Al Emarah News


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


د الاماره رسمي پاڼي په حواله درته نشریات کوو
خبر شنني تحلیل څیړني د هیواد او نړۍ نه وخت په وخت تازه پېښي ګوزارشونه له هم

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


میدان وردګ: جلریز کې ۱ اربکی له مجاهدینو سره یو ځای شو

6 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره



د میدان وردګ ولایت، جلریز ولسوالۍ کې د سرورخان ولد محمد په نوم د سیدشاه خیلو کلي اوسیدونکی اربکی د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

نوموړي ژمنه کړې چې تر دې وروسته به کله هم د مزدور رژیم لپاره فعالیت نه کوي.

2020/6/10


د لښکرګاه په زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون اعلامیه

6 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره



په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په زندان کې یو تن بندي شیرین د عبدالقدوس زوی د هلمند ولایت د موسي کلا ولسوالۍ اوسیدونکی د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
موږ د دغه بندي په وفات باندې خپله ژوره خواشینۍ ښیو، دا څوم ځل دی چې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې د کابل ادارې په زندانونو کې بندیان د کرونا ناروغي له امله وفات کیږي.
د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون څو ځله د سور صلیب او نړیوالو بشري سازمانونو په ګډون بیلابیل جهتونه په جریان کې اچولي چې د کابل ادارې په زندانونو کې د کرونا ناروغۍ شیوع د انديښنې وړ دی چې باید د بندیانو د صحت او وقايې لپاره جدي ګامونه واخیستل او یا اجازه ورکړل شي چې د بندیانو خپلوان لاس په کار شي او د خپلو خپلوانو تداوي وکړي.
خو تر اوسه پورې په دې برخه کې مؤثر ګامونه نه دي اخیستل شوي چې د دا ډول ناوړه پيښو سبب ګرځي، موږ یوځل بیا په یادو ټولو طرفونو باندې غږ کوو چې د کابل ادارې په زندانونو کې د بندیانو بدحالت ته متوجه شي ترڅو د لا بدو پيښو مخنیوی وشي.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۱۸/۱۰/۱۴۴۱هـ ق
۲۱/۳/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/6/10م


بدخشان: ارګو کې۳  عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

7 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره



پرون د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د حقائقو د درک په نتیجه کې د بدخشان ولایت، ارګو ولسوالۍ کې مزدوري ادارې ۳ کارکوونکي له جګړې لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

د راغلو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:

۱- عزیزالرحمن ولدسیدبرهان، کلی ایشانها

۲- فریدون ولد کمال الدین، کلی دهن اب

۳ – او یو بل تن چې د بخت شاه کلي اوسیدونکی دی

دوی ټولو په تېرو اعمالو د پښيمانتیا تر څنګ کلکه ژمنه کړې چې تر دې وروسته به هیڅکله هم د مزدوري ادارې لپاره کوم فعالیت نه کوي.

2020/6/10


 بدخشان: تګاب کې اصلاحی غونډه جوړه شوه

7 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره



د بدخشان ولایت، تګاب ولسوالۍ اړوند اسیابک کلي کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا اولسي غونډه جوړه شوه، چې د سیمې ګڼ شمېر علماؤ، د مساجدو امامانو، قومي مخورو، او سیمه ییزو خلکو پکې ګډون درلود، یاده غونډه کې د ماشومانو د ښووني او روزني، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، د مسلمانانو تر منځ د ښو اړیکو او نورو موضوعاتو په اړه ویناګاني او سلا مشورې وشوې.

د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دغه غونډه په ګران هیواد کې د اسلامي نظام د تحکیم، ارامۍ او ازاد افغانستان په دعا سره پای ته ورسېده.

2020/6/10


بدخشان: کوف اب کې ۳ اربکیان له مجاهدینو سره یو ځای شول

7 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره

د بدخشان ولایت، کوف ولسوالۍ کې د عبدالودود ولد عبدل، عبدالغفار ولد عبدالستار، او قربان ولد مراد محمد په نوم ۳ اربکیان د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

همداراز دوی ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

2020/6/10


فاریاب : قیصارکې ۳ تنه اربکیان مجاهدینو ته تسلیم شول

4 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د خواجه توبچاق، کوهي اوغوره سیمو ۳ تنه اوسیدونکي اربکیان (شریف الله داسماعیل زوی ، عبدالرحیم د بشارت زوی ، او محمد عیسی دغوث الدین زوی ) دحقائقوپه درک کولوسره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول
2020/6/10


