دا چي وطن کې مي بل اور دی دغه ستا د لاسه
چي یې وران شوی کلی کور دی دغه ستا د لاسه
د چا بچي شهید د چا بیا باباجان شهید دی
د چا زړګی او د چا ورور دی دغه ستا د لاسه
څوک په طالب وژنې او څوک یې بیا په مرسته وژنې
دا قتلِ عام چي په هر لور دی دغه ستا د لاسه
ور په كي شور وو د بلبلو او ګلان ټوکېدل
داچي ګلشن اوس سوی سکوردی دغه ستا د لاسه
دلته د میني ورورولۍ تخم کرلی وو موږ
اوس چې نفرت په هر خوا خور دی دغه ستا د لاسه
احسان الله ژمن دي بې یاره کړم نیمګړي ژوند كي
سخت یې هجران راباندي زور دی دغه ستا د لاسه
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid