رڼا تازه خبرونه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


قدرمنو کتونکو نن سبا جنګ د سوشل میډیا جنګ دی او د دنیا 90% میډیا د دښمنانو امريکی او اسراییلو په لاس ده. دلته غواړو د هغو په مقابل کې یو وړوکې کوشش وکړو. دلته به تاسو هره ورځ تازه خبرونه او تبصرې ګورئ
د اړيکې لپاره
@umarpashto

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


لوی خبر
د سوريه حالات د جولانی له کنټروله بهر کيږي او د لاريون کونکو شمېر ورو ورو زياتيږي


ټاکل شوې چي د جرمني حکومت اسرائیلو ته د وسلو لویه جوپه واستوي
Dec 25, 2024 15:59 Asia/Kabul

پارس تودی- د اشپیګل نشریه صهیونیستي رژیم ته د وسلو د یوې لویې جوپې د استولو لپاره د جرمني د حکومت  د پریکړې خبر ورکړی دی.
جرمني نشریې اشپیګل د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ولیکل: د دې هیواد حکومت په تېرو څو اونیو کې یوه پریکړه لیک تصویب کړې چي له مخې یې صهیونیستي رژیم ته د ۳۰ میلیون یورو په ارزښت وسلې لېږدلو کیږي. د پارس تودی له راپور سره سم، د جرمني دولت له دې مخکې هم د صهیونیستي رژیم له لورې د بشري حقوقو د نقضونې په اړه د نړیوالو اندېښنو سربېره، دغه رژیم ته د کاله د ۱۶۰ میلیون یورو د وسلو د لېږدولو طرحه تصویب کړې وه.
د اشپیګل په وېنا، ټاکل شوې ده چي جرمني د اسرائیلو د مرکاوا ټانګونو لپاره سامان الات نیواکې ټاټوبې ته واستوي.
د جرمني د حکومت د ویاند مرستیالې کریستین هافمن په دې هکله خبریالانو ته وویل: نیواکي ټاټوبو ته وسلو د لېږدلو پرېکړه نوې نه ده او همیشه موجوده وه، لیکن اسرائیلو ته د وسلو په صادراتو باندې د بندیز لپاره کومه پرېکړه نه ده شوې.
رویټرز له دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي و چي په جرمني کې د بشري حقوقو وکیلانو د برلین له محکمې څخه غوښتي وه چي اسرائیل رژیم ته د تانګ ضد درو زرو وسلو د لېږدولو لپاره د دې هیواد حکومت پرېکړه، لغوه کړي.
اسرائیل رژیم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر د میاشتې له ۷ را په دې خوا د غربي هیوادونو په هر اړخیز ملاتړ سره، په غزې تړانګه او باختري کرانې کې د فلسطین د مظلومو او بې دفاع خلګو د وژنې نوې څپه پیله کړې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې، په غزې باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله تر دې دمه له ۴۵ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۰۷ زرو نه زیات ټپیان شوي دي.
د اسرائیل د رژیم خښته په ۱۹۱۷ میلادي کال کې د انګلیس د استعمار له خوا کښېښودل شوه، چي په ترڅ کې یې له مختلفو هیوادونو څخه یهودیان فلسطیني ټاټوبې ته راوستل شول او په ۱۹۴۷ میلادي کال کې یې د موجودیت اعلان وکړ.
له هغه وخت راهیسې، د فلسطین د ولس د نسل د ختمولواو د هغوی د هیواد د لاندې کولو په موخه د عام وژنې مختلف پلانونه عملي شوي دي.
ځینو هیوادونو د ایران د اسلامي جمهوریت په مشرۍ د اسرائیل د استعماري رژیم د منحلولو او خپلو هیوادونو ته د یهودیانو د ورستنېدو جدي ملاتړي دي.