ورځپاڼې کې د دهند الفصیحی په خپرې شوې یوې تازه لیکنې کې راغلي دي نړۍ بل هټلر ته اړتیا نه لري ؛ نړۍ دمارټن لوتر کنګ ، ګاندی او نیلسن منډيلا په څېر خلک غواړي ؛ دخپلو خلکو وژل تا اتل نه ګرځوي بلکې له تا دیکتاتور، قاتل او جلاد جوړوي ؛ هند باید اسلام ضد تبلیغات او نفرت خپرول پرېږدي.

داسلامي نړۍ ترڅنګ نا مسلمانه نړۍ کې هم اوس هند دلویې رسوایۍ سره مخامخ شوی اودظلمونو پر ضد یې ورو ورو غږ پورته کېږي. په ړومبي ځل په امریکا کې دمذهبي ازادۍ بین المللي کمیسیون د۲۰۲۰م کال په خپل کلني راپور کې هند دمذهبي اقلیتونو لپاره په خطرناکو هغو هېوادونو کې ورشامل کړی چې پکې مذهبي ازادي او انساني حقوق تر پښو لاندې کېږي ؛ یاد کمیسون دامریکا له باندنیو چارو وزارت نه غوښتي دي چې په داسې کړنو کې ککړ هندي مشران دې  په تور لست کې داخل او ورباندې دې بندیزونه ولګوي .

خو داچې مادي منافع ټرمپ ته له هرڅه وړاندې دي او دهند سره په ښو روابطو کې امریکا خپل منافع ویني نو داسې نه ښکاري چې ټرمپ به دهند خلاف کوم کوچنی اقدام وکړي.

اوس چې دهند ظلمونه اوج ته رسېدلي دي باید نړۍ دچوپتیا روژه ماته کړي که دامریکا دیاد کمیسون په څېر په نورې نړۍ کې هم دهند پر ضد اواز پورته شي اوبیاپه ټوله اسلامي نړۍ یا یواځې عرب هېوادونه هند باندې دبندېزونو لګولو ګواښ وکړي په هماغه ورځ به په هند کې نه یواځې دمسلمانانو بلکې دټولو لګکیو پر ضد دروانو ظلمونو لړۍ تم وي.

که رښتیا ووایو دګواښ کولو اړتیا هم نشته ځکه چې دهند ۸ نیم ملیونه وګړي په خلیجي هېوادونو کې په کارونو او مزدوريو بوخت دي چې دوئ هر کا خپل هېواد ته ۵۵بلیونه ډالر لېږي ؛ هند دا ټول خلک په خپل هېواد کې نه شي زغملی ؛نه ورته کار ورکولی شي او نه هم ددې زیاتو ډالرونه ځان بې برخې کوي .

نوکه خلیجي هېوادونو ددې هندوانو دشړلو اراده ښکاره کړه ټول هند به په توبو وي. دهند  دولت ؛ فوځ او عام هندوان  زیات شریران دي خوچې څومره شریران دي له هغې څو چنده زیات بزدلان هم دي ؛ یوه ګوت څنډنه ورته بسیا کوي خو چې څوک پیداشي .


صور شول چې لا هم محصور او دسختو اقتصادي اوصحي ستونزو سره مخ دي.  دمسلمانانو پر ضد دنفرت خپرولو تحریک دومره زور اخستی دی چې دحاکم ګوند بی جی پی غړی او د اترپردیش ایالت نه پارلمان ته منتخب شوی رکن سریش تیواری اعلان وکړ چې په ډېرې تېزۍ په هندي رسنیو کې خپور شو هغه ویلي چې دمسلمانانو نه سبزي مه اخلئ ! ځکه چې دوئ پرې توکاڼې توکي چې دا په موږ کې دکورونا دخپرېدا سبب کېږي.

په جوماتونو کې دلمونځونو پر اداکولو بندیز دی او اوس چې دروژې مبارکه میاشت ده او مسلمانان په اذان روژه نیسي او په اذان یې ماتوي د هند په زیاتره سیمو کې په اذان کولو هم بندیز دی بلکې دجوماتونو دمنارو نه دلوډسپیکرونو دراکوزولو لړۍ هم روانه ده او دلوډسپیکر راکوزولو پر مهال پولیس مسلمانانو ته وایې چې بیا اذانونه ونکړئ ځکه چې ستاسو له امله په هېواد کې کورونا خپره شویده .

