخه یو چا وپوښتل: آیا هغه څوک چې احرام یې تړلی وي، خپل بدن ګرولای شي کنه؟
هغه ځواب ور کړ: هو، ګرولای یې شي.
سړي بیا وپوښتل چې څومره اندازه یې ګرولای شي.
امام شعبي ورته وویل: تر هغه چې هډوکي یې ښکاره شي.

★ یو بل وسواسي سړي بیا پوښتنه ځینې وکړه چې د ږیرې مسح باید څنګه وکړم؟
هغه جواب ورکړ چې لندې ګوتې پکې تیرې کړه.
هغه بیا وپوښتل چې ماته شک رالویږي چې شاید سمه به ادا نه شي.
امام شعبي ورته وویل: نو بیا یې له ماخوستن څخه په اوبو کې خیشتوه، ګوندي سهار ته لنده شي.

★ امام ابوحنیفه رحمه الله نه یو چا وپوښتل: که څوک په نهر/ ویاله کې لمبیږي، نو مخ یې باید قبلې ته وي که بل طرف ته؟
هغه ځواب ورکړ: "مخ باید د کالیو طرف ته وي چې څوک یې غلا نه کړي"

★ ابن عثیمین رحمه الله نه چا وپوښتل چې څوک دعا وکړي، باید له هغه ورسته څه وکړي؟
هغه ورته وویل: "لاس دې کښته کړي"

★ یوه ورځ ابن عثیمین رحمه الله د نکاح په موضوع درس ورکاوو، چې یو سړی راغی او پوښتنه یې ځینې وکړه چې که یوې ښځې سره نکاح وکړم او ورسته خبر شم چې غاښونه یې نه شته، نو آیا دا د نکاح د فسخ کولو مناسب علت دی؟
هغه ځواب ورکړ: "داسې ښځه خو غنیمت ده، لا ښه ده خوله به نه شي درلګولای."

نوټ:
۱ـ که مو ورته وخندل، نو د "أضحکَ اللهُ سِنّک" مسنونې دعا حق درباندې لرم.
۲ـ د نشرولو یې عامه اجازه دکوم


‏فرض لمونځ ته به يي👊
پلار په لغتو جيګوي 🤸🏃
ټليګرام کي به وايي ⁦✍️⁩
دورد شریف مو هير نه شي 😏
⁦✍️⁩


#25th
#نړيوال_متلونه
1️⃣: انسانيت اسانه دی خو سړيتوب سخت دی.(روسی متل)
2️⃣: د شتمن کس ټوکه تل خندوونکې وي.(ايټالوي متل)
3️⃣: ګه لېوه قاضي وي، نو د رمې دې خدای مل شي.(ډنمارکي متل)
4️⃣: پر غلي خره دوه تنه سپرېږی.(ارمينيايی متل)
5️⃣: تر اوو کلونو وروسته په يوه خبره باور کوه.(جاپانی متل)
6️⃣: مينه او عطر نه پټیږي.(چينايي متل)
7️⃣: که چا له شا په لغته ووهلې نو پوه شه چې مخکې یې.(فرانسوي متل)
8️⃣: مړو پيشو ګانو ته موږکان هم نصيحت کوي.(الماني متل)
9️⃣: مېلمه لومړی سره زر وي، بيا سپين زر شي او بيا اوسپنه ترې جوړه شي.(روسي متل)
1️⃣0️⃣:د تربیې په خاطر د ماشوم وهل، لکه تږی باغ اوبه کول.(عربي متل)
#نوټ :که تاسې ته هم د پښتو يا کومې بلې ژبې متل زده وي نو کمنټ يې کړئ.
__________________________


حـــيرانونکې✅

#نوي_څيړنې_ښيي
قوي_زلزلې کولی شي ورځې_لنډې کړي ځکه چې دوی د ځمکې د محور گردش بدلوي!د بيلګي په توګه په 2011 کال په جاپان کې زلزلې د ورځو اوږدوالی 1.8 مایکرو ثانیو ته راټیټ کړ. په 2004 کې د سوماترا ویجاړونکې زلزلې هم ورځې 6.8 مایکرو ثانیو لنډې کړې!


