پښتو شعرونه pashto sherona


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


له ټولو محترمو حماسي شاعرانو او لیکوالانو نه هیله کوو چې په دې چینل کې راسره ګډون وکړي او نشریات یې جاري وساتی
https://t.me/pashto32
@pashto32
د تبادلې رابطې
@SyedHussam2

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter






د شریعت ږغ راډيو په وياړ د تاند اديب سيدحسام هاشمي څو نازولي کرښي

د مؤمینو زړو صدا شریعت ږغ ږغ ږغ
د حق بيتـو التـجا شریعت ږغ ږغ ږغ

اواز قاری علامحمد اسير صاحب


https://t.me/AlhikmatNaat




ستـادهجـران شیبـی لامَـل دی لـه کاروانه سره
پـه زړوکـی پـټ سـاتـی دردونـه لـه ارمانه سره

آواز شهید أستاذ حامد متوکل تقبله
شاعر عَـــزّام

https://t.me/mjmuzammil


Forward from: قاري ملامحمدجلات مزمل
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د حقاني.ميډيا مسؤلین او همکاران، د روان فتوحاتو او د دښمن د ماتي مبارکي ټولو ته وایی...
امابعد، د دښمن لخوا په څو څو ځله حقاني.ميډيا په فیسبوک ټلګرام کې بلاک شول، خو! ان شاء الله مونږ خپل مرال د لاسه نه ورکوو او ستاسو مخلص او متدین مجاهد ملت په مرسته به خپل نشریات بیا شروع کړو لینک درسره نشر کړی او نور ملګری مو هم خبر کړی
جزاکم الله خیرا
ستاسو د نیکو دعاګانو په هیله


حقاني.ميډيا تاسو له حقائقو خبروي👇

https://t.me/HaqaniMedia12




زړګیه ګوره هر سړي ته قدر؛ مه ورکوه
څوک چې په قدر نه پوهېږي صدر؛ مه ورکوه

هغه چې پت لري عزت او انانات ولري
هغو ته هېڅ کله په ژوندکې غدر؛ مه ورکوه

څوک چې په قدر دقادر په مینه قدر نکړي
هغه ته یو ذره لقب دبدر؛ مه ورکوه

څوک چې په ژبه لاالٰه په زړه لیلا یادوي
ډېر پام کوه ورته درمیې مدر؛ مه ورکوه

دلته څوک هم شته چې عسلوکې صَبِر ورکوي
پام کړه هر چاته اعتماد دپدر ؛ مه ورکوه

طالب مُخبِته!راز دزړه همداسې زړه کې ساته
دلته جدار خبرې کړي نوم جدر؛ مه ورکوه

#مولوي مخبت زنداني




.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

کسر

خدای بللی یم لقاء ته غـــــــاړه راکــــه شهادته
په سرو وینو مي ګلګون کړه په ما وکړه عنایته

آواز: سيد حکمت الله ریحان
شاعر: سید حسام هاشمي صیب

#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


Forward from: عبیده مظهري
پــــه دې څو ورزو کــــې جانانه خفه کیږي به نه
زمـــا مظلــــــــــــوم افغانستانه خفه کیږي به نه

بس شکر کانده امتحان کې چې سر لوړی شولې
خیر کـه نیم ژوانـدی يې ارمانه خفه کیږي به نه

خـړه کیږدۍ دې نــړۍ وال په رسمِېت پیژني
پــــه ژړا لونــــد څیري ګریوانه خفه کیږي به نه

ته لږ څه صبر شـــه یو څو ککرۍ نور درځار شي
شي بــــه حاکم پـــر ټول جهانه خفه کیږي به نه

درتـــه سنبول بــه د یــو والي خامخا را درومي
نن در پـــــــه در پښتونستانه خفه کیږي به نه

د ژونـــــــد عجیبه افسانــــــې دې یاره وزمایلې
که تــــــــور ایره شوي مسلمانه خفه کیږي به نه

پــــه غرو رغو کې دیـــــــــن لپاره عبیده مظهري
له سوي اه دې شـــــــــم قربانه خفه کیږي به نه

#عبیده مظهري


ستادسترګوشاعر
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانومینوالو! په دې چینل کي به تاسوته خپل مات اوګوډ شعرونه وړاندي کوم هیله ده چي په چینل کي راسره ملګري اوپه نشرولوکي یې مرسته راسره وکړئ ترڅو په دې کوچني خدمت کي راسره شریک شٸ۔

والسلام
https://t.me/zakirzalandAshna


Forward from: عبیده مظهري
په کــــــور پاتــــــې ناوکېو؛ دې پام ساته
دیتــــــــــــیـم پـــه اسویلېو؛ دې پام ساته

په قرا قرا دې هر قـــــــدم مظبوط کږده
رنګ پــــــــــه وینو شازلمېو؛ دې پام ساته

د فاني دنـیا څـــــــــــــو ورزې دي تیریږي
پــــه وریت شوؤ پــــر ګنېو؛ دې پام ساته

میم؛ زر ؛ما؛ کې چــــــې لاهو نشي جانانه
تر سحاره پـــــــــــه سلګېو؛ دې پام ساته

