جعلي اتل!!
ډاکټر یوسف اکبري
شورويانو په افغانستان کې خپله ماتې ومنله، کمونيزم ناکام شو، آن تر دې چې خپله په شوروي کې د يو توتاليتر يکگوندي سياست پر ځای ددې ماتې په درشل کې و گلاسنوست او پرسترويکا ته مجبور شول، په شوروي کې د يو مودې د پاره حتی کمونيزم ممنوع شو.
په افغانستان کې کمونستان دوه ډلې وو، خلقیان، د نورمامد ترکي او حفيظ الله امين ډله او پرچميان، چې د مير اکبر خيبر او ببرک کارمل ډله وه.
خلقيان او پرچميان هيڅکله سره جوړ نه وو، مگر په افراطيت او فعاليت کې يې فرق زيات وو.
خلقيان معمولآ غريبه طبقه وه او کوشش يې کاوه چې غريبان، بزگر او بې سواد خلک په افراطي وعدو غلط او د ځان ملگري کړي.
خو پرچميان معولآ اشرفي خلک وه، کوشش يې د اشرفيانو او باتعليمه خلکو جلبول وو. مگر د مرکزي نظام په وړاندې د خلق او پرچم دريځ مشترک وو، هغه دا چې هغه ملي مرکزي نظام نابود کړي او په عوض يې يو تکگوندي کمونست نظام جوړ کړي.
دا نظام هيڅکله د ملت ملاتړ نه درلود او د شوروي و يرغلگری اردو ته محتاج شول، کرملين د دې نظام چېره هم بدله کړه، خلق يې د دولتي قدرت څخه محروم او د دولت واگي يې و پرچميانو ته وسپارل.
جهاد نور هم ټينگ شو او نړيوالې ټولني شوروي تحريم کړ.
شوروي په افغانستان کي خپل ضعيفه اقتصاد نور هم ضعيف کړ، تقريبآ ۲۵۰۰۰ سرتيري يې هلته مردار شول او ۵۰۰۰۰ نور يې معيوب شول.
نه ماتېدونکی جهاد، د مځکي وهل شوی اقتصاد او نړيوالو تحريمونو په گډه شوروي پر گونډو کړ، شوروي خپله ماتي ومنل او تصميم يې ونيو چي خپل کنډوکپره اردو د افغانستان څخه وباسي. د دې کار د ممکنولو د پاره يې د خاد مشهور ادمکش رئيس نجيب وټاکه او توصيه يې ورته وکړه چي هغه بايد د مجاهدينو سره جوړه وکړي چي و شوروي ته د وتلو بهانه جوړه شي.
نجيب چي د لکونو بې گناه افغانانو قاتل وو و نه توانېدو چي ملي روغه جوړه وکړي. دليل يې دا وو چي جنايات يې ډېر کړي وه، د قدرت څخه نه ليري کېدو او مجاهدينو نه غوښتل چي د کی جې بې د روزل شوي جاسوس پوتومک سره د قدرت پر چوکۍ کښېني.
اخر شوروي د نجيب په انتخاب کي خپله اشتباه ومنله گورباچوف وويل چي:
“د زاړه کباړي سامان څخه نوی تعمير نه جوړيږي”
او خپله اردو يې بيا هم د افغانستان څخه وويسته.
د نجيب د نظام جنرالانو د خپل ځان ژغورلو په خاطر د نجيب سره غداري وکړه او د ژبي په اساس بعضي حزب اسلامي او بعضي جميعت اسلامي ته تسليم شول.
نجيب چي خپله دا ناکامي مخکي سنجولې وه، خپله کورنۍ يې هندوستان ته لېږلي وه، کوشش يې وکړ چي خپله هم هند ته و تښتي، خو خپل لاس روزلي ډاکو او غله گلم جم جنرال دوستم يې مخه و نيوله او په ملل متحد دفتر کي څلور کاله د غله په څیر یې پټ ژوند وکړ تر دې چي طالبانو په کشولو د هغه ځايه وويست او غرغړه يې کړ.
اوس دا بې وجدانه وطنفروشه خلقيان د کارملي پرچمي نجيب څخه چې په اصل کې د شورویانو اصلي بوتل دی نقلي اتل جوړوي، او کله بیا د افغانانو دا تاريخي وياړ او لاسته راوړنې و پاکستان ته منسوبوي، کله امريکا ته، کله و شوروي ته او کله هم د کی جې بې جاسوس پوتومک ته.
په دنیا او اخرت مو همداسی ذلیل او رسواړو غواړو ای د کمونیزم پاتې شونو او جعلي اتل مریدانو
#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News