🙎انسان او روغتيا🏥🚑


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


سلام ښه راغلاست
دلته به تاسو ته د طب اړوند بیلابیل معلومات او لیکنې خپريږي د انسان د بدن پيژندنې سربیره به هغه معلومات خپرېږي کوم چی د انسانانو روغتيا ته ګټور وي او کوم کارونه د انسانانو روغتيا ګواښي
د ستونزې په صورت کې👇
@zabihullahzmz

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




د قیامت د ورځې نومونه.


👈 د ويني ورکولو ګټي او د ويني ورکولو اړوند معلومات !

* په اوسط ډول د انسان په بدن کي د 5_6 ليتر پوري وينه شتون لري . که چيري يو څوک روغ صحت ولري کولای شي 500cc يا ملي ليتر وينه په آرامه سره ورکړي . که چيري ښه صحت ولري يو ليتر وينه ورکول هم تاوان نلري يو دوه هفتي به ليږ کمزوري احساس کوي نور مشکيل نلري .

* وينه ورکونکی بايد د ويني کومه ناروغي ونلري . وينه ورکونکی په دولسو هفتو يادريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکولای شي . د ويني ورکونکي عمر بايد له 18 څخه تر 65 کلنو پوري وي .

* ښځه هم وينه ورکولای شي خو چې د ويني ورکولو په وخت کي زنانه مريضي ونلري ( حيض ) . د ويني ورکولو وروسته ويني ورکوونکي ته بايد جوس شيدي کيلي ورکړل شي . 😋 . په 12 هفتو يا دريو مياشتو کي يو ځل وينه ورکول د انسان بدن ته مفيده ده !

⭕ وینې ورکولو ګټې !

1: د ويني فشار کنټرولوي .

2 : د اوسپيني کچه را ټيټوي چې زياته اوسپينه د يني د خرابوالي او دويني د حجراتو د خرابوالي سبب ګرځي .

3 : د زړه او رګونو د ناروغۍ کموي .

4 : وزن اداره کوي .

5 : د روغتيايي خدمت ده .

6 : ثواب زيات لري واي که چيري څوک د يو انسان ژوند وژغوري لکه ټول انسانيت يي چي ژغورلی وي .

👈 خامخا نشر / شئیر Share کړئ !


Репост из: Shamsullah Arif
Diabetic foot stages


#Acute_Coryza
#شدید_زکام___

⭕ دا یوه ویروسي ناروغي ده . Phinoviruses چې له کبله یې د پوزي په دننه لغاب لرونکي پردو کې التهاب رامنځته کیږي . پوزه پکې بهېږي ، سر درد کوي ، نرمه ماده / اوبه له پوزې بهېږي او ورسره پوزه سوی او التهاب لري .

⏪ لاملونه / Causes :

⭕ دا ناروغي زیاتره د وایروس او کله کله د بکتریایی انتان له منتن کیدلو څخه منځ ته راځې .

⏪ نښي / Symptoms :

⭕ يه طبیعت کئ سستوالي ، کار کولو ته زړه نه کیدل ، په تندي بوج ، د پوزي د موادو راوتل ، سر درد ، په پوزې سوري په کې سره وي ، په پوزه او ستوني کي درد ، د ویروسي انفکشن له امله ناروغ په 5 / 4 ورځو کي خپله ښه کیږي ، خو د باکتریایي انفکشن په صورت کې درملو ته اړتیا لري .

⏪ درملنه / Treatment :

① Tab : Leflox 500 mg .
formula ( Levofloxacin )
یوه ګولۍ په ورځ کې تر 5 ورځو لپاره .
② Tab : Cetrix 10 mg .
formula ( Cetirizine )
یوه ګولئ سهار او ماښام په مړه .
③ Tab : Actifed - P .
formula :
( chlorpheniramine and phenylephrine )
یوه ګولئ سهار غرمه او ماښام په مړه .


په منظمه توګه فکر کول: په منظم ډول په یوه مسئله کې فکر کول د حافظې د تقویې سبب کیږي، په موقته توګه په یوه مسئله کې فکر کول د دماغو د ارام تر څنګ د اوږد مهالې یادښت لامل جوړیدلی شي.
دچرګو هګۍ خوړل: هګۍ د کولینو په نوم له موادو ډکې دي، همدارنګه د بي ویټامین لري. له هګیو تر لاسه کیدونکې کولین ستاسو مغز د هغې پروسې لپاره کاروي چې د حافظې د پیاوړتیا او عصبي حجرو ترمنځ د ارتباط سبب کیږي. همدارنګه هګۍ د پروتینو له پلوه هم بډای دي چې عصابو ته مهم دي. له دي سربیره نوري هم ډیري لارې چارې شته که په سم ډول عملې شې پرمټ یې کولای شو د قوي حافظې څښتنان شو


