ا پیره قربان
سیف صدیق
غزل
بـې لـه تـا چې کله شـپـه تاریکه شي
تیره مې د زړه په منځ کې لیکه شي
ړنـګې بـنـګې زلـفـې دې رایـادې شي
هيله مې پـه سره غم ورشریکه شي
وا مې خلي پـر سـر د انديښنو لښکر
پورتـه مې له درده سوي کړيکه شي
نشتون دې ما سرو لمبو ته وه نیسي
پـرې مـې د ژوندون سره اړیکه شي
دوې ګوتې انځور ته دې چې وګوري
بس نو مستغفر ګربز بـې سیکه شي
مستغفر ګربز
https://t.me/Dr_alahanafi_mediaغزل
لکه مم ویلې کېدۀ راڅڅېدۀ ،
د چا یاد راته له زړۀ راڅڅېده ،
څۀ خاموشه د تودو ساندو لۀ غېږ،
درد راتۀ لۀ فرهارۀ راڅڅېده ،
د بڼو پر څوکو تم لکه شبنم ،
ستا لۀ زور د بېلتانۀ را څڅېدۀ ،
لۀ هـر پلۀ دې خونړیه انقلابه ،
خاطرات ترخۀ ترخۀ را څڅېدۀ ،
تور دورانه د شهید یار لۀ هجرانه ،
ځکه خوب مې لۀ باڼۀ راڅڅېدۀ ،
داپۀ څۀ بدره د چا د یاد حُجوم وۀ ،
چې د زړۀ درد دې لۀ خولۀ راڅڅېدۀ ،
بدر مدقق
محمد نبي سرداره
تورو شپو ته سباوون شوې محمد نبي سرداره
ته لارښود مو د ژوندون شوې محمد نبي سرداره
تا روان په سمه لار کړو ته زمونږه رهنما ېې
تروږمو نه دې بهر کړو ته اسازی د مولا ېې
مونږ له غمه ژړېدلو د ژوند غېږ کې کړېدلو
تا کړو خلاص درد و ستم نه ته دردونو ته دوا ېې
زخمي زړونو ته سکون شوې محمد نبي سرداره
ته لارښود مو د ژوندون شوې محمد نبي سرداره
بشريت وو باغي شوی د الله له بندګۍ نه
جنګ جګړې قتل و قتال و ټول وو ستړي زندګۍ نه
د نړۍ په ولسونو د وحشت ورېځې خورې وې
ګمراهي شر او نفاق و زړونه ډک له دوه رنګۍ نه
ته مو زېری د خلاصون شوې محمد نبي سرداره
ته لارښود مو د ژوندون شوې محمد نبي سرداره
ته چې راغلې سپين سهار شو د الحاد په جزيرو کې
د ايمان رڼا خوره شوه د مکې کلو بانډو کې
خوشالي راغله دنيا ته لمر د مينې را اوچت شو
بوتان پرېوتل پر ځمکه د کفارو بوتخانو کې
د تيارو زړه ته چاودون شوې محمد نبي سرداره
ته لارښود مو د ژوندون شوې محمد نبي سرداره
زمزمې د ازادۍ شوې د توحيد نارې خورې شوې
جنډې پورته د الفت شوې هره خوا بلې ډېوې شوې
دوره تېره د ظلمت شوه بدلون راغی سمون راغی
بلبلان په نغمو سر شول د خوښيو ترانې شوې
ته د وخت رنګين مضمون شوې محمد نبي سرداره
ته لارښود مو د ژوندون شوې محمد نبي سرداره
ستړي ستړي کاروانونه د منزل په لور روان شول
څه رنګينه زندګي شوه دښتې غرونه چراغان شول
تا د دين درسونه راکړل تا خبر کړو له دنيا نه
خلاص د کفر شور او شر نه نصرت وايي انسانان شول
رحمة للعالمين شوې محمد نبي سرداره
ته لارښود مو د ژوندون شوې محمد نبي سرداره
نصرت لونګ
درته ســـــــــوال کومه واورئ امیرینو
خیال ساتئ دمـــــــــــــیړنو مجاهِدینو
چي دنورو په څـــیر ورخ درنه یو نشي
عـــــــــــــبرت واخلئ له هغو مذبذبینو
چي الله او دې نظام ته يي قــربان کړې
اوس به ډیر قــــــــــدر کوئ دهغو وینو
غـــــرقــــــــوي مو اړوي مو په ناخوالو
دوکه نه شئ د دنیا په ســــرو اوسپینو
داسي کور نشته چي غم دې پکي نه وي
شفقت به پرې کـــــــــــــــوئ محترمینو
خپل عمل ورته بلاشو بس پناه شـــــول
تاسو ولیدی کـــــــــــــــردار دځینوځینو
نور څــــه نه وایم داؤدهمت ښـــــاغلیو
چــــي حساب نه کړئ ځانونه له بد بینو
داود همت
غزل
تل په مينه مينه د قرآن په لار روان دي
واړه مؤمنان د پاک سبحان په لار روان دي
دا چې هر قدم ږدي په اغزو کې په مسکا باندي
دا ريښتين زلمي د خپل جانان په لار روان دي
هر څومره که ستونځي ستومانۍ ورته پيښيږي
بيا هم دسپيڅلي سپين ايمان په لار روان دي
دا چې د ملا محراب دستار په دښمنۍ بوخت دي
دا د غرب روزلي د شيطان په لار روان دي
ډېرو ضمير مړ کړ د نړۍ سره بربنډ ګرځي
ډېر لا شکر اوس هم د وجدان په لار روان دي
نن مري که صبا مري الفت جانه مخلوقات د رب
درومي مخ په وړاندي د ميزان په لار روان دي
الفت ملنګ
مات زړۀ!
د میراتې مینې درد پۀ کې ژوندی دی
ځکه سترګو ته مې ځیر هر یو سړی دی
زۀ یې زوړ کړمه خو دا ځوان مې زوړ، نۀ کړه
درد مې زړۀ کې لا همغسې زلمی دی
بس پۀ نۀ خبره لاس ګریوان ته راوړي
دا غم څۀ د لیوني سړي بچی دی
وخته! زړۀ غریب مې مۀ راسپړه پریږده
وخته! زړۀ غریب مې ټول سوری، سوری دی
تا نه، نۀ اوړې دا یو ضد، یې نیولی
زما زړۀ پۀ سور کې نۀ دی لیونی دی
زۀ مې ژوند او ژوند مې ماته راپشاه دی
ستړې لاره ده او ستړی سفرګی دی
د زړۀ درد مې لۀ دنیا نه پټ ساتلی
ما پۀ شونډو کې زبیښلی هر زګیروی دی
ستا د پلونو نښې وړي عمرحماسه!
د نفرت، باد را الوتی ګړندی دی
عمر حماس
ای زما کمزورې مورې مه نیسه روژې راته
بس کوه دعاء چې شي رڼا تورې تیارې راته
ته چې کور کې نه یې ودان کور ښکاري دګور په څېر
بس دی نورې مکوه زما په پار سجدې راته
ستا دنیمو شپو پټې ژړاوې مې په یاد دي نن
نه به مې شي هیرې ستا رڼي اوښکې ادې راته
مورې ته مې ګورې دژوند ستړی کګلیچن سفر
نه پوهېږم چا کوم ظالم کړې دي ښيرې راته
ستا دې شي زما ز