په اتلسو افریقایي هیوادونو کې د امریکا مشکوک فعالیتونه؛ آیا نړۍ باید د یوه نوی ویروس په تمه ووسي؟
Dec 25, 2024 14:27 Asia/Kabul

پارس تودی- د روسیې د یوه جګپوری چارواکي په وېنا، په افریقا براعظم کې د امریکا بیولوژیکي فوځي حضور په چټکی سره په زیاتېدو دی.
د روسیې د وسله والو ځواکونو د بیولوژیکي، کیمیاوي او ایټمي وړانګو د تحفظ د څانګې مرستیال الکسي رتیشچف د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ: امریکا همدا اوس په اتلسو افریقایي هیوادونو کې د عفونتونو او بیا د طبي درملو په وړاندې د ناروغی د رامینځته کوونکو عواملو د مقاومت د ځانګړتیاو د څېړلو لپاره یوه پروژه په لاره اچولې ده. د پارس تودی له راپور سره سم، رتیشچف په دې اړه وویل: دغه پروژه د امریکا د دفاع وزارت د څېړنیزې څانګې له لورې تر سره کیږي.
د روسیې د بیولوژیکي او کیمیاوي تحفظ د څانګې د مرستیال په وېنا جیبوتی، غنا او نیجریه له هغو افریقایي هیوادونو څخه دي چي د امریکا د فوځي طبي مرکز یونیټونه په کښې فعالیت کوي.
د روسیې دفاع وزارت هم اعلان وکړ چي بیلابېلې ناروغۍ چي د امریکا دفاع وزارت یعني پنتاګون ورته ګروهنه ښیي په وبا باندې بدلېدونکې ناروغۍ دي، او د امریکا د درملو جوړونکي شرکتونه ورڅخه عاید تر لاسه کوي.
د سږ کال په لومړیو کې هم د روسیې د بیولوژیکي، کیمیاوي او رادیولوژیکي دفاعي ځواکونو مخکنی قومندان ایګور کایریلوف چي په دې وروستیو ورځو کې ټرور شو، ویلي وو چي امریکا په ټوله افریقا کې د خپلو بیولوژیکي فوځي امکاناتو په پراخولو لاس پورې کړې ده.
 


پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 13:19 Asia/Kabul

د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: پاکستان تېره شپه د پکتیکا ولایت په څلورو سیمو هوایي ببمارۍ کړي، چې په ترڅ کې ۴۶ تنه وژل شوي، چې اکثریت قربانیان ماشومان او مېرمنې دي.
د طالبانو د فاع وزارت هم ویلي وو چې د پاکستان د جیټ الوتکو د بریدونو اکثریت قربانیان له وزیرستان څخه را ستانه شوي کډوال مېرمنې او ماشومان دي.
دغه وزارت ویلي چې ترسره شوی برید به بې ځوابه پرې نږدي، خو دا چې څه ډول او کله به ځواب ورکوي، وخت به یې معلومه کړي.




طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 13:02 Asia/Kabul
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.

طالب چارواکو په یوې خپرې کړې بیانیې کې ویلي چې دغه اقدام د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف ورزي ده او هغوی حق لري د دغه شان حملو پر وړاندې غبرګون وښیي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې دغه شان حملې د سیمې امنیت او ثبات ته تاوان رسوي او هغوی به د خپلې خاورې او حدودو دفاع وکړي.

په دې بیانیې کې همداراز راغلي چې طالبان به ډېر ژر د دغه حملو په ځواب کې اقدامات وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان هوایي حملې زیاتې شوي او دې خبرې په طالب چارواکو او ځایي خلکو کې اندېښنې پیدا کړې دي.


د آذربایجان مسافري الوتکه په قازقستان کې وغورځیده، چې د ډېرو مسافرو د مړیدو سببه شوې لا یې تفصیلات نه دي راغلي
https://t.me/khabroona/4543


که د پاراچنار یوازنۍستره لاره تر ۷۲ ساعتونو پورې خلاصه نه شي،نوټول پاکستان به بلاک کړي
Dec 25, 2024 06:24 Asia/Kabul
که د پاراچنار یوازنۍستره لاره تر ۷۲ ساعتونو پورې خلاصه نه شي،نوټول پاکستان به بلاک کړي
له پرون ناوخت راهسې د پاراچنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږئ او همغږئ په خاطر د پاکستان په اسلام اباد،پنډئ ،کراچئ، لاهور ،فیصل آباد، آزادکشمیر ، جهنګ ، پشمول په لسګونو ښارونو کې پرلتۍ وهل شوي او پرلتۍ وهونکو کسانو اعلان کړی دی چې تر څو دپاراچنار ښار د مظلومو خلکو پرلتۍ وهنې روانې وي ،دوي به هم خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړي.