 ددولت له لورې جوړشوي دقرنطین مرکزونه هم دمسلمانانو جدا او هندوانو جدا دي ؛ دهندوانو لپاره جوړ شوي مرکزونه رښتیا هم قرنطین مرکزونه دي خودمسلمانانولپاره جوړ شوي مرکزونه اصل کې قیدخانې دي؛ چې یوځل ورته مسلمانان راوړل شي بیا یې ترې ویستل دډاکتر داجازې او دجوړېدو پورې  اړه نه لري بلکې دپولیسو په اختیار کې وي ځکه چې نه دې مرکزونو کې ډاکتران وي او نه هم صحي وسایل.

 په نوي ډیلي کې مسلمانان دې مرکزونو ته راغلل ؛په چغو چغو یې ژړل ویل یې : د قرنطین موده ۱۴ ورځې ده ،زموږ په خلکو کې دچا هم له ۲۸ ورځو کمې ندې تېرې شوې خو تر اوسه یې دولت نه

راپرېږدي او موږ ته وایې چې ولاړ شئ ګینې تاسو هم دې مرکزونو ته ورداخلوو.

د سوشل میډیا له لارې داسې  خبرونه خپاره شویدي چې ددې مسلمانانو یوه لویه شمېره د دوا او ډاکتر دنه شتون له امله وفات شویدي نو مجبوراً په هند کې دلګکیو کمیسون دهند دصحت وزیر ته خط ولیکلو اوپکې یې ددې مسلمانانو دسرنوشت په هکله ترې وپوښتل خو دصحت وزیر تر اوسه ددوئ په هکله هیڅ معلومات ندي ورکړي .

ټولې نړۍ ته معلومه ده چې هند کې  ددولت په سرپرستۍ کې ډېر ستر تروریزم روان دی؛ دتېرو ۷ لسیزو راهیسې دزور له لارې دکشمیریانو دغلام ګرځولو هڅې روانې دي ؛ یو کورهم داسې ندی پاتې چې دوحشت ښکار شوی نه وي اوترې دشهید جنازه نه وي پورته شوی ؛ تر اوسه دلته یونیم لک مسلمانان شهیدان شوي ؛ دنورې نړۍ خلک دکرونا ویروس دخپرېدو نه پس په کورونو کې محصور شول خو دکشمیر مظلوم مسلمانان دتېرو کابو لسو میاشتو راهیسې په خپلو کورونو کې محصور اودخوراکي او اړتیا وړ نورو اشیاءو دسخت قلت سره مخامخ دي ؛ ددې ترڅنګ په قبضه شوي کشمیر کې کورونا خپره شویده خو صحي هیڅ اسانتیاوې نشته چې دلته دبشري ناورین درامنځته کېدو خطر مخ په زیاتېدو دی ؛ خو نړۍ پدې هر څه سترګې پټې کړیدی .

دملګروملتونو اداره چې دټولې نړۍ دانسانانو دحقوقو نه دفاع او ساتنه یې له مهمو اهدافوڅخه ګڼل کېږي ولې په هند اوخصوصاً کشمیر کې دکوچنیانو ژړاګانې دمېرمنو ویر اودبوډاګانو آه او فریاد نه اوري ؟ ولې دا بند ښارونه ؛ خالي سرکونه ؛ مفلوج ژوند اوپرمسلمانانو دوحشي هندي فوځ ګولۍ ورول او دکوتکونو ګوزارون نه ښکاري ؟

اودمتعصبو هندوانو له لورې  دکورونا دخپراوي په څېر په ډول ډول پلمو دمسلمانانو دنسل ختمولو اقدامات ولې نه ویني ؟

