Forward from: مسائل فقهیـــــة
ایا انسان له خاوری پیدا سویدی که له نطفې څخه؟
د ملحدینو د سوال ځواب
سوال: د قرآنکریم په یوه ځای کي راغلي دي چي انسان له خاورو پیدا سویدی او بل ځای وايي چي له نطفې څخه پیدا سویدی، ایا دا په قرآنکریم کي ټکر نه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
محلدین ډېر ځله داسي بې بنسټه سوالونه کوي چي سړی په شرمیږي، خو دوی انسی شیطانان دي او عامو مسلمانانو ته وسوسې القاح کوي، ددوی د همدې وسوسو له کبله موږ ددوی دداسي بېهوده سوالو ځوابونه ورکوو؛ داچي دا سوالونه مستقیما د ملحدینو د یوې پاڼې له لوري ماته رالېږل سویدي نو ځکه غواړم چي ځواب یې کړم.
په قرآنکریم کي د انسان د پیدایښت په ډېر اعلی او د حکمت څخه په ډکو الفاظو کي ذکر سویدی، یو ځای راځي چي انسان له خاورو پیداسویدی، بل ځای راځي چي انسان له نطفې څخه پیداسویدی، بل ځای راځي چي انسان له اوبو څخه پیدا سویدی، بل ځای راځي چي د نر او ښځې څخه پیدا سویدی، لومړی مبارکو ایاتو ته راځي:
په (سورت النحل: ۴) کي راځي: (خلق الانسان من نطفة)
ژباړه: هغه انسان له لږ غوندي نطفې څخه پیدا کړ
همداسي په قرآنکریم کي د انسان پیدایښت له نطفې څخه (۱۲) ځایه راغلی دی، لکه په سورة الکهف: ۳۷، سورة الحج: ۵، سورة المؤمنون: ۱۳، ۱۴، سورة فاطر: ۱۱، سورة یاسین: ۷۷ او داسي نور...
په (سورة الحج: ۵) کي راځي: (فانا خلقنکم من تراب)
ژباړه: تاسو ته دي ښکاره وي چي موږ له خاورو څخه پیدا کړي یاست.
همداسي د انسان پیدایښت د خاوري څخه په قرانکریم کي په سورة آل عمران: ۵۹، سورة الکهف: ۳۷، سورة الروم: ۲۰، سورة فاطر: ۱۱، سورة المؤمن/ غافر: ۶۷ کي راغلي دي.
په ځینو مبارکو ایاتو کي د (تراب) خاورې سره جوخت د (نطفې) توری راغلی، لکه: (الذی خلقک من تراب ثم من نطفة: سورة الکهف: ۳۷) یعني لومړی مي له خاورې څخه پیدا کړاست بیا مي له نطفې څخه ، چي د خاورو د پیدایښت څخه مطلب د لومړي انسان حضرت آدم علیه السلام پیدایښت دی چي له خاورو څخه الله جل جلاله پیدا کړ او وروسته انسانان له نطفې (منی) څخه پیدا سوه.
په (سورة الفرقان: ۵۴) کي راغلي دي: (و هوالذی خلق من المآء بشراً)
ژباړه: او هماغه ذات دی چي له اوبو څخه یې یو بشر پیدا کړ.
په (سورة انعام: ۶) کي راځي: (هوالذی خلقکم من طین)
ژباړه: دا هغه ذات دی چي تاسي یې له خټو څخه پیدا کړاست.
په (سورة الحجرات: ۱۳) کي راځي: ( یآیها الناس انا خلقنکم من ذکر و اُنثی)
ژباړه: اې خلکو! موږ تاسي له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړئ.
همداسي په قرآنکریم کي کله راځي انسان مي د یوې ټوټې غوښې څخه پیدا کړ، یا راځي چي تاسي انسانان مي صرف د یوه انسان حضرت آدم علیه السلام څخه پیدا کړلاست او داسي نور...
اوس په دې کي ټکر چیري دی، د تعجب خبره ده، الله رب العزت چي وايي چي انسان مي له خاورو څخه پیدا کړ، په دې کي دا موخه ده چي انسان باید تکبر او غرور ونکړي باید و خپل خالق ته عاجزه وي او بله فلسفه دا پکښې ده چي د الحاد د ارتقاء نظریه ردوي چي ډاروین وايي چي انسان له بیزو څخه ارتقاء کړېده، کله انسان ته یادوي چي دا هغه ذات دی چي ته یې له منی (نطفې) څخه پیدا کړئ یې، کله ورته وايي چي د علقې څخه پیدا کړی یې، په قرآنکریم کي د انسان د جنین ټول مراحل سته چي همدا مبارک ایاتونه د جنین پوهنې (امبرالوجی) بنسټ دی، چي دا لومړی نطفه ده، بیا علقه ده، بیا ..... داد قرآنکریم پر اعجاز باندي دلالت کوي چي د جنین مختلف مراحل یې بیان کړیدي په اصل کي دا ټول یو دي.
که موږ یو ساده مثال درکړو:
کله موږ وایو چي چاوي له اوبو څخه جوړیدي، یا ووایو چي چاوي له پاڼو څخه جوړي دي
، دا ټول سره یو دي، نه چاوي بې اوبو کېدای سي او نه اوبه بې چاوو، همداسي لومړی انسان له خاورو او بیا ټول انسانان له نطفې څخه پیدا سویدي. کله خدای پاک (نطفه، منی، اوبه) یادوي چي دا ټوله سره یو دي، کله وايي (من نفس واحد) یعني تاسي ټول انسانان د حضرت آدم علیه السلام څخه پیداسوی یاست، یا وايي چي ټول د یوه نر (حضرت آدم علیه السلام) ایو یوې ښځې (بې بې حوا رضی الله عنها) څخه پیدا سوی یاست، په دې کي ټکر له کومه دی، ټکر خو دې ته وايي چي یوه خبره د بلې په مقابل او ضد کي وي.
یا لکه بل ساده مثال:
زه لیکم: شیخ الاسلام ډاکتر مولوی پوهاند الحاج عبدالله صاحب
د ملحد سوال داسي لکه چي ووايي چي څنګه د عبدالله لپاره هم د (ډاکتر) توری راغلی دی او هم د (مولوی)؟ نو په ځواب کي ورته وایم چي شیخ الاسلام هم عبدالله دی، ډاکتر هم عبدالله دی، مولوی هم عبدالله دی، پوهاند هم عبدالله دی او الحاج هم عبدالله دی، دا ټول توري صرف د یوه کس لپاره راغلي دي.
الحمدلله قرآنکریم د الله جل جلاله کلام دی، د یوه حرف یا زبر او پېښ په اندازه سره پکښ نه کوم ټکر سته نه کوم تضاد.
👇👇👇
@maselpakHeu