تدبّر اسلامي اداره


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


پدې چینل کې به تاسې ته اسلامې او فکري لیکنې او اسلامي او فکري ویډیوګانې، او د وعظ/نصیحت اهم درسونه درکول کیږي!
د لینک په نشرولو کې همکاري وکړئ
مننه💝🌺💝
‏تابع قناة تدبّراسلامي اداره په واتساب کې: https://whatsapp.com/channel/0029VaGjE0f3AzNJWP41R20o

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


🌹رسولﷺته دامین لقب🌹

له عبدالله بن ابی الحمساءرضی الله عنه څخه روایت شوی دی:چی ماله پیغمبرﷺسره دپیغمبرکیدومخکی یوه معامله وکړه،زماپه ذمه څه پاتی وو،ماهغه مبارک ته وویل چی زه یی اوس راوړم خوچی کله کورته لاړم خپله وعده راڅخه هیره شوه،له دری ورځو وروسته رایادشوچی ماله هغه مبارک سره وعده کړی وه،زه سمدستی هغه دوعدی ځاۍته راغلم،هغه مبارک هم هلته انتظاروو،مبارک فقط ماته همدومره وویل،چی تا ماته تکلیف راکړی زه له دری ورځو راهیسی دلته په انتظار وم.
(سنن أبی داؤد)
سیرة المصطفیﷺصـ۸۴جـ۱
لیکوال:محمدمنصورحیدری
https://whatsapp.com/channel/0029VahmkXH7dmeimHZxJi3g


درسولﷺسل احادیث:

پینځم حدیث:
🌹ځواکمن انسان🌹
عن ابی هریرة رضی الله عنه عن النبی ﷺقال:لیس الشدیدبالصرعة،انما الشدیدالذی یملک نفسه عند الغضب.متفق علیه
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی:چی رسولﷺفرمایلی دی:پهلوان هغه څوگ ندی چی نورخلک څملوی،حقیقی پهلوان هغه دی چی دغصی پرمهال خپل نفس په واک کی ولری.


