.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
🎤آواز
مولوی *ســـیدمحمدانـــوری*..
بدرګه
*مولوی عبدالصمدصمیم*
*شـــــاعر*
ســعادت یــاقوت
د امن پسرلي تر سرلیک لاندې
د هجرت په دیار کې د
جناب مفتي عبدالله ترابي صاحب او ملا محمد داؤد همت صاحب په بلنه ستره مشاعره تر سره شوه.
چې د صدارت چارې یې
جناب مفتي حمدالله پامیر صاحب
جناب مولوی ثاقب خپلواک صاحب
جناب مولوي امان الله مستغفر صاحب
جناب مولوي اخترمحمد بهار مستغفرصاحب
او جناب مل غني خېل صاحب ته ورسپارل شوې.
په دې لویه مشاعره کې د هېواد ښاغلو نومیالېو شاعرانو، لیکوالانو او نعتخوانو د پښتو اسلامي ادب د پرمختګ او فکري تړاو لپاره د امن پسرلي ستره مشاعره تر سره کړه،په یاده غونډه کې د هېواد له بېلابېلو ځایونو څخه راغلو ښاغلو شاعرانو،لیکوالانو او مینوالو ګډون کړی وو.
د (امن مشاعرې) ته یې یاد نوم د نیکپالۍ په اراده ځانګړې کړې.
د امن پسرلنۍ مشاعره د څلورو لسېزو کړېدلې او زورېدلې ولس ته د امن زیرې ورکوي.
امېد شته چې زموږ له هېواده به د ښکېلاګر ځواکونه پښې سپکې کړي، ټول افغانان به یو ځل بیا د امن په فضا کې خپل ګډ ژوند دوام ورکړي
د هېواد شاعران،ادبپوهان او لېکوالان هڅې کوي،چې زموږ د ټولنې لوستو او نالوستو اقشارو ته د اسلامي افغاني عناناتو او رواجونه په یادونه سره ،د هغو فکرونه پر اسلامیت، افغانیت او انسانیت باندې راټول وساتي.
شاعرانو مینوالو ته د سمینار په تالار کې هغه شعرونه وړاندې کړل،چې د اسلامیت،ریاضت او حماسیت په رنګ سنمبال وو.
د لیکوالو شاعرو په شعرونو کې زموږ د ټولنې د دردونو،پرهرونو او ویرونو انځورګرونه له ورایه ښکارېدل.
په ځینو برخو کې یې حریت،ننګ او مېړانې تصویرونه هم تر سترګو کېدل.
د بلالي حنجرو څښتنانو د تېر په څېر د اهنګینو رنګینو ښکلاېزو غږونو په مټ د ځوانانو په وجود کې نوی احساس پیدا کړ، او په رګونو کې یې وینه په جوش او جذبه راوسته، زموږ د ټولو اقشارو په خټه کې اسلامیت او افغانیت اغږل شوې.
زموږ د معاصر اسلامي ادب څرګند رول هر وګړي ته ښکاره دي،چې زموږ ملتونه یې له حریت او ازادۍ برخمن کړي،د هرې مغرورې امپراتورۍ په ړنګېدو کې یې رغنده رول ادا کړی.
موږ په دې معاصر پېر کې د هېواد په خاوره کې د دې دو لویو امپراتورېو لکه وارسا او ناټوکۍ د ړنګېدو شاهدان یوو
لازوال ربه!زموږ د هېواد بشپړه جغرافیه د امن سېمبول وګرځوي.
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa