②چینل♥دخپلوځوانیو ساتنه وکړی


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دلته به تاسوته ښایسته په زړه پوري لیکنی احادیثو اودقرآن کریم په رڼاکې کیږي اوعبرتناکې وقعې دخپلو ښایسته ځوانیوڅخه ساتنه وکړی خپلي ځوانۍ مومه بربادوی
خپل ځوان ملګري مورادعوت کړی.
ستاسوورور محمدسید محمدی

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


*مجاهدينو پوسټ جدی او ضروری شېر کړﺉ.*

دا خبر اوس راورسېد زر زر یه پر واټساپ ټویټر فیسبوک او میسنجر باندی نشر کی تر څو هغه پنجشير ته تللی مجاهدين غازیان زر خبر شې.

نن شپه پر پنجشېر باندې د مجاهدينو لطرفه سخته جګړه روانه ده له خېره سره.
خو د مسعود زوي احمد مسعود د ټولو پلونو او پلچکونو د لاندې مواد منفجر ځاي پر ځای کړي دي چې کله مجاهدين پنجشیر ته داخل شې دی پلان لری چه ټولو پلونو او پلچکونو ته انفجار ورکړی او مجاهدين محاصره کړي خداي مکړه چې د مسعود د دوران چل په مجاهدينو ونشې مجاهدين دي له زيات فکر نه کار واخلې دا ګزارش خپله له پنجشېر څخه راغلې
دومره يې شېر کړﺉ دومره ئی شیرکړئ چې ټول مجاهدين خبر سې
خدای مکړه مجاهدينو ته کوم زيان ونه رسېږی اللهﷻ دي ددی ناصر او مددګار سې اللهم امين


بسم الله الرحمن الرحیم
څوارلسمه برخه:
د الله(ج) د محبت لپاره اسباب او وسایل
که څه هم د الله(ج) دمحبت لپاره ډیر اسباب او وسایل دي؛ خو موږ به یې په مختصر ډول ځینو ته اشاره وکړو.
۱. د جناب رسول(ص) سره دزړه له کومې محبت کو
۲. د قرآن کریم سره مینه او محبت کول
۳. د دنیا څخه نفرت او کرکه کول
۴. د اصحابو کرامو سره مینه او محبت کول
۵. د مسکینانو سره مینه او محبت کول
۶. د لمانځه پابندي او په ځانګړي ډول د تهجدو سره مینه کول
۷. ډېرې صدقې
۸ .د مسلمانانو د حقوقو خیال ساتل
۹. د حرامو څخه د ځان ژغورل
۰۱. د علماوو سره مینه او محبت کول
۱۱. خلوت او د ځان سره محاسبه کول
۱۲. د ټولو هغو اعمالو سره مینه کول، چې د اخرت سره تعلق لري.

ترتیب:#محمدسیدمحمدی
د خپلو ځوا نیو ساتنه وکړی چینل جوین کړی👈 https://t.me/ethical15


بسم الله الرحمن الرحیم
دیارلسمه برخه:
ستاسې د نیکمر غه ژوند په هیله
دالله(ج) د مینې او محبت په اړوند یوڅو لنډې او مختصرې واقعې
لومړی په حدیث قدسي کې الله(ج) ویلې دي:
ای زما بنده! زمادې ستا په حق قسم وي: چې زه تاسره مینه لرم؛ خو بیادې ستا زما په حق قسم وي، که تا دبل چاسره مینه وکړه.
حضرت داود(ع) ته الله(ج) وحې وکړه، ورته وویل: چې ای داوده!
دځمکې خلکو ته ووایه، چې زه دهغه چا دوست او ملګری یم، څوک چې له ماسره دوستي کوي. دهغه چامنم،چې زمامني او له هغه چاسره مینه کوم، چې له ما سره مینه کوي. یقیناً چې زه د خلکو په زړونو باندې علم او پوهه لرم..... ای خلکو،بس پریږدئ نو! هغه څه چې تاسې یې په دوکه کې اچولي یاست، عزت زما په لاس کې ده، زما څخه یې وغواړئ، زما ملګرتیا غوره کړئ، ځکه زه وفادار دوست او ملګری یم. دضلالت او ګمراهۍ له محفلونو څخه ځان وژغورۍ، چې زما د عذاب باعث نه شئ او کني داسې به مو سپیره کړم، چې بیا به هیځ کله اباد نه شئ، ګورئ چې مامه هیروئ، زما مجلسونه اختیار کړئ، یوازې ستاسو دګټي په خاطر، چې پر تاسو رحمتونه نازل کړم.(احیاء العلوم)
په بل ځای کې راځي: چې الله(ج) دوخت یو پیغمبر ته وحې وکړه. ورته یې وویل:
څوک چې له ما سره مینه کوي، زه له هغو سره مینه کوم.(یحبوهم یحبونه) یانې دوی د الله(ج) سره مینه او محبت کوي او الله(ج) له دوی سره
او څوک چې ما یادوي،زه هغه یادوم(فاذکرونی اذکرکم).
ځکه خو پیغمبر(ص) ویلي دي:(من احب لقاء الله احب الله لقاء) الحدیث
ژباړه: څوک چې دالله(ج) ملاقات خوښي، الله(ج) بیا دهغه ملاقات خوښوي.
نو له همدې امله سفیان ثوري(رح) نه چا پوښتنه وکړه؟
ورته یې وویل: چې دخدای(ج) سره مبنه څه ته وایې: نوموړي د ښکلي اواز او فصیحې ژبې او یا دښکلا مینه ونه کړي.
او د الله(ج)له مینې ټولې مینې قرباني کړي. الله(ج) دې موږ ته داسې تو فیق راکړي. امین_(۱)

#واقع
عبدالوهاب بن زید ویلي: چې ما یو کس ولید، چې په واوره کې لوڅې پښې ولاړو، ما ورته وو، چې یخ دې نه کېږي؟
ویې ویل: د چا په زړه کې، چې د خدای(ج) دمحبت اوربل وي، هغه په یخنۍ نه پوهیږي._(۲)

#واقعه
یو وخت په بني اسرایلو کې(۷) اوه کاله وچکالي وه، بني اسرایلو له موسی(ع) څخه غوښتنه وکړه، چې خدای(ج) ته سوال وکړي، چې باران ووریږي، بیا موسی(ع) له(۷۰۰۰۰) اویازره کسانو سره راووت؛ خو الله(ج) یې د ژړا او فریاد څه باک نه درلود.
بیا الله(ج)حضرت موسی(ع) ته وویل: چې زه به د دوی دعا څرنګه قبوله کړم، حال داچې د دوی په زړه کې د دنیا او مخلوق مینه ده، ورشئ(برح)درسره راولئ. دهغه له وجې به باران درباندې وکړم بیایې همداسې وکړل. الله(د ده له وجې باران هم پر وکړ، ځکه(برح) په الله(ج) باندې بّ ریښتینې او صداقت مینو، چاچې دخدای دمینې له کبله د دنیا او(مافیها) یانې هغه څه چې په دي دنیا کې دي، دهغو دټولو شیانو مینه یې د خدای له مینې قربانې کړې وه.

#واقعه
په همدې ډول د رابعه بصري نه چا پوشتنه وکړه او ورته ویې ویل: چې ته دادومره لوړ مقام ته په څه ورسیدې؟
ورته یې ویل: چې ټول عمر مې پرته دالله(ج) له مینې څخه عبث کارونه او عبث مینه نده کړې.
نو له همدې وجې ګرانه وروره! والله چې ډطر سخت کنډوونه او موړونه مو په مخکې دي،تیر هیر،راشه! دزړه له کومې توبه وباسه؛ نو نور به والله د دي بي روسوائ مینې دهرې لحظې اودهر آه وزیرګي ذرې ذرې پوشتنه کېږي._(۳)
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱)احیاء العلوم
۲)یواقیت الاعمال
۳)احیاء العلوم.ج._۵

ترتیب:محمدسیدمحمدی


بسم الله الرحمن الرحیم
دتیري برخي پاتې برخه:
دالله(ج)سره مینه داسې وي،چې له امله یې خلک لیوني شول،ماشومانوپه کاڼو وویشتل،په پای کې پاک اوسپیڅلي روح هم پرواز وکړ.
هی هی،زموږ مینه له چاسره او د چاله وجې لیونې اوپه کاڼو وویشتل کیږو.
پریشان اوسرګردا په ټولنه سپک دچا له لاسه دکومې مینې له امله به موله وجود څخه روح پرواز کوي؟
هوکې!ګرانه وروره،لومړی ستا دمینې اومحبت مستحق څوک دی؟والله چې هغه څوک دی،چې ستازړه څخه خبر او دزړه په قدر دې پوهیږي اوزړه دې پرې ارزیږي،هغه دکایناتو مالک یوازې الله(ج)دی او بس.
ځکه الله(ج)په هرحال علم لري او د یوې مهربانې مور په څیر دی.په هرې خوشحالۍ خوشحال او په رسوایې دې خپه کېږي.
خو د مجازي مینې معشوقه اومحبوبه دې والله په هر ویر او ماتم زړه یخوي،د دنیا اواخرت له نیکمرغیو دي بې برخې کوي،ټولې قربانې دې احمقتوب اولیونتوب بولي.
لنډه دا چې د وخت معشوقې دهغه موبایل په څیردي،چې په کوم مهال دې که کارت ورجمع کړ،ښه کار به کوي او کني بیا به درته وایې،چې معذرت میخواهیم،کارت تان تمام است؛نوکه په دوی هم دموبایل په څیر خرچه کوي؛
نوبیا دمینې اوقربانی کیسې به یې په خوله وي،نه په زړه کې اوکه نه وي بیابه دې له دوستۍ څخه معذرت او بښنه غواړي.ټولې ښیګړې به دې هیرې او د غمونو په اور به دې ستي کوي.
ای دځوانۍ په نشه مسته ځوانه!له الله (ج)شرم وکړه!له الله(ج)وویریږه!لږ سوچ اوفکر وکړه،پیداکړی الله(ج)یې،روزي الله(ج)درکوي؛نور د ژوند ټول ضروریات دې الله(ج)پوره کوي او په همدي ډول هغه ټول نعمتونه چې ته پکې دسر څخه تر پښوپټ یې،دالله(ج)درباندې پیرزوکړي؛خو افسوس،مینه له چاسره کوې،زړه دې په چابایللی،چې له امله دې حافظه پوچه،ژوند دي پریشان اوستومان،اود همزولو له سیالیو دې ځان پاتې راوستئ.
دځان قاتل مه جوړیږه.همدا اوس دې له موبایل نه دپردو انجونو شمېرې لرې او ځان دې لدې بلاوو وژغوره.کنه خدای مکړه،بیابه دې د خلاصون لاره نه وي.
راځه داقضاوت په خپله وکړه!په ورځ دقیامت به الله(ج)ته په کوم ډول ځواب ورکوې؟
که در څخه وپوښتي،چې ای دفلانکي ځویه!غلام اوبنده زماوې،روزي مادرکوله اوبندګي دې د چاکوله؟
ځه، که چیري په دنیا کې دکوم خان یا بادار مزدوري کوي او په ښه ډول خپله دنده سرته ونه رسوې، څه فکرکوي، چې دهغه له غذاب به په کوم ډول خلاصۍ ومومې؛نوچې په دنیا کې دیوعادي شخص په وړاندې به په څه ډول ځواب ورکوې؟
هوکې ګرانه وروره! راځه همدا اوس، اوس په تیرو بدو کارونو پښیمانه اوپه راتلونکې کې ورڅخه ځان وژغوره!
که هر څومره دګناهونو ستړی یې،توبه اوباسه،بیشکه،چې دالله(ج)رحم لا تر اوسه ستا په وړاندې ستړی نه دی،کنه داسې ورځ راتلونکې ده،چې د خدای(ج)حضورته به لوڅ مخکې کیږې،دسترګونه داوښکو پرځای وینې بهیږي،اتلس زره قومونه به دې وینې. یوه ورځ به پنځوس زره کاله وي؛ نولا وخت شته دفاني اوخامو خلکو بې ځایه مینه پریږده، توبه اوباسه. الله(ج)سره سوله وکړه. نور نو د ژوند په هیلو، اعتماد، تیروتنه او دشیطان فریب اودوکه ده. مرګ په زوړ او ځوان پورې تعلق نه لري،زیاتره ځوانان په دې خبرو تیروزي چې بوډا شې بیا به توبه اوباسې، نه داخبرې یوازي یو غولوونکې خبرې دي. ګرانه وروره! مطمین یم، چې اوس به دې مطلب اخیستی وي او الله(ج)دې وکړي،چې نوره د دې دنیا له مینې لاس واخلې او په هغه مینه، چې ستا ددنیا او اخرت د نیکمرغۍ سبب ګرځي، خپله کړې.
ترتیب: محمدسیدمحمدی


