چي څرګــند پر دې نـړئ ځـــلانده لـــمــر شو
تیارې ټولي شوې ظلمونو کـــڈي بار کـــــــړې
تر هرځایه یې شــــــغلې ولاړې سحـــــــر شو
لہ دنیا نه تــور تمـــــونو کـــــــډي بار کـــــړې
هر یو زڑہ د محــــــبت او میني کـــــــور شو
ترینه مــــړ د عـــــــداوت بدرنګـــــــه اور شو
هر بــــشـــر پوه په حقـــــوقو د بــــشـــر شو
خوشحالي شـــــــوه نفرتونو کډي بار کـــــړې
ژونــدۍ لوڼـي یې کــړې ښخـــي جهالــت وو
تـــل تـــر مـــنځ بــه د قــــومونو رفاقـــت وو
بدی ولاړې نـور پر ښــــــو باندي اشــــــر شو
تر مابـین یې پیغـــــورونو کـــــډي بار کړې
چي دسپین رخـسار یې نور پرعالم خـپور شو
زلـــــــزله شـــــوه بـــتان ټوله رانسکـــور شو
د مـکې پر مشرکیــنو جـــــــوڑ محــــشـــر شو
د کفـــــــارو رواجـــونو کـــــډي بار کـــــــړې
ناپوهي وه هر څوک بت ته پر سجـــــده وو
ناخـــــــبر لـه آخــــــرت او لـه هـــــــرڅــه وو
لارښـــود راغلـی پر سجده رب ته هر سر شو
د نا اهلــو بدعــــــــتونـو کـــــــډي بار کـــــړې
چــی سعـــــــيد وو ازلي شــــــو مسـلمان به
چي شـــــــقي وو شــو محــرومه له ایـمان به
څوک کامـران شو تابعــــدار د پیغمـبر ﷺشو
له چـــا دا ســـــــعادتونو کـــــــډي بار کــــــړې
چي څرګــند پر دې فاني ویـران جـــــهان شو
هـــــر یو چــم ېې له ښــکلا نه ګلســــتان شو
پرې هــر ځــائ "ذاکـــــــرځــلانده" معطــر شو
لــه هـــر لــوري خــــــزانونو کــــــډي بار کــړې
شاعر: نوراحمد ذاکرځلاند
https://t.me/zakirzaland