ایران او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
Dec 24, 2024 07:42 Asia/Kabul

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د شمال - جنوب ستراتیژیکې لارې د چټکتیا او بشپړولو پر لارو چارو ټینګار وکړ.
مسعود پزشکیان پرون په تهران کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ویتالي ساویف سره په کتنه کې وویل: ایران د تهران – مسکو ترمنځ د اورګاډي د موافقې پر احکامو عمل کوي او روسیه کولای شي د دغې لارې د نقشې په جوړولو او د دغه تړون د اجرا لپاره کار پیل کړي.
پزشکیان څرګنده کړه: د ایران حکومت د دغې موافقې پر اجرا باندې ټینګار کوي او د ایران د سړکونو او ښار جوړولو وزیر د دغې موافقې د تعقیبولو دنده پر غاړه لري.
په دغه کتنه کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال هم د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو ورځو کې روسیې ته سفر وکړي او ویې ویل: مسکو د دغه سفر او د هغه د خبرو اترو او موافقو لپاره ځان چمتو کوي.
د روسيې د لومړي وزير مرستيال څرګنده کړه: تمه ده چې د رشت-آستارا د اورګاډي د تړون په عملي کېدو سره به، په لومړي پړاو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ١٥ میليون ټنو مالونو د لېږد ظرفيت ته ورسېږو.