بسم الله الرحمن الرحیم
دولسمه برخه:
موضوع:له الله(ج)سره مینه اومحبت
لومړی الله په خپله دخپلې پاکې اوسپیڅلې مینې اومحبت په اړه په قرآنه کریم کې فرمایلي:
ژباړه: اوځینې داسې وګړي شته،چې دوی مینه اومحبت کټ مټ هغوکسانوته ورته دی،چې هغوی له الله(ج)سره مینه کوي اوپه الله(ج)ایمان لري او دالله تعالی په مینه کې ډېر سخت دي.
حال داچې پیغمبر(ص)وایې: (احبوالله لمایعذوکم به من نعمهُ احبونی کحب الله...)الحدیث ترمذي
ژباړه:تاسوله الله تعالی سره محبت کوئ،ځکه چې الله(ج)تاسوته له خپلونعمتونوڅخه روزي درکوي او دالله(ج)له امله ماسره مینه کوئ،د روزۍ ذکر ځکه کړی،چې له روزۍ څخه څوک انکار نشي کولای.بل دحدیث څخه هم معلومیږي،کله چې پیغمبر(ص)یوازې دالله (ج)سره مینه دروزۍ له کبله اړینه اوضروري کړه؛خودا په داسي حال کې چې دیوې ډوډۍ قیمت یې(۱۰)افغانۍ کیږي؛نوبیاخو دالله(ج)سره مینه دهغونعمتونوله کبله چې قیمت یې لکونولکونو(پیسو)ته رسیږي،خامخا اړینه اوضروري ده.
دځینې نعمتونو بیلګې یې ستاسو مخي ته ږدم.لکه:مسلماني،دپیغمبر(ص)امتیت،شایسته ځواني،اولاد،مور او پلار وغیره...
په همدې اړوند لکه ځرنګه چې په یوروایت کې راځي:دحضرت عیسی (ع)په وخت کې یوکس و،چې دژوند له ستړیاوو،ډیر فقر،ستونزواوکړاوونوڅخه یې تل سر ټکاوه او الله (ج)څخه به یې ګیلي او شکایتونه کول. ویل به یې:چې زه الله (ج)ډیرخواراوغریب پیداکړی یم بیا الله(ج)دانسانانوپه شکل کې دوې(۲)ملایکې ورته راولیږې؛چې موږ به داسروزروتبۍ درکړو؛خوکه یوه سترګه راکړی،هغه غریب سړي ورسره ونه منله،بیایې پوزه،غوږ بیایې ونه منله. اخرملایکو ورته وویل:چې تاخو ویل، چې زه غریب یم.الله(ج)دومره قیمتي اندامونه درکړي بیا له الله تعالی ګیلمن یې؟هغه سړي بیاتوبه وویسته. الله(ج)ترې لوی سړی جوړ کړ.
په هرحال:یو اقیت الاعمال دالله(ج)دمحبت په اړوند واقعه لیکې:
چې حضرت سعدون مجنون(رح)دالله(ج)نوم مبارک په لاس لیکلې و،حضرت ستری سقطي(رح)ورته وویل:چې سعدونه! د الله (ج)نوم مبارک دې ولې په لاس لیکلی دی؟هغه ورته وویل: چې د الله(ج)سره دډیري مینې اومحبت له کبله. پرکوم مهال یې چې ګورم،زړه مي پري مطمین او وجود مې پرې قرار وي.
دیته وایې،دالله(ج)سره ریښتینې مینه.موږ اوتاسو پرلاسونو دچانومونه اویادګارونه لیکي دي.
په همدې ډول حضرت شبلي(رح)وایې:چې مایولیونی ولید،ماشومانو په کاڼو ویشت؛خودمخ نوریې له ورایه مالومیده،په وینوکې لت پت،ګیروان یې څیرې،ببر سر شونډي یې وچې،رنګ یې زیړ،وجود یې ډیرضعیف اوکمزوری و،زمازړه پرې وسوزیده،ماشومان مې ورڅخه منع کړل؛خوماشومانوویل:چې بابا پریږده،چې مړ یې کړو،ځکه کافردی،دی وایې چې زه الله(ج)وینم اوخبري ورسره کوم،ماهغه لیونۍ وپوښت،ایا په ریښتیا الله(ج)وینې او خبري ورسره کوې؟
ویې ویل:هو!مادي په خدای قسم وي،چې دسترګودرپ په اندازه مې دسترګو پناه اوغایب شي.
نودبیلتانه له کبله به مې وجود ټوټه،ټوټه اولمبه شي اوبیا یې داشعر ووایه:
خیالک فی عیني ذکرک في فمي
ومشاک في قلبي فاین تعیب؟
یانې:دستاخیال مې په سترګو،ذکر مې په خوله کې،او د ستا وجود مې په زړه کې،نوته به له ماڅخه چیرته غایب شي؟لدې وروسته یې یوه چیغه وویسته،روح یې ووت.(ریاض الصالحین)
سبحان الله.زموږ مینه څه اوڅنګه؟
پاتي برخه به ان شاالله په راتلونکې کې ذکر شي.

