پښتو انتخابي شاعري {مشــــاعـــــره}


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


ستاسو د خوښې شعرونه پښتو ليکني او اسلامي نشريات کوو تاسي خپل شعرونه موژ ته په شخصي کي راوليږي موژ يي درته نشروو
@Qurishe_75

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: پښتو انتخابي شاعري {مشــــاعـــــره}
محترم(محترمهَ) غواړي چي چینل ممبر‌ مو زیاد شي؛ نو په لاندي ایډی دی مسج وکړي.👇
@qeaqwe

ځانګړ
ي او خاص لیست ته به دي اډ کړم چي له زیاتو تبادلو نه بیغمه شي💙

حله نو مسج وکړه او د چینل لینک مو راکړه😇

👇
@qeaqwe



😇


Forward from: مولوي اطیع الله صاحب چینل
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

دغه ليست خاص دځانګــړو چينلونونه جوړ دۍ
د ټولو محترمو مينوالو دا درخواست
ڪوم چی ممبر یی ڪم وی تر 1000 پیغام دی
نراڪوی نه یې داخــل وم محـــترمو ورڼو
یو ساعت وروسته لیست حذف ڪې درته
اجازت شته دلته رسمي چينلان دی
اوس په اخلاص ورسره ملګری شی

          په لیست ڪی د داخلولو لپاره دلته👇
@qeaqwe


دایډ
یټ جهادی صاحب ویډیوګانو کانال👇
https:/
/t.me/xoyyyxuuuppuf

دمحمدخان نوری ترانی👇
https://t.me/+5qdWDVYK96g4ZDU1

نعتخوان شجاعت هلمندی
ترانی👇
http://T.me/dfuff

دقاری فضلی نواذادی ترانی👇
https
://t.me/FasliJanantarani

دغزالی مر
وت اوصمیم ترانی👇
http
s://t.me/Fazliadara

دخـو
ش نصیب جانان ترا rel='nofollow'>نی👇
https://t.me/sedswtfsgfdssrd

دشهید شیخ رحیم الله حقانی بیانونه👇
https://t.me/+Jb>espHz8LauQwZjVl

دشاعر ارمانی بلخی اشعار👇
h
ttps://t.me/+4iVnAKT9y3BkOTY8

دجهادیb> بادغیسوال ترانی👇
https://t.me/fguntgjout1237

دمولوی عبدالصمدصمیم ترانی👇
https://t.me/se
aseesd

الخورشید خپرندویه اداره👇
https
://t.me/AL_Khorshid_media

دقا
ری منصور غزنوی ترانی👇
https:
//t.me/Qarymansuor_com

دقاری محمدص
ادق دلشاد ترانی👇
https://t.me
/delshadjanan_com

تکسل اوپیکسلاپ
rel='nofollow'>ډیزانونه👇
https://t.me/taxil_pixelap_dizin_nasiri_f

بـــشــــپړلـــمـــوځ👇
https
://t.me/Bashpar_lamonz

نـــبوی 🤝تګلاره👇
h
ttps://t.me
/Nabawi_Taglara

فی سبیل الله
کتابتون👇
https://t.me/Islamic
813

دشاعر جهادیار غوربندی ا
شعار👇
https://t.me/+V8un2n_84ulhNjE1

دمحمدفواداکبری ترانی👇
http
s://t.me/drtfdr

داکرام الله هم
د rel='nofollow'>رد ترانی👇
https://t.me/ufkkccu

پښتو انتخابی شاعری مشاعره👇
https://t.me/Pashto_Sha
y href='ri1

دعــاشــــقانــــو حـــجـــره 👇
htt' rel='nofollow'>ri1

دعــاشــــقانــــو حـــجـــره 👇
https://t.me/Deashokanohjrh

کتابتون او مطالعه👇
https://t.me/>omarylibray313

شاعر زوبیربادغیسوال اشعار👇
https://t
.me/hjjjjbbjjkkkkk

دفاروق
ی افغان ترانی👇
https://t.me/sawsaes

دنعتخوانانو دسی
الی چینل👇
https://t.me/+GONEXd
Q_xRQxZGZl

دحامدج
ان احساس ترانی👇
https://t.me/qweasqwet

مولوی
اطیع الله صاحب چینل👇
https://t.me/Islami1234

دمفتی رفیع الله و
صال بیانونه👇
https://t.me/Muf
href='btiRafiullahWisal
' rel='nofollow'>b>tiRafiullahWisal

