✒📚 ادبــي ټولــــــنه ✒📚


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السـلام علیـکم ورحمة الله وبـرکاته!
ډیروقدرمنو ملګرو!دلته به ستاسوپه خدمت کي دشاعرانووروڼو حمدونه ، نعتونه اوحماسي شعرونه او دشعـر په اړه اړین معلومات اوداسي نورپه زړه پوري اصلاحي نشرات کیږي۔۔ ان شاءالله

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




#دانتخابي_اسلامي_چینلونولیست

لیسټ په خپلو چینلونوکي نشرکړئ

نن لیست کتل کیږي که چا په خپل چینل کي نه ؤ نشرکړی لینک یې له لیسټ نه وباسو....


مسروري اشـنا 🌂

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال🌂

ذاکر ځلاند (دوهم احتیاطي چینل)🌂

شاعر فِرْدَوس محترم🌂

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه🌂

ستا دسترګو شاعر🌂

ابدالي خــپرنیون🌂

ماشاءالله خپرندویه اداره🌂

نعتخوان ندامحمدنویـد🌂

ادبي ټولنه🌂

قاري شبیرشادان🌂

الحکمت خــپرنوین🌂

حکایات او دیني معلومات🌂

مولوي عبدالحکیم سجاد جرس🌂

قاري محمدجمعه ساجد🌂

مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب مسایل🌂

نوي بیانونه هره ورځ🌂

سنګر میډیا🌂

الخادم خپرندویه اداره🌂

مولوي سیدمحمد انوري🌂

ترتیب کړی دی🌹 ذاکر ځلاند🌹 ورور مو


Forward from: ستادسترګوشاعر
له خـولو وزي آهـــونه د زهـــیر زړګــي له درده
لیـمې مو تل له اوښــکو څخه ډکـي وي له درده

پراته مو پر څیرو وي تل د ویر او غــم ګـردونه
هم شــونډو مو نیولي وي سپــیره پـتري له درده

یتیم د شهـید پلار مـزار ته ناسـت وي په ژړا کـي
دخپل سـتړي ژونــدون ورته کیـسې کوي له درده

د ژوند د ارمانو غـوټۍ یې ګل نه وي خـزان شـي
هر څوک له خپل قســمته سه ګیلې لــري له درده

وحشـیانو یې د زړه ټوټـې شهـیدي یا قـیدي کړې
پر خوله هره مورکۍ ځـکه ښـیرې راوړي له درده

«ذاکــرځـلانده» هغه ورځ به پوه په ژونـدانه سو
چي غم کړي کډه بار خالي مو زړونه شي له درده

https://t.me/zakirzalandAshna


Forward from: شاعر احسان"ژمن"
#خوند_یې_څه_دی؟

شونډي څه دي خوند یې څه دی؟
زلــــــفي څه دي بند یې څه دی؟

چي پازیب،بنګړی یې ستایې
پېغله څوک، مړوند یې څه دی؟

ددې ســــــــرود، ګــــــډا په اړه
دین څه وایي، اند یې څه دی؟

د شــــــرابـــــــو ګــــټه څه ده؟
مستي څه ده، ژوند یې څه دی؟

چي ملا دي په کي سپک کړ
شعر څه دی، پند یې څه دی؟

ژمن وام ونه د پنځ څه ده؟
قلم څه، پیوند یې څه دی؟

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


Forward from: الخــــــادم خـــپرندویه اداره
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د پبجي ګېم په باره کي وینا
ضرور یې واورئ

زموږ نوی نسل اکثریت په دغه فتنه اخته دی ویډیومخته شیئر کړئ ترڅو تر نورو ملګرو پوري هم ورسيږي


له نوي البم ”سپیني قافلې“څخه زما یو شعر

کسر
کلی بمـبار مسجـد شهـید مدرسـه ړنګه د چم
کورونه وران او لوټي لوټي کوڅه ړنګه د چم

