سـپـیــن کــوچـــی


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


السـلام عـلیـکم ورحـمـة الله وبـرکاتـه
محترمو او زړه ته رانیږدی ملګروپه دی چینل کی به ان شالله دمحترم استاد ،،سپیــن کـــوچــــي،، اشعار په لیکلی او صوتی بڼه نشر ته سپارل کیږي
د چینل په نشرولو کی راسره کومک وکړی

والسلام وعلیکم ورحمة الله وبرکاته

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


دوهم نوم...!!

ژوند څه دی؛ د غمونو او دردونو دوهم نوم دی
ژوند څه دی؛ د سختیو، کړاوونو دوهم نوم دی

مور څه ده؛ مور خو مینه ده، وفا ده، د ژوند ساه ده
مور څوک ده ؛ مور د ژوند د ارمانونو دوهم نوم دی

لمر پریوځي،که لمر ډوب شي،که غروب شي،که شفق شي
خو ستا د یاد د ګل،ګل ماښامونو دوهم نوم دی

که څوک د چا دزړه د پرهرونو ژباړه غواړي
د مُسکو پاڼه،پاڼه ګلابونو دوهم نوم دی

ځه وایه کنه څوک دي؛ یاران څوک دي؛ یاران څه دي؟
یاران خو زړه کې ناست، د خوږو ورونو دوهم نوم دی

پوهیږې! ستا د شعر څه معنی ده، سپین کوچیه!
د درد د انځورونو او لفظونو دوهم نوم دی

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


دچا راتلو ته مې کرلی دي په لاره سترګي
له خاورو ډکی راته پام نه کړی غباره سترګي


اوازونه 🎧 ملا حمدالله خاکسار او مولوي عبدالواسع صمیم

شاعر ✍ سپین کوچی

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


نوی خوندوره ترانه

راشه کنه بیا یواځي! شوی یم
درده په ريښتیا یوازي! شوی یم

اواز 🎧 قاری محمد اعظم سنګریار

شاعر ✍ سپین کوچی

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


پلونه دې ړنګ شول،اوس یې ځان سره ساتمه خاورې
ستا په نوم ګل کـرم،تـرې لاندې خـورومه خاورې

اواز 🎧 صبغت الله مسافر جانان

شاعر ✍ سپین کوچی

👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


مور جانې ...

کوچی بچی دې سترګو ته ډېر ځیر دی مور جانې
د اوښکو ډنډ کې ورک ترې یو تصویر دی مور جانې

هم ستړې خوبولې دي، هم نه ورځی له درد
د زړه د رنځ دې سترګو کې تاثیر دی مور جانې

آخ څومره په احتیاط د ژوند پر بام اخلې قدم
مات شوی دې د زړه د کوټې تیر دی مور جانې

قربان دې له خندا شمه ستا درد احساسوم
په زړه کې دې پټ کریغو باندې ویر دی مور جانې

د ژوند له دوه رنګۍ او دوه مخۍ یې څومره لرې
قربان څه پاک سپیڅلی دې ضمیر دی مور جانې

په ژوند کې دې له ستړي ژوند ګیله په خوله رانغله
ایمان دې په خپل رب او په تقدیر دی مور جانې

کوچی بچی دې پوی کړه چې نور نه رڼوې شپې
عادت یې ګرځېدلی اوس شوګیر دی مور جانې

۲۸/جوزا/۹۸ ل

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


سپین کوچی

پاچا وې خو د مصر په زندان کې اوسیدې
د خپلو ماتو هیلو په ارمان کې اوسیدې

د ورونو د کینې هم یوسف ښکار شو په دې ښار کې
د خپل ښائیست په لومو کې ایسار شو په دې ښار کې

خو بېرته یې رښتیا د خوب تعبیر شو په دې ښار کې
خو بېرته خزانو باندې وزیر شو په دې ښار کې

بیا وخت راغی بې اصله څوک پاچا شو په دې ښار کې
دعوه یې وکړه داسې رب اعلا شو په دې ښار کې

خو رب ورته موسی کړلو پیدا په دې مالت کې
هر سحر یې ورمات کړو په امسا په دې مالت کې

نو دلته هر فرعون لره موسی ضرور پکار دی
له علم سره لاس په لاس امسا ضرور پکار دی

رب دې شهادت قبول کړه !

