په سیمه کې د امریکايي اډو د جوړیدو د راپورونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه
په دې وروستیو کې د مختلفو رسنیو له خوا د ځینو معلومو آدرسونو په حواله ویل کېږي چې امریکا غواړي له افغانستان څخه له وتو وروسته، زموږ په ګاونډ کې په دې موخه پاتې شي چې زموږ په هیواد کې به عملیات تر سره کوي.
اسلامي امارت د موضوع د حساسیت له امله غواړي په دې اړه خپل دريځ مخکې له مخکې واضح او له ټولو سره شریک کړي.
په سیمه کې بیګانه ځواکونه د نا امنۍ او جګړو اصلي لامل او هغه لویه غمیزه ده چې تیر شل کاله ټولو ولیدل، په ځانګړي ډول زموږ ځوریدلي ولس تر بل هر چا زیات له دغې غمیزې وکړید او لا هم کړېږي.
موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو چې چا ته د داسې اقدام اجازه او فرصت ور نه کړي.
خدای نا خواسته که بیا هم داسې کوم ګام اخیستل کېږي، دا به یوه لویه او تاریخي غلطي او بدنامي وي، چې پیغور به یې په تاریخ کې ثبتېږي.
د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس به د دې ډول ناوړه او پاروونکو کړنو په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي؛ بلکې خپل ایماني او تاریخي مسئولیت به په داسې ډول أداء کوي، لکه د تاریخ په اوږدو کې یې چې أداء کړی.
دا چې موږ نورو ته بار بار ډاډ ور کړی چې زموږ خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي، همدارنګه له نورو څخه هم غواړو چې خپله خاوره او هوايي حریم زموږ د هېواد پر خلاف استعمال نه کړي. که داسې ګام واخیستل شي، بیابه د هر ډول ناخوالو او مشکلاتو مسئولیت د هغه چا پر غاړه وي چې د دې ډول اشتباهاتو مرتکب کېږي.
د افغانستان إسلامي امارت
۱۴/۱۰/۱۴۴۲ھ ق
۵/۳/۱۴۰۰ ھ ش - 2021/5/26م