🇦🇫World cricket🇦🇫


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


#تازه پروخت # خبرونه
د #کرکیټ ډګر څخه
#کورنی او #بهرنی کرکیټ پر وخت او تازه معلومات

تبادلی والا 👇👇👇👇👇
@ekramullahafghan

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


د استخباراتو لوی ریاست-GDI د ټیلیګرام چينلونه درسره جواین کړئ او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړئ

👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆




اَلَهُمَ صَلِ عَلَیْ مُحَمَّدٍ وَعَلَیْ اَلٌِ مُحَمَد
لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي  
🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
                                             👇
                                  
@OBIDUALLHABID
🌹🌹🌹ــــــــــــــــــــــــ🌹🌹 🌹
{نوټ} چینل کي باید 500کسان وي}
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
                                        👇
                        ☆《
@obiduallhabid2 》☆



ܔْށمًًهَ
ََاجِِِیرِی اُوښکِِِیܔْށ
👇
https://t.me/+j
5A1Bil3xKQwZjBl

🌹نعت خوان💘سعیدي اشنا💔
👇
https:
//t.me/AssirMujahiDHM

د
قــرانی عظیم الشان ترجمه
👇

https://t.me/+N2zf3TBXF-g1NGQ0

نعتخوان قاري فضلي نوذادي اشنادوهم چنل
👇
https://t.me/Fazlijanan2
⚠️روښانه مستقبل⚠️
👇
https://t.me/entizar_1000
سیرت محمدنبویﷺ
👇
https://t.me/siratnbaoi
صحیح البخاری په پښتو ژبـه باندي
👇
https://t.me/SahihAllBukhari

دشاعرانو جونګړه
👇
https://t.me/+YnBSN4PdZZxiYjY1
نعتخوان قاری فضلی نوذادی اشنا
👇
https://t.me/FasliJanantarani
ناهيلي ژوند
👇
https://t.me/Damiani1diwah2002
دفاروقې افغان ترانې[2]
👇
https://t.me/+BEjqktl10ypkNTc0
دقران کریم تلاوت اوترجمه
👇
https://t.me/obiduallh
صـفـحه رسمی احمدی افغان️
👇
https://t.me/+yWgOvo5JdcllNDY1
دَه مِـیِنَيِ ډَيِوَهَّ خپرندویه اِدَاَرهَّ
👇
https://t.me/Qarianasjanan
انـس هــاشمی آغـا
👇
https://t.me/OmaeOmaeOmae887
شاعرعزیر
👇
https://t.me/Shaeroza

البخاری په پښتو ژبـه باندي
👇
https://t.me/SahihAllBukhari
حافـــظ عبدالصمدفریادی ترانی اوشعرونه
👇
https://t.me/abid70

                                   🇦🇫World cricket🇦🇫

https://t.me/Worldcrickete
تـــجویـــداوتفسیر
👇
https://t.me/Obiduallhabid
🌷بلبلان خــوش نوای قـادس🌷👉
👇
https://t.me/subhanallahallahakbarkabira

📚حمــاس کــتابـتون📚
👇
https://t.me/HammasKetabtoon
دحیدري اشنابادغیسوال اشعار
👇
https://t.me/haidareeebadheesoal
کریکیټ خبرونه crickat news
👇
https://t.me/AFGcricket30

{دوتســاپ اســــلامــی لیــنکونه}
👇
https://t.me/Ry46i77
شهید مولانا مجیب الرحمان انصاري تقبله الله
👇
https://t.me/Afganmujahid
مولوي عبدالمالک عادل ترانې
👇
https://t.me/adilpaktin
احمدی قرباغی
👇
https://t.me/bjibs

سیرت نبیوی
👇
https://t.me/siratnbaoi

ښایسته لیکنی
👇
https://t.me/Basil4243
یقیــــــن //Yaqeen
👇
https://t.me/Yaqeen4455
🌹❤️تـــلاوت اوتـــرجـــمه🌹❤️
👇
https://t.me/+N2zf3TBXF-g1NGQ0
دلته واتساف بلاک نمبرونه جوړیږی
👇
https://t.me/abid900
💓لـیونی Lewanyزړه❤️
👇
https://t.me/Lewany_zra
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتبادلی رابطه👇👇👇
  {
عابــدغـــزنوی  }

