شـفاعـت ريــحان


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


( خوږو د زړه ټوټو ملګرو!
{ په دې چېنل کې به خپل مات غزلونه ستاسو درنو درانه حضور ته اېږدو تر څو مو شعري تنده لږ خړوبه شي }
په درنښت ورور مو
[ شـــفـاعـت ريـــحـان ]
https://t.me/joinchat/AAAAAEMroaptu4tFq2gd0w

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri






نوې ترانه

ژوند کې مې په ډیرو ارمانونو خاورې واوښتې
زمـــا پـه نـازولو امــیدونـو خاورې واوښتې

اواز طالب العلم عبدالسلام سلیم
شاعر : شـفـاعـت ریـحـان

👇👇👇👇
@Shafaat333




فرض روژه، زندان، زخمونه پر تن
رب دي دا واړه عبادات قبول کړه

د څرخي پله کې لاس تړليه اشنا
خدای دي سوالونه د نجات قبول کړه

#څرخي_پول
شفاعت


يوه بې پته لوڅ مخې ښځه وژل کېږي ټول وچ او لانده ګډ وي چې وحشت وشو پلان وپلان
خو نن په هغه اتلانو چې قسم په رب که يې يا غلا کړې ده يا زنا يا بل، يا بل، صرف په دې چې په خپل هيواد کې غربي لنډغر کفار او د هغوی تالي څټې نه شي زغملی، په داسې جنتي څېرو نن په فرض روژه په ساعتونو ساعتونو دا د فرعون، شداد، ابرهه او ټرمپ چچيوڼي د مرميو باران کوي خو ټول ټرمپخېل چوپ دي او دا هيڅ ورته وحشت نه ښکاري،
هغوی چې د رب سره وفا نه کوي او د سرو کفارو سره څنګ په څنګ په مظلومانو خپلې د ټوپکو شاجورې تشوي د دوی ټول د وطن پرستۍ، هيواد پرستۍ او د ايمان پرستۍ وعدې د ټرمپ ګوزونه دي،
له دوی نجس ذليل بې حيا او بې پته انسانان والله که په ټوله نړۍ کې شته.
#څرخي_پول


پر لاس تړليو بنديانو ډزې کول تاسې او رب د انسانانو کار دی
د څرخي پله زندان کې له ماپښينه تر اوسه بزدلان په لاس تړليو مظلومانو ګولۍ اوروي، ځيني بنديان شهيدان شوي دي، او لسګونه نور په دا مبارکه روژه کې د تن په سرو وينو کې په زخمي حالت کې د مرګ او ژوند تر منځ ايسار دي،
وحشت څۀ ته وايي؟ وحشيان څوک دي؟ ظالمان څوک دي؟
رب العالمين دي هغوی چې پر مظلومو او بې دفاع اسيرانو ظلمونه کوي د دنيا او اخرت په عذابونو کې راګير کړي، رب دې يې سزا ورکړي
#امين_يا_رب


غزل

د چا د لیونو سترګو تصویر مې په زړه پروت دی
د یار د یاد کړۍ کړۍ ځنځیر مې په زړه پروت دی

مورید یمه د میني، د ښکلا په پلو ټال يم
ځنګېږمه خمار یم لاس د پیر مې په زړه پروت دی

یه وخته! څه غاټول او ګلابونه را نه بېل شول
یه وخته! دجانان د بېلتون ویر مې په زړه پروت دی

د وران افغانستان په کوم پرهر درمل کړم پورې؟
انځور د ځوانیمرګ شهید پامیر مې په زړه پروت دی

په نه څه یې دعوه د فرعونیت د ړنګېدو کړه
کلام د یو ملنګ غوندې امیرمې په زړه پروت دی

غزل کې به مې خود راځی شکرې شفاعته!
د یار د شاتو تورو دروند تاثیر مې په زړه پروت دی

👇👇👇👇
@Shafaat333


غزل

زما د غزل ډک له درده توري تاته ګوري
پر زړه مې پړک وهلي د یاد ستوري تاته ګوري

په تا باندې لمر مخیه! ښاپېرۍ د قاف میني
رڼاوي له سپوږمۍ نه چې را اوري تاته ګوري

یو څوک وي چې درځي دا ستا په لوري تاته ځیر وي
یو څوک وي چې راځي دا ستا له لوري تاته ګوري

بچي ته دې په څومره مینه، مینه ده زده کړې!
اجل غېږ کې اخیستی وي او موري تاته ګوري

ګلاب درپسې مات دی د غاټولو د زړو میره!
نرګس، او د لونګو پراته سیوري تاته ګوري

زما لېونۍ سترګې خو دې حسن لره تږي
ړندې دې شي که یاره! سترګې نوري تاته ګوري

یو چا په دومره مینه کې یې نغښتی شفاعته!
پرې شونډې یې دا ستا په نامه ښوري تاته ګوري

👇👇👇👇
@Shafaat333


السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
محترمينو يارانو ستړي مه شئ!
خدای دي وکړي چې ښۀ به ياست!
د روغ صحت جامې مو په تن و اوسه
ستاسو شفاعت ستاسو سره بيا پر ليکه يم
خدای مو راته اباد او سوکاله لره
ورور مو شفاعت


نوې ترانه

ابـو دمـینې دې د شونـډو له جملوڅه څیږي
له تا رحمت اوله ما اوښکې به ترڅو څه څیږي

اواز ثـنا ء الله هاشمي
شاعر: شفاعت ریحان


نوې ترانه

د هدایت او دعلمو سر چینی مدرسې
دجهالت تورو تیارو لره ډیوې مدرسې

اواز مولوي غازي محمدکټوازی
شعر : شـفـاعـت ریـحـان

👇👇👇👇
@Shafaat333


خوندوره ډیکلمه

غږ حکمت الله حکمي
شعر : شفاعت ریحان


نوې خوندوره د پسرلي ترانه،

کوی دسوبو او بریاوو استقبـــال پسرلي
دفتحو زیری په راوړی دنوی کال پسرلي

اواز مولوي عبدالعزیزعزیزي
شاعر شفاعت ریحان

👇👇👇👇
@Shafaat333


نوي طرز نعت شریف

داسلام په تاریخ کې سترې ملغلري
تاپېیلې ملغلري

اوازجوهري منصوري
شاعر شفاعت ریحان


نوی نعت شریف

وو تور تم د دې نړۍ ته رڼـا راوړه محمد
دې بدرنګې دنیاګۍ ته ښکلا راوړه محمد

اواز قاري جاوید اشنا
شاعر شفاعت ریحان

👇👇👇👇
@Shafaat333




نوې ترانه

دچاځوانمرګ یاد وي راپسې تردروازې
کوي راته د دوسترګو قیصې تردروازې

اواز حافظ محمدقاسم مصباح
شاعر : شـفـاعـت ریـحـان

👇👇👇👇
@Shafaat333




نوې ترانه

چې دي رابیل کړل له صنمه زړه دي نه خوږیږي
وخ دبـیلتـون نـاروا غـمـه زړه دي نه خوږیږي

اواز ضیاء الرحمن مدني
شاعر شـفاعـت ریحان

👇👇👇👇
@Shafaat333

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

3 055

obunachilar
Kanal statistikasi