زمونږخبریال له پاره چنار ه راپور راکړ، د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې د کورمې په پاراچنار کې له شپږ ورځو راهسې پرلتۍ وهونکو سلګونو کسانو د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی چې که تر ۷۲ ساعتونو پورې د پاراچنار پیښور ستره لاره خلاصه نه شوه ،نو په ټول پاکستان کې به ټوله لارې او سړکونه او کوڅې وتړل شي.

په راپور کې وئيل شوي دي له پرون ناوخت راهسې د پاراچنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږئ او همغږئ په خاطر د پاکستان په اسلام اباد،پنډئ ،کراچئ، لاهور ،فیصل آباد، آزادکشمیر ، جهنګ ، پشمول په لسګونو ښارونو کې پرلتۍ وهل شوي او پرلتۍ وهونکو کسانو اعلان کړی دی چې تر څو دپاراچنار ښار د مظلومو خلکو پرلتۍ وهنې روانې وي ،دوي به هم خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړي. دوي دغه راز ګواښ کړی چې که د ټل پاراچنار ستره لاره خلاصه نشي ،نو د دوي دوهم اقدام به صوبائی او مرکزي حکومت مجبوره کړي څو په خود کې شي او پخپلو مسئولیّتونو او دندو عمل وکړي او د پاراچنار د مظلومو خلکو چې له تیرو ۷۷ ورځو راهسې پرې یوازنیۍ ستره هم بنده شوې ده خلاصه کړي او په دغې سیمې کې د یوه انساني ناؤرین د رامینځةکیدا مخه ونیسي.
د پاراچنار په سلګونو وګړو پخپلو پرلتۍ وهلو سره یو ځل بیا ګواښ کړی چې دوه ورځې مخکې بیا د کوزې کورمې په اوچت سیمې کې د وه بې ګناه ځوانان په ډیرې بې دردئ سره وژل شوي او ورڅخه سرونه غوڅ کړئ شوي دي که حکومت په موقعه کوم اقدام کړی وائ نو دغه غیر انساني او غیر اسلامی کار به نه وائ شوی او انسانیّت به ورڅخه نه و ائ شرمیدلی.

داپه داسې حال کې دي چې په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې د پاراچنار د مظلومو خلکو د حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.

په عین حال کې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر سناتور راجه ناصر عباس جعفری چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ائیتلافی لوری هم دی پر عمران خان غږ کړی چې د خیپرپختونخواه صوبې اعلی وزیر ګنډاپور او صوبائي ویندوي بریسټر سیف دې فوری له خپلو دندو ګوښه کړي که نه نو دوی به له دغه ائيتلافه خپله لاره جلا کړي.

د پاراچنار په سلګونو وګړو پخپلو پرلتۍ وهلو سره یو ځل بیا ګواښ کړی چې دوه ورځې مخکې بیا د کوزې کورمې په اوچت سیمې کې د وه بې ګناه ځوانان په ډیرې بې دردئ سره وژل شوي او ورڅخه سرونه غوڅ کړئ شوي دي که حکومت په موقعه کوم اقدام کړی وائ نو دغه غیر انساني او غیر اسلامی کار به نه وائ شوی او انسانیّت به ورڅخه نه و ائ شرمیدلی.

داپه داسې حال کې دي چې په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې د پاراچنار د مظلومو خلکو د حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.

په عین حال کې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر سناتور راجه ناصر عباس جعفری چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ائیتلافی لوری هم دی پر عمران خان غږ کړی چې د خیپرپختونخواه صوبې اعلی وزیر ګنډاپور او صوبائي ویندوي بریسټر سیف دې فوری له خپلو دندو ګوښه کړي که نه نو دوی به له دغه ائيتلافه خپله لاره جلا کړي.