سره له دې چې په هند کې دتابعیت نه دمسلمانانو دبې برخې کولو لپاره دنویو قوانینودنفاذ او په قبضه شوي کشمېر کې دهند دفوځ دوحشت دنوې لړۍ په هکله ټوله اسلامي نړۍ چوپه خوله وه  اودترکې ، مالیزیا اوپاکستان پرته په عربو او عجمو کې هیچا هم ددې ظلمونو پرضد اواز  نه و پورته کړی خو اوس چې په نړۍ کورونا خپره او له امله یې په ټولې نړۍ کې کابو ۳سوه زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی په هند کې دمتعصبو هندوانو له لورې پرمسلمانانو ددې مرض پړه وراچول اوپر مسلمانانو دظلم او وحشت نوې لړۍ او دهندي دولت له لورې پرمسلمانانو ددې مرض دخپراوي مسئولیت ور اچول  عرب غصه کړیدي او په سوشل میډیا د افرادو ، تنظیمونو او ټولنو له لورې دمتعصبو هندواونو او متعصب دولت ستخته غندنه شویده اوله نېکه مرغه چې دکویت او دعربو متحده اماراتو چې همدا خبره راپورته کړه نو ورسره اسلامي کانفرانس هم یو څه دغفلت له خوبه رابیدار او دا خبره یې ددې وړ وګڼله چې پوښتنه یې وشي .

داپریل په ۱۸مې نېټې اسلامي کانفرانس یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې دهند نه غوښتل شوي و چې داسلام او مسلمانانو سره دنفرت خپرولو پر ضد باید هند جدي ګامونه پورته کړي .

دقطر پوهنتون کې دخلیجي مطالعاتو په بخش کې دسیاست استاذ دوکتورفرحان وایې : دمتعصبو هندوانو له لورې فاشستو سخت دریځو څرګندونو نړۍ حیرانه کړه اوډېر هغه وګړي چې دهند په اړه یې فکر مثبت و اوس یې فکرونه بدل او هندوانو ته دنفرت په نظر ګوري .

دعربو دمتحده ایالاتو دشاهي کورنۍ سره تړاو لرونکې شهزادګۍ (هند الفصیحي ) ویلي دي چې متعصب اونسل پرست هندوان به دجریمه کولو نه پس دهېواد نه شړل کېږي .

Gulf News   


کورونا اودهند مظلوم مسلمانان

15 دقیقه پیش / احمد بسام / الاماره



حسن مومند

دا مهال په ښکاره دټولې نړۍ غم یو دی ؛ دټولې نړۍ پام دکورونا ویروس نه دانساني ټولنې دخلاصون پرلور دی ځکه چې دنړیوالو ادارو له لورې دخپروشویو ارقامو له مخې په ټولې نړۍ کې ددې وبایې مرض نه تر دې دمه نېږدې ۳ سوه زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړیدی اوداسې ویل کېږي چې تر دې دمه یې نړۍ په علاج یا ورنه دځان ساتنې په واکسین موندلو نده توانېدلې.

دهند حالت هم ډېر بدتر دی ؛ ددې هېواد دروغتیا دکمزورې اوناقصې پالیسۍ له امله دا مرض په هند کې په ډېرې تېزۍ خپور شو ؛ پر ځای ددې چې دهند دولت دصحت بخش ته ښه توجو کړی او لازم احتیاطي او دفاعي تدابیر یې پرکار اچولي وای پرخپلو ناکامیو دپردې را اچولو او دمتعصبو او احمقو هندوانو دتوجو اړولو لپاره یې ددې ویروس خپرېدا پړه پرمسلمانانو واچوله او پدې هېواد کې دمسلمانانوپر ضد د تشدد یوه نوې لړۍ پیل شوه .

 دمودي دولت چې دخپلې کومې  ناکامۍ په اړه د ولسي غبرګون نه ځان خلاصول غواړي نو د ځان خلاصولو اسانه لار یې داده چې پر مسلمانانو ددې ناکامۍ پړه ورواچول شي ، بیا احمق اومتعصب هندوان دمسلمانانو پسې راپاڅېږي نور دې ته نه ګوري چې آیا پدې ناکامۍ کې دمسلمانانو یو فیصد ونډه هم شته او که نه ؟

دهټلر په مشرۍ کې چې نازیانو کوم ظلم او وحشت خپور کړی و نن هغې ته ورته ظلم او وحشت دمودي په مشرۍ کې دآر ایس ایس او نورو تروریستو ګوندونوسره تړاو لرونکو اسلام دښمنو هندوانو دمسلمانانوپروړاندې په هند کې خپور کړیدی .

دکومه نه چې دمودي په نوم دګجرات داقصاب واک ته رسېدلی دی له هماغې ورځې راهیسې په هند کې دمسلمانانو ورځ بده ده ؛ نه دکوم مسلمان ځان محفوظ دی ، نه مال او نه هم عزت .