ترتیب او راټولونه:محمدسیدمحمدی


سباته به ان شاء الله بیرته خپل هدف ته راګرځو.


بسم الله الرحمن الرحیم
یولسمه برخه:
دعشق اسباب
که څه هم دعشق لپاره ډېراسباب دي؛خودا یوڅویې په لاندې ډول دي:
۱. ښایست۲.خوش اوازي۳.خوش اخلاقي۴.سخاوت ۵.هنر اوکمال ۶.غزلې اوسندرې ۷.ډیراختلاط ۸.ښېګڼه اوحسان. ۹.دمحبت اظهار،سوغات اوډالۍ ۱۰.ازادي اوخلوت ۱۱.بې حجابي ۱۲.دطبعتونو جوړجاړۍ وغیره........
دمحبت شرعي حکم
امام غزالي په احیاء العلوم کې لیکلي:چې حقیقي مینه اجر اوثواب لري،بلکې فرض کفایې هم ده؛خومجازي مینه ګناه او وبال سره،سره حرام او دنیا اواخرت دبدمرغیو سبب هم ګرځي.په حرمت باندې یې دټولو علماوو اتفاق دی.


ماهم په خپلونیکو دعاګانوکې یادساتی
ستاسوورورمحمدسیدمحمدی♥


بسم الله الرحمن الرحیم
لسمه برخه:
دعشق درجې
لومړۍ په کوم مهال چې دعاشق زړه ته دمعشوقې مینه کوزه شي،دېته مینه اومحبت وایې.که دعاشق په زړه کې نوره ځای ونیسي بیادیته هوایې مینه وایې.
که چیري نوره زیاته شي،بیا دیته عشق وایې اوکه نوره زیاته شي بیادېته تتیم وایې.معنا داچې معشوقه دعاشق ملکیت وګرځي اوعاشق یې غلام جوړشي،چې ددې څخه هم زیاته شي بیا یې هغې درجې ته (دَوْلَه)وایې.معناداچې بیا په داسې مهال عاشق له خپل اختیار ووځي،اخرجنون اورسوایي تربریده ورسیږي دهلاکت کندې ته ورغورځي.

یادونه:مینه اومحبت یوشی دی خوعشق دمینې اومحبت یوه باقعده نوعه ده.

ماهم په خپلونیکودعاګانوکې یادساتی
ستاسوورور محمدسیدمحمدی


بسم الله الرحمن الرحیم
نهمه برخه:
دمحبت معنا اوډولونه

لومړۍ:دمحبت معنا
امام راغب(رح)دمحبت په اړه داسې ویلي چې:سړی دیوشي محبوبیت په ذهن کې پیداکړي.دهغه څخه وروسته بیا دهغه محبت دکولواراده وکړي؛نودې ارادې اونظرکولوته،دهغه شي محبت ویل کیږي.سقراط وایې:چې عشق لیونتوب دی،افلاطون وایې:چې عشق یوه نفسي غوشتنه ده،ارسطاطیالیس وایې:چې محبت دمحبوب دغیبونوڅخه ړونتوب ته وایې.
خوامام اصمعی(رح)وایې:چې ددې جامع تعریف نشته.دعربو یوه میرمن وایې:چې عشق غلامي،لیونتوب،دخدای قهر،رسوایې ده.خوابن جوزي(رح)وایې:
چې عشق تعریف نده،بلکې عشق پای اوانجام دی.