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د امریکا اعتراف: له څو لسیزو هڅو سره په ایران کې د حکومت په بدلون کې ناکام شوي یو.
https://t.me/khabroona/4541


په سورئې کې د وسلوالو ډلو د ړنګیدا او ددغه هیواد په دفاع وزارت کې ئې د یوځای کیدا په سر موافقه شوې
Dec 25, 2024 06:04 Asia/Kabul
په سورئې کې د وسلوالو ډلو د ړنګیدا او ددغه هیواد په دفاع وزارت کې ئې د یوځای کیدا په سر موافقه شوې
تهران ریډیو – د سورئې د وسلوالو مخالفانو له ائيتلاف سره اړونده ډلو ټپلو استازو ددغه هیواد په دفاع وزارت کې ضم کیدا په باب سره موافقه کړې ده .

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړی، د سورئې د وسلوالو مخالفانو له ائيتلاف سره د اړونده ډلو ټپلو نمایندګانو پرون دسورئې د پوځي عملیاتو د ادارې د قوماندان ابومحمد الجولاني په شتون سره یوه غونډه جوړه کړه او په سورئې کې ئې دټولو وسلوالو ډلو ټپلو د ړنګیدا په سر او دغه راز ئې ددغه هیواد په دفاع وزارت کې ددوي دسنبالتیا په اړه سره موافقې ته ورسیدل.

الجولاني له دې مخکې وئیلي وو، ټوله وسلوالې ډلې ټپلې به ړنګې شي او د حکومتي مامورانو پرته به بل هیچا سره وسله نه وي.

په سورئې کې وسلوالو اعتراض کونکو د نومبر په ۲۷ له قدرته د بشار اسد د لیرې کولو په موخې سره خپل عملیات د حلب له جنوب لویدیځ، لویدیدځ او شمال لویدیځي سیمو کې پیل کړل او بلاخره له یولسو ورځو وروسته د دسمبر په اتمه نیټه ئې ددمشق ښار کنټرول هم په لاس کې واخست او بشار اسد هم له دغه هیواده پښې سپکې کړې.

په عین حال کې محمد البشیر رسما د راتلونکي کال تر مارچ پورې د سورئې د موقتي حکومت دپړاویز مشر په توګه مسئولیّت په غاړه اخستی دی. مرهف ابوقصره هم د سورئې د انتقالی حکومت ددفاع وزیر په توګه منصوب شوی دی.


د پاراچنار پیښور ستره لاره دې فوري پرانیستل شي
Dec 24, 2024 14:38 Asia/Kabul
د پاراچنار پیښور ستره لاره دې فوري پرانیستل شي
د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې ګواښ کړی دی ،که دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟

زمونږخبریال د خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې دکورمې ضلعې د پاراچنار سیمې د وروستیو دوه نیمو میاشتو راهسې په بحران د خواشینۍ په ښودلو سره پخپل پیغام کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي په پاراچنار سیمې کې د انساني بحران دحل لپاره دې جدی ګامونه پورته کړي، چرته چې له دوه نیمو میاشتو راهسې په لکونو آبادي د خوړو،درملو او سونګو په څير له لومړنیو ضروروتونو هم محرومه دي او یوازینۍ ستره لاره چې دغه سیمه د پاکستان له نورو سیمو سره نښلوي بنده ده.

د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې ګواښ کړی دی ،که دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟

هغه په عین حال کې د پاکستان پر مرکزي او صوبائي حکومتونو غږ کړی چې په پاراچنار سیمې کې دې د خلکو د ژوند د لومړنیو ضرورتونو د پوره کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي او د ځاي اوسیدونکو د ژوند امنیت لپاره دې د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد کوټلي اقدامات وکړي ، دغې سیمې ته د دخوړو ،درملیزوتوکو او دغه رازم د سونګو پشمول د نورو ضروري شیانو د رسولو لپاره یوازینۍ ستره لاره دې فوري پرانیزي.