استاد محمد یاسر
استاذ محمد یاسر
✍ په دې چینل کې د سنګر او منبر د اتل، د ستر جهادي او علمي شخصیت #استاذ_محمد_یاسر ژوند، کارنامې، لیکنې، سمعي او بصري ویناوې نشریږي.
ان شاءالله
د چینل په نشر کې مرسته راسره وکړئ.
https://t.me/ustaz_yasir_darsona
https://t.me/ustaz_yasir_darsona


حـــيرانونکې✅

دا لاندې عکس چې تاسو وينی، په نړۍ کې تر ټولو زوړ ترين ډبرين ماسک (مخ) دی، ياد ماسک د جوډين دښتې څخه په لاس راغلی دی.
لرغونپوهانو د ياد ماسک عمر تقريبآ 9000 کاله بللی دی.
نوټ: جوډين دښته د اسراييل په جنوب کې يوه تر ټولو زړه او پخوانۍ دښته ده.


حــيرانونکې✅

په لاندی مثالی تصویر کی د سولر سیسټم یا لمریز نظام د سیارو پرتله وینی دا ژړ لمر دی او هغه په سپین وکتور چی اشاره ورته سوی دا زموږ ستاسی ځمکه ده د لمر جسم تر مځکی یو اعشاریه ۳ میلیونه ځله غټ دی.


ژوند لڪه اتڼ
ځينې يې بيخي نشي
ڪړی
ځينې سرچپه ڪې تاويږي
او ځينې پڪې خره خره کیږي😒


اسولې ،اوښکې ،شوګيرې،درد او غمونه د يار
زما غره په شان زړګې خو يې اوبه اوبه کړو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ...💔


#حـــيرانونکې 🤔🤔

مارسیډیز کمپنۍ نوی تر ټولو جالب موټر جوړ کړ:
برقي دی، ۳۵۰ کیلواټ انجن لري، ۱۵ دقیقو کې چارجېږي، په برق ۷۰۰ کېلو متره مزل کوي، ټچ او فنګر پرنټ سیسټمونه لري، ګڼ نوي فیچرونه لري.
شمشاد
ژوند پښتو مجله

#حـــيرانونکې 🤔🤔

https://t.me/shabbiirr


دا بیا افغانسان کی لومړنی کلوخکه چی مونږ کړی وه


#25th
#نړيوال_متلونه
1️⃣: انسانيت اسانه دی خو سړيتوب سخت دی.(روسی متل)
2️⃣: د شتمن کس ټوکه تل خندوونکې وي.(ايټالوي متل)
3️⃣: ګه لېوه قاضي وي، نو د رمې دې خدای مل شي.(ډنمارکي متل)
4️⃣: پر غلي خره دوه تنه سپرېږی.(ارمينيايی متل)
5️⃣: تر اوو کلونو وروسته په يوه خبره باور کوه.(جاپانی متل)
6️⃣: مينه او عطر نه پټیږي.(چينايي متل)
7️⃣: که چا له شا په لغته ووهلې نو پوه شه چې مخکې یې.(فرانسوي متل)
8️⃣: مړو پيشو ګانو ته موږکان هم نصيحت کوي.(الماني متل)
9️⃣: مېلمه لومړی سره زر وي، بيا سپين زر شي او بيا اوسپنه ترې جوړه شي.(روسي متل)
1️⃣0️⃣:د تربیې په خاطر د ماشوم وهل، لکه تږی باغ اوبه کول.(عربي متل)
#نوټ :که تاسې ته هم د پښتو يا کومې بلې ژبې متل زده وي نو کمنټ يې کړئ.
__________________________


#حــيرانونکې✅

د بوسـنیا یو متقاعـــد زوړ ســړی چې د لرګیو سره کار کولو کې خورا علاقه لري او د څو کلونو اضافي وخت په درلودلو سره ، وتوانید چې د وولکس ویګن په نامه موټر جوړ کې ، چې ډیری یې له لرګۍ څخه جوړ دي.
📶


#حــيرانونکې✅
30 ملیونه چینایان په غارونو یا کورونو کې ژوند کوي چې د غرونو په زړه کې کیندل شوي!

پدې پرمختللي هیواد کې شمیره خورا عجیب ده او په 21 پیړۍ کې ژوند ته په پام سره دا حیرانونکی دی.

هو شاوخوا 30 ملیونه چینایان په غارونو کې ژوند کوى
کوم چې د هیواد د ټول نفوس درى فيصده جوړوي.

📶


#حــيرانونکې✅
د 3M شرکـت د تولید کــــړو محافظتي ښيښو د محکم والي ښودلو لپاره د ښار په یوې برخـه کې له درو میلونو ډالـــــرو خـپلي ښيښې چاپیرې کړي او لیکلي یې دي: چــا چي دا ښيښې مــاتي کړې، ټـولــې پیسې دې ورســره یوسي.


#حــيرانونکې✅
دا په ايټالیا کې یو کلی دی.

البته، ليکوالان ښه تبصره ورباندې کولى شي.

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

213

obunachilar
Kanal statistikasi