د حافظې د پیاوړتیا څو لارې!
حافظه زموږ د ژوند مهمه برخه او ځانگړنه ده. درس څخه نیولی د سودا اخیستلو لېست پورې، هر انسان د ژوند هره برخه کې غوره او پیاوړې حافظې ته اړتیا لري. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه پیاوړې کړو.
دلته به په څو هغه لارو چارو وغږیږو چي په عملې کولو سره یې کولای شو دقوي حافظې څښتنان شو:
ښه خوب: خوب د حافظې د پاوړتیا لپاره اړين دی، د خوب کموالی د حافظې د کمزورتیا لامل کیږي، ځکه زمونږ مغز د شپې هم کار کوي، د خوب پر مهال حافظه ځواکمنیږي، او ورسره خاطرې بيا ژوندۍ کیږي او فعالیږي، د دغو کارونو د نه ترسره کولو له کبله مغز د ورځې په اوږدو کې د معلوماتو د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي.
طب پوهان وايي، د خوب کموالی د اعصابو کمزورتیا ده او د اعصابو کمزورتیا د حافظې متزلزله کېدل دي. خوب د انسان د روغتیا لپاره تر هر څه ځکه ګټور دی، چې د عصبي سیسټم د بېلابېلو برخو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. طب پوهان وايي، که د خوب د کموالي له کبله د عصبي سیسټم اړیکې کمزورې شي، نو حافظه دومره کمزورې کوي، چې د ډېرو کمو څيزونو ساتل هم ورته ګران تمامیږي. شپه چې څنګه د الله تعالی له لورې د خوب لپاره پيدا شوې ده، همدا شان په دې وخت کې خوب د نورو وختونو له خوبونو څخه روغتیا ته ډېر ګټور دی. پر همدې اساس صحي څېړونکي هم وايي، چې د شپې له خوا د ۸ ساعتونو په اوږدو کې خوب کول د انسان روغتیا او حافظه پیاوړې ساتي. که د شپې له خوا مو خوب پوره نه شو، نو د ورځې باید د لږ وخت لپاره ویده شئ! خو د شپې خلا نه شي پوره کولای.
دماغ په کار اچول: د مثال په توګه هره ورځ د قران کریم یو ایات یادول، یو حدیث شریف یادول، د نورو ژبو زده کړه، نوي مهارتونه او کسبونه زده کول، سختو سوالونو ته ځواب پیداکول او دېته ورته نور کارونه تر سره کول ترڅو دماغ په کار ولوبږي او د یاداښت وظیفه تقویه کړي.
د التهابونو درملنه: باید، چې په بدن کې د هر ډول زخمونو درملنه په وخت سره وشي؛ کنه نو امکان لري، چې په دماغو کې د ځینو خلایاو د تخریب او له منځه تللو سبب شي، چې دا چاره وروسته په حافظه هم بد اعیز کوي.
ښه خواړه خوړل: ښه او غني خواړه د مغز وړتیا زیاتوالي کې ډیر زیات رول لري. لکه څرنګه چې ذهني فعالیتونو لپاره ډیرې انرژۍ ته اړتیا ده؛ نو ضروری ده چې ښه خواړه وخورو ترڅو مغز مو د انرژۍ او ویټامینونو له کمبود سره مخ نشي. باید کوشش وکړئ چې دقیق غذاي مواد وخورئ. امینو اسیدونه او انټي اکسیدانت ډیر زیات مهم دي. همدارنکه ویټامین E چې د اکسیجن په رسونه کې ډیر مرسته کوي. بادام، چارمغز، پلي، تازه او په کافي اندازه اوبه.
دماغي بوج کمول: کله چې تاسې داسې کار ترسره کوئ، چې دماغ ستړی کوي نو خپلو دماغو ته لږ وخت ورکړئ چې ارام وکړي، یا په بل داسې کار باندې اخته شئ چې دماغي ستونزه ونه لري او دغه ستړیا مو را کمه کړي.
ورزش کول: په ځانګړي ډول پياده ګرځېدل او بایسکل باندي ګرځېدل د یاداشت د تقویې لپاره ګټور ورزشونه دي. په برطانیه کې د یوې شوې وروستۍ مطالعې په وینا د ورځې یواځې لس دقیقې چټک مزل کول دماغي قدرت پیاوړی کوي، په ځانګړي ډول هغه سیمې کومې چې دماغو کې د ستونزې حلولو مسؤلیت لري. دا څیړنه د برطانیې په ویسټرن اونټاریو پوهنتون کې ترسره شوې وه.د څیړنې پایلې ته رسیدلو لپاره څیړونکو د هغو کسانو څخه چې د ورځې په جریان کې يې سړې هوا ته تمرین کولو تجربه وکړه، لکه د لسو دقیقو لپاره چټک مزل کول او یا هم د لسو دقیقو لپاره بایسیکل چلول. په دماغ کې د سپورت او تمرین اغیز نظارت لپاره څیړونکو د وسایلو په کارولو د اجرائیوي دندو لکه تمرکز او پریکړه کول تعقیب کړل. څیړونکو وموندل، هغه کسان چې سپورت کوي ددماغ فعالیت یې پیاوړی وي، په ځانګړي ډول په دماغو کې هغه سیمې کومې چې تمرکز، پریکړې او د ستونزو د حل مسؤلیت په غاړه لري.
لمر ته کیناستل: د حافظې د پیاوړتیا لپاره یو مهمه چاره د لمر د وړانګو اخیستل دي ؛که چیرته په کافي اندازه د لمر وړانګې نه اخلئ پر مغز مو مستقیماً تاثیر کوي. د لمر وړانګې چې کله پر بدن ولګیږي؛ بدن په طبیعي ډول ویټامين ډي جوړوی، دغه ویټامين د مغز د فعالیت سره ډیر مرسته کوي ترڅو په ښه شکل فعالیت وکړي او همدارنګه د مغز د زر زړیدو موده کې هم د پام وړ کموالی راولي. زیات لمر مو پوستکې ته ضرر رسولی شي خو که چیرته کافي لمر وړانګې وانخلئ ممکن په مغز مو تاثیر وکړي. نو هر سهار او یا هم مازیګر له خوا تر ۳۰ دقیقو پورې د لمر وړانګو ته کینئ. که چیرته په دې نه توانیږئ چې کافي اندازه د لمر وړانګې واخلئ؛ کولای شئ چې تاسو د ویټامین ډي په دوایی شکل ترلاسه کړئ ترڅو ضرورت مو پوره شي.