داستان: د وزیرستان شاهین
لیکـوال: عزیز الدین مصنف
دریمه برخه (۳) باسمه تعالی

ما منډه واخيسته چې طلحه راپسې چيغه کړه چيرته ځې ودرېږه، ما ويل ضرار څه شو، ويل ضرار پوځیان په بله خوا په ځان پسې کړل ماته یې ویل چې ته حارث ته اوبه ورسوه ما منډه کړه او دوى ته مې همدا ويل چې تاسو حارث باندې پام کوئ زه ضرار ته ورځم ګوندې تراوسه ژوندى وي، اوس هم د ټوپکو یو نیم غږ راته، طلحه په ما پسې رامنډه کړه ویل لېونی شوی یې ضرار به اوس ډېر لرې تللې وي، هلته حنظله د ونې لاندې سلګيو اخيستى و، زمونږ غالمغال يې چې ولید، کرار کرار را روان شو.
دا حالت هغه څوک تصور كولاى شي چې د سنګر ملګري یې د دښمن په مېنځ کې حصار وي او بل د مرګ په حال په سلګيو وي، هغوی د دې صحنې شاهدي وركولاى شي چې د معرکې لومړي خطونه يې په خپلو وينو رنګين ساتلي وي، دا کيسې د تخت او پالنگ ویده ځوانان نه شي انځورولای، د ښار زلمي د داسې وېرېدونکو داستانونو په لوستلو ډارېږي، هغوی ته د مجاهدينو د ژوند کيسې د پيريانو افسانې ښكاري، مګر د منتقم داستان د هغه چا په وجود تاثیر کوي چې د الهی مینی جلوې يې لا په رګونو کې ژوندى وي، هغوی چې د خپلو هډونو فداکارۍ ته د ايمان له نوره ښکلا وربښي د هغوی کیسې د مؤمنانو د سکون او د خوښۍ سبب ګرځي، مجاهدين د خپلو وجودونو په نذرانې سره د امت د لوړاوي لپاره هر رنځ او درد ته په ورين تندي ښه راغلاست وايي، د پايزېب په شرنګ مست شاعران كله د دې انقلابي صحنو لپاره چاربیتي جوړولاى شي، دا خو د يو ويښ ضمير او يوه سپین قلم کمال وي چې د خدای د لارې دا هسک ستوري په خپلو وینو د تاريخ پاڼو ته سپاري. زه به لا شل پنځلس قدمه نه وم تللی چې طلحه له مټې ونيولم، ويل کرار شه تر اوسه د حارث حالت معلوم نه دى، بيا خو ته ضرار ښه پېژنې، هغه خو داسې مجاهد نه دی چې په اسانۍ يې څوک په دام کې ښکیل كري، زړه مې هيڅ طاقت نه کاوو، چې کله به مې ضرار د دښمن په مېنځ کې حصار وليد بيا به نا ارامه شوم، طلحه د اوبو پتکی راکړ یو غوړپ اوبه مې ترې وڅښلې، ايله مې ساه واخيسته، حنظله ته مې پام شو، هغه ستړى د ستومانه مجاهد چې دايې پنځم کال و چې له کور، کلي او خپلوانو مسافر له مونږ سره په يوه سنګر کې جنګېده، حنظله ته پتکی ورکړ هغه هم اوبه وڅښلې، لږ ګړۍ وروسته بېرته حارث ته ور وګرځېدلو حارث کرار پروت و په شونډو يې جنتي مـوسکا غوړېدلې وه، حارث خپل ابدي سفر پیل کړی و، کله به حنظله د حارث په مخ ورپرېوت په چیغو به شو، کله به طلحه د حارث په تندي لاس کېښود او همدا به يې ويل، وروره اوبه مې درته راوړې، خير ده سترګې دې خلاصې کړه خو حارث زمونږ څخه ناخبره په بله دنیا قدم اېښی و، هغه دنيا چې پای نه لري، هغه دنيا چې نعمتونه یې نه سترګو ليدلي نه غوږونو اورېدلي او نه يې څوک تصور کولای شي، حارث مونږ ته د حال په ژبه همدا کیسه کوله:
#زما_د_سنګر_ملګرو𝄒𝄒
ستومانه نه شئ، ستړي نه شئ مورال مو کمزوری نه شي که زه له بې سيکۍ شهيد شوم خو تاسو همت لــوړ ســــاتـئ، تاسو ته د امت واړه زاړه په تمه دي، ستاسو دا ستړيا له ځان سره یو سپین سباؤن راوړي، تاسو نه ګورئ چې د وزیرستان پل په پل خاوره د انقلابي زلمكيو په وينو رنګينه ده، تاسو د هغه باعزمه انسان سپاهیان یاست چې د يوه عرب مجاهد لپاره يې ټوله بادشاهي ځار کړه، توکل مو عالي ساتئ مټې مو مضبوطې لرئ، قدمونه مو مستحكم ږدئ، ځکه تاسو د اقصی د آزادۍ نعره پورته کړې،
دا داعيه د سستو انسانانو کار نه دی.

#دوام_لري......






امام شافعی رحمه الله واۍ:
حیاة الفتی والله بالعلم والتقی
اذا لم یکونا لا اعتبار لذاته.
دځوان ژوند په تقوی اوعلم باندی بناءدی،که چرته پکی دا دواړه اوصاف نه وی بیا نو دده ذات ته هیڅ اعتبار نشته.


درسولﷺسل احادیث

څلورم حدیث:
عن ابی موسی الاشعری رضی الله عنه عن النبی ﷺقال:ان الله یبسط یده باللیل لیتوب مسئ النهار،ویبسط یده بانهارلیتوب مسئ اللیل،حتی تطلع الشمس من مغربها.رواه مسلم
ابوموسی الاشعری له رسولﷺڅخه روایت کوی چی رسول اللهﷺفرمایلی دی:الله تعالی خپل لاس بلاکیفه دشپی له مخی غوړوی،ترڅو دورځی گنهگاران توبه وباسی،اوهمداشان الله تعالی خپل لاس بلاکیفه دورځی له مخی غوړوی،ترڅو دشپی گنهگاران توبه وباسی،دابه هغی پوری دوام کوی ترڅولمردمغرب له لوری راوخیژی.