داهر څه په داسې هېواد کې روان دي چې ځان په نړۍ تر ټولو ستردیموکرات او سیکولرهېواد ګڼي

د آر ایس ایس بي جي پي او بجرنګ دل په څېر تروریست ګوندونه مسلمانانو ته د داسې دحشرات الارض په نظر ګوري چې ترې هند خالي کول ډېر اړین بولي اوددې لپاره یې مټې رانغښتې دي.

 دوئ دمسلمانانوپرضد د وحشت پیلولو لپاره دیوې کوچنۍ پلمې په انتظار وي ؛ کله چې ورته پلمه په لاس ورشي بیا د روغ ناروغ ، کوچني ،ستر ، سړي او مېرمنې له امتیاز پرته دمسلمانانو قتل عام پیل کړي او هیڅوک ترې دپوښتنې نه وي ځکه چې دا هر څه ددولت تر سرپرستۍ لاندې کوي .

دمسلمانانو جرم دا دی چې دوئ  دهغو نیکونو اولاده ده چې هند یې فتح کړی او پرې یې کابو ۸سوه کلونه حاکمیت کړی ؛ هندوان چې دتاریخ په پاڼو کې دمسلمانانو دا ۸ سوه کلن دور ویني نو سینې یې له اور نه ډکې او دانتقام اخستلو فکر یې پر اعصابو حاوي شي ،بیا ترې وحشي ځناور جوړ وي چې طبعا کارونه هم دوحشت کوي او دمودي دولت ، عدلیه او دهند رسنئ ټول دهمدوئ تر شا ولاړ وي او وحشت یې تائیدوي.

دمتعصبوهندوانواو دولت لپاره نوې پلمه داوه چې دمارچ په منځنو ورځو کې په نوي ډیلي کې تبلیغي اجتماع شوی وه چې له هغې وروسته دهند متعصبو سیاسي مشرانو دمسلمانانو پر ضد دا تبلیغات پیل کړل چې دپلان له مخې دمسلمانانو او خصوصاً دتبلیغي جماعت له لارې په هند کې کورونا خپره کړای شویده .

بس دسیاسي مشرانو ددې نا مسئولانه څرګندونو سره سم په دې هېواد کې په شوشل میډیا ، ورځپاڼو،جرائدو اوتلویزیونو کې دمسلمانانو پر ضد نه تم کېدونکي تبلیغات پیل شول ؛ کورونا ویروس په ( اسلامي وایرس ؛ جهادي وایرس ، تبلیغي وایرس ، مدرسه وایرس ) په نومونو ونومول شو او ددولت په اشارو ددولت نه په ډېر شدت وغوښتل شول چې دمسلمانانوجوماتونه ، مدرسې اودیني مرکزونه دې بند کړای شي او دمسلمانانو په ګرځېدو اوټولو فعالیتونو دې بندیز ولګول شي .

بیا داپریل په ۱۹ مې نېټې دهند دولت دکورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په هند کې په کورونا داخته شویو مریضانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېږي چې د ۴۰۰ نه دزیاتو مریضانو تړاو دتبلیغي جماعت سره دی نو باید دتبلیغي جماعت مشر مولوی سعد ونیول شي او دقتل دوسیه ورته جوړه شي .

ددې اعلان نه ۴ ورځې پس یانې داپریل په ۲۳مې نېټې دولت اعلان وکړ چې هند کې ۳۳۰۰۰زره تنان پدې مرض اخته دي چې ۱۰۰۰ تنانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ .

 ددې اعلان دخپرېدلونه پس په ټول هند کې دسوشل مېډیا له لارې دمسلمانانو پر ضد دنفرت خپرولو لپاره د تبلیغاتو سېلاب پیل شو ؛ تردې چې ډېرو داغوښتنه هم کوله چې تبلیغي جماعت دې  تروریست جماعت وګڼل شي او ارکان دې یې دمرګ په سزا محکوم شي .