ږغ...مولوي آمان الله وفادار

شاعر... ذاکرځلاند

https://t.me/zakirzalandAshna




سم سالم وجــود سړی وم ګرځېدمــه
د فلک دې بې غورۍ کړمــه ناجــوړ

مسکیني چي راپخوا شــوله عالمه
بس بې وخته بې تاریخه یې کړم زوړ

د ښه بخت چکه مي بایلول ملګرو
چي رقیب په چکه چار کي وکړ تــوړ

داسي خلګ مالکان د بنګلو شــول
چي یې فقر وو مسلک سـوړسک یې خــوړ

وه غلمیني ته یې سترګي وې ختلي
وس یې قوت دی ډبل روش پلو او بــوړ

دهغو وس پر ښوروا ټېغ نه راخیژي
چي خوراک یې څپټی هغه هم ســوړ

دا دنیا د بختورو خلګو وړ ده
ته بدبخته وفـــا نـه یې ورتــه جــوړ

ائ عبدالغني یــو ته نه یې مفلیسه
ما شــاعـر چنداني وه نــه لیدی مــوړ

https://t.me/AdabiTolana1


له ډېر وخت ورسته یو نوی غزل خدای دې وکړي چې خوښ مو شي

د توحید کلمه

د توحید مو څومره ښکلې کلمه ده
راښودلې مور سپېڅلې کلمه ده

د الله نوم مو ځانګو کې دی زده کړی
موږ د زړۀ پر سر لیکلې کلمه ده

آن تر مرګه به پر دې باندې اقرار کړو
پر منکر مو هم منلې کلمه ده

ټول په خوله باندې اقرار په زړه تصدیق کړو
لۀ ایمان سره تړلې کلمه ده

فرښتې یې هم په مینه مینه وایي
پاس پر عرش رازړېدلې کلمه ده

فدایي زلمو تړلې پر تندیو
په اوربل حورو ټومبلې کلمه ده

(عرفاني) دا د اللهﷻ فضل کرم دی
چې پر موږ یې لورولې کلمه ده

https://t.me/AdabiTolana1


Forward from: شاعر احسان"ژمن"
#دار_ماتوو

نه کړو خوف،نه کړو ویره،موږ ډار ماتوو
په لمبو کي تیــــــریـږو انـــــــــګار ماتوو

له اســلام نه سِوا بل قانون نه مــنو
ستـا قانون ســتا نظام اقــتدار ماتوو

حِــــمایت نه د خپل نه پـــردو مـوږ کوو
هســڪه غاړه تر دار وړو او دار ماتوو

موږ د هریو سـرزور سر په زور پرې کوو
هر فرعون ته د نیل په څــیر لار مــاتوو

نور که خدای کړل هیواد ته راځې ازادي
نور یې ختمي شیبې انتـظار ماتوو

نوربه وﻱ سپینه ورځ اودعدل سپین لمر
موږ سـینه د ماښـــــــــام په سهار ماتوو

دا چي ځو تر لمبو موږ اې ژمن احسانه!
پتنـګان یو د مـــــیني خـــمار ماتوو

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


Forward from: مســـروري اشـــنا
ذوالقافيتين بې له رديفه

داسلام دلاري کوږ چي نکړې خپل پل
ګوره داچي دهرچادی خپل عمل مل

چي کرلي دي هرڅومره وي رېبې بې
غوږ کي ونيسه زلميه دا متل تل

د بنده د هيلي مه نيسه تابيا بيا
ښه دی دا چي سې دلوی خدای پر درشل شل

چاچي ايښی د تقوا پر روڼ ګلاس لاس
له هغو زلميو زده کړه د مرچل چل

چي يو وار يې وي درکړي د ګزار زار
د شيطان پر اس چي کښې نږدې بل ځل ځل

خدايه ته مو کړې اسانه دا محال حال
کړې پر لار دهدايت مو درست محل حل

قبول کړی پرې غريب او هم سردار دار
مسروري ديار په شان نسته اوربل بل


مســـروري اشــــنا 👇👇👇

@masroriashna


ټپه شوا ډمـه اوسني وخت کې غــــزله ښه ده
ملاله نشته پيغله خپل کـورکې ماتـــــله ښه ده

دازادۍ کـــــــــوتـره هيس دچــــــــاپروانه کوي
قسم ده هغې نـــه دبــــاغ خــــــړه بلبله ښه ده

دوران وطن دې شړو شړوتــــه مې ډيــــروزړل
خاوره يې ښکل کړمه دبــل وطن تر ګله ښه ده