رسول اللهﷺ فرمايلي دي:په اخيره زمانه کې به ډير خلک داسي وي چې په ښکاره به سره وروڼه وي او په پټه به دوښمنان وي يو نفر پوښتنه وکړه دا به څنګه کيږي؟ رسول الله ﷺوفرمايل:دا به په سبب د طمع وي چې ځيني يې نورو ته لري، او په سبب د ويرې به وي چې ځيني يې له نورو لري.

ملا علي قاري رحمه الله تعالی ويلي دي: داخيري زمانې په دوستۍ او دوښمنۍ باور نه‌دی په‌کار،ځکه دا هرڅه غرضي او شهواني دي.


داستان: د وزیرستان شاهین
لیکـوال: عزیز الدین مصنف
اوله برخه (۱) باسمه تعالی

يوه ورځ د ښار په لوی جامع جومات کې د جمعې مبـارکې د ورځې تر لمانځه وروسته له جوماته په وتلو وم چې تليفون ته زنګ راغی، تليفون مې را واخيست چې ومې کتلو نمبر نــه و راسره ثبت شمیره مې اوکې کړه تر سلام وروسته يې وويل: مولوي صيب منتقم يم، که تکلیف درته نه وي همدغلته ودرېږه زه درنږدې يم.
حيران شوم ځکه دا درېیم کال و چې منتقم پــه تشكيل کې د تعرضي قطعې مجاهد و، دا د راسخې عقيدې ځوان مجاهد لكه څرنګه چې په ونه دنګ و الله تعالى همداسې له لور عزم او عالي توكل څخه هم برخمن ګرځولی و.
منتقم له رانږدې کېدو سره سم له خـندا ړنګ و، غېږه مې ورته خلاصه کړه تر روغبړ وروسته مې له لاسه ونیو ما ويل راځه نور مجلس به په موټر کې کوو، منتقم هغه وخت ما ليدلی و چې کله مونږ د پوځيانو یو کوچنی بېس فتحه کړ، په هغه ورځ منتقم له جيبه سپین بـيرغ چې په منځ يې په دايـــروي حلقه كليمه شريفه ليکل شوې وه را وکيښ، پـه يوه اوږده لكړه ځړېدلى شین بيرغ يې راښکته او پر ځای یې د اسلام سپين بيرغ ورپاوو.
د هغې ورځې تر معركې وروسته به ما او منتقم كله كله رابطه كوله، بيا يو وخت
داسې راغی چې زه په يوه بل کار پسې مصروف شوم، منتقم همالته په قطعه کې پاتې شو، د الله تعالى شان ته وګوره
چې نن مو يو ځل بیا د يوه او بل په دیدن سترګې يخې شوې.
په خبرو خبرو کې مې له منتقم څخه له لومړي خط نه د راستنېدو پوښتنه وکړه، ما ويل منتقم جانه خيرت خو و څنګه دې زمونږ په خوا لار را غلطه کړې؟
زما له دې پوښتنې سره سم د منتقم سترګې له اوښکو ډکې شوې، خپله دسمال يې سترګو ته ونیو په سلګيو شو ما يې پـه سر لاس کېښود ډاډ مې ورکړ ګرانه زه درسره یم؛ ولې؟ څه پېښه وشوه چې ته یې نا آرامه کړې که زما په پوښتنه خفه شوی يې، ما وبښه ګرانه، هيڅ مې پام نه و، راځه چې يو ځل کور ته ولاړ شو بيا به په کراره کیسې کوو.
منتقم يو څه ځان سره راټـول کړ سترګې يې له اوښکو پـاکې کړې، ويل نه همدا ځای سم دی ، وروسته به ولاړ شو، منتقم ويل: هغه وخت چې زمونږ قطعه په جنوبي وزيرستان کې وه، په دښمن مو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه، هغه وخت د شمالي وزيرستان نظامي مسئول له مشر امير صيب څخه د مرستې غوښتنه وکړه، امير صيب زمونږ د قطعې مشر ته پـيغام راولېږه چې خپل ملګري درسره واخله، ژر تر ژره حرکت وکړه او شمالي وزيرستان ته ځان ورسوه، مونږ له روانېدو سره سم خپل نظامي مورچل نورو مجاهدينو ته پرېښود او شمالي وزيرستان ته مو حرکت وکړ، ترتيب داسې وو چې د قطعې ټول ملګري په پنځه کسیزو کوچنیو ګروپونو ویشل شوي وو، د هر ګروپ لپاره خپل موقتي مشر انتخاب شو، زه د خپل ګروپ د ملګرو مسؤل وټاكل شوم، زمونږ د ګروپ د روانېدو نوبت وروستی و۔ تر څو شپو مسلسل مزل وروسته يو وخت داسې راغی چې ملګرو باندې له هرې خوا سختي راغله، په جېب کې هر څه را ختم شول، د قطعې مجاهدينو ته اجازه نه وه چې له ملکي کورونو څخه د ډوډۍ په نوم
څه وغواړي، ځای ځای به چې کوم دوکان په مخه راغی، د پیسو د نشتون له وجې به مو لاره ځینې كـږوله نه مو د شپې آرام کولای شو نه مو ورځ په کرار وه.