دماښام ستوری چینل
👇
https://t.me/MhashamStoori1

شاعر طالب سعیدb>👇
https://t.me/+-MdrQKGJfw04MGE0

د ا
نټرنیټ نو='w'>' r' rel='
no
follow'>='>nofollow'>='w'>' rel='n' rel='nofollow'>>nofollow'>='w'>' rel='nofollow'>b>nofollow'>='w'>زونه ' rel='nofollo' rel='nofollow'>w'>زونه ' rel='nofollo
w'>w'>ی وړاندیزونه
دل
ته 👇
https://t.me/xoyyyxuuuppuf
https://t.me/xoyyyxuuuppuf
👆👆👆👆👆👆👆👆👆👆


دښایست غره ته ختلې لږ څه وګوره وَ ما ته
تږی تږی یمه ښکلې لږ څه وګوره وَ ما ته

عشق دي وسوځول ښکلي یوسفي رنګه مخونه
زه هم مرمه نازولې لږ څه وګوره وَ ما ته

سپین بشر دي په عشاقُ نخرې وکړلې شیرینه
خدای بښلې خدای بښلې لږ څه وګوره وَ ما ته

منم تاپسې دښکلو ښکلي سترګي دواړه اوړي
زړو منلې زړو منلې لږ څه وګوره وَ ما ته

کاش چِ ودي وینم یوځلي جانانه محترمه
بلها کیف لري سپېڅلې لږ څه وګوره وَ ما ته

ای لمر مخ یه فکر وړی یمه ستادحسن نور ته
شپون درځار شمه ښاغلې لږ څه وګوره وَ ما ته

ش༘پ༘و༘ن༘


#نعت شریف

ستایلی  پـــه  قُـــــرآن    ربُ الودود رسول الله
له رویــــه دي پیدا دی هــر  مـوجُود رسول الله
ـــــ
راتلو  سـره  دې یاره رڼا یې هر خوا خپره شوه
دجهل  تیاریکي  شــــــولي  مسدود  رسول الله
ـــــ
خـــوږ نوم چې دي کړم کله ترنم په زړه او ژبه
ټکــور مې شـي  پرهر  پرهر  وُجود  رسول الله
ـــــ
چې عـــرشِ  معلَّا   ته  جبرایل  سره  ته  لاړې
خالــــق ته دې سر کیښود په سُجود رسول الله
ـــــ
دمیني  محبت ژوند دې ور وخـــــــودو نړﺉ ته
نفرت  کینه  دې  کړه  ټــوله  مَفْقُود  رسول الله
ـــــ
دحُسن دي ثاني نشته اعلا یې په روخسار کي
له تانه دجهان ښــکلي  شـــــه  دُود رسول الله
ـــــ
پوره به مې ارمان شي مجاهدچې هلته درشم
چې مخامخ  په  تا  ووایــــم  درُود  رسول الله

📝لیک: $ذبیح الله_مجاهد
واټساپ0771257582

      رابطه👇
                                         @Zabihuulah

#پښتو_انتخابي_شاعري


په کتودی زړګی وړی په کتوکی دی څه چل دی
په لیموکی دی پیودلی په لیمو کی دی څه چل دی

ستا دحسن ددیداریم تږی یاره ګله راسه
اورم یاره دبیلتون په مرحلو کی دی څه چل دی

ستادسترګوتوردسپین په منځ کی شکاری دزړه سره
که دازما دزړه منځوکی د پیودلو کی څه چل دی

راسه راسه زړمی راکړه ګلاب ګله دزړه سره
راکوی یه که لماسره کتو کی دی څه چل دی

دزاهدځلاند قراره ای دلداره ګل نیګاره
دګټلو اودزړنو ټولیدو کی دی څه چل دی

زاهدځلاند


محترم(محترمهَ) غواړي چي چینل ممبر‌ مو زیاد شي؛ نو په لاندي ایډی دی مسج وکړي.👇
@qeaqwe

ځانګړ
ي او خاص لیست ته به دي اډ کړم چي له زیاتو تبادلو نه بیغمه شي💙

حله نو مسج وکړه او د چینل لینک مو راکړه😇

👇
@qeaqwe



😇


کاشکې!.