اثرات عجیب دعا و نفرین!

وقتی برای کسی از ته قلب آرزوی موفقیت شادی و سلامتی می کنید، امواج نامرئی تفکرات و انرژی شما تشخیص نمی دهد که این آرزو متوجه دیگریست. این موج نیک خواهی ابتدا خود شما را سرشار از ماهیت خویش میکند.

در حالت دعا تمامی قوای معنوی، سلول های مغز و حتی سیستم عصبی، زیر بارش این ذرات بهشتی قرار میگیرند که خود شما آن را تولید کردید.

اگر از کسی بیزار و متنفر باشید نیز ذرات و امواج کسالت و تنفر، نخست بر خود شما میبارد و سپس در ضمیرتان رسوب میکند.
با توجه به این واقعیت، ضمیر ناخودآگاه کسی که دعا و نفرین میکند، نمیتواند تشخیص دهد که این محصولات شفا بخش و یا مسموم کننده متعلق به فرد دیگریست و باید به سوی او صادر شود بلکه در این شرایط، ضمیر ناخودآگاه، آن محصولات را ابتدا خودش جذب میکند.
همیشه به یاد داشته باشید آبی که در رودخانه جاریست، نخست بستر خود را تر و سرشار از ذات خویش میکند و در نهایت به دریا میرسد

برای همدیگر دعای خیر و برکت کنیم 🙏🏻




د نفس د اصلاح لپاره څلور اصوله !!!

1- مشارطه :
د خپل ځان سره شرط ولګوه چی ګناه به نکوم !
2- مراقبه :
ایا ګناه خو به می نه وی کړی ؟
3- محاسبه :
له خپل ځان سره حساب وکړی چی څومره گناه می کړی او څومره نیکی ؟
4- مواخذه :
که نفس په ورځ کی کومی نافرمانی کړی وی ، هغه ته سزا ورکړه ، او سزا دا ده چی پر هغه باندی د عبادت بوج واچوه .
( امام غزالی رحمة الله علیه )


#د_بکارت_پرده_او_په_اړه_یې_غلط_باورونه__

#معلومات_په_مثبت_فکر_ولولئ___

* دا په نجونو کې د مخصوص سوري باندې یوه نرۍ پرده ده . د هرې نجلۍ د بکارت پرده فرق کوي . د ځینو نجونو د بکارت پرده سورۍ سورۍ وي چې د پریوډ/حیض یا میاشتینۍ خونرېزۍ پر مهال ترې وینه تېرېږي . د ځینو نجونو د بکارت پرده یو لوی سوری لري او ځینې نجونې په ټوله کې بېخي د بکارت پرده نه لري .