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ خــادم ـــــــــــــــــــــــــــــ
                   🌹عــابــدغــزنـــوی🌹                  ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلٰهَ إِلَّا اللہ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ
وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ﴿ﷺ}

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دواتســــاف رابطه
👇👇
https://chat.wh
atsapp.com/KgIiLpWxbuAF1N0AkmE1R1






*_دافغانستان مرستيال کپتان رحمت شاه زرمتی دپنځوس اوریزو لوبوپه اړه معلومات_*


کیرون پولارډ د ممبۍ انډینز روزونکی وټاکل شو🇮🇳🏆🏏



د ممبۍ انډینز لوبډلې ویسټ انډیزی الراونډر کیرون پولارډ، چې په خپلو اوږدو شپږیزو یې مینه وال حیران کړي وو، له آی پي ایل څخه تقاعد شو او په راتلونکي پړاو سیالیو کې به له دغې لوبډلې سره د روزونکي په توګه مل وي.



پولارډ له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ممبۍ انډینز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې پرلپسې دیارلس فصلونو کې ورسره و او د دې لوبډلې خورا مهم لوبغاړی ګڼل کېده، خو تېر پړاو سیالیو کې یې مزه نه وه، خو ځکه خو تقاعد واخیست او اوس به د دغې لوبډلې روزونکی وي.



د ممبۍ لوبډلې مالکه نیتا ایم امباني وایي چې پولارډ د ممبۍ انډینز په بریا کې مهم رول لوبولی دی، هغه د ممبۍ په پنځه ځله اتلولۍ کې مهم ثابت شوی؛ خو نور به هغه د لوبې په میدان کې ونه لېدل شي؛ خو خوشحاله یم چې د روزونکې په توګه راسره دی.



کیرون پولارډ په دې اړه وایي، ما د ممبۍ انډینز لوبډلې له مشرانو سره خبرې وکړې او هغوی راته وویل چې موږ غواړو یوه ځوانه لوبډله برابره کړو،



نو ما ښه وګڼله چې دغه لیګ پرېږدم، ځکه چې د ممبۍ لپاره نه لوبېږم نو پر وړاندې یې هم نه لوبېږم.
پولارډ، چې د هند په پریمیر لیګ کې د ممبۍ انډینز لوبډلې استازیتوب یې کاوه او څه موده وړاندې یې نړیوال کرکټ پرېښود، اوس له هند غوره لیګ څخه هم تقاعد شو او د روزونکي په توګه به دنده مخته یوسي


*_ساره علي خان له شبمن ګیل وړاندې له څلورو اداکارانو سره اړیکې لرلې_*🇮🇳🥰🫵



په دې ورځو کې د بالیووډ ځوانه اداکاره ساره علي خان یو ځل بیا د رسنیو د بحث موضوع ګرځېدلې او داسې ویل کېږي، چې دغه اداکاره له هندي کرکټر شبمن ګیل سره اړیکې لري؛ خو له شبمن ګیل وړاندې ساره علي خان له څلورو ستورو سره د یارانې تار اچولی و.

عرفان خان

د اګست له میاشتې راهیسې په دې اړه اوازې خپریږي چې ساره له شبمن ګیل سره اړیکې لري او دا اوازې هغه مهال زیاتې شوې چې شبمن ګیل له ساره علي خان سره د اړیکو خبرې په کلکه رد کړې؛ خو ساره په اګست میاشت کې له شبمن ګیل سره په یوه ریستورانت کې لېدل شوې وه.

عرفان خان

خو ساره علي خان له شبمن ګل نه مخکې د اداکار کارتیک اریان سره اړیکې لرلې او د کرن جوهر په خپروته کافي ود کرن کې ساره خپله ومنله چې کارتیک سره د واده کولو هیله لري او له اداکار رنویر سینګ سره هم د ژوند تېرولو خواهش کړی و.

عرفان خان

بله خوا له مرحوم اداکار سوشانت سینګ راجپوت سره د ساره علي خان د ملګرتیا خبرونه هم خپاره شوي. ساره او سوشانت په بدري نات فلم کې کار کړی و او له هغې وروسته د دواړو د ملګرتیا اوازې خپرې شوې چې بیا ساره خپله اعتراف هم کړی و.