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


مه یې کوه

راته چې شپې په هره لاره کوې؛ مه یې کوه
چې اسویلي له انتظاره کوې؛ مه یې کوه

د بیا راتلو وعده دې هم ، چانه اخیستې نه ده
بیا شوګیرې د چا لپاره کوې؛ مه یې کوه

بیا چې قسم ورکړې او بیا درسره پاتې نه شي
بیا چې ګیلې نصیبه خواره کوې؛ مه یې کوه

چې ماښامونه دې په سر وي په ښېرو اخیستي
بیا دعاګانې تر سهاره کوې؛ مه یې کوه

په ما چې غم وي او له وېرې ته راغاړه نه شې
چې یارانه ډکه له ډاره کوې؛ مه یې کوه

چېرته مې آخ له خولې بهر د خلکو مینځ کې نشې
خوږې،خوږې څړیکې پرهاره کوې؛ مه یې کوه

تر څو به زړه خورې او تر څو به راته حال نه وایي
دا څه کوچیه سپینه یاره کوې؛ مه یې کوه
ـــــ
۲۵ جوزا ۹۸ ل

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


سړي ته یاد شي

مسافر چې شي، هېواد سړي ته یاد شي
د مالت هر یو خوږ یاد، سړي ته یاد شي

چې سړی شي لږ غریب، له هر چا هېر شي
چې سړی شي لږ اباد، سړي ته یاد شي

اوس چې ځیني څوک له ځینو سره ګوري
زنده باد او مرده باد سړي ته یاد شي

چې خپل سیوری دې پر نیمه لاره پریږدي
په یارانو اعتماد سړي ته یاد شي

د ځوانۍ قدر ځوانۍ کې چاته نه وي
چې ځواني شي ښه برباد،سړي ته یاد شي

چې ګرمۍ کې ترې نه تښتي وخت به راشي
چې همدا جلال اباد سړي ته یاد شي

چې په سترګو خور پیکی په لاس ور ټول کړي
مازدیګر او ښکینی باد سړي ته یاد شي

د چا زړه یې په حال درد وکړي خفه شي
څوک کوچی په زړه نا ښاد سړي ته یاد شي
ــــــــ

۲۲ـ الجوزا ـ سخت بادونه، طوفانونه ۱۳۹۸.

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


د اختر دشپې نیمګړی نظم
خو.... نیمه، خاموشې زمزمې سره ...

راځه پخیر راشي راځه،راځه سلام اختره
موږ په خندا درته پرانیستې غیږ مدام اختره
خو دومره ده کوه لږ موږ سره ناکام اختره
د زړه مالت کې مو ګرځیږه لږ په پام اختره
د کونډې خور به مې ساتې ډېر احترام اختره

درنه خبره ګوره نه شي د چا مور اختره
څو ورځې مخکې شهید شوی د چا ورور اختره
لا انتظار ده په کاله کې چاته خور اختره
یوه خبر یې ورکوي بچي ته زور اختره
د پلار د نه راتلو ورنکړي څوک پیغور اختره

چاته اوس هم څاري د کلي لویه لار اختره
د چا راتلو ته اوس هم دي څوک انتظار اختره
د چا په یاد کې ستوري شماري تر سهار اختره
د دروازې د ځنځیر شرنګ، ته دي بیدار اختره
چا پسې ورور شو لیونی، چاپسې پلار اختره

راځه پخیر راشي راځه،راځه سلام اختره
موږ په خندا درته پرانیستې غیږ مدام اختره
خو دومره ده کوه لږ موږ سره ناکام اختره
تاته چې وخاندو بلخوا ته مو شي پام اختره
راته رایاد شي د بندي، اشنا پیغام اختره

والله هغوی هم دي بچي د دې هېواد اختره
تاته چې خاندو شي هغوی راته را یاد اختره
ژوند او ځواني یې په پنجرو کې شوه برباد اختره
عمر ته پام وکړه تېریږي لکه باد اختره
ځه کنه وایه کله شي به ټول ازاد اختره ؟

هغوی هم زړه لري او زړه کې هم ارمان اختره
هغوی همزولي او هغوی لري یاران اختره
هغوی به هم خامخا وي په ډېرو ګران اختره
داسې به هم څوک وي چې نلري جانان اختره ؟
د ازادۍ به کله وشي پرې اذان اختره ؟