دویم:دمحبت ډولونه
مینه اومحبت په دوه ډوله ده:
(۱) حقیقي مینه(۲) مجازی مینه
دحقیقي مینې مثال،لکه دخدای(ج)اودخدای درسول(ص)سره،دعلماوواوطلباووسره مینه کول،دمجازي مینې مثال لکه دهلکانومینه اویادانجونومینه،خوددواړو ترمنځ توپیر پدې کې دی،په حقیقي مینه کې عاشق غواړي،چې دمعشوقې په محبت کې دځان سره ټوله دنیاشریکه کړي؛خولیکن په مجازي مینه کې عاشق نه غواړي،چې دمعشوقې په محبت کې یې بل څوک شریک اوسارۍ شي اوبل داچې په حقیقي مینه کې سړی اصلاح اودجنت مستحق هم ګرځي؛خودویم ډول مینه یانې مجازي مینه سړی په دنیاکې شرمنده اوداخرت له نیکمرغیو بې برخې کوي.
خوپه بل اعتبار محبت په(۵)پنځه ډوله دی:
۱)طبیعي محبت:دیته وایې،چې لامل یې فطرت اوطبیعت وي.
۲)احساني محبت:دیته وایې،چې لامل یې ښیګړه اواحسان وي.
۳)جمالي محبت:دیته وایې،چې لامل یې جمال اوښکلا وي.
۴)کمالي محبت:دیته وایې،چې لامل یې هنر اوکمال وي.
۵)عقلي محبت:دیته وایې،چې لامل یې ډیر عقل اوهوښیارتوب وي.

ماهم په خپلونیکودعاګانو کې یاد ساتی
ستاسوورور محمدسیدمحمدی


پورتنی لیکنه موښوښه شوه؟
Poll
  •   ولوستل شوه اوهو
  •   نه
15 votes


بسم الله الرحمن الرحیم

اتمه برخه
داولې اودڅه لپاره؟

ددې لپاره چې دالله(ج)دغذابونوپرځای رحمتونه درباندې اووریږي،ترڅوچې لږ ارام اوهوسا ژوندوکړې،ترڅوبه دخپلو ګناهونوله وجې ژوند داسې ستړی اوپریشانه اوسرګردانه په غمونوکې ډوب وي؟
۱-دقرآن په تلاوت باندې همیشه والی وکړه،مؤثرې دوعاګانې اواذکار زده کړه،ځکه دقرآن تلاوت اوفرایض دې دشیطان له مکر اوفریب څخه ساتي.
ضرور دځان داصلاح لپاره یونیک صالح ملګری پیداکړه،ترڅوچې دخیر په کارونو
کې درسره مرسته وکړي اوکه نه نو دیومتشرع،صادق اوریښتني عالم یاد یوه متشرع پیر یامرشد سره دځان داصلاح لپاره بیعت وکړه،چې الله(ج)دې ظاهر اوباطن اصلاح اوپه مستقیمه لاره روان کړي.
هغه ګمراه اوبې لارې اودموراودپلار ازارګټلي پخواني ملګري خامخا ټول هیرکړه،داځکه چې دهغوی سره داړیکوپه درلودلو،دالله(ج)سره داړیکو پرې کولو باعث ګرځي.لومړی دځان په اصلاح کې کوشش وکړه،پرکوم مهال دې،چې کله عقیده کلکه اویقیناً اصلاح شوي بیادهغوی په خړ سیلاب وړل شویو ملګرورحم وکړه.دهغوی دهدایت لپاره کلکه ملاوتړه،هغوی ته نصیحت وکړه،له ګناهونو څخه یې وژغوره،ترڅوخلک یې له اذیت اوضرر څخه بچ شي.
۶-ځان ته یووخت ځانګړی کړه،چې پکې دینې وعظونه اوتقریرونه واورې،ځکه دیني مسایل ایمان قوي کوي اودالله(ج) سره درابطې یوازینۍ لاره ده.څه ناڅه وخت دعلماوواونیکوخلکوسره مجلسونو ته ورکړئ.له بې ځایه مجلسونوڅخه ځان په کلکه وژغورۍ.
۷-له چاسره حسداوکینه مه کوه.هروخت دبدۍ په مقابل کې له نیک سلوک،ښیګړې اواحسان څخه کارواخله،دبل دسپکاوي هڅه مه کوه،په مجلس کې دبل چابدي مه بیانه وه،داخبرې دې ټول وخت ضایع کوي اودپرمختګ مخه دې ډب کوي،زیاراوکوښښوکړه،خپلواهدافوته ځان ورسوه.له خنډونوڅخه مه ویرېږه،
ترڅوچې مسلمانانوته نفعه اوخیر ورسیږي.هغوی ته ارامې ساه اخیستلو موقعه ورکړه،اوښکې یې پاکې،پرهارونه یې ټکور کړه.هوکې ګرانه،باتوره ځوانه!زموږیوازینی هیله هم داده.
۸-دوخت قدرډېر کوه،ځکه وخت ډیر ارزښت لري،سره اوسپین په پیسو لاسته راوړل کیږي؛خووخت نه.چاچې دوخت قدرکړی،الله(ج)دهغوی قدرخامخاکړی، دپخوانیوخلکوتاریخ مطالعه کړه،یوازې مطالعه نه،بلکې له کیسویې خونداوپند واخله،دهغوی په څیرپه ځان کې غوره اخلاق اوغوره صفات پیداکړه.دګاونډیانو له احوال څخه ځان خبر کړه.هڅه وکړه، هڅه وکړه،چې هغوی دبې لارۍ څخه وژغوري.هغوی ته دالله تعالی دهدایت غوښتنه وکړه.
۹-ځونانو!دخپل مسولیت دسرته رسولو لپاره پاڅون وکړی اودحق په لاره کې دمبارزې په دوران کې هرډول خنډونه له خپلې مخې نه لرې کړئ،که هرڅومره په فضا کې داذیت وریځې خیمې ووهي اوکه ستاسې دعمل په ډګرکې دهرڅومره حوادثو اوازمایښتونوباران ووریږي،بیاهم ځوانانو ستاسووظیفه ده،چې دمبارک جهاد په تګ لورې ګړندي ګامونه واخلئ، ترهغې چې داسلام مبارک دین بیرغ داسلامي دولت په سترګو ووینئ،چې عملاً له ټولوبیرغونونه لوړ اوهسک دي.ترڅوچې اسلامي دولت په خپلوسترګو وګورئ،نن دایتیم وطن ستاسې دنوي نسل څخه داهیله لري،چې لوی مسولیت سرته ورسوئ اوداسلامي تمدن په جوړولو کې خپله ونډه ولوبوئ.

