کرونا: امریکا کې تر ټولو خونړۍ ورځ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې «۱۴۸۰» کسان مړه شوي
شنبه 04 اپـــــريل 2020
د جانز هوپکنز پوهنتون شمېرو له مخې تېره ورځ یوازې د امریکا په نیویارک ایالت کې نږدې ۷۰۰ کسان مړه شوي دي.
د امریکا د جانز هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دا په نړۍ کې لومړی وار دی چې کرونا وبا په دومره موده کې زیات کسانو ژوند اخلي. دغه هېواد کې د ټولو مړو شمېر له ۷ زرو پورته شوی دی.
په امریکا کې له سفري بندیزونو وړاندې درې نیم ملیونه کسان دغه هېواد ته داخل شوي چې د کرونا زیاتو پېښو لامل ګڼل کیږي.
د جانز هوپکنز پوهنتون احصائیو له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۱۵۸۳۷ کسان نور دغه هېواد کې پر کرونا اخته شوي چې په دې سره د ټولو اخته کسانو شمېره له ۲۶۰زرو پورته شو.
بل لوري ته په اسپانیا کې تېره ورځ ۹۳۲ کسان وژل شوي چې د ټولو مړو شمېر نږدې ۱۱زرو ته ورسېد.
دغه راز ایټالیا د ۷۶۶ کسانو د مړینې خبر ورکوي چې شمېر یې له ۱۴نیم زرو پورته شو. د برتانیې روغتیا وزارت دغه هېواد کې د ۶۸۴ کسانو د مړینې خبر ورکوي.
🌐🤝
http://t.me/AAAExd