د شرم کاسې!!
محمود / کابل ټکی کام
د واک پر ګدۍ د پاتې کېدو په موخه، سړی دې حد ته ورنږدې کېږي چې ان د خلکو په وینو لوبې کول او په لویه کچه د پردیو زامنو قرباني کول ورته سیاست، عدالت او ملي ګټې ښکاري.
خو داسې نه ده! بلکې یوازې او یوازې حقیقت دا دی چې په هېواد کې د سیاسي مبارزې لپاره زموږ اخلاف د اسلافو له بدنامو لارو چارو څخه ړندې پېښې( تقلید) کوي، یوازې په دومره توپیر چې زموږ سیاسي اسلافو به د سیاسي ځواک او قدرت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوله چې په مستقیم ډول، خپل سیاسي حریف او سیال تر فزیکي برید لاندې راولي، او ډېر کله به یې خپل سیال د لیدلو له لوی نعمت څخه بېبرخه کاوه( ړونداوه به یې)، یا به یې له تن په تن مبارزې وروسته له سیاسي او حیاتي دایرې څخه د مرګ کندې ته ورټېل واهه او د تل لپاره به یې خپل دې لارې خنډ او سیاسي تربور له نړۍ څخه محوه کاوه. چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې دې چارې ته تاریخلیکونکو او تاریخ خوښوونکو په بده سترګه کتل او دا یې د سیاست او سیاسي قدرت ته دې رسېدو یوه ډېره بدمرغه تګلاره ګڼله، او په تاریخ کې یې ورته دې ورورو وژونکو بدنام لقب ورپه غاړه کړی دی.
ولې که له ټولنیزه اړخه دې موضوع ته ځیر شو، او پر شخصي( فردي ) ګټو، ټولییزو( جمعي) ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي، نو سیاسي قدرت ته د رسېدو لپاره تر ننني ټولزیاناړوونکې تګلارې څخه همغه د ښکر په ښکر کېدو او تن په تن مبارزې تګلاره، تر ټولو غوره او مؤثره تګلاره ده. ځکه چې په تن په تن مبارزه کې یوازې د پېښې څښتنان زیان مومي او ددې زیان ډپ د ټولنې نورو غړو ته تر ډېره بریده نه رسېږي. په داسې حال کې چې په نننۍ سیاسي تګلاره کې د قدرت تږي سیاسون او واک چلوونکي له بېوزلو خلکو څخه د هغوی له اړتیاوو څخه د ناسالمې ګټې اخیستنې په ترڅ کې، هغوی د مرګ کندې ته ورټېل وهي. په داسې حال کې چې ددې بېوزلو خلکو ترمنځ هېڅ ډول جګړیزه بانه او تربګني شتون نه لري، یواځې او یواځې د دوی اقتصادي او لومړنۍ اړتیاووې دي چې دوه خواږه وروڼه د فلاني خان او بیستاني خان تر بیرغونو لاندې یو د بل په وړاندې سنګر نیولو ته اړ باسي، او د دوی د سیاسي خوب د ريښتیا کولو لپاره تر اخرینۍ مرمۍ جګړې ته دوام ورکوي او وینې یې د دوی عالي جنابانو د ژرندې څرخونه ګرځوي او د مېوه یې دا عالي جنابان په خپلو (د زړه ټوټه) بچیانو په پرمختللو اروپایي هېوادونو کې خوري او بس!
وړاندې نه ځم؛ دا مې تر دې وویل چې نن ورځ په هېواد کې دوو سیاسي حریفانو( اشرف غني او عبدالله) د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره له دویمې تګلارې( د پردیو زامنو له اړتیاوو د ناسالمې ګټې اخیستنې) څخه په ګټه اخیستنه سره د ټولنې بېوزله او اصیل بچي یو د بل پر وړاندې ګوته په ماشه کړي دي، نږدې ده چې ډیری وطنوال مو د خپل سیاسی ایډیال یا تنخوا ورکوونکي لپاره خپل مقابل لوری تر مرګوني برید لاندې راولي! او هر یو خپل ځان پر حقه ګڼي، دا ځکه چې دواړو ښاغلو قسمونه وخوړول چې وطن به د ارام ساه اخیستلو ته نه پرېږدي، خو خدای خبر چې په دې قسم خوړلي قران باندې دوی تر کومه بریده ایمان او باور لري؟!
په هر حال؛ اصیل او مسلمان ملت ته باید وریاد کړل شي، چې د خپل مسلمان ورور په وړاندې جګړه ګټونکی نه لري، ولو که په ظاهر کې یو اړخ بریالیتوب هم ترلاسه کړي بیا هم خاسر او زیانمن دی، ځکه چې د اخرت دردونکې سزا یې په انتظار کې ده!
ښه به وي که چېرې دا دواړې د شرم کاسې( غني او عبدالله) او په واک او ځواک مینان د دوی سیاسي ابهخېلو( خلیلزاد+پمپیو) ته پرېږدئ! ځکه که هغوی ورته ووایي چې ځانونه سیند ته وغورځوئ، نو باور وکړئ چې دا کار به په داسې حال کې کوي، چې په یوه سترګه به خاندي او په بله به ژاړي. سرې کرښې به یې په ژېړو کرښو او شنو کرښو ته تقرب وکړي، او د خپلواکتوب دعوه به یې د سلګونو نورو کاذبو ادعاوو په څېر ټول ملت او نړۍ ته دروغجنه ثابته شي.
همدوی دواړه وو چې د سولې په هواره لاره کې یې د غرونو پشان لوی خنډونه رامنځته کړل، اتلس کلنې بېننګۍ یې خپلې سرې کرښې وګڼلې او د اسلام ضد کړنو ته یې د ارزښتونو نوم ورکړ او د ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو په بېباکانه تر پښو لاندې کولو سره یې د سولې پروسه چې د ځورېدلی ملت یوازینۍ او د لومړیتوب وړ مسئله وه، په ټول ځواک سره سبوتاژ او په لوی لاس یې د هغې د ناکامۍ هلېځلې وکړې او کوي یې.
خو مالک رب د خپلو ځورېدولو بندهګانو دعاګانې په خپل پراخ دربار کې قبولې کړې، د سولې ستونزمن او ناندریز پړاوونه تر اوږدو خبرو او مرکو وروسته د بریا منزل ته ورسېدل. د نړیوال ابر ځواک دولت او د عقیدې په بډای خو د خاورینو څېرو او کورو، په ټوک لوی شوي او سم له واره جوړ شوي قدرت، تر منځ د هغوی د یرغل د پای ته رسېدو( غیر مستقیمه او ابرومندانه ماته) او دوی ته دې دوی په خوښه د اسلامي نظام د جوړولو سلب شوي حق بېرته سپارولو( ابرومندانه کامیابي او فتحه) سره هوکړه وشوه.
ټول ملت دا