شاعر احسان"ژمن"


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د شعر او ادب مینوالو!
ان شاءالله نور به زما ګوډ او مات شعر د
#ژمن"* په نامه درسره شریکوم،
ځکه چي #شاکرخالد* مي بدل کړ. په #ژمن"*
ستاسو ورور..... احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid
ټویټر کي هم راسره شئ
https://twitter.com/shakirkhalid19

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


راغلې پۀ خیر درته وایو مرحـــــــــــــــــــــبا اختره
تۀ خوښــــــیو،خوشـــالیو یې دنیــــــــــــــــا اختره

لمن دي ډکه له ښــــــــــکلاوو او رنګونه نه ده
یې د مظلومو پر سپېرو شونډ مسکا اختره

دژوندون مړاوي غوټۍبیرته تاکي وسپړیږي
لکه سپرلۍ یې دژوندون داسي ښکلا اختره

یوه خوږه لۀ الفت ډکه د خوښۍ نغمه یې
لۀ میني جوړ یې او لۀ میني نۀ پیدا اختره

د افغانانو تر دې وران ویجاړ خړ چمه پوري
لۀ خوښۍ ډک پیغام د امن راوړه بیا اختره

ستا لۀ راتګ سره تړلي مې دي ډیري هیلي
ژمن دي کومه هرکــــــلی لۀ زړۀ داستااختره

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


اې د دوو کَوْنو سرداره له تا ځار شم
محمد خیر الابراره له تا ځـار شــم

د تورتم تورﻱ تیارې وې له تا وړاندﻱ
له انسان وه ورکه لاره له تا ځار شم

تا دنیا د جهــــــــــــــــــــــــــــــــــالت ته رڼا راوړه
ای د ستورو سپین سالاره له تا زار شم

په صفاتو کې اعلی له ټول جهان یې
ای نیازبینه حسن داره له تا ځار شم

دپله خاورﻱ به دي کړم رانجه د سترګو
چې دﻱ در شم تر دیاره له تا ځار شم

قدمونه چې پر کومه لار تا ایـښي
ښکلوم به هغه لاره له تا ځار شم

ډیردرودنه ســـــــــــلامــــونه مکرمه
په تاوایمه بي شماره له تا ځار شم

زۀ خوار ژمن احسان دا ستا شفاعت غواړم
د تمام امت غم خواره له تا ځار شم
احسان الله ژمن

https://t.me/shakirkhalid

صلی الله علیه وسلم


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

مـــــــــــناجات

عفـــــوه غـــــواړم

کسر
ای رحمان رحیم غفاره عفوه غواړم
یم بې حده ګنـــــاه ګاره عفوه غواړم

ترانه ویونکی محترم شرفزوی

شاعر. احسان الله ژمـــن

#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/shakirkhalid


حمد

ذوالــــــــــــــجلاله ټول جهان دي ثنا وایي
لمر،سپوږمۍ او کهکشان دي ثنا وایي

اواز. قاري مستغفر فراهي
شاعر. احسان الله ژمن

https://t.me/shakirkhalid


د ښکلا امام

اې د ښایست اې د ښکلا امامه
ګرانه سید الانــــــــــــــــــــبیا امامــه

د دنیا ټول ښایست قربان شه درنه
هم د سپوږمۍ او لمر رڼا امامه

ګوتې یې پرې کړې د یوسف په لیدو
ستا په لیدو شوه ځار له تا امامه

دا چې وجود کې څه دﻱ، ستا له رویه
هم چې کوﻱ ستورﻱ ځلا امامه

یې مرتبـــــــــه کـې له هر چــــا اَوَّلِـــی٘ن
هم لۀ آدم هم لۀ حــــــوا امــــــــــامه

پر تا درود پر تا سلام دﻱ وﻱ تل
ای د خوږمـــــــــــــــنو زړو دوا امامه

زه ژمن احسان چې ستا صفات ټول ستایم
دومره طاقت چیرته شته زما امامه
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نو البم #دحسن_شغله

د زړۀ لۀ دردۀ دا یو څو کرښي لیکم درپسې
پلونۀ دي څارمۀ اشنا زۀ هم درځم درپسې

آواز.... عثمان هاشمي
شاعر... حافظ احسان الله ژمن

#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/shakirkhalid


د ګران ورور ترانه ویونکي #عثمان هاشمي صاحب لۀ نوي البم #د_حسن_شغله څخه زما یوه ترانه