راځه پخیر راشي راځه،راځه سلام اختره
په هر حالت درته لرو ، موږ احترام اختره
تر څو به وي کوچی شاعر د داسې قام اختره ؟!
چې تل یې اخلي اوښکو سترګو نه الهام اختره
څوک یې پیدا نه شو دردونو ته ارام اختره
څوک یې پیدا نه شو دردونو ته ارام اختره
ــــــــــــــــــــــــــــ

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


ګلونو او ورونو یارانو!
د کوچي اشنا مبارکي مو د اختر پر دویمه شپه ومنئ!
تقبل الله منّا ومنکم !
خبره داسې وه چې:
د اختر په شپه رانه د اختر لپاره یو اوږد نظم ولیکل شو.
ما ویل د اختر پر سهار به یې مبارکۍ سره نشر کړم...
پرون چې مې ټول فیسبوک د خوښیو په خوږو مبارکیو مالا مال لوستو نو ؛ زړه اجازه رانه کړه چې هغه له دردونو ډک توري پورته کړم ...!

اوس نو له مبارکۍ سره دا تازه څه قبول کړئ!
مینه او مننه!!

سړی خاندي

غم چې ورکه کړي ترې لاره سړی خاندي
کله ځان سره اواره سړی خاندي

کله،کله خبر یو څه وایي بل څه
کله،کله بیا له ډاره سړی خاندي

هیڅ یې خیال ته راوستی نه شم خو خوږ دی
خوږو سترګو کې کراره سړی خاندي

د چا غم لیونی کړی هسې نه ده
ټوله شپه چې تر سهاره سړی خاندي

خط او بریت چې د تنکۍ ځوانۍ وریاد شي
مخ ته ونیسي هینداره سړی خاندي

چې د ژوند پر لار تیندک وخوري او پریوځي
بیا له درده هم بې واره سړی خاندي

څوک نو ټول له شنې خندا او ټوکو جوړ وي
چې راځي یي له بنډاره سړی خاندي

ستا یادونه یې په سترګو کې مُسکي دي
څوک راغلی له بهاره سړی خاندي

په غمونو مو زاره شنه شوه کوچیه !!
په اختر کې خو لږ یاره سړی خاندي

۱۴۴۰ کوچنی اختر دوهمه

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


لکـــــــــه ساده سړی راغلی چې لۀ غره یم ښۀ یم
همداسې ښۀ یمه چې پوی پۀ هرڅۀ نۀ یم ښۀ یم

اواز 🎧 بشیراحمد احمدي

شاعر ✍ سـپـیـن کـوچی

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


چې د خوږې خندا احسان راباندې یاره کوې
لکه چې واخلي څوک روژه کې د زکات تصویر

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


ماښام کي سوي کريغي او سهار جنازې،
دې چم کی بس دخلکو وي روزګار جنازې


اواز 🎧 مفتي زرشاد حقاني

شاعر ✍ سپين کوچی

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
https://t.me/Spenkochi


چی شپه به شوه یواځی به په لاره چیرته نه تلم

اوآز 🎧 مفتي زرشاد حقاني

شاعر ✍ سپین کوچی


👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


غلي...

شته ډېرو خپل پرهر زړونه ساتلي، دلته غلي
شته ډېرو ارمانونه خپل وژلي، دلته غلي

شته ډېر چې له خپل سیوري نه ویریږي رڼا ورځ
شته ډېر چې نیمه شپه کورته راغلي، دلته غلي

دې چم کې څو له درده لیوني دي چې کړي شور
کنه څومره اوسیږي ډېر ښاغلي، دلته غلي

هغوی چې خپل ځانونه هوښیاران بولي تر بل
هغوی له ډار په ځان ډېر څه منلي، دلته غلي

اخ دلته بیا ترې ځان ساتي،پرې نکړې بیا باور
هر چا چې چا ته سترګو کې کتلي، دلته غلي

چې حق خبره نه شي کوی، چاته داسې ډېر
کوچي غوندې شته زیات بلا وهلي دلته غلي

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


روژه راغله، ته نه یې...