۱۰په یاد ولره،چې جنت ته نه داخلیږي،مګرمومن نفسونه.لکه څرنګه چې الله(ج)وایې:ووریږئ له هغې ورځې،چې ګرځول کیږئ(په هغه ورځ تاسې)بیرته دالله(ج)لورې ته،بیابه پوره ورکړل شي،هرنفس ته جزا دهر کړي عمل اوپه دوی به ظلم نه کیږي اوپوه شه،چې ستا مخي ته مرګ راتلوکی ده.له حساب اوکتاب سره به خامخا مخامخ کیږې. په پای کې به جنت یادوزخ:
(وَاتَّقُوا يَوْمًا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْـًٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنفَعُهَا شَفٰعَةٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ)[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 123]
ژباړه:دهغې ورځې له رسوانۍ اوکړاؤنه ځان وژغورئ،چې دالله تعالی لوري ته ورستنیږئ هلته به هرچاته دهغه دکړي نیکۍ یابدۍ پوره بشپړه بدله ورکړل شي اوپرهرهیچا به هېڅکله تیری ونشي.

یاالله ته مو دهغو کسانو له ډلې
وګرځوي،کوم چې په غور سره نصیحت اوري اومتابعت یې کوي. آمین

ماهم په خپونېکو دعاګانوکې یاد ساتی
ستاسوورور محمدسیدمحمدی

نوټ موږ چې کوم معلومات خپره وو دا معلومات له مختلفو کتابونه رااخلم خوزیاته برخه یې (دځوانۍ ساتنه وکړئ)لیکوال ډاکټر مفتی محمد غفور غفوري نه رااخلو اوله نوروڅخه یې هم اخلو.
مه خپه کیږه،دعشق مجازي نقصانات، مکاشفة القلوب،دمومن اخلاق.


Forward from: ولور
ایاله نن بعد دلوی اختر دقربانی مسایل شروع کړو
Poll
  •   هو
  •   نه
65 votes


Forward from: Obaid Apps


Forward from: Obaid Apps
🪧 د ځوانۍ ساتنه

♻️ترتیب: محمد سید محمدي

💻کاریال جوړونکی: عبیدالله غفاري

📎《د ځوانۍ ساتنه 》
یو داسې کاریال ده چې مفت بې له انټرنېټ څخه په انډرایډ 4⃣ ورژن نه پورته ورژنونو کې کار کوي



💎د کاریال ځانګړتیاوې:

🟫کم وزنه
⬛️په لیکنو کې پلټنه کول
🟨دمتن لویول او کوچني کول
⬜️اسانه او لوستلو ته اماده
🟥متن په لسو بېلابېلو لیکبڼو بدلول
🟧د متن رنګ بدلول
🟦د متن کاپي کول
🟫دمتن شریکول په ټولنیزو شبکو کې
🟪ښکلی ډیزاین
🟩پرته له انټرنېټ
او داسې نور


➕که چېرې غواړئ ستاسو له لیکنو. کتابونو.عکسونو.صوتيانو.ویډیوګانو.ویبسایټ او یاهم في ډي ایف کتاب څخه ایپليکېشن جوړ کړو مونږ سره په لاندې ای ډي په اړیکه کې شئ