ورتـــه راتلم په هغه کړي لوظ نـاکامـــه شومه
نتکۍ پــــه پوزه کړه کابلــــه تـــرچارګله ښه ده

دليــــــــونۍ مينې دلاسه سکــــــــون نـــه لرمه
پـــــرما خوشحاله يې هم داسې مــروره ښه ده

موسى قصور رانــــه دسختې ورزې مه وباسه
هروخت به تاويل چي مينه سيتم ګـــره ښه ده

شاعر...موسی احمدزی

https://t.me/AdabiTolana1


غزل/ عبدالقدوس منقاد :

خدايه هغه زماکړې څوک چې مينه کړي له ماسره
مونږ امــين ویلی دی د يار لـۀ دې دعـــــا سره

مونږه د جومــــات په اذانــــو را پاڅېدلــي يو
ځکه خو مو جنــګ دی له بچــو د کليســـــا سره

داچې د ساعـــت ستنه ثانيـه پس بـل اواز کــوي
وايـي چې انســانه زړګی مه تړه دنيــــــا سره

ماته شوه کـۀ دا لويــه بلا ، او جهــــان وليــده
بيا به څوک جنګ ونۀ کړي طالـب او لـۀ مـلا سره

خدای دې بيا په مونږه مازديګر د وصــال راولـي
ورک دې خدای دهجر ماښامي کړي له بېګا سره

وپوهيږه پام! چې دادې دوست ندی دښمن دې دی
تاته چې ښه ښه کړي او پټ خاندي له بل چاسره

هلته به مونږ سا واخلو او هلته به آرام شو مونږ
خــدای کـۀ سره واچـول دا روس او امريکا سره

کېناستـۀ ترڅنګ مې له درد ډک غـزل يې وليکـۀ
راغـی چې « منقاد » مې نن مـزار ته لۀ ژړا سره

پای.
۲۰۱۷/۷/۳م

https://t.me/AdabiTolana1


ګران عمره

نور به قائم سي ستا سپېڅلی پاک ارمان عمره
کور د وحدت به مو سي ګران افغانستان عمره

شولې نسکوري د اشغال د بدرنګیو څلي
کډي باریږي له هیواده د خزان عمره

د تورتمونو وحشتونو ځوال زور اخیستی
د سهار څرک دی لګېدلی پر اسمان عمره

پر ځالګیو د فساد باندي اورونه بل دي
ترېنه تاو شوي چار چاپیره فدایان عمره

زاغان په ماتو وزرو کي وړي لښکر د خزان
سپینه ماڼۍ ده اوس له ډاره په لړزان عمره

د اولسونو د امید غوټۍ ګلونه نیسي
پر وطن راغلی د سپرلیو مست دوران عمره

د عدل لمر د لادنیت د شپو نسونه څیري
كلیسا پرځي د توحید په خوږ اذان عمره

چي پر اولس دي د ظلمونو تاو کړۍ ماتي کړې
مشهود به څنګه کړي انځور ستا دا احسان عمره

https://t.me/AdabiTolana1


Forward from: ستادسترګوشاعر
ملګرو د جمعې مبارکه شپه ده درود شریف مو هېرنه شي


Forward from: ستادسترګوشاعر
خـــــــیرالبــــشر مــــدني
نـــــورالبصـــــــر مـــدني
ته یې محبوب د سبحان
د زړګـي ســـــــر مـــدني

جـــــهالت وو ژونــــــدی لوڼــــي ښخـــــــیدې
په هر لــــــور وې دښمـــــــنی خـــــــورې ورې
وې په زړو کــــي د نفـــــــرت قِصـــــــې پرتې
تا هر زړګی په الفـــــــت
کړو مُعَطَّـــــــر مــــــدني

پـــــــه راتلـــــــو دي مـــــــنوره شـــــــوه دنیا
رادي وړه د جـــــــهل شـــــــپو لـــــــره رڼــــــا
په هـــــــرخوا د هــــدایت شـــــــوه تَجَـــــــلّا
بَدْرُالـــــــدُّجٰي جانانــــه
شمس و قـــمر مــــدني

تا پر ټوله نړی خـــــــپور کړو پاک اســـــــلام
تا کـــــــړو خــتم د وحشت بدرنګ نـــــــظام
تا راوښــــــود ټول ژوندون مــــو ګام په ګام
ختم شو ظلم ، سِـــــتم
د عــــــدل لمر مـــــدني