عرفان خان

دغه راز اداکار ایشان کتر هم د ساره علي خان ملګری تېر شوی دی، که څه هم ساره علي خان په ښکاره ډول د ایشان کتر نوم نه اخلي، خو ویلي یې چې په بالیووډ کې د دوو فعالو اداکارانو وروڼو څخه یوه سره یې ملګرتیا کړې ده، چې اشاره یې ایشان کتر ته وه.


*_ډهوني له آی پي ایل تقاعد اخلي؛ نوې دنده ورسپارل کېږي_*🇮🇳🥰🏏



د هند کرکټ پخواني او د چینای سوپر کینګز اوسنی لوبډلمشر مهیندر سینګ ډهوني به د هند پریمیر لیګ راتلونکی فصل ولوبوي او له هغې وروسته به له هر ډول کرکټ څخه تقاعد واخلي او د هند لوبډلې ته به لوبغاړي برابروي.



د معلوماتو له مخې، ډهوني به د وروستي ځل لپاره د هند پریمیر لیګ ولوبوي او له هغې وروسته به د هند لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي برابروي، چې دغه دنده د هند کرکټ بورډ له لورې هغه ته ورکړل شوې ده.

عرفان خان

ډهوني د ۲۰۲۲ کال آی پي ایل سیالیو له پیل دمخه لوبډلمشري پرېښوده او رویندر جدیجا لوبډلمشر شو؛ خو د هغه کارکردګي خرابه وه او بېرته ډهوني لوبډلمشر شو.

عرفان خان

خو اوس د هند کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې د خپل کرکټ د ښه والي لپاره لا ډېر کار وکړي او غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته راولي او د دې لپاره یې ډهوني په نظر کې نېولی او هغه به د لوبغاړو د روزولو دنده په غاړه واخلي.

عرفان خان

د یادونې وړ ده چې هند کرکټ بورډ دا پرېکړه وروسته له هغې کوي چې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې بهر شو او له تېرو نهه کلونو راهیسې دغه لوبډلې هیڅ نړیواله اتلولي نه ده ګټلې.


*_د ویرات کوهلي ځانګړی اننګز د کرکټ نړیوالې شورا په ځانګړي نوملړ کې شامل شو_*🇮🇳🥰🏏



ویرات کوهلي په شل اوریزه نړیوال جام کې تر ټولو ښه لوبه وکړه او د پاکستان خلاف یې د ۸۲ ناسوځېدلو منډو غوره اننګز هم ولوباوه. هغه ټولې ۲۹۶ زیاتې منډې جوړې کړې، چې څلور نیمه سلیزې هم ووهلې؛ خو هند په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه او انګلستان اتلولي خپله کړه.



اوس د کرکټ نړیوالې شورا په نړیوال جام کې د لسو غوره او ځانګړو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې په دې کې د پاکستان پر وړاندې د ویرات کوهلي ۸۲ ناسوځېدلې منډې هم شاملې دي، چې تقریباً په یوازې ځان یې پاکستان ته ماتې ورکړه.



په دې نوملړ کې د ایرلېنډ کرټیس کیمفر هم ځای خپل کړی دی. هغه د نمیبیا پر وړاندې ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او بله خوا سویلي تېز توپ اچونکي لانګي نیګدي هم پکې ځای خپل کړی، چې د ۲۹ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.



په نړیوال جام کې زمبابوې پاکستان ته په یو منډو ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې آف سپېنر سکندر رضا د ۲۵ منډو په ورکولو سره درې وېکټې واخیستې. نوموړي په دې لوبه کې په پرلپسې دوه توپونو شاداب خان او حیدر علي پویلین ته ولېږل.

عرفان خاړ

د پاکستان شاداب خان هم په دغه نوملړ کې ځای موندلی دی. هغه د سویلي افریقا پر وړاندې په مهمه لوبه کې په ۲۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې او لوبډلې بریالۍ کړه او د انګلستان اوپنر چې د هند پر وړاندې یې په ۴۷ توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، هم په دې نوملړ کې شامل دی.