☎️ http://t.me/obaidkhanghafari

📢 نشرونکې اداره
داسلامی کاریالونو ټولنه

🔘ستاسو دنیکودعاګانو په هیله


1⃣ @obaidapp
2⃣ @pashtoap




تصویرې بڼه سیده که په لیکنه؟
Poll
  •   لیکنه
  •   تصویرې
27 votes


ایا تاسو دموژ له نشراتو څخه خوښـیاست؟
Poll
  •   هو
  •   نه
31 votes


بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدالله موږ چې داچینل جوړکړی یوازی موخه یې دالله تعالی رضااودځوانانو لپاره چې له بدوکارونونه یې منع کول اوهغوی ته دضروري معلوماتورسول ان شاالله موژ اوتاسو دځوانۍ هغه مهمې خبرې چې (ځوانۍ اهمیت دقرآن کریم اوداحادیثو په رڼاکې اوداسې یوڅه نور معلومات و دځانۍ دساتني لپاره)اوس نو همدغه بحث نه بل بحث ته اوړو چې عبارت دی (محبت)نن سباډیرۍ ځوانان په عشق کې ډوب دي نو موژ اوتاسوبه دمحبت ډولونه دمجازي میني نقصانات دعشق درجې اوداسې نور ولولو خوبیابل خوا حقیقي مینه داهغه مینه دچې دموژ اوتاسو لپاره پکې پایده ده اودامینه له الله(ج)اودهغه درسول سره یې موژ اوتاسویې کوو.
راځوبلي برخې ته چې هغه موژ(موټک)نومووپه دي موضوع کې به دموټک بدې دقرآن،اوحادیثو په رڼاکې،او موټک دچاعمل دی (په لومړی ځل چیرته څنګه رامنځته شو)اودطب له نګاه نه به یې هم زیانونه ګورو.
نور هم همديته ورته مطالب به سره مطالعه کوو لکه زنا،لواطت،مساحقت،اوسل ضروري خبري دځوانانو لپاره او مجربي نسخې،اوددي ترڅنګ په زړه پوري واقعی،او…نور مطالب به مطالعه کوو.


بسم الله الرحمن الرحیم
داهم د(7)برخې مطابق ننی برخه کې درته (دحل لاره یې څه ده؟
۱-ای ځوانه!له دعاکولوڅخه ځان مه محروموه.تل دالله(ج)څخه غواړه،چې لارښوونه درته وکړي.هی هی څومره به دې له الله(ج)څخه نافرماني کړي وي.
څومره به دي الله(ج)خفه کړی وي.الله ته ډیر،ډیروژاړه،کني دژړاشکل جوړه وه،چې الله(ج)دتوبه قبوله کړي.
دخپلوګناهونوبښنه غواړه.ددعادقبلیدو وختونه وپیژنه اوبیاترې ګټه واخله.دشپي په دریمه برخه کې دسجدې پرمهال،ځانته دژړاپرمهال،دڅوارلسوسجدودتلاوت په پای کې دعاډېره ډېره کوه.
۲-ای ځوانه!له ټولوهغوڅیزونوځان وزګاره کړه،چې ګناه ته دي هڅوي.یوازې دالله(ج)دخوشحالی لپاره ټولې سندرزې کیسټې،میموري کاټونه،ډیش انتن،تلویژیون،ډیوډي،دیته ورته نور دفاحشي اوعریانې سمان الات که څه هم په کمپیوټراوموبایل کې وي اوپه همدې څیرله انټرنیټ اوفیسبوک ځان لرې وساته؛خوداهغه وخت،چې په حرامو کې یې کاروې.له دې سره سره لوڅ عکسونه،مجلې،ورځپاڼې او…داټول اوس اوس له ځانه لرې کړه.دخپلو هغه ګناهونو په اړه،چې پټ پټ دې ترسره کړي،توبه وباسه.چیرې نه چې پرته له توبې دخدای(ج)لورته ورشې اوخدای مکړه،اوخدای مکړه جهنم اودوزخ ته به لاړشې.هوکې اورم،وایې چې داټول څنګه کیدای شي؟ګرانه!یوازې کلک هوډاواستقامت غواړي.داهم واوره،چې ددي ټولوقربانیوبدله به یوازې الله تعالی درکوي.که چیرې دخپلو معاملو په اړه ځوریږې،همدااوس اوس له هغه تدبیر کوونکي ذات سره سوله وکړه،چې معاملي دې جوړوې اوغمونه دې په خوشحالیو بدل شي. ان شاالله.


7برخه
بسم الله الرحمن الرحیم
ای ځوانه!
هیله لرم،چې ددغې لیکنې په لوستلو
کې بې حوصلې نشې.هوکې مطمین یم،
چې په لوستلو به یې تاته څه زیان ونه رسیږي.
داولې؟؟؟
۱-ځوانان په لوبغالې کې ساعتونه په توپ پسې منډې وهي......خودلمانځه داداکولوتوان نلري،ولې؟
۲-داسلام به کلکه دعوه کوې؛خونورله اسلام څخه بیزاره وي،دلمانځه پریښودونکی لوی ګنهګاردی؛خوهمدغه
مسلمان دلمونځ پابندنه دی،جومات ورته دیوګام به واټن کې نژدې وي؛خوبیاهم دلمونځ کوونکوپه صفونو کې نه لیدل کیږي.اوس تاسوووایاست دچاچې ایمان دومره ضعیف اوکمزوری وي،چې دخپل کور،دوکان،دفتروغیره څخه جومات ته نشي بوتلای؛نودایمان به دې له قبر څخه جنت ته څرنګه بوځي؟سبحان الله
۳-له موسیقۍاوسندروپه اوریدوسره په ځانګړي هوس سره مستي کوې،ځکه چې دشیطان په ملتیاخپریږي،خوقرآن کریم داوریدو هیڅ زغم نه لري،ځکه چې هغه دالله تعالی کلام دی،هغه کلام چې دزړونو شفا،دالله تعالی رحمت اودخلکولپاره هدایت دی ای مسلمانه داولې؟.
۴-دسندرغاړواوفلم جوړونکوبه اړوندپه پوره ډول معلومات لري.دهریونوم دي په زړه کې په یادویاددی،غوښتني اوکړنې یې ټولي درته معلومې دي،اوله هرکړاوکړ(عمل اووینا)څخه یې اغیزمن یې تردې پورې،چې دښځواوزامنوپه اړه یې مالومات لرې؛خودهغه ستر ځواک،دهغه دپیغمبر(ص)په اړه اودخوږواصحابوکراموبه اړه هیڅ معلومات نه لرې،چې داولې؟که پوښتنه درڅخه وشي،د(۱۰یا۱۵یا۲۰)اصحابوکرامونومونه راته واخله؛نوبې ځوابه به پاتې شي؛خودسلونه زیات دي دفلم غاړونومونه اوټیرکټرانواوسندرې درته یاد دي،چې داولې؟
۵-دبېلارې شعرونوکتابونه،ناولونه،مجلې اومزخرف باطل روایت لولې،دسریال هره برخه په ډېرې لېولتیاسره ګورې،کرکټ لپاره خودشپې په نیمه شپه هم له خوبه راپاڅیږې؛خوافسوس په دي،چې یوه شپه دې هم دخپلو ګناهونوله ویري اودهغوی بښلولپاره دتهجدولمانځه ته پورته نشوې اودشپې یوه برخه دې دالله تعالی په عبادت کې تیره نکړه،داولې؟
۶-وعظ اونصیحت خولومړۍاورې نه کله کله چې تلویزیون په پرده یادکمپیوتراوموبایل په سکرین ویني هم زر یې اړوي بیادې زړه تنګون ورته کوي اوکه یې ووینې اویایې واوري؛نوبیاعمل پري نکوې داولې؟؟؟؟
۷-روزانه له دي نه شکایت کوې،چې معاملې اوکارونه مې پر مخ نه ځې.هوکې تر هغه پوري ته دخیر کارونه سرته نه شې رسولی؛ترڅوچې نفس دځان تابع نه کړي اودنفس غوښتنو مخالفت ونه کړې.دالله(ج)خوښۍاوخوشحالۍته پرخپلو خوښیو اوخوشحالیوترجیح ورنه کړې،ګناهونه پري نژدي،الله(ج)حاضراوناظر ونه ګڼې علت یې درته معلوم هم دي؛خوبیادالله(ج)سره روغه جوړه نه کوې،اخر داولې؟؟؟؟
۸-داسې مه وایه،چې دشیطان مخنیوی نشم کولای،ځکه الله(ج)ویلي:چې دشیطان مکراوفریب ډېرضعیف اوکمزوری دی،ته که په ریښتیاوغواړې،کولې شې چې مخالفت ورسره وکړې.ځان ورڅخه وژغورې اوپوه شه چې شیطان نه شي برلاسی کیدای.مګرپه کمزوروخلکو،دالله(ج)څخه په لرې خلکو،نه داسې مه وایه!چې خپل ملګری نشم پیرښودی،ځکه چې له توان اونقصان اوله حقایقویې نه یې خبراوکه خبرشې شایدچې ډیرزرترزره یې پریږدې،
ځکه هغه ستاپه وړاندې ریښتنی نه دي،والله ستالپاره لامل دتباهي اوبربادي دی.پوهیږې اوځواب یې څه دی؟؟؟؟ځواب یې داده:چې تانفس دالله(ج)سره ندی تړلی،دزړه مینه دې له حراموسره ده،خواهشاتواونفسیاتوسترګې درباندې تړلي،ایمان نه لرې اوکه وي،هغه ډیر ضعیف دهاوداخوبنسټیزه قاعده ده،چې په ضعیف ایمان سره دحرامو سره مینه نشي پریښودای،ځکه چې ایمان ضعیف وي.دلته کیدای شي پوښتنه وکړی چې څنګه کولای شوخپل ایمان پیاوړی کړواوله حرامو څخه ځان وساتو؟
ځواب یې ډیر اسان دی،په دې لاندې ټکوکې یې ترلاسه کولای شې.ایاته په ریښتني ډول داهوډ کړی؟؟؟...
ایاته پوهیږې،چې ته دڅه لپاره پیداشوی یې؟ایاته په ریښتني ډول دقبر له عذابه ویریږې؟
ایاته دمحشرله سختیوډاریږې؟
ایادعمل ناموورکول،داعمالوتلل اوپه پل صراط باندې تیریدل دي هیردي؟
ایاکله دې دفکر کړی،چې دوزخ دکومو خلکولپاره پیداشوی؟
ایا تاته چادجنت ضمانت درکړی،چې ته دومره مطمئن اوډاډه یې؟
ته غواړې چې ځواب ترلاسه کړې،ته غواړې،چې وپوهیږي،چې څرنګه له حراموڅخه ځان وژغورې،داکارډیر اسان دی.ریښتیاده،چې کیدونکی هم دی؛خووړاندې لدې زه تاته وایم،چې ته خپل نفس سره یوه شیبه به ریشتني ډول داسې دکم وخت لپاره محاسبه وکړه؟خپل نفس ته ووایه!ای نفسه!ترڅوبه ګناهونه کوې؟ای نفسه!ترڅوبه داسې غافل وې؟حال داچې ته هره ورځ اورې،چې فلانکی مړشو.والله،ای نفسه!څه وجه ده،چې فلانکی په سمه لاره روان دی؟
اوته...ورځ تربلې دهلاکت پرلور روان یې؟نفس ته ووایه،پریږده،چې له الله(ج)
سره اړیکې ټینګې کړم اوکنی الله(ج)زموږ رجوع اواړیکوته ته هیڅ اړتیا نه لري.

یادونه:راتلونکې کې به انشاالله دحلاره یې څه ده.

ماهم په خپلو نیکو دعاګانو کې یاد ساتی.
درنښت:محمدسیدمحمدی

20 last posts shown.

320

subscribers
Channel statistics