کاشکې چې له تګ سره دې تللي اندیښنې وای
زړه به مې یو څه د ژونـد و لوري ته نږدې وای

تـکـې تــورې خــاورې بــه مــې نــه پـرې اړَولی
هیلې بـه مِ اوس په خپلـه غیږه کې ویدې وای

نـه دې یـې وای  وړی  دومـره ژر زمـا لـه څنګه
سترګې دې د هجر صـرف څـو کاله ړانـدې وای

مـا بـه نـیــوۀ ولـې د رڼـــو ســتــورو لــمــنــه؟!
چیرته دې که هم له یاده پرته کومې شپې وای

هـيڅکلـه بـه نـه وای تــر جـنـونـه کـیـسـه تللي
هسې که اغوستي دې پر خپل قول جامې وای

پرتـه ستا له شـتـونـه دنیاګۍ را ړنـګـه ښـه وه
نـه زړګـیـه دا چـــې دلـتــه پـاتـې زمــانـې وای

مـاتـه بـه وای تـنـده د ګـربـز مستغفـر لـږ څـه
کړي دې چِ ګونګ انځور یوازې دوه کیسې وای

#مستغفر_ګربز

#پښتو_انتخابي_شاعري


مناجات

چې وبه شي کنه علاج زما د تور زړګي
د سترګو پهْ اوبو وینځم ګنا د تور زړګي

لهْ سمې لارې کوږ دی د عصیان زنګ یي نیولی
ای خدایه را کړې تهْ را ته شِفا د تور زړګي

چې فکر وکړم دېته ستا حضور کې به ودرېږم
نو وټاکم دوزخ خپله سزا د تور زړګي

سره لهْ بغاوت ستا لهْ رحمت نا اُمید نهْ یم
ستا رحم ته هېڅ هم نهْ ده خطا د تور زړګي

که تا یې غږ وا نهْ ورېدهْ پهْ ټول عالم کې ربه
پیدا به نکړم بل مشکل کشا د تور زړګي

د نفس لهْ خواهشاتو د شیطان لهْ وسوسو نه
راوړې مې ده تا لره پنا د تور زړګي

زهْ پوه شومه یاسینه کومه ګټه پکې نشته
تهْ هم مکړه کارونه پهْ رضا د تور زړګي

#یاسین_عبیده

#پښتو_انتخابي_شاعري


مناجات

ټیټې سترګې:

پۀ ګــناه دې یــم لیدلی! ټیټې ستـــرګې
ربه! بـیا یمــه راغلــی ! ټیــټې ستــرګې

لـۀ ګــوزاره دې وېرېــږم لویــه خــدایه!
بس ولاړ یــم ! درته غـلی ټیټې سترګې

څو څـو ځــله مې وعده او ژمنــه کړې!
بیا هم پاتــې یم ! راغلـی ټیټې سترګې

تۀ ما مـه پریــږده، ما مــه شړه زما ربه!
رانـړېـږم ! لکـه : څـلی ! ټیټـې ستـرګې

دی د چا پېرزو! عذاب په خپل نازک تن
یم ابلیس خطاویستلی ! ټیټې ســترګې

اوســپنیز زړۀ د رجــا پۀ اور اوبـه شــو
نن مې تاتـه دی راوړی! ټیټــې ستــرګې

ربه! سانـدو دی نیــولی! ډېر شــرمیږي
حـــمدان نشي جِــګولی ! ټيټې سترګې

#حافظ_عبدالصمد_حمدان

#پښتو_انتخابي_شاعري


خدایه عجیب کیف راته حاصل ستامحبت کي دي
خلک نا خبر دي ورنه ډیر خوند دي خلوت کي دي

ټول عبادتونه دي قربان شمه خو المونځ کي بيا
دا د سجدی حال يي د معراج په مر تبت کي دي

سوک چي ستا د عشق په سادر کي وجود ونغاړي
هغه بیا له سروزرو نه هم په لوړ قیمت کي دي

مرګ خو یقیني دي د مؤمن لره تحفه خدايه
ستا د مسکا خوند ربه په وخت د شهادت کي دي

ربه چي په تایی ايمان نشته او باغي ګرځي
ستا د وحدانيت مثال یی خپله په خلقت کي دي

دا حُسْنِی فاني دي اي کامله زړه پري مه بیله
اصل کي دیدار د حسن ګرانه په جنت کي دي
#پښتو_انتخابي_شاعري


ورځ تیره سوه شپه راغله انتظاروم ته رانغلي
تر ډیـره وخته ناست په هغه لار وم ته رانغلي

