Репост из: مهاجر احمد ساپي
احساس!
ــــــــــــــــ
ومنه! پخدای اخلاصه مړ یمه
وبښه دا ستا لۀ لاسه مړ یمه
زۀ هم د ړندو پۀ ښاریه کې یم
زۀ هم لکه تۀ احساسه مړ یمه
وه زما د برې پښتونخوا وروره!
مرسته وکړه یاره! راسه مړ یمه
دواړه پۀ یوه مرمۍ مړۀ شوي یو
وګوره دا ستا لۀ پاسه مړ یمه
زۀ د یو بخیل ساقي ملګری یم
هر وخت یې لۀ تش ګیلاسه مړ یمه
سپین احمد دا ستا تورنو تور نۀ کړ
زۀ خو لۀ یو بل قیاسه مړ یمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
ــــــــــــــــ
ومنه! پخدای اخلاصه مړ یمه
وبښه دا ستا لۀ لاسه مړ یمه
زۀ هم د ړندو پۀ ښاریه کې یم
زۀ هم لکه تۀ احساسه مړ یمه
وه زما د برې پښتونخوا وروره!
مرسته وکړه یاره! راسه مړ یمه
دواړه پۀ یوه مرمۍ مړۀ شوي یو
وګوره دا ستا لۀ پاسه مړ یمه
زۀ د یو بخیل ساقي ملګری یم
هر وخت یې لۀ تش ګیلاسه مړ یمه
سپین احمد دا ستا تورنو تور نۀ کړ
زۀ خو لۀ یو بل قیاسه مړ یمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
@aHMad_sAfi2