ندګي تا دې رب ژوندۍ لري
ته مې دجنت کیلي یې لاره جوړوې راته
ستا دتناره ډوډۍ له شاتو نه خوږه لګي
مورې د دانش په ژوند کې بلې کړه ډيوې راته
دانش ملنګ
https://t.me/Dr_alahanafi_media
طالبه
تا نړیوالو ته درس ورکړو تا جهان ګټلی
طالبه څومره په میړانه دې خپل ځان ګټلی
تا دمظلوم ولس په پاکه مینه ځان قربان کړو
تا له کفارو نه شیرین افغانستان ګټلی
سپينه پګړی. ته دې مات شوي دي مغرور سرونه
طالبه تا له اشغالګرو نه میدان ګټلی
تاته یو شوي وو طالبه زبر ځواک ملکونه
خو ته مات نه شوې تا له کفر نه ایمان ګټلی
دردمن به ستا دننګ غیرت کیسې. هرچاته کوي
طالبه تا زما دمات زړګي ارمان ګټلی
دردمن خوستوال
نعت شریف
حسن سوالګر دی راروان دی راځي ستا مخي ته.
دسوال پلَوْ به غوړوې ستا د ښکلا مخي ته.
ښایست په ماته او په ګونګه ژبه داسي وايي.
که ستا وجود نه وای نو څه به وای د چا مخي ته.
په نوراني څهره یې شوله آسمانونه رڼا.
حبیب راغلی دی د عرشِ معلّی مخي ته.
دڅورلسم سپینه سپوږمۍ لکه داستا سپین جبین.
دلمر شغلې غَلَي راځي ستا دموسکا مخي ته.
رب ته روان دی مقتدا او دا امام الرسل.
وه استقبال ته یې راوتي انبیــــاء مخي ته.
طلحه بې مثله بې مثاله د محبوب ماسوا.
ندی راغلی د دنیا او ما فیهــــــا مخي ته.
هدایت طلحه
https://t.me/Dr_alahanafi_media
غزل!!!
درد د هجر، مې له وخته انډیوال دی
نا ارام زړګــی مې تــږی د وصال دی
داچې ژوند مې د دردونو تسلسل دی
را ترغاړه دې د دوو سترګو وبال دی
دا لټون د جنت نـــه، د رضا کانـــدې!
فکر نه کړم چې قایل د خط وخال دی
ډېر وېريــــږم پـــر ځان پام کوه لالیه
خدای درکړی عجیبه غوندې جمال دی
د سپرلــــي د غاټول سره اننـګي ګوره
دې کې ستا د ښایست رغنده کمال دی
سیفه وایه! هغه څوک دی چې تر اوسه
نه یـــې مثل پیـــدا شوی نه مثال دی؟
سیف صدیق https://t.me/Dr_alahanafi_media
ته مې دجنت کیلي یې لاره جوړوې راته
ستا دتناره ډوډۍ له شاتو نه خوږه لګي
مورې د دانش په ژوند کې بلې کړه ډيوې راته
دانش ملنګ
https://t.me/Dr_alahanafi_media
طالبه
تا نړیوالو ته درس ورکړو تا جهان ګټلی
طالبه څومره په میړانه دې خپل ځان ګټلی
تا دمظلوم ولس په پاکه مینه ځان قربان کړو
تا له کفارو نه شیرین افغانستان ګټلی
سپينه پګړی. ته دې مات شوي دي مغرور سرونه
طالبه تا له اشغالګرو نه میدان ګټلی
تاته یو شوي وو طالبه زبر ځواک ملکونه
خو ته مات نه شوې تا له کفر نه ایمان ګټلی
دردمن به ستا دننګ غیرت کیسې. هرچاته کوي
طالبه تا زما دمات زړګي ارمان ګټلی
دردمن خوستوال
نعت شریف
حسن سوالګر دی راروان دی راځي ستا مخي ته.
دسوال پلَوْ به غوړوې ستا د ښکلا مخي ته.
ښایست په ماته او په ګونګه ژبه داسي وايي.
که ستا وجود نه وای نو څه به وای د چا مخي ته.
په نوراني څهره یې شوله آسمانونه رڼا.
حبیب راغلی دی د عرشِ معلّی مخي ته.
دڅورلسم سپینه سپوږمۍ لکه داستا سپین جبین.
دلمر شغلې غَلَي راځي ستا دموسکا مخي ته.
رب ته روان دی مقتدا او دا امام الرسل.
وه استقبال ته یې راوتي انبیــــاء مخي ته.
طلحه بې مثله بې مثاله د محبوب ماسوا.
ندی راغلی د دنیا او ما فیهــــــا مخي ته.
هدایت طلحه
https://t.me/Dr_alahanafi_media
غزل!!!
درد د هجر، مې له وخته انډیوال دی
نا ارام زړګــی مې تــږی د وصال دی
داچې ژوند مې د دردونو تسلسل دی
را ترغاړه دې د دوو سترګو وبال دی
دا لټون د جنت نـــه، د رضا کانـــدې!
فکر نه کړم چې قایل د خط وخال دی
ډېر وېريــــږم پـــر ځان پام کوه لالیه
خدای درکړی عجیبه غوندې جمال دی
د سپرلــــي د غاټول سره اننـګي ګوره
دې کې ستا د ښایست رغنده کمال دی
سیفه وایه! هغه څوک دی چې تر اوسه
نه یـــې مثل پیـــدا شوی نه مثال دی؟
سیف صدیق https://t.me/Dr_alahanafi_media