غزل/ عبدالقدوس منقاد :
خدايه هغه زماکړې څوک چې مينه کړي له ماسره
مونږ امــين ویلی دی د يار لـۀ دې دعـــــا سره
مونږه د جومــــات په اذانــــو را پاڅېدلــي يو
ځکه خو مو جنــګ دی له بچــو د کليســـــا سره
داچې د ساعـــت ستنه ثانيـه پس بـل اواز کــوي
وايـي چې انســانه زړګی مه تړه دنيــــــا سره
ماته شوه کـۀ دا لويــه بلا ، او جهــــان وليــده
بيا به څوک جنګ ونۀ کړي طالـب او لـۀ مـلا سره
خدای دې بيا په مونږه مازديګر د وصــال راولـي
ورک دې خدای دهجر ماښامي کړي له بېګا سره
وپوهيږه پام! چې دادې دوست ندی دښمن دې دی
تاته چې ښه ښه کړي او پټ خاندي له بل چاسره
هلته به مونږ سا واخلو او هلته به آرام شو مونږ
خــدای کـۀ سره واچـول دا روس او امريکا سره
کېناستـۀ ترڅنګ مې له درد ډک غـزل يې وليکـۀ
راغـی چې « منقاد » مې نن مـزار ته لۀ ژړا سره
پای.
۲۰۱۷/۷/۳م
https://t.me/AdabiTolana1