* ځینې سرسخته مذهبي او کلتوري ګروپونه له نجونو غواړي چې د واده پر مهال د بکارت پرده ولري . او د واده په لومړۍ شپه یې مېړه ورڅیرې کړي . که نه نو نجلۍ باکره نه شمېري او فکر کوي چې نجلۍ له لمنې ناپاکه ده او له بل چا سره یې کوروالی کړی دی . مګر دا خبره بالکل مطلق غلطه او بې بنیاده ده .

* ځکه چې ځینې نجونې له اوله دا پرده نه لرې یا هم بغیر له دې چې چا سره یې کوروالی کړی وي ، څیرې شوې وي . هغه نجونې چې د اس سورلۍ کوي ، سایکل چلوي ، سپورټ کوي ، کلب ته ځي یا نڅا کوي د دې امکان لري چې د بکارت پرده یې وشکېږي . له دې علاوه د ټامپون په استعمالولو سره هم کېدای شي چې د بکارت پرته له منځه لاړه شي . نو فلهذا که چېرته د لومړي ځل جماع پر مهال نجلۍ وینې نه شوه مطلب یې دا نه دی چې نجلۍ باکره نه ده او بدلمنې ده .

* که داسې وي نو اوس خو د جراحۍ په واسطه د دې امکان شته چې د بکارت پرده بېرته ورغول شي . هم دارنګه ځینو کلتورونو کې د نجلۍ مور یا خواښې له نجلۍ او هلک غواړي چې د واده له لومړۍ شپې وروسته د نجلۍ په وینو ککړه ټوټه ورکړي تر څو هغوی یې خلکو ته وښیي او ورته ووایي چې لور یا نږور یې پاکلمنې ده .

👈 یاداښتونه :

◀ هر ډول پوښتنه کولی شئ دلته یې مطرح کړئ مونږ یې درته علمي مفصل ځواب درکوو .

◀ د دې مطالبو په خپرولو کې له مونږ سره مرسته وکړئ .


فراموش کردن چیزهای کوچکی مثل اسم افراد یا محتویات لیست خرید یکی از نشانه های کم کاری تیروئید است. بدون هورمون تیروئید، سرعت همه ی عملکردهای بدن کم می شود
دیگر نشانه های کم کاری تیروئید عبارتند از
احساس همیشگی سرما
میل جنسی پایین
احساس تغییر مزه ی غذاها

این نشانه ها به دلیل آنکه واضح نیستند اغلب نادیده گرفته می شوند. به کوچکترین تغییرات بدنتان آگاه باشید...!!


Blood group?


چگونه مغز باعث تقویت خاطرات در هنگام خواب می‌شود⁉️

📌به نقل از مدیکال اکسپرس،  در حالی که می‌خوابیم، مغز الگو‌های فعال سازی خاصی ایجاد می‌کند. هنگامی که دو مورد از این الگو‌ها (نوسانات آهسته و دوک‌های خواب) به یکدیگر تبدیل می‌شوند، تجربیات قبلی دوباره فعال می‌شوند. یک مطالعه جدید نشان می‌دهد هرچه فعال سازی دوباره قوی‌تر باشد، یادآوری ما از وقایع گذشته روشن‌تر خواهد بود.

📌دانشمندان دانشگاه برمنگام انگلیس مدتهاست می‌دانند که نوسانات آهسته (SO) و اسپیندل‌های خواب، انفجار‌های ناگهانی نیم ثانیه تا دو ثانیه فعالیت نوسانی مغز، نقش مهمی در شکل گیری و حفظ خاطرات جدید دارند، اما کارشناسان در انگلیس و آلمان کشف کرده‌اند که ترکیب دقیق SO و اسپیندل‌های خواب برای باز کردن پنجره‌هایی که طی آن خاطرات دوباره فعال می‌شوند، حیاتی است و به شکل گیری و تقویت خاطرات در مغز انسان کمک می‌کند.


👈 کِـشـمِـش / مـمـیـز طبې ګټې !

* دا ( ممیز ) د خاص انګورو څخه جوړیږي .

* ددی ② قِسمونه وي . ۱ - سره . ۲ - شنه ، خو شنه انګور پکې ښه وي .

* کشمش / ممیز په مزاج یا خاصیت کي ګرم دي .

* دماغ او جنسي تقویي لپاره ډیر ګټور دي .

* د بدن وینه پاکوي او اضافه کوي .

* قبضیت ، ټوخي ، زکام ، ته هم