ریحان اخندزاده


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


💔اللهم جعل ابي وامي رفقاء نبیک فی الجنة💞
راسره یو ځای شی ګلونو،
کله نا کله به خپل مات غزلونه درسره شریک کوم.

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


زړۀ یی پۀ تا پسې تړلی دی پۀ تا مئینه
دا د عمر د زړۀ ټوټۀ ستا پر ښکلا مئینه
.
مونږ خو پۀ تا دی زړۀ تړلې پۀ تا نه یو خبر
چی هئ مغروري آزادۍ تۀ یی پۀ چا مئینه؟
.
تۀ مو اتل یی لمر په دوۀ وو ګوتو نۀ پټیږي
اي پر اسلام،وطن،ملت،سنګر،غزا مئینه
.
د جهاد صف پۀ تا پیاوړې دی ودان هم دی
د غنمرنګ سکیل پۀ ساز او پۀ درزا مئینه
.
د پښیمانۍ په اوښکو پرېوۀ دا سر کشۀ زړګۍ
رب راضي کیږي ستا پۀ عجز او ژړا مئینه
.
زۀ یی ریحانه په دی خړي قوارې مین یم
خړۀ حجرۀ مي هم ښه سخته دۀ پۀ ما مئینه

نیمګړتیاوي معاف
ریحان اخندزاده




غزل

رنځور زړګی مي ستا د میني اور کي ګیر پاتۀ دی
لکۀ ماشوم پۀ نړیدلي کور کي ګیر پاتۀ دی
.
د مظلوم زړۀ فریاد مي هیڅوک اوریدلای نشي
ستا د ظالمو خوږو سترګو تور کي ګیر پاتۀ دی
.
یو څوک دي ستړي تنهایي له ژوندۀ ستړی کړلو
یو څوک دي ګلۀ پۀ څپاندۀ شور کي ګیر پاته دی
.
یو ورځ بۀ پاڅي له دروند خوبه د نړۍ غیږی تۀ
زړګی مي لا ستا د عشق کوه طور کي ګیر پاتۀ دی
.
د دې وطن،او هیوادوالو پور تۀ هیڅ نۀ لري
مزدور افغان د خپل ظلمونو پور کي ګیر پاته دي
.
د خپل غرور په تکل مست او خونړۍ ځواک دی چی
نن د خپل کبر او غرور په زور کي ګیر پاتۀ دی
.
هی نو ریحانۀ هغۀ زړۀ بۀ توري خاوري نشي؟؟
چي د جانان د بیلتانۀ تنور کي ګیر پاتۀ دی

@Rehanullah


نن شپۀ خو جمعۀ هم دۀ،
دورد شریف مۀ هیروئ زړونو.
ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ


نعت شریف


ترنم...حافظ عزیزالله حیدري
شعر...ریحان اخندزاده


او نو الله مو راولۀ
اختر مو بیا هم بختور شۀ،
مجاهدینو، دشهیدانو کورنیو،زنداني مجاهیدنو،ټپیانو،مظلوم، مخلص او مجاهد ملتۀ نیکمرغۀ اختر مو مبارک شه روژې،تراوې،صدقې ټوله فرضي او نفلي عبادات مو د الله جل جلاله عالي دربار کي قبول او مقبول وګرزه او کړي نقصانات دي الله جل جلاله په خپل رحمت،عظمت او شفقت راته معاف کړي.
جنتي شئ

مبارکي خو اوږدۀ نسوۀ😉
بس نو خو خوشحالي دۀ اختر دی😊

ستاسو کشر ورور ریحان


د غیږي روغبړ به بیا ورسته وکو😉


د روژې اخري شپی او ورځي دي،
په دی هیله چي په دغه اخره کي مي
په خپل خاصو دعاګانو کی هیر نکړئ.
ستاسو د نیکو او خاصو دعاګانو محتاجه
عاصی ریحان




Video is unavailable for watching
Show in Telegram
لساني مطبوعاتي جهاد


نوی عامه ترانه

په محبت باندی کلگون په اورکی وکڔیدم
لکه بلال د خپل جنون په اور کی وکڔیدم

آواز/جلالی منصوری
شاعر/ریحان اخندزاده


رسول الله ﷺ بۀ پۀ آخرو لسو شپو کي د نورو شپو پۀ پرتلۀ پۀ عبادت کي زیات کوشش کوی.مسلم