عرفان خان

د سريلانکا پر وړاندې د اسټراليا مارکوس سټوینس ۵۹ چټکې منډې وکړې او د نيوزيلېنډ ګلېن فلپس هم د سريلانکا پر وړاندې ۱۰۴ منډې وکړې

عرفان خان

، چې دوی هم پکې شامل دي. دغه راز د هالېنډ برینډم ګولور د سویلي افریقا خلاف د نهه منډو ورکولو سره وېکټه واخیسته او سام کرن د پاکستان خلاف په څلورو اورونو کې د دولس منډو په ورکولو سره درې وېکټې واخیستې، دوی په دې نوملړ کې شامل دي.


*_شاهد افریدی: پاکستان کرکټ بورډ دې زما له زوم سره احتیاط وکړي_*🇵🇰🫵🥎


د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدي وايي، پاکستان کرکټ بورډ دې اوس شاهین شاه افریدي په ډېر احتیاط سره ولوبوي.

عرفان خان


شاهد افريدي له رسنیو سره په خبرو کې وويل چې شاهين افریدی اوس آرام یا استراحت کوي، ځکه چې د شاهين د زنګون زخم يو ځل بيا تازه شوی دی، یعنې هماغه ټپ بیا لګېدلی دی.
هغه وویل، زه فکر کوم چې اوس باید شاهین د رغیدو لپاره پوره ۲-۳ میاشتې وخت واخلي، هغه باید په ډګر ساتنه کې احتیاط وکړي، هغه باید په داسې ځای کې ځان ونه غورځوي چې مشکل ورته پیدا کېږي.

عرفان خان

شاهد افریدي وویل چې شاهین باید اوس ډیر احتیاط وکړي او پی سی بی هم باید د شاهین سره ډېر احتیاط وکړي. هغه زیاته کړه که شاهین فیټ نه وای نو د نړیوال جام په پایلوبه کې به یې دوه اورونه هم نه وای کړي.

عرفان خان

د یادولو وړ ده چې د شاهين شاه افریدي سکين د پي سي بي ډاکټر نصیب الله سومرو او د اسټراليا د زنګون متخصص ډاکټر پيټر ډي اليسندرو له خوا کتل شوی دی، چې اوس ښه احساس کوي.


*_حارث روف: له دې نړیوال جام مو ډېر څه زده کړل_*🇵🇰😂🏆


پاکستاني لوبغاړي حارث روف د نړیوال جام د سفر په اړه خبرې کړي او ویلي یې چې له دغه ټورنمنټ څخه یې ډېرې تجربې ترلاسه کړې، چې په راتلونکي کې به ورڅخه ګټه پورته کوي.
پ



ه یوه ویډیو کې هغه ویلي چې موږ په مختلفو شرایطو کې لوبې وکړې او زموږ سفرونو کې ډېر ښکته پورته راغلې؛ خو بیا مو هم له دې نړیوال جام څخه ډېر څه زده کړل.


عرفان خان

حارث روف وويل، موږ هيله درلوده چې نيمه پايلوبې ته ورسيږو او کله چې هالېنډ سویلي افریقې ته ماتې ورکړه نو بېرته ټورنمنټ ته راغلو، د نيوزيلېنډ پر وړاندې مو ډېر باور درلود او پایلوبه ته مو لار وموندله.

عرفان خان

حارث روف وايي، چې په ټورنمنټ کې له ډېرو ستونزو سره سره بیاهم زموږ لوبډله تر پایلوبې ورسېده، چې لامل یې د یو بل ملاتړ کول وو.
د یادولو وړ ده چې پاکستان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې انګلستان ته د بریا لپاره ۱۳۸ منډې هدف وټاکه،

عرفان خان

چې انګلستان دغه هدف په ۱۹ اورړنو پوره کړ او د دویم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.