سرپرزنګون ناست وم ستاسوچونه راسره وه
سـخت په زړه غمګین وم ناقرار وم ته رانغلي

داستادَوصال عرش ته وم ختلی په فکرو کی
خیالي روح سره زه دي په ګفتاروم ته رانغلي

دَ ګوتوپه سرو به مي  شمیرل سحني سحني
داسـتاراتلو ته زه  سترګي په لاروم ته رانغلي

ترسترګوبی اختیاره اوښکي تللي ګریوانه ته
د دردونواوغمو مینځ کی حصاروم ته رانغلي

تاوعـده کړي وه زماسره چي بیرته به راځمه
منتظر #مسروروفا سـتا دَ دیـدار وم ته رانغلي

#پښتو_انتخابي_شاعري


رقیب ته

دلته مه کوه شوخي سر به دي بایلې
لا ژوندي دي میړني سر به دي بایلې

که نظر وکړې تاریخ ته د پلرونو
بیا به غواړې معافي سر به دي بایلې

سر خوړلی ستا ګورګین دی پر دې خاوره
نوره مه کړه سربازي سر به دي بایلې

جنګ د ټوکو قیصې نه دي همت غواړي
افغانان دي لا ژوندي سر به دي بایلې

چې قدم ږدي د چندڼ تر سیوري لاندي
بیا نو خامخا حتمي سر به دي بایلې

سترګي برګي دلته مه راوړه رقیبه
ډیر به ځان کړې تاواني سر به دي بایلې

د #مشهود خبره ومنه ارام سه
څوک دی نه کړي غلامي سر به دي بایلې

#پښتو_انتخابي_شاعري


عِشَق څَه دَه نوی غزل!

ته زما له مات زړګي نه څه خبر يي
لیـونـــیه دې لیونـي نه څه خبر يي

بي له تامې له وجـود نه ساه دوتې
تـه له زور د جدايي نه څه خبر يي

عشق څه ده د غمـونو پريماني ده
ته نادان له عاشقي نه څه خبر يي

درپسې مې دزړګي غوښې خوراک دي
ورک اشنا له تنهايي نه څه خبر يي

زړه په چا پورې چي ونه تړې پیره
د مئين زړه ناروغي نه څه خبر يي

احمدالله وفا له ژوند وتی يم یاره
تــه زمــا له زنـدګي نه څه خبر يي

#احمدالله_وفا!

#پښتو_انتخابي_شاعري


تاريخ: ۲۶ مهٔ ۲۰۲۳

غزل،؟

عشق لمانځم په میکده کی خمار هم یم نشه هم یم
دیی اخـيره زمــانــه کی خــمار هــم یم نـشه هم یم

وځـګاریـږم نــه خوږ یاد دی همــیشه راسره مـل وی
دخپل فیـکر دائیـره کی خـــمار هـم یم نشـه هـم یم

رقیـبان پـــه محــبت کی سـړئ نـه راتــه ښـکارېـږي
په دیی لویه معــریکه کـی خـمار هم یم نشه هم یم

داچی تــه رانــه بیلـیږئ  مـا تـنها پـریږدی کـه څنګه
همیـشه دئ فیـصله کـی  خـمارهم یــم  نـشه هم یم

دغمــونــو جـنازئ کــړم زاهـد اوس مــلا زاهــد یـم
ځـکـه هـره هـدیره کی خمـار هـم یــم نـشه هــم یم

#هدایت الله_زاهد

#پښتو_انتخابي_شاعري


له ارمان پـسې ارمـان چـې کوي زه یم
له جانان پسې خفګان چې کوي زه یم

راګـيـر کـړی تـنـهـایـی یـم اې مـلګـرو
په دردونو کې ګزران چې کوي زه یم

مالـیـدلي ډیـر دردونـه لـه جــانـان دي
شبګيرونه له هجران چې کـوي زه یم

قلم قلم اوښکې مې توی په ګریوانه شي
داډیر آهونه له خزان چې کوي زه یم

راتـه یـاد په ماذدیګر شي لـویه خدایه
دهغه یاد دهغه داستان چې کوي زه یم

د شـهـیـدمـور به راته ویلی یې احراره
ډیرفریادونه په قبرستان چې کوي زه یم

#پښتو_انتخابي_شاعري


غزل

ويده نه سي ويښ وساته وجدان په سخته ورځ
ژوندونه! تښتي سيورى له انسان په سخته ورځ

په تول د حيثيت کې چيري کم نه سي ښه دا وه
ما هيڅ په حال خبر نکړل خپلوان په سخته ورځ