لاندي د وحدت تر سیوري...اوسي اسلامپال امارت
د فولادي عزم څیښتن،،، د غرو په مثال امارت
.
ځنـګوي ناصر څښتن ته،،،، اوښکي پر بڼو د عجز
نن یی کړه مغروره نړۍ ... ځانته په توبو د عجز
تورو تاریکــو لــره ... وړانګي د هلال امارت
.
توره د عمر امارت ... ښکاري لکه لمر امارت
د هر ابوجهل به نور ... وهي دلته سر امارت
باسي به ریښی د فساد ... ښه په لوړ مرال امارت
.
ماتي دجالي لښکري ... پښی به سپکوي لښکري
رب پری بریمنې کړه نن... شکر هیبتي لښکري
د ثالث عمر د ارمان ... سخت دی مینوال امارت
.
توره نظامي شمله دي ... ځار شمه بیخي طالبه
وه د مبارکو حـــورو ... ګرانه جنتي طالبه
د ریحان د سترګو یخني ... په هر څه سمبال ارمات




طنز غزل

د زړۀ ښار تۀ چي لاړمۀ د خیال پۀ موټرګاټ
ته سپور وې وۀ جانانه د جمال پۀ موټرګاټ
.
ښۀ! ستا بۀ مي پر سترګو د مخ وړانګي بریشیدلئ؟!!
کۀ تللي په چکر وې د هلال پۀ موټرګاټ
.
غماز بۀ لکۀ سپی تر ډیره ډیره راپسی وي
او زۀ بۀ ګرزومه انډیوال پۀ موټرګاټ
.
پۀ کلي کي جنئ وۀ ورکۀ شوې خو صاحبه!
وو بحث شروع کړئ کلیوال په موټرګاټ*
.
یو کار وکړۀ تور مخي، ته دي مور او پلار رضا کړه
چي زیرۍ دي قاصد راوړي مثال په موټرګاټ
.
دیدن ته دي رازمه ای پۀ دغه بهـانه خو
کني نو کم ځوي مړئ کوي سوال په موټرګاټ؟؟؟؟
.
مزي کوۀ دۀ یار وۀ شاته ناست یی ملا ریحانه
وهی دي تور پيکې نرې شمال په موټرګاټ

ریحان اخندزاده

*هغه مشهوره ټوکه چي په کلي د ګاونډي لور ورکه سوی وه...


دا حالات، دا رڼا ورځ، دا آزادي
پخلا شوي ده خفه ستا آزادي
کابل ستا په انتظار دی بیا عمره
خو ته نه یی ای ثالث ملا عمره
.
ستا ارمان ستا امارت نن نړیوال دی
راخــتلی د تاریخ غیږ کي هلال دی
هر وګړی یی د ستوري په مثال دی
ملا عمر یی د تندي په مینځ کی خال دی
.
ته په بنی اسرائیلو کي موسی شوې
ته وه سِحر ماتولو ته عـصــاء شوې
ته دې تورو تورو شپو لره ړڼا شوې
ابابیل شوې ملا عمره جند الله شوې
.
ته شوې زهر د باطل مرۍ کي تېر شوې
د حق سیورې شوې د دنګ چنار پڅېر شوې
ته د وخت د عادلانو څخه شمېر شوې
لا مو یاد یی چا ویله چی مو هېر شوې؟
.
ته موضوع د محبت د سپین کتاب یی
ته بابا ددغـــه نــوی انـقــلاب یی
خیر که نه یی خو په هر څه کي حساب یی
زه ریحان یم ته مي زړه کي سور ګلاب یی

اخندزاده


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
راتاو شي له بڼو اوښکي مزل کوي په ورو اوښکي
هجران دي په مخ کړيمه له سترګو ځي په غمو اوښکي

اوازونه: انس حيدري او
مولوي حکمت الله حاکمي
شاعر: ريحان اخندزاده

یوټیوب
https://youtu.be/k_rHZbDKGf4


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

راتاو شي له بڼو اوښکوي مزل کوي په ورو اوښکي
هجران دي په مخ کړيم له سترګو ځي په غمو اوښکي

غږ. انس حيدري
مولوي حکمت الله حاکمي
شاعر. ريحان اخندزاده

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa





20 last posts shown.

616

subscribers
Channel statistics