غزل
ـــــــ
چرته چې تنګ ومه ، هم هغلته مې ساه واخېسته
په ځان کې پټ شومه ، په ځان کې مې پنا واخېسته
غوڅ شوى لاس يې راته بيا په لوپټې وتاړه
شکر له درد نه مې مزه يو ځلې بيا واخېسته
ددې وطن خلك ډېر زر د زړه په رنځ اخته شي
زه لا ماشوم يمه ، او ځان ته مې امسا واخېسته
زمونږ تر منځ چې فيصله د بېلتانه کېدله
ما ترېنه مور واخېسته، ورونو مې دنيا واخېسته
ستا تصويرونه مې ترې لرې کړل او چيغي يې کړې
له دېوالونو نه مې هم خپله سزا واخېسته
باقره! اوس به د منزل اخري حد ته رسوو
تا په لاسونو کې ډيوه ، او ما رڼا واخېسته
#باقر
https://t.me/hqyarsharonah