آنتونیو ګوتریش دغه راز وئیلي دي ،د ژوند له لومړنیو اړتیاؤ د لکونو خلکو محرومه ساتل د نړیوالو انساني اوصولو او قواعدو خلاف ورزي ده، دپاکستان حکومت ته پکار ده چې د لارو د پرانیستو او د خلکو د ژوند د امنیت دې په هره بیّه تامین کړي او د ترهه ګرو او ورانکارو په خلاف دې سملاسی عملیات ترسره کړي او هر هغه څوک چې دترهه ګرو ملاتړي دي او ورته آسانتیاوې برابروي ، د ترهه ګرو په څير د انسانیّت دښمنان دي . د پاکستان حکومت ته پکار ده ،انساني عظمت او احترام په خاطر دې اقدامات وکړي څو د ځاي اوسیدونکو مشکلات او مصیبتونه تقریبا ختم شي او په نړیواله سویه دې د پاکستان حیثیّت له داغي کولو خوندي وساتي .

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې د کوزې کورمې په هماغه اوچت سیمې کې چې کابو یوه میاشت مخکې ئې په همدغې سیمې کې د مسا فري کاروان په ضد په بوږنونکو حملو سره څه دپاسه سل مسافران چې په هغو کې ان د شپږو میاشتو ماشومان او ښځې هم وې په ډير بې دردئ سره شهیدان کړي او کابو یو سل شپیته کسان نور ئې ټپیان کړي وو، دوه نور شیعیان چې له ټل څخه علی زئ سیمې ته له خپلو اهل سنت ملګرو سره روان وو، ونیول او په بې دردئ سره ئې ووژل او له دواړو ئې سرونه ، لاسونه اوپښې غوڅې کړي او بیا ئې ویډیوئي کلیپونه هم کورنیو ته ورلیږلي دي. چې دغې غیر انساني چارې یو ځل بیا د سیمې حالات ترینګلي کړي دي.
https://t.me/khabroona/4539


په غزه باندې نن سهار وختي اسرائیلو بمباري کړی چې نهه کسان په کې شهیدن او 13 زخمیان شوي دي
https://t.me/khabroona/4538


تهران ریډیو-  امریکا  په سورئې کې دیره ددغه هیواد د پوځيانود زیاتیدونکی ګواښل کیدا په پلمه ، سورئې  ته لازیات پوځونه ولیږدول.
https://t.me/khabroona/4537


ښاغلی جولاني، زه به تاسو ته له پیل څخه ستاسو پلانونه ووایم
🌐 رولا مخلوف
د احمد الشرع(جولانی) په نوم له یوه مېلمه سره د امریکايي پلاوي له کتنې څخه ځینې معلومات په ډاګه شوي:
🔳 د اسراییلو د سرحدونو د ساتنې ژمنه... اسراییل:
احمد الشرع موافقه وکړه چې د اسراییلو د سرحدونو ساتنې ته ژمن وي او د ګولان، حرمون غره یا د اسراییلو لخوا د اشغال شوې سیمې د بیرته ورکولو غوښتنه نه کوي.
🔳 په غزه او لبنان کې مقاومت سره ملاتړ نه کول:
په دې موافقه وشوه چې په غزه کې د فلسطیني مقاومت او په لبنان کې د حزب الله لپاره هر ډول ملاتړ ودروي.

د اسراییلو سره موافقت:

ټاکل شوې ده چې له اسرایلو سره رسمي عادي کول د موافقې په یوه کال کې پیل شي او د سوریې په پلازمینه دمشق کې به د اسراییلو سفارت پرانیستل شي.
🔳 د "هیئت تحریر الشام" تحلیل:
د کمیسیون د منحلولو او په لویدیځه غاړه کې د محمود عباس واک ته ورته د سوریې د واک د جوړولو موافقه.

د وسلو او توغندیو پروګرامونه ودرول.

د توغندیو د جوړولو یا د ریښتیني اردو د جوړولو ژمنې چې د پرمختللي نظامي سیسټمونو پراختیا مخه نیولو سره د اسراییل امنیت تهدیدوي.
🔳 له نصاب څخه د فلسطین د مسئلې لرې کول:
احمد الشرع موافقه وکړه چې د سوریې د ښوونځیو له نصاب څخه د فلسطین مسلې ته هر ډول اشاره لرې کړي.
🔳 د ترهګرو له لیست څخه د احمد الشرع او حیات التحریر الشام نومونه لرې کول
په دغه تړون کې د ټولو نړیوالو ترهګرو له لست څخه د احمد الشورا او د هغه د حکومت د نوم ایستل او په نړیواله کچه د سوریې د مشروع مشر په توګه د هغه د بیا پیژندګلوی شامل دی.
د دې په مقابله کې:
د امریکا متحده ایالات به د تړون د یوې برخې په توګه د سوریې د رژیم د ملاتړ لپاره په کلنۍ توګه لس ملیارده ډالر مالي مرسته وکړي.