دمتعصبوهندوانو دا ددولت نه غوښتنه وه خو ددولت پرېکړې ته یې ځان اړ ونه ګڼلوبلکې پخپله یې عملاً دمسلمانانوپرضد هر هغه څه وکړل چې څه یې زړه غوښتل ؛ هېواد په مختلفو برخو کې یې دمسلمانانو په وژلو، وهلو دکورونواو دوکانونو سوزولو اوبندولوپیل وکړ؛ دمتیازو سکلو ته یې اړ ایستل او دولت له کوره بیرون هرمسلمان په زور دقرنطین مرکزونوپه نوم جوړو شویو زندانونو ته بوتلل نو مجبوراً ټول مسلمانان په کورونو کې مح


زابل : شهرصفاکې ۲ مزدور عسکر ووژل شول

6 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

د زابل ولایت د شهرصفاولسوالۍ اړوند د سلام جان اغاکلي په سیمه کې د قیوم دپوستې ۲تنه عسکر پرون سهار ۸ بجې ددرازکوف په مټ وویشتل شول اوځای پرځای ووژل شول
2020/6/9


فاریاب : قیصار ک یوتن اربکی مجاهدینو ته تسلیم شو

6 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د نودرې سیمي اوسیدونکی یوتن اربکی محمدظاهر د محمداکبر زوی دحقائقوپه درک کولو سره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شو
2020/6/9


پکتیکا: خوشامند کې د سرک جوړولو چاره پیل شوه

3 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره

د بیارغوني په لړ کې پرون مجاهدینو د پکتیکا ولایت، خوشامند او وازیخوا ولسوالیو تر منځ په ۵ کیلو متره سړک چې د ګواشتې او کرم خیلو سیمې سره نښلوي د بیا رغوني چاره پیل کړې. چې په جوړیدو سره به یې د سیمه ایزو خلکو ګڼې ستونزي هوارې شي.

2020/6/10


دې وقاحت لامل څه کیدای شي؟

ځواب:

د کابل اداره او د هغې بیواکه مشر له یوې نړیوالې سیاسي انزواء سره مخ دی، په داخل کې له خپلو سیاسي حریفانو سره لاس او ګریوان دی او له بهره د اسلامي امارت مجاهدینو تر ځپونکی ګوزارونو لاندې دی.

چې دې ناسم سیاسي او پوځي وضعیت نوموړی له یوه سخت رواني کشمکش سره مخ کړی دی .

ځکه نو په اکثره مواردو کې داسې څرګندونې کوي چې هغه په سیاسي او منطقي لحاظ د توجیه وړ نه وي.

چې دغه نا معقول الزام یې هم د هماغو ناموجهو څرګندونو له جملې څخه دی.

حقیقت دا دی چې د اشرف غني اداره وه چې په جوزجان کې یې محاصره داعشیان د اسلامي امارت له مجاهدینو وژغورل، څلور ځله یې په ننګرهار او کونړ کې تسلیم شویو داعشیانو ته پناه ورکړه او اوس هم د کابل په شمول په ډیرو ځایونو کې د کابل اداره داعشي جګړه مارو ته د تروریستي فعالیتونو زمینه سازي کوي.

اسلامي امارت همدا اوس د کابل اداري ترڅنګ له داعش سره هم په مقابله کې ده چې الحمد لله د هغوی د تواجد په سیمو کې یې داعش هم له داسې ماتې سره مخ کړی لکه د اشرف غني ګوډاګۍ اداره .

مورچل:

 له تاسو څخه ډیره مننه کوو چې له خپلو مصروفیتونو سره سره مو مونږ ته د مرکې لپاره وخت راکړ ، له څښتن تعالی څخه درته په خپلو ټولو شرعي آرمانونو کې د موفقیت غوښتنه کوو.

انس (حقاني) مننه محترمو ، لتاسو نه هم مننه خدای تعالی مو موفق او بریالي لره.


د اسلامي امارت د مذاکرتي ټیم غړی محترم انس ( حقاني) صاحب سره د مورچل مجلې مرکه

38 دقیقه پیش / احمد بسام / الاماره



دکابل اداره په وظیفوي لحاظ په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پر مخ وړلو لپاره ایجاد او د همدې مسؤلیت لپاره هغوی تمویل تر لاسه کوي.

یادونه !

درنو لوستونکو!

داسلامي امارت له چارواکو سره د مرکو په لړ کې مو دا ځل د هیواد د وروستیو مهمو سیاسي پیښو په اړه د اسلامي امارت د مذاکرتي ټیم غړي محترم انس ( حقاني ) صاحب سره مرکه کړې چې لوستلو ته یې ستاسې پام راګرځوو:

پوښتنه:

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ  داشغال دخاتمې د تړون نږدي دری میاشتې تیریږي ، ستاسي له نظره د افغانستان په داخل کې په عملي لحاظ د دې تړون مثبت اثرات څه دي؟

ځواب :

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله ، والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله ومن والاه وبعد.