دالخــادم خــپرندویه ادارې له خوا وړاندي کیږي
نوی نظم
#شهررمضان

مســـــــلمه! شــــهرِ رمضان راغلی
قیمتي وخت دي د غفران راغـلی

اواز... حافظ نظرمحمد حافظ بلال

شاعر... حافظ احسان الله ژمن

https://t.me/shakirkhalid


یو مخکنی مناجات

اې رحمان رحیــم غفاره عــــــــفوه غواړم
یم بې حـــده ګناهــــګاره عـــــــــفوه غواړم

ته غفور یې او تواب یې ذوالجلاله
ستا صفات ډېر دي باداره عفوه غواړم

زه عاصـﻱ دا ستا و در ته یم راغلی
اې خالق پروردګاره عــــــفــوه غــــواړم

زه پر تېرو خطاګانو نور پښېمان یم
په خپل ڪړو یم توبه ګاره عفوه غواړم

درته لـــپه د دعــــــا مـي ده نیــولې
ورکۀ کړې مي دۀ لاره عفوه غواړم

ژمن محتاج دا ستا د فضل یم سبحانه
زه بنده دﻱ یم ناچاره عفوه غواړم

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

د زړۀ لۀ دردۀ دا یو څو کرښي لیکم درپسې
پلونۀ دي څارمۀ اشنا زۀ هم درځم درپسې

آواز.... نعمت الله شاکر
شاعر... حافظ احسان الله ژمن

#العصرنشرياتې_اداره

http://t.me/Alasarmeedia


د زړونو پاچاه،
د وخت ثالث عمر تۀ


ای زمونږ ګـــــرانه رهبره هېر مونه یې
بـــت شــــــکنـــــه دلاوره هـــــېر مو نه یې

ګرانه مـــــشره په زړګیو کي دي ساتو
اې زمونږ دزړګي سره هېر مو نه یې

ستا پر پله باندي قدم ږدو او روان یو
اې وارث د پیـــــــغمـــبره هېر مو نه یې

د نړۍ دستر مغرور غرور دی مات کړ
ای عاجز د غیرت غره هېر مو نه یې

ســـتا راپاتې ارمانـــــونه مو په زړه دي
خیرکه ته نه یې دلــــــبره هېرمونه یې

په رشتیا باندي چي ته ثالث عمر وې
اي د عدل ځلاند لمره هېر مو نه یې

ژمن احسان دي له نامه څخه ځاریږم
مجــــــاهد محـــمـــد عمره هېر مو نه یې
1440/8/18
https://t.me/shakirkhalid
احسان الله ژمن


#شهررمضان

مســـــــلمه! شــــهرِ رمضان راغلی
قیمتي وخت دي د غفران راغـلی

څومره سپېڅلې مبارکه میاشت ده
په کې نزول د پاک قـــرآن راغلـــی

له رحمـــــتو، او بــــــرکـــــت ډکه ده
هم له دوزخ په کي امان راغلی

سر په سجده کیږده توبې وباسه
وخت د توبې له هر عصیان راغلی

پکې طاعـات اوعبـادات ډیر کـــوه
یو لوی انعام د رب سبحان راغلی

د یوې نیکۍ ثواب یې څو چنده زیات
داسي ارشاد د خوږ جانان راغلی

اې احسان ژمنه ته هم ځان اصلاح کړه
درباندې بیا ښکلی زمان راغلی


احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

دغه ارض و سموات درته سجده کړي
پاکه ربه کائنات درته سجده کړي

غږ.... مولوي جمال نیکمل
شاعر... احسان الله ژمن
#العصرنشرياتې_اداره

https://t.me/shakirkhalid


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

درپسي اوښکي تویوم مات مي باڼه له درده
سترګي کمزوري مي شوې نه کوي لیده له درده.