ښاغلی جولاني، زه به تاسو ته له پیل څخه ستاسو پلانونه ووایم
🌐 رولا مخلوف
د احمد الشرع په نوم له یوه مېلمه سره د امریکايي پلاوي له کتنې څخه ځینې معلومات په ډاګه شوي:
🔳 د اسراییلو د سرحدونو .....
نور لاندې ولولئ
https://t.me/khabroona/4535


په ځمکې، سمندر او هوا کې هېڅ ځواک پر سپاه پاسداران باندې د برلاسي کېدو توان نه لري
Dec 24, 2024 07:39 Asia/Kabul
په ځمکې، سمندر او هوا کې هېڅ ځواک پر سپاه پاسداران باندې د برلاسي کېدو توان نه لري
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان پر دې خبرې په ټینګار سره چې، په نړۍ کې هېڅ قدرت نشته چې په ځمکه ، سمندر او هوا کې د سپاه پاسداران پر ځواک برلاسی شي وویل : د ایران د اسلامي جمهوریت ځواک له سرحدونو بهر وتلی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قوماندان تورن جنرال حسین سلامي پرون زیاته کړه: زموږ ځواک د ایران له پولو بهر وتلی دی او زموږ ټول دښمنان باید د دې ستر ځواک پر بنسټ خپل محاسبات تنظیم کړي، ځکه چې د دوی لومړۍ تېروتنه به ښايي د دوی وروستۍ تېروتنه وي.

سردار سلامي وویل: د ایران خلک باید د دښمنانو په چلونو او پیچلو طریقو پوه شي، ځکه چې دښمنان غواړي د بدلونونو بار د ایراني ولس پر اوږو دروند کړي او ووایي چې ایران خپل سیمه ایز لاسونه له لاسه ورکړي دي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان وویل : له معنوي او سیاسي پلوه د مقاومت له جبهې څخه هر څومره چې امکان لري ملاتړ کوو، خو هغوی زموږ په څېر خپلې وسلې برابروي او پخپله وسلې جوړوي.

سردار سلامي یادونه وکړه: صهیونیسټي دښمن فکر کوي چې په غزه کې د ښځو، ماشومانو او بې وسلې خلکو په وژلو سره بریالی شوی دی، خو حقیقت دا دی چې نن صهیونیسټان د پخوا په پرتله ډېر په ویره کې ژوند کوي، دوی اندېښمن او په کړکېچ کې دي او د راتلونکي لپاره روښانه لید نه لري.


ایران او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
Dec 24, 2024 07:42 Asia/Kabul
ایران او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د شمال - جنوب ستراتیژیکې لارې د چټکتیا او بشپړولو پر لارو چارو ټینګار وکړ.

مسعود پزشکیان پرون په تهران کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ویتالي ساویف سره په کتنه کې وویل: ایران د تهران – مسکو ترمنځ د اورګاډي د موافقې پر احکامو عمل کوي او روسیه کولای شي د دغې لارې د نقشې په جوړولو او د دغه تړون د اجرا لپاره کار پیل کړي.

پزشکیان څرګنده کړه: د ایران حکومت د دغې موافقې پر اجرا باندې ټینګار کوي او د ایران د سړکونو او ښار جوړولو وزیر د دغې موافقې د تعقیبولو دنده پر غاړه لري.

په دغه کتنه کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال هم د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو ورځو کې روسیې ته سفر وکړي او ویې ویل: مسکو د دغه سفر او د هغه د خبرو اترو او موافقو لپاره ځان چمتو کوي.