ابدي کـــــــور قبرستان درنــــه هیر نشي
مجاهــده پـــــــــــــه زړګېو؛ دې پام ساته

هر کـــــوڅه کـــې د شهیدو وینو څاڅکي
لـــو لپه پـــــــــه ګل غوټېو؛ دې پام ساته

د زرې؛ زرې ؛ حســــاب کتاب بــــــه کیږي
لــوي منزل پــــــــه تاریکېو؛ دې پام ساته

لــــــه رڼو اوښکو خالـي دې سترګي نشي
عیش نوش او پـــــه سیالېو؛ دې پام ساته

د مظلوم ازار تــــــر عرش پـــه بیړه رسي
په نـــــري تــار بــــــــاریکېو؛ دې پام ساته

د غرور لمن تــــــــه پام چې ګـــــزار نشي
پس له مرګه پــــــه سختېو؛ دې پام ساته

نصرتونه د الله ﷻ دي تــه هیـڅ نـــه یې
پـــــــه راغلو قـــــــــــربانېو؛ دې پام ساته

تور پړونی د وحشت پــــــــــــه زنځیرونو
پـــــه ولچک او هــــــتکړېو؛ دې پام ساته

فکر؛ ذکـــــــــر دې دراز کـــــــــړه لکه نهر
دریابو کې پـــــــــــه ماهېو؛ دې پام ساته

د عمر تاریخ ژونـــــــدی ســـــــاته جانانه
پـــــــــه معصـــومو چیلکېو؛ دې پام ساته

عبیده مظهري هیر چـــــــې درنـــــه نشي
رانه پاتي پـــــــــــــــه غمېو؛ دې پام ساته

#عبیده مظهري


وَ قاتِلُوهُمْ حَتَّي لا تَکُونَ فِتْنَةٌ وَ يَکُونَ الدِّينُ کُلُّهُ لِلَّهِ

محترمو ملګرو دلته به تاسو ته زموږ ترانې نشريږي
ستاسو دهمکارۍ په هيله

نوټ

دا زما اصلي چینل دی
https://t.me/joinchat/AAAAAE5cz7mpdpCqBXkV0A




《 د قندز غميزي ته 》

غــم دي لـه زغــم نه شو برون قندزه
چي شو په سرو اورو دي یـون قندزه

لکه غاټول سُنبل ریحان ماشومان
ځي ستا له غیږي نه ګلګون قندزه

هَدَر به نه شي ستا معصومي ویني
زلمو دی کړی پیوستون قندزه

کاش چي ها ستا فاتح نن هم ژوندی وای
بیا بې در کړی وای ژوندون قندزه

په لر او بر کي مسلمه اُمت شو
دا ستا په حال باندي مَحزون قندزه

یوازي ته نه یې په سرو لمبو کي
فراه وه ستا پر حال پرون قندزه

دا بې ضمیره بې وجدانه باچا
ولئ تړلی لا زبـــــون قندزه

تر سترګو نم له زړه یې ویني څاڅي
حُسَام دی ستا په حال شواخون قندزه

سیدحسام هاشمي



ګلان یتیمان
۲۰۲۰/۳/۲۹
ګوره هېر نکړې دا ګلان یتیمان
دګران شهید خواږه بچیان یتیمان

دشفقت لاس دې راکاږه پرې تل
چې درنه ونکړي خفګان یتیمان

دیني تَعلِیم او تَعلُم پرې وکړۀ
هم ترېنه جوړ کړه حافظان یتیمان

ورباندې زده کړه ښه عصري تعلیم
ترې ساینس پوهان ښه خادمان یتیمان

درنه محروم دژوند ناوُل کې نشي
دا سر ببر څیرې ګرېوان یتیمان

وي مستقبل به اِمامان دخلکو
هم به ساتونکي دقرآن یتیمان

زمونږ دهېلو ارمانونو غوټۍ
خدایهﷻزر ګل کړۀ په جهان یتیمان

طَالِب مُخبِته! په دُعاو کې تل
بې برخې نکړې ماشومان یتیمان
@mulamukhbetzidany


Forward from: ستوری د ادب په لمن کې
له عدمــه تر عدمــه څـه ژونــدون دی ،
خو ، ګناه سره بیا څـه عظیم تړون دی !

حسام




❤️ښکلې او رنګینه دیکلومه❤️

عنــوان ئې👇

💟 ټپـــــــــی ټپـــــــي هیـــــــواد 💟

🎙 محــترم ☜ وحیــــدي جانان 🌺

📖 محتــرم ☜ حقیــــار مطـمئن 🌺

↪★ اوریدل یې مــه هیـــروئ ★↩


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

د قدر وړ مینوالو!
دلته به تاسو ته خپل ویل شوې ترانې، شعرونه، همدا راز نور معلومات شریکوم
هیله ده چې راسره پاتې شئ!

ورور مو قاري وحیدالله وحیدي جانان

https://t.me/joinchat/AAAAAFkaqQkGQOKq5wVniQ

20 last posts shown.

344

subscribers
Channel statistics