په پیل کې باید ووایم چې د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ تړون په افغانستان کې د جګړې د خاتمې او بهرني اشغال د خاتمې په لاره کې یو مهم اقدام و چې تر سره شو.

اسلامي امارت د یاد تړون د محتویاتو عملي کیدو ته متعهد او په دې لاره کې یې جدي ګامونه اخیستي.

که څه هم چې د یاد تړون د عملي کیدو په لاره کې کابل اداره ډیرو موانع او خنډونه ایجادوي خو بیا يي هم عملي اثرات لیدل کیږي چې د بیلګې په ډول یې د اسلامي امارت د خواوشا زرتنه بندیانو خلاصون او  پرکلیوالو سیمو باندې د امریکايي ځواکونو د هوايي بمبارونو او شپنیو بریدونو نسبي کمښت دی.

پوښتنه:

ستاسی له نظره کابل اداره ولي د دې تړون د عملي کیدو په لاره کې خنډونه ایجادوي؟

ځواب: کابل اداره د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ داشغال دخاتمې تړون عملي کیدل د خپل ځان د فنا لامل بولي.

ځکه هغه په وظیفوي لحاظ په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پر مخ وړلو لپاره ایجاد او د همدې مسؤلیت لپاره هغوی تمویل تر لاسه کوي.

که نن په افغانستان کې جګړه توقف کوي خود بخوده ورسره د کابل ادارې کاري مسؤلیت هم پایته رسیږي چې دا کار هغوی د خپل ځان د انعدام او فنا کیدو لامل ګڼي.

ځکه نو کوښښ کوي چې د سولې تړون د عملي کیدو په لاره کې ستونزې او موانع ایجاد کړي.

پوښتنه:

د بین الافغاني اجتماع دائریدل د اشغال دخاتمې تړون له مندرجاتو څخه یوه بله ماده وه، تر اوسه پوري د دې مادې د عملي کېدو لپاره څومره کار شوی؟

ځواب:

د اشغال دخاتمې تړون د مندرجه موادو د عملي کیدو لپاره یو زمني ترتیب په پام کې نیول شوی چې د هغه له مخې به بین الافغاني اجتماع د اسلامي امارت د ۵۰۰۰ بندیانو تر خلاصون وروسته دائریږي.

اسلامي امارت له امریکايي جانب سره په مسلسلو ناستو کې له هغوی نه په جدي ډول دا غوښتي چې کابل اداره ژر تر ژره د اسلامي امارت د ټولو ۵۰۰۰ زره بندیانو خلاصولو ته اماده کړي.

د ۶۰۰۰ بندیانو خلاصون د سولې د تحقق په لاره کې یو مهم ګام دی چې د هغه په بشپړیدو سره به د بین الافغانی مذاکراتو مرحله پیلیږي.

پوښتنه:

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د موافقتنامې په لاسلیکیدو کې د قطر هیواد رول څه ډول ارزیابي کوئ؟

ځواب:

د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د تړون په لاسلیکیدو کې د قطر هیواد رول ډیر مثبت او فعال دی.

د اشغال په دې سختو شرائطو کې قطر د یوه مسلمان هیواد په توګه د خپل اسلامي او اخلاقي مسؤلیت له مخې د افغان مسلمان ولس ترڅنګ دریدلی، د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته یې په دوحه کې د فعالیت امکانات برابر کړي او د همدې سیاسي دفتر له لاري یې له امریکا سره د سولې تړون لاسلیکولو ته ټولې لازمې آسانتیاوې بربرې کړي.

اسلامي امارت او په مجموع کې افغان مسلمان ولس د قطر د دغه انساني او اخلاقي موقف له امله مننه کوي.

د قطر تر څنګ نورو هغو هیوادونو چې د دې تاریخي تړون د تر سره کولو په لاره کې یې سوله ییزې هڅې کړې اسلامي امارت تري مشکور او د هغوي انساني هڅو ته د قدر په سترګه ګوري.

پوښتنه:

د کابل او ننګرهار تر خونړیو بریدونو وروسته د کابل ادارې مشر خپلو ځوا کونو ته د تهاجمي حالت غوره کولو قومنده ورکړه ، ایا دا کار له تړون سره د ښکاره مخالفت اعلان نه دی؟

ځواب: مونږ مخکي وویل چې کابل اداره صرف د یوه جګړه ییز هدف د پرمخ وړلو لپاره ایجاد شوې او د خپل دغه ماموریت د کامیاب ښودلو لپاره به خپلې نهايي هلې ځلې کوي.