*_مایکل وان: دا خبره کول، چې هند د نړیوال جام ګټونکې لوبډله ده_*🇮🇳🏏🏆،



د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مایکل وان ویلي دي چې د شل اوریز نړیوال جام د اتلولۍ لپاره د هند لوبډلې انتخاب هسې چټي کار دی.
مایکل وان په بریتانوۍ ورځپاڼه کې په خپل کالم کې لیکلي، کله چې د هند په کوربتوب راتلونکی کال نړیوال جام پیل شي،



نو خلک به وایي چې هند نړیوال ګټي، چې دا په بشپړ ډول احمقانه خبره ده.
مایکل وان په راتلونکي نړیوال جام کې انګلستان غوره لوبډله اعلان کړه او لیکلي یې دي چې راتلونکی کال په هند کې د پنځوس اوریزو نړیوال جام ګټل به د انګلستان لوبډلې لپاره وي،

عرفان خان

ځکه زموږ لوبډله ښه سپېنران لري.
د انګلستان پخواني لوبډلمشر لیکلي چې انګلستان هم باید د نړیوال جام د خوښې لوبډلو کې شامل شي. نوموړي په خپله لیکنه کې د هند کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی چې باید د لویو جایزو د ګټلو لپاره د انګلستان کرکټ بورډ بڼه خپله کړي.

عرفان خان


د يادونې وړ ده، چې په وروستيو شل اوريزو نړيوالو سياليو کې هند يو له غوره لوبډلو څخه ګڼل کېده،

عرفان خان

خو په نيمه پايلوبه کې يې انګلستان ته په لسو وېکټو ماتې ومنله او له نړیوال جام بهر شوه.


*_شعیب اختر: شاهین باید درمل خوړلي ول او توپ اچونه به یې کړې وه_*🏆🏏🥎


د پاکستان پخوانی چټک توپ اچونکی شعیب اختر وايي، شاهین شاه افریدي باید د درد درمل خوړلي وو او خپلې توپ اچونې ته به یې دوام ورکړی و.



خوانی تیز توپ اچونکی شعیب اختر وايي، که تر ټولو مهم توپ اچونکی فیټ نه وي، نو د لوبډلې لپاره ستونزې جوړوي، شاهین شاه افریدي بېخي فیټ نه و، موږ هغه نه شو ملامتولی.



هغه زیاتوي، شاهین په تېرو سیالیو کې ښه لوبه کړې وه، خو دا د نړیوال جام پایلوبه وه، که یې پښه هم ماته شي، چې څه کېږي هغه خو وشول، منډې دې ووهي، شاهین به د درد ضد درمل خوړلي وو.



دغه پخواني کرکټ لوبغاړي زیاته کړه، دا باوري خبره ده چې پایلوبې ته په ټاکلو سره تاسو د ځوان تېز توپ اچونکي له کیرېر سره لوبه کوله، لوبډلمشر باید لومړی فکر کړی و، چې خطر واخلي او که نه.



د یادولو وړ ده چې شاهین افریدی د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د انګلستان پر وړاندې په ډګر ساتنه کې ټپي شو او له میدانه ووت او له هغې راهیسې اوس د درملنې لاندې دی.


*_سټیو سمېت: ویرات کوهلي د کرکټ د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی_*🇮🇳🥰🏏


د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر او تکړه توپ وهونکی سټیو سمیت، چې د کرکټ په درې واړو فارمیټونو کې تر ټولو غوره لوبغاړی بلل کېده، هندی توپ وهونکی ویرات کوهلي د کرکټ د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکلی دی
له سمېت ته غوښتنه وکړه چې




د نړۍ د پنځو غوره لوبغاړو نومونه واخلي، چې هغه په حیرانتیا سره په خپل نوملړ کې دوه هندي لوبغاړي شامل کړل او خپل لوبډلمشر پیټ کمېنس هم په دې نوملړ کې شامل کړ.



سمېت په خپلو پنځو غوره لوبغاړو کې د هند ویرات کوهلي او رویند جدیجا، د انګلستان توپ وهونکی جو روټ او د سویلي افریقا تیز توپ اچونکی کاګیسو رباډا په غوره پنځو لوبغاړو کې ځای لري.



کوهلي د دې نوملړ په سر کې ځای لري، هغه د ۲۰۲۲ اسیا جام راهیسې فارم ته راغلی او په شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان، بنګله دېش، هالېنډ او انګلستان پر وړاندې د نیمه سلیزو له وهلو وروسته د ټورنمنټ تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو، چې ۲۹۶ منډې یې جوړې کړې.