#دوام_لري....
دوستان باید د دویمې برخې لپاره خپل نظر څرګند کړي 😊
https://whatsapp.com/channel/0029VahmkXH7dmeimHZxJi3g


ملاقات:
لقاءالناس لیس یفیدشیئا
سوی الهزیان من قیل وقال
فاقلل من لقاءالناس،الا لاخذالعلم او اصلاح الحال.
دخلکوملاقات سوادټوقو اومسخرو،تاویلو اوماویلونه هیڅ فائده نه لری،نودخلکوسره ملاقات کم کړه،خوکه دعلم حصول،یادخلکو اصلاح دی مقصد وی نوبیا ورسره ملاقات کوه.
https://whatsapp.com/channel/0029VahmkXH7dmeimHZxJi3g








دغربیانو دیوڅواصطلاحاتوپیژنده:
لیکوال:محمدمنصورحیدری
تنصیر:یودینی،استعماری حرکت دی چی دصلیبی جګړو وروسته راغلی دی ،ددی حرکت هدف دنړۍمختلفوامتونو په منځ کی دنصرانیت(مسیحیت)خپرول دی
تبشیر:په عربی ژبه کی زیری ورکولوته واۍداسی زیری اوخبرچی دانسان په طبعیت کی تغیر راولی هغه که ښه وی که بد دتبشیرپه نوم یادیږی
مسیحیت:مسیح دعیسی علیه السلام نوم دی چی پیروان یی ځان ته مسیحیان واۍ
نصرانیت:ددی اصطلاح اطلاق هم دعیسی علیه السلام په
پیروانوکیږی
استشراق:(خاوره پیژندنه) داستشراق کلمه دیهودو اونصاراؤ اونورو غربی علماؤڅیړنی اوتحقیقات دختیځ استوګن،دمسلمانانو ددین،کلتور اوټولنیزحالت باندی اطلاق مومی.
مسیحیت وپیژنئ صــ۶ـ۷.
https://whatsapp.com/channel/0029VahmkXH7dmeimHZxJi3g








اللون لون الدم والريح ريح المسك
هغه مقدسه وینه چې د محشر په ورځ به یې رنګ د ویني وي، خو مګر بوی به یې د مشکو وي🥹
https://whatsapp.com/channel/0029VahmkXH7dmeimHZxJi3g





20 last posts shown.