خو که د افغانستان د قضيي د دوو مهمو اړخونو (اسلامي امارت او امریکا) ترمنځ د تړون په عملي کیدو کې متقابل جدیت او فعالتوب موجود وي بیا د کابل اداري مخالفت او یا د هغې لخوا د خنډونو ایجادول کوم اغیز نشي لرلای.

پوښتنه :

په ننګر هار او کابل کې د جنازې پر مراسمو او ملکي روغتون خونړي بریدونه تر سره شول چې د ننګرهار برید مسؤلیت رسما داعش تروریستي ډلې پر غاړه واخیست ، اسلامي امارت دا دواړه بریدونه تقبیح او په هغه کې لاس لرل په کلکه رد کړل، مګر اشرف غني بیا هم د یادو بریدونو عامل اسلامي امارت ګڼي، ستاسي له نظره د اشرف غني د


فراه :فراه رود کې یوتن غل دغلاپرمهال ونیول شو

8 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

وړمه ورځ دفراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند د نوابادسیمي یوتن غل روزالدین دامیرجان زوی دغلاپرمهال دمجاهدینولخوا ژوندی ونیول شو
نوموړي په خپله خوښه دډیروغلاؤ اقرارکړی او قضیه یې داسلامي امارت شرعي محکمي ته وسپارل شوه
2020/6/7


کندهار : ارغستان کې مزدور دښمن یوه مدرسه سوځولي اویوتن ماشوم یې په ډېر وحشت سره شهیدکړی

8 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

نن سهار د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ اړوند د امین قلعه په سیمه کې مزدور او منحوس دښمن په سیمه کي یوې دیني مدرسې ته اور ور واچاوه او یو تن بې ګناه ماشوم یې په ډېر وحشت سره په شهادت رسولی . انالله واناالیه راجعون
2020/6/9


۲ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

8 ساعت پیش / ذبیـح الله مـجاهـد / الاماره

پرون د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د روح الله ولد رحمة الله او عبدالغفور ولد حاجي ماڼوګل په نومونو د سلیمانخیلو تنګي ۲ اوسیدونکي عسکر د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار او د حقیقتونو د درک په نتیجه کې له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

دوی دواړو په خپلو تیرو اعمالو د پښیمانۍ تر څنګ مزدوري ادارې ته د بیا فعالیت نه کولو کلکه ژمنه کړې ده.

2020/6/9


بادغیس سنګ اتش کې داجیري ادارې درې کارمندان تسلیم شو.

8 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

نن سهار د سنګ اتش ولسوالۍ په مربوطاتو کې دګوډاګۍ ادارې دري کارمندان ( حمیدالله د عبدالواسع زوی ، عبدالرحمن دمحمداقبال زوی او نجیب الله د حبیب الله زوی ) چې دچشمه دوزک په قرارګاه کې یې دندي ترسره کولي دجلب اوجذب د کمېسیون دمسؤولینو اودسیمه ایزو مجاهدینو په زیار له ۳ میله کلاشنکوفونه سره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول
2020/6/9


بادغیس : مرغاب کې ۳تنه پولیس مجاهدینو ته تسلیم شول

2 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې تېره ورځ مازدیګر ۵ بجې ۳تنه پولیس ( عبدالقادر د غلام حیدر زوی ، غلام سرور د سکندر زوی او عبدالظاهر د عبدالقادر زوی ) دحقائقوپه درک کولوسره داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول
2020/6/9


بادغیس : مرغاب کې دګوډاګیانو په هاوانونو یوه ښځه او ۲ ماشومان زخمیان شوي

2 ساعت پیش / قاري یوسف احمدي / الاماره

د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالې اړوند دغوچاقو په سیمه کې تیره ورځ ماسپښین دمحاصره کنډک بزدیله اووحشي صفته عسکرو دخپل بشرضدکړنو په دوام کې یوځل بیا دملکي وګړو پرکورونو دهاوان مرمۍ وه وارولی چې له امله یې دمالي زیانونو ترڅنگ یوه ښځه او دوه ماشومان زخمیان شول. انالله واناالیه راجعون
2020/6/9

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

102

obunachilar
Kanal statistikasi