هرسنت دي ګـــــــرانه ډېر خوږ دی تر قـــــند
دی اُسْوَة حَسَنَه مـــــــوږ ته ســـــــتا ژونـــــد
راهـــــــنما دی ، راســـــــره وي ستا هــــر پند
ته مو پیشوا یې ګـرانه
ته مو رهــــبر مـــــدني

ســـــــتا د اسم تر هر حرف دي شـــــم قربان
ګـــــــرانه ته یې د خوږمـــــــنو زړو درمــــان
ته مي زړه ، ته مـي نظــــــر ، ته مي چـشمان
*ذاکرځلاند* درځار شم
ته مي دلـــــــبر مــــــدني

https://t.me/zakirzalandAshna


غزل

پــروازونــه بیا د میـنې په حرم خوري
تور بورا د ګل له شونډو نه شبنم خوري

مسته مينه يـې عالم کي زمزمه شوه
خوند دُرخو واخیست دردونه به آدم خوري

دا څه راز دی د ساقي د لاس پیالې چي
مئینان په بســـم الله لکه زمـــزم خوري

اې لیـــلا د ازادۍ بلا دي واخلم
فکر مه کړه سرښندونکي به دي غم خوري

جدايې دي څومره سخته ده جانانه
آسمان څه چي ځمکه هم ورسره دم خوري

خپل اخلاص تر داسي حده رسولی
مدني دبیلتانه غشي محکم خوري

ملا ضیاءالرحمن مدني

https://t.me/AdabiTolana1


Forward from: مســـروري اشـــنا
غليم راته پخپله نن تبريک ويلی دی
پخپل لاس يې دخپل شکست لاسليک ليکلی دی

چي چا کړی يرغل دی دافغان پرحريم باندي
هغو ځان ته دورکي برخه ليک ټاکلی دی

په سره غرمه يې ستوري داسمان دي شمارلې
چي چا دفدايي جانان تاکتيک ليدلی دی

چي څوک دبل د درد احساس کولی شي ژوندی وي
هغه مو د اولس په غم شريک بللی دی

پربام دتاريخ جګه مو نن بيا نوې لوحه کړه
پر سر يې دفاتح افغان سرليک سپيڅلی دی

کوږ بار خو تر منزله مسروري کله رسيږي
لاس پوڅو دغربيانو ډېر باريک تړلی دی

مســـروري اشــــنا 👇👇👇

@masroriashna


غزل

په تصورکې دې تصویر ګرزوم
سترګې داستاسترګوته ځیرګرزوم

ته ماته دومره محترم یې اشنا
تل دې په زړه کې لکه پیر ګرزوم

ټوله شپه ویښ یم ستاڅيري ته ګورم
په غبرګوسترګوکې شبګیرګرزوم

دمخ کتوکې دې څه چل غوندې دی
ځکه خپل ژوند ډک له تاثیرګرزوم

جانانه ستاحسن ته صدسلام دی
حسن داستاځان ته امیر ګرزوم

زمهاجربه ستااتل طالبه
یاددسېنې منځ کې اسیرګزروم

https://t.me/AdabiTolana1


غزل

یو ارمان مې وو له زړه راڅخه بیل شو
بس نوزړه مي وو له زړه راڅخه بیل شو

هغه ورځ هغه نیټه راغله رخصت شو
پر لار سم د بیلتانه راڅخه بیل شو

مجهز په تور ټوپک دوربین لیزر وو
لاړ د حورو تر کاله راڅخه بیل شو

خدایه بیابه یي دیدن چيرته کومه
هغه سترګي ها باڼه راڅخه بیل شو

د زړګي پر کور مي بلي سرې لمبې شوې
یار چي لاړ له ژوندانه راڅخه بیل شو

نور تر مونځ مو شو د هجر تور تور غرونه
د ګلرنګه یار کاته راڅخه بیل شو

مهاجر د سخت بیلتون د غشو ښکار شوم
یار مې ورک د عشق پر وره راڅخه بیل شو

https://t.me/AdabiTolana1

20 last posts shown.

481

subscribers
Channel statistics