ويښوي مې د دردو په شور او شرنګ
ستا يادونه د آهو په شور او شرنګ
مُترِب زړه مې د ارمان په نرمو ګوتو
زنګوي مې د نغمو په شور او شرنګ
خاطرې دې راته ټوله شپه نڅيږي
کړي شبګير مې د بنګړو په شور او شرنګ
په تار تار د ګرېوانه مې دي پېيلې
تړمې اوښکې د بڼو په شور او شرنګ
ستا د مينې په زنځير تړلی خوښ يم
يم عادت د زولنو په شور او شرنګ
تنهايي ده د زړه تنده ماتومه
د نظام د زمزمو په شور او شرنګ
#پښتو_انتخابي_شاعري
ستا يادونه د آهو په شور او شرنګ
مُترِب زړه مې د ارمان په نرمو ګوتو
زنګوي مې د نغمو په شور او شرنګ
خاطرې دې راته ټوله شپه نڅيږي
کړي شبګير مې د بنګړو په شور او شرنګ
په تار تار د ګرېوانه مې دي پېيلې
تړمې اوښکې د بڼو په شور او شرنګ
ستا د مينې په زنځير تړلی خوښ يم
يم عادت د زولنو په شور او شرنګ
تنهايي ده د زړه تنده ماتومه
د نظام د زمزمو په شور او شرنګ
#پښتو_انتخابي_شاعري