هم ورور له ما بېزار ٶو او هم زه له ورور بېزار
پر څنګ راسره ودرېد جانان په سخته ورځ

په هر حالت کې اوسه! لکه ونه مستقيم.
رسېږي نه و هر سړي ته زيان په سخته ورځ

مه! بېل نه کړې له ځانه ابدي تاوان به وکړې
ښه ټېنګ يې ترلاس ونيسه ايمان په سخته ورځ

هيواد، نظام، او امن يې نبيل شبابه راوړه
تر ډېره درسره دي ملايان په سخته ورځ

#نبيل_شباب

#پښتو_انتخابي_شاعري


سربه خلاص نشي زماستا په خبرو
کـــــه را اووري شـــبنم ستا له وزرو


ارواګـــــره درمــــانـــګره ســــتمګره
ځان رنګین کړه په مجلس دجلوګرو


میم ته زور ورکړه اوکرکه ترې پیداکړه
زړونه خپل کړه ته په څېر دجادوګرو


روڼ سهارته وږمې وشينده له زلفو
ناز شروع کړه خوپه څېرد مرورو


ورځ دحشر به وي دانعارا به کیږي
ای راځی په زړه رنځورو شمله ورو


هر شهید ته به جلاجلا تبریک وي
خوښ به ناست وي په کورسیو دسرو زرو


کومه مینه چې زما ترخاورو لاندې
دا منظوره ده پاک رب ته له مرمرو


ستا زلفان دپاکو حورو باڼوګان دي
ځکه خلاص کړل خدای دبل ددرله زرو


سترګې وچې زړه مې مات ښه دی مختاره
ځکه یار غواړم چې شمېرشم له سوالګرو


ويښوي مې د دردو په شور او شرنګ
ستا يادونه د آهو په شور او شرنګ

مُترِب زړه مې د ارمان په نرمو ګوتو
زنګوي مې د نغمو په شور او شرنګ

خاطرې دې راته ټوله شپه نڅيږي
کړي شبګير مې د بنګړو په شور او شرنګ

په تار تار د ګرېوانه مې دي پېيلې
تړمې اوښکې د بڼو په شور او شرنګ

ستا د مينې په زنځير تړلی خوښ يم
يم عادت د زولنو په شور او شرنګ

تنهايي ده د زړه تنده ماتومه
د نظام د زمزمو په شور او شرنګ

#پښتو_انتخابي_شاعري


د میني انځور

د میني درد انځورل بیخي ممکنه نه ده
درد چې انځور کړي بیا نو هغه مینه ، مینه نه ده

چې یې کرۍ شپه یاد کې ویښ یو ساعت نه سي سړی
د میني هغه شپه یو شپه ده خو رنګینه نه ده

منصور د دار پر سر ختلی دی همدا وجه ده
کنه تاریخ ته دا قیصه دومره اړینه نه ده

بورا که هم د ګل اغزو ته زړه نیولای نه سي
د دردو څکه له پرهاره یې شیرینه نه ده

منم د سترګو توره هرڅه دي پر سترګو منم
مینه دي کړې ده ، پاللې دي په وینه نه ده

په زړه کې درد ، سترګو کې نم او ستونی ډک له سلګو
که در معلوم د میني ژباړه لا حسینه نه ده

#مشهوده ښکاري ژوند دي ټول هسي عبث تېر کړی
چې لا سینه دي د یو چا په عشق کې خوړینه نه ده


#پښتو_انتخابي_شاعري


پر ایمان  ډبره  مه  ږده  دلګۍ  مشره
ته وخدایﷻ دا له پخوا ښه مجاهد دی؟

دا چې نن دجګسر سيټ کې درسره دی
راتــــــــــــه ووایه رښتیا ښه مجاهد دی؟

طالبان یی لــــه نيږدې ليدلي نه وه !!
اوس چې کښيني تر هرچا ښه مجاهد دی؟

د درواغو سندونه یی هم جوړ کړل
ستا په خوښه او رضا ښه مجاهد دی؟

واوسطه بيخي  قوي لري (فیضانه)
یویشت نن تر ما او تا ښه مجاهد دی؟

#فیضان

#پښتو_انتخابي_شاعري

20 last posts shown.

111

subscribers
Channel statistics