د طالبانو لخوا نسکوره شوې امریکايي الوتکه ۶ کاله وروسته دولتي ځواکونو ترلاسه کړه
محمد نعمان / نن ټکی اسیا
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کوي، چې د امریکايي ځواکونو هغه بې پيلوټه الوتکه یې له طالبانو څخه نیولې، چې شپږ کاله مخکې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا نسکوره شوې وه.
له نن څخه کابو شپږ کلونه وړاندې د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه په داسې مهال نسکوره کړه، چې په سیمه کې یې د طالبانو د سنګرونو معلومولو په خاطر کشفي الوتنې کولې.
طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې نسکوره شوې الوتکه او د هغې امنیتي کامرې او وسایل یې خپلو خوندي مرکزونو ته انتقال کړي دي؛ خو د ننګرهار ځايي چارواکو بیا ادعاکړې وه، چې طالبانو دغه الوتکه پاکستان ته انتقال کړې ده.
اوس چې له دغې پېښې شپږ کلونه په پوره کېدو دي او د دولت لخوا د بټي کوټ ولسوالۍ له نیولو هم دوه کاله تیریږي، د ملي امنیت عمومي ریاست رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړې قطعې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د د عبدالفتاح (مشهور په پتنګ) په نوم د طالبانو د یو قومندان وسله تون څخه د یو پایې ۸۲ ملي متري هاوان او مرمیو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو هغه نسکوره شوې بې پيلوټه الوتکه هم ترلاسه کړې ده.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ددې الوتکې د ساتنې په تور یې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه نیولي دي، چې په نیول شوو کې یو کس د طالب قومندان عبدالفتاح پتنګ زوی دی.
#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News