په زړه باندې مې بیا د درد غُو ټَۀ راغله ته نه یې
ورځ تېره شوه،ماښام راغی او شپه راغله ته نه یې

آخ بیا به روژه ماتي کې د ډېرو ځای خالي وي
کال تیر شو دا دی بیا بېرته روژه راغله ته نه یې

بچي دې کړه ورمنډه له اذان سره ټک،ټک شو
ګاونډ نه روژه ماتې ته کاسه راغله، ته نه یې

د ورځې دې مور ښه وي چې ماښام شي ته را نه شي
څو ځلې یې په زړه باندې حمله راغله ته نه یې

ته نه یې چې غوسه مې په خندا کړې لږ را ماته
خپل ځان ته مې په نیمه لار غوسه راغله ته نه یې

بیا چېرته د کمره سیوري ته وړی درانه خوب یې
کوچیه له راغه ځانته رمه راغله ته نه یې

۳۰ شعبان ۱۴۴۰ هـ ق.

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


د غرونو او سیندونو وطن کونړ ته!

نشته څنګ په څنګ یاران
داسې لکه غر او سیند

یو خوا ته جوړه نه ځو
زه او ته او لمر او سیند

څه شاعرانه کیف دی
وآه، زیړ مازیګر او سیند

یاد ته مې جوړه راځي
څوک او څو نفر او سیند

اخلي مې او ډوب مې کړي
ستا یو خوږ نظر او سیند

بیا له چا ګیلې کوي
بیا څوک مرور او سیند

زړه ته د کونړ چې ځې
ټوله لار سفر او سیند

څومره دي نږدې سره
ستا د کاله ور او سیند

ټول د لفظو لپه کې
کړو کوچي هنر او سیند
ــــــــــــ
۱۳۹۸/ثور/۱۳

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


رابيل شول دهمزولو له کتاره په خندا
په ټوله مينه غيږ درکوي داره په خندا

اواز 🎧 مولوي محمد امين حيدري

شاعر ✍ سپین کوچی

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


په بېلتانه کې ...

هر چا به مې چې سترګو ته کاته په بېلتانه کې
پر ما به یې زړګی سم سوځیده په بېلتانه کې

د چا له هغه سخت زړه نه خبر یې او که نه یې؟
اخر شو هم ، هغه کاڼی اوبه په بېلتانه کې

ستا بد به مې حساب هم د ژوند ښکلې خاطره کړه
کتار چې به مې مخ ته کړل ستا ښه په بېلتانه کې

پر نوک به یې د زړه دروازه غلې را ټک،ټک کړه
یادونه به دې نیمه شپه راتله په بېلتانه کې

ویل مې دا به چېرته د غم دومره بار اوچت کړي
باور مې دومره نه ؤ په خپل زړه په بېلتانه کې

پام! مه وچوه سترګې د خوږ درد پکې یو کیف دی
په اوښکو لمدې ښه ښکاري لېمه په بېلتانه کې

اشنایه! زه د دومره سختو نه یمه چې څومره
کوچیه ! ځوانیمرګه لکه ته په بېلتانه کې !!

۳۰/ وری / ۱۳۹۸ ل
جَلَبَات.

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi


الله...

دغم څادر په ټول وطن را خور دی الله
د چا پلار شهید شوی د چا ورور دی الله

زندان نه رالیږلی چا پیغور دی الله
پر موږ باندې د ډېرو خویندو پور دی الله

په غیږ کې چې نیولی وړې خور دی الله
دا ګل بچی بې پلاره او بې مور دی الله

دوښمن راته ولاړ چې کور په کور دی الله
اخیستی مو له خپلې لمن اور دی الله

زموږ نور اوبه شوی د زړه زور دی الله
له کریغو نه مو ناست، مرۍ کې شور دی الله

تش نوم مو پاتې هسې لور په لور دی الله
هغه د برم څلی مو نسکور دی الله

له ژونده یې زړګی ختلی نور دی الله
بس هسې مسلمان باندې یو تور دی الله

له درد مو زړه شیندلی خور او وور دی الله
خو ستا په یاد مو شکر زړه ټکور دی الله

د سپین کوچي په شعر کې انځُوُر دی الله
همدغسې ګډ،وډ مو د ژوند سُوُر دی الله

۲۲/حمل/۱۳۹۸ ل.

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
سپین کوچی
@Spenkochi

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

647

obunachilar
Kanal statistikasi