اواز... قاري امین الله روحاني
شاعر... احسان الله ژمن

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/shakirkhalid


د زړه له درده

د زړه له درده دا یو څو کرښي لیکم درپسې
پلونه دی څارمه اشنا زه هم درځم درپسې


دومره اسانه نه ده ګرانه چي ته لاړې اوبس
هجر دي زور دی ای جانانه زه خو مرم درپسې


ستا د فراق له اسمان اورې مي پر زړه غمونه
زړګی مي شو اوبه اوبه دریاب د غم درپسې


لکه د ورک بلبل په شاني زه ډیر وکړېدم
د میني یاره ستا لپاره ګرځیدم درپسې


دزړګي باغ مي دی وهلی د فراق خزانو
لکه د ژمي پاڼي داسي رژېدم درپسې


د زړه قراره ستا غمونه دﻱ درانه راباندﻱ
په لاره تلمه یو خوا بل خوا ځنګیدم درپسې


زه ژمن احسان دﻱ له فراقه سم شاعر شوم اشنا
یاد په غزلو کي دﻱ ګرانه زه ساتم درپسې

احسان الله ژمن

https://t.me/shakirkhalid


دفاتح لښکر د نوي اصدار څخه صفا ترانه

زمونګ پیل ابتدا زمونګ اغاز معسکر
کړو په بېل کیفیت بېل انـداز معسکر

اواز قـاري محمدجـلات مـزمل
شاعــر احسان ژمن

https://t.me/shakirkhalid


دا چي وطن کې مي بل اور دی دغه ستا د لاسه
چي یې وران شوی کلی کور دی دغه ستا د لاسه

د چا بچي شهید د چا بیا باباجان شهید دی
د چا زړګی او د چا ورور دی دغه ستا د لاسه

څوک په طالب وژنې او څوک یې بیا په مرسته وژنې
دا قتلِ عام چي په هر لور دی دغه ستا د لاسه

ور په كي شور وو د بلبلو او ګلان ټوکېدل
داچي ګلشن اوس سوی سکوردی دغه ستا د لاسه

دلته د میني ورورولۍ تخم کرلی وو موږ
اوس چې نفرت په هر خوا خور دی دغه ستا د لاسه
احسان الله ژمن دي بې یاره کړم نیمګړي ژوند كي
سخت یې هجران راباندي زور دی دغه ستا د لاسه

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


#ټپیزه

څـوک په اشـنا باندي مین دی
څـوک په دنـیـا باندي مین دی
اوڅوک په چا باندي مین دی
خو"ژمن"په تا باندي مین دی
له تانه ځار به کړم د تن غوښي هډونه
احسان اللّٰه ژمن


تر نوي نوم لاندي نوی غزل،
نشرول یې ستاسو خوښه

ځیني بدبخته غلامي کړي د دولت تږي دي
ځیني رتبه غواړي او ځیني د عزت تږي دي

دا چي مـــلا پسي بد رد وایي کنځلي کوي
دغه کم اصله شاعران تش د شهرت تږي دي

حساب،کتاب،جنت،دوزخ دا یې هیر کړي دي ټول
بس دنیمګړي دنیاګۍدخوند،شهوت تږي دي
ځیني د سپږو په څېر وینه څیښي وینه غواړي
دا چي وژنه کړي د ویـــــنو د مــــــلت تږي دي

دا ملا تړلي څو زلمي چي ځي د ننګ میدان ته
دغه سرتېري فدایان د شهادت تږي دي

دا ریاکار خلګ چي مرسته کړي انځور وباسي
ورسره ولیکي دا خلګ د خدمت تږي دي

ژمنه! ها سترګي دي چي ګوري ښایستونو پسي
زړونه مو صِرَف د اخلاص او د الفت تږي دي

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid


تور لوګي او شنې لوخړﻱ بیا راپورته شوې له کَلِي
خدایه فضل خدایه فضل بیا بمبار شو کَلَی٘ ولـي؟
یوځل بیاشوې سوﻱ کړېکي یوځل بیاشور او غوغا شوه
یوځل بیاموخدایه وران شوه دزخمي زړګیو څلي
بیاخزان پرچمن راغلی بیایې څه ظلمونه وکړه
ګلابونه که ریحان دﻱ پاڼي پاڼي رژېدلي

ماشومان تر خاورو لاندﻱ او کورونه ړنګ پراته دﻱ
پرټول کلي ویر،ماتم دی چي هرڅه په اور سوځلي
ډېر پلرونه بې بچو شوه ډېر بچي شول بې پلرونو
ډیرﻱ میندﻱ شولې بورﻱ اوپرزړه یې لمبې بلي
سپارې په وینو سرې دﻱ قرآنونه پاڼي پاڼي
پر،محراب دوړﻱ ګرځیږﻱ منارې دﻱ نړېدلي

د همداسي ظالــــمــانو زړونه ولي نه دردیږﻱ
چـﻱ په وینو یې لت پت کړه نازولي نازولي

اې زه ژمن احسان به څنګه لویه خدایه! نه دردیږم
هره ورځ چي یې زه اورم وﻱ کیسې په غم لړلي

احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid

Показано 20 последних публикаций.

886

подписчиков
Статистика канала