جالب عمومي معلومات


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دیني، خبري، ادبي، ټيکنالوجي، تفريحي، سپورټي، او نور ډیر په زړه پوري او جالب معلومات
له مونږ سره یوځای شی

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


نوکر ډېر زیات تابعدار او منونکی و، مالـک ترې خوشحاله شو او په تنخوا کې یې پنځه روپۍ ور زیاتې کړې، خو د نوکر په تابعدارۍ کې هېڅ فرق رانغئ او په سم ډول یې له مالک څخه مننه هم ونه کړه.
مالک سخت په غوسه شو، چې ما د ده تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې او ده آن له ما څخه سمه مننه هم ونه کړه، نو هغه وو، چې بېرته یې د نوموړي له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې.
د نوکر تابعداري بیا هم هماغسې وه او د تنخوا په کمېدو یې مالک ته هېڅ شکایت او ګیله ونه کړه.

مالک هغه را وغوښت او ورته یې وویل:
ډېر عجیب انسان یې، ما ستا په تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې، بیا مې بېرته کمې کړې، خو په تا کې هېڅ بدلون رانغئ، آخر ولې؟
نوکر وویل:
تاسو لکه چې پر خپل ځان د رزق ورکوونکي ګومان کړی......
زما زوی پيدا شو، په سبا یې تاسې زما تنخوا پنځه روپۍ زیاته کړه، نو زه پوه شوم، چې الله پاک راته د زوی له راکولو سره، سره د هغه رزق هم راکړ، پس د هغه شکر مې ادا کړ، بیا چې په کومه ورځ تاسې زما له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې، نو په هغه ورځ زما مور وفات شوه، فکر مې وکړ، چې مور مې له ځانه سره خپل رزق هم یووړ، نو بیا مې هم د الله پاک شکر ادا کړ او مطمئن شوم.
مالک په ژورو فکرونو کې ډوب شو، نوکر هم لږه شېبه خاموش و، بیا یې ژوره ساه واخیسته، سر یې را پورته کړ او مالک ته یې داسې وویل:
صیب! دا د رزق او روزۍ فیصلې په کوم بل ځای کې کېږي، انسانان خو بس یوازې د یو بل لپاره اسباب جوړېږي، نه رزق ورکوونکي.

ژباړه: Abid Mohmand

که غواړئ، چې لا ډېرې ښکلې لیکنې، زرینې ویناوې، له عبرت نه ډکې کیسې او جالب معلومات ولولئ، نو زه مونږ فیج یا صفه درسره لایک کړئ.
T.me/malomat808


جالبه ده
👇👇👇👇👇👇


#معلومات

ویل کېږي چې په مرغانو کې ترټولو کم عقل کارغه دی ، کله چې دکارغه بچي پیداشي نو ښکاره ده چې بڼې پرې نه وي او یوازې سرې غوښې وي ، نو دی فکرکوي چې دایې بچیان نه دي ، هماغه وي چې له خپلې ځالي بل لور ته ولاړشي ،دامهال نو دده کوچني بچي یوازې پاتې شي ، نو الله تعالی ددوی په ججوري کې یوډول غوړ( وازګه )پیداکړي چې بوی یې ترلرې لرې سیمو ورځي ، نو کله چې ماشي اونور واړه حشرات دغه بوی وویني نومستقیم همدې ځای ته راشي ، دلته خو د کارغه بچیانو هسې هم خولې وازې نېولي وي ، نوحشرات سیده ددوی خولې ته لاړشي .پدې قسم الله تعالی دوی ته روزي ورکوي .
کارغه چې څوورځې وروسته بېرته خپلې ځالې ته ستون شي اودخپلو بچیوتازه تورې بڼې وویني نوبیا یقیني شي چې دایې بچیان دي اوبیایې پالنه شروع کړي .
نو رزق الله ورکوي او نه ښايي چې دیوې مړۍ لپاره بندګانو ته سجدې وکړئ ،هسې نه چې دواړه جهانونه مو خراب شي.
@malomat808


وايې هر رومي عسکر ګومان کاوه چې په يوه منظره وتلی !
دوی فکر کاوه چې يوڅو صحرايې بې سوادانو ته د غوږ پېچلو لپاره په لاره دي!
دوی پوهيدل چې شمېر يې دوه سوه زره (200000) دی او په دې هم خبر و چې مقابل طرف د کليو او بانډو لښکر يې يواځي ديرش زره (30000) دی!

خو ناڅاپه له يوې معجزې سره مخ شول!!

د کليوالو نه يواځي سل نفره را جلا شول, نور يې شاته منظم د منظرې په نيت ودريدل , همدغو سلو کوچيانو د روم دوه سوه زريز لښکر له سهاره تر ماښامه داسي وټکول چې هرڅه يې ورته ګډوډ او د هغوی ټول اټکلونه يې له خاورو سره خاورې شول!

ايا پوهېږو چې په دې سلو غازيانو کې څوک و?!

په دوی کې خالد بن الوليد , زبير بن العوام, قعقاع بن عمرو , مثنى, مالك الأشتر , فضل بن العباس, عبد الرحمن بن أبي بكر , هاشم بن عتبة, عكرمة بن عمرو, مقداد بن الأسود, ضرار بن الأزور, شرحبيل بن حسنة, عياض بن غنم .. چې يو يې په زرو شمار و…#ع
رضي الله تعالی عنهم
@malomat808


*په کازان ښار کې دقلعه شریف جومات، دا په روسیه کې دوهم لوی جومات دی.*
*دا په 1996 کال کې دسعودي عربستان او متحده اماراتو په لګښت جوړ سو چي ډیرخلګ دسیل لپاره هرکال دمختلفوهیوادونو سخه دننداری لپاره ورته راځي.*
@malomat808


جالب او عجایب!

اوناګادوري Onagadori:

اوناگادوري 尾長鶏 د جاپانۍ ژبې لفظ ده، معنی یې ده، د اوږدې لکۍ والا چرګ، دا د چرګانو یو داسې نسل دی، چې لکۍ یې ډېره زیاته اوږده وي.
ساینسي نوم:(Gallus gallus domesticus)
جغرافیایي حدود:
د چرګانو دا حیرانونکی نسل د جاپان 🇯🇵 په شکاکو Shikoku نومې جزیره کې ډېر پیدا کېږي.
د اوناگادوري نسل چرګ 1.8 او چرګه یې 1.35 کلو گرامه وزن لري.
او د لکۍ اوږدوالی یې له 1.5 مترو څخه 2 مترو ته رسېږي.
د دې نسل د یوې جوړې قیمت 2800 امریکايي ډالر دی.

@malomat808


بیت المقدس بیګا شپه
څه یوه عجیبه نظاره لري
رب دې د اغیارو له تسلطه ازاد لره
@malomat808




دیني، خبري، ادبي، ټیکنالوجي، تفريحي، سپورټي، او نور ډیر په زړه پوري او جالب معلومات
له مونږ سره یوځای شی
@malomat808


بسم الله الرحمن الرحیم

10 last posts shown.

157

subscribers
Channel statistics