کاش چي مي نه وای پـیژندلی ګرانه
اوس به دي زه غموخــوړلی نه وای
سربه مي نه وای په زنــګـــون طالبه
زړه به مي نه وای دردیـدلی ګرانه
ستاپیژندل ماته بلاشوه یاره
اوس ستایادونولیونی کړمه زه
غم دي زه ماپه زړه نخري وکړلي
داستاهجران نن نیم سړی کړمه زه
ای ده سنګراومدرسي ګلابه
کاش چي مي ته نه وای لیدلی ګرانه
چي مي زړګي لره داخل کړي اشنا
په هغه وخت راغلوخزان درباندي
ته خوشهیدشوي زه ستاغم شهیدکړم
څومره ژرراغلومرګ ناځوان درباندي
که مي داخوارقسمت هم نه وای داشان
زه به غم نه وای زورولی ګرانه
داستاهجران ډیرزورور دی ګرانه
زه یي راړنګ کړم اورامات یي کړمه
په هغه ورځ چي ته پناشوي رانه
غم ته دي ورکړمه سوغات دي کړمه
رنګ به مي داسي نه وای توردرپسي
چي ستاغم زړه نه وای داغلی ګرانه
اوس دي نیمګړویادګاروته ژاړم
اخ چي نه وینمه ورک طالبه
زه هلالي آغابي تاپاتي شوم
په کومه تللی یي نازک طالبه
سحربیګادرپسي ژاړمه زه
ده بیلتانه اوریم سوه ځلی ګرانه
هلالي آغا
#البدري بصري څانګه
https://t.me/AlbadrAdari12