د روسيې د لومړي وزير مرستيال څرګنده کړه: تمه ده چې د رشت-آستارا د اورګاډي د تړون په عملي کېدو سره به، په لومړي پړاو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ١٥ میليون ټنو مالونو د لېږد ظرفيت ته ورسېږو.


سردار سلامي: د مقاومت له جبهې څخه تر خپل پوره وسه ملاتړ کوو
Dec 24, 2024 10:58 Asia/Kabul
سردار سلامي: د مقاومت له جبهې څخه تر خپل پوره وسه ملاتړ کوو
پارس ټوډی – د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې خبرې ټینګار سره چې د نړۍ هیڅ قدرت نشی کولای په ځمکه، سمندر او هوا کې د انقلاب په سپاه پاسداران ځواک باندې برلاسی شی، وویل: د ایران د اسلامی جمهوریت قدرت له پولو هم وتلی دی.

سردار حسین سلامي له الهي قدرت سره د سپاه اړیکه، د دغه ځواک د توانمنۍ او ماتې نه خوړو اصلي وجه وبلله او زیاته یې کړه: زمونږ قدرت د ایران له سرحدونو وتلی دی او ټول دښمنانو مو باید خپل محاسبات د هم دغه ستر قدرت مطابق برابر کاندي ځکه چې ممکنه ده د هغوي اولنۍ تیروتنه، وروستۍ غلطي ثابته شي.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، جنرال سلامي پرون د سپاه د لمانځه تر عنوان لاندې د دویمې سرتاسري غونډې د پاې په دستورو کښې وویل: د ایران ولس باید د دښمنانو په پیچلو طریقو او چلولونو پوه شي ځکه چې دښمنان غواړي د بدلونونو دروند بار د ایران د ولس په اوږو ورواچوي او ووايي: «ایران خپلې سیمه ایزې مټې له لاسه ورکړې دي».

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې فلسطین لاهم ژوندی دی، وویل: د مقاومت له جبهې څخه له معنوي او سیاسي نظره تر زیات نه زیات ممکنه حده ملاتړ کوو خو هغوي خپلې وسلې، زمونږ په شان په خپله تامینوي او په خپله وسلې جوړوي».

سردار سلامي یادونه وکړه چې صهیونیسټي دښمن فکر کوي چې په غزه کښې د ښځو او ماشومانو او د بې وسلې کسانو په وژلو سره کامیابۍ ته رسیدلی دی خو حقیقت دا دی چې صهیونیسټان نن سبا له پخوا په ډیره پریشانۍ کښې ژوند تیروي او له بندون سره مخامخ شوي او د راتلونکي لپاره هیڅ روښانه پس منظر نه لري.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان همداشان د سوریې بدلونونو ته په اشارې سره وویل: دا چې صهیونیسټي دښمن د بې دفاع او بې وسلې سوریې یوه برخه نیسي، آیا د هغوي کومه ستونزه هوارولی شي؟ هغوي په دې کار سره د مسلمانانو لاسونه خلاصوي او د مؤمنو مجاهدانو لپاره د یو بل جنګ لاره پرانزي، آیا صهیونیسټان کوې شي چې د دغه سپيڅلي قهر او سختې غصې او د مقاومت په جبهې کښې جهاد ته د ګروهنې په وړاندې خوندي ژوند ولري؟ آیا هغوي په یو غصب شوي کور کښې قرار ژوند کوې شي؟

هغه په پاې کښې په ټولنه کښې د لمونځ قائمولو ته په پام سره زیاته کړه: که وغواړو چې لمونځ په میدان کښې وښایو، کافي ده چې د غزې ډګر ته ځیر شو چې فلسطیني ماشومان په الهي آیتونو سره خبرې کوي، د حزب الله اولادونه د اور په مینځ کښې په دغو سختو حالاتو کښې بریالي شول او اسرائیلو ته یې ماتې ورکړه او پياوړي شول.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې څخه راهیسي پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملو له پیله تراوسه ۱۴ زره او ۵۰۰ فلسطیني ماشومان په شهادت رسول شوي دي


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
امریکا د بشارالاسد حکومت د ړنګیدو په موخه د وسله والو ډلو څخه ملاتړ وکړ

20 last posts shown.