عرفان خان

د یادونې وړ ده چې ویرات کوهلي، جو روټ، کین ویلیمسن، سټیو سمېت او بابر اعظم د نړۍ پنځه غوره توپ وهونکي دي او پنځه واړه غوره ریکارډونو جوړ کړي دي.


*_معین علی په نړیوال کرکټ نېوکې وکړې_*🏴󠁧󠁢󠁥󠁮󠁧󠁿🥰🏏



د انګلستان الراونډر معین علي په خپله یوه وینا کې د نړیوال کرکټ پر اوسني مهالویش سختې نیوکې وکړې. دا ځکه چې له نړیوال جام وروسته انګلستان سبا له اسټرالیا سره لوبلړۍ پیلوي.
انګلستاني الراونډر یوې مشهورې کرکټ مجلې ته په مرکه کې ویلي


، چې په اوسني وخت کې دومره وخت هم نه لري، چې د نړیوال جام د اتلولۍ خوښي ولمانځي.
معین علي وویل چې د نړیوال جام پایلوبې څخه یوازې درې ورځې وروسته لوبه کول بل ډول ده. د معین علي په وینا، د لوبغاړو په توګه موږ اوس ورسره عادت شوي یو، خو کله چې تاسو په هرو دوو،



دریو ورځو کې لوبه کوئ، نو دا ستونزمنه ده چې سل په سلو کې بریا ترلاسه کړئ.
دغه الراونډر وویل چې د کرکټ مهالویش اوس تر بل هر وخت زیات بوخت دی، ځکه کله چې مو د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام وګاټه نو دوه اونۍ وروسته مو ایشیز او لس ورځې وروسته د ایرلینډ خلاف ټیسټ لوبه درلوده.
عرفان خان
معین علي پر مهالویش اعتراض وکړ او ویې ویل چې دا ډول کارونه د شرم وړ دي، د یوې لوبډلې په توګه موږ غواړو له نړیوال جام څخه خوند واخلو.


دهند پخوانی لوبغاړی عرفان پټان دروهیت شرما دلوبډلمشری په اړه وایي،


ټول پـښـتـنـه؟🏏

ستاسو په نظر باید د سریلانکا🇱🇰 خلاف وانډون یا دوهمه ویکټ باید کوم لوبغاړ میدان ته کوز شي🇦🇫🏏
رایه مو د سټیکر له لاري وکاروي وبه ګورو چی څوک کرکټ ښه پوهېږي 🥰
F


د انګلستان کرکټ لوبغاړي معین علي ویلي دي چې د زیاتو لوبو په کولو سره د مخالفې لوبډلې له ستراتیژۍ نه وېرېږي، زموږ باور او مورال لوړ و او همدا و چې موږ وګټله.

معین علي وړمه ورځ د نړیوال جام له ګټلو وروسته وویل چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان سره ډیر کرکټ کړی و او د هغوی له ستراتیژۍ او پلانونو څخه په بشپړه توګه خبر و.

هغه وويل، کله چې تاسو له يوې مخالفې لوبډلې سره ډېرې لوبې کوئ، نو تاسو بیا په دې پوهيږئ چې څنګه سيالي باید وکړئ. هغه وويل، موږ په پاکستان کې ښه لوبه وکړه او باور مو ترلاسه کړ.

معین علي ویلي، چې پاکستان او هند د یو بل پر وړاندې ډېرې لوبې نه کوي، نو دواړه د ننګونو احساس کوي، موږ فکر کاوه چې پاکستان به له ۱۶۰ منډو زیاتې منډو ته نه پرېږدو، خو زموږ توپ وهونکو ډېره ښه لوبه وکړه.

هغه وویل کله چې شاهین ټپي شو نو تمه کیده چې یو غوره اور به وشي، پاکستان نن ډیره ښه توپ اچونه وکړه، د پاکستان توپ اچونې او ویکټې ته په کتلو سره دا تمه کیده چې مونږ به چلنج سره مخ کېږو.


For my team squad game
#SRL #AFG

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

307

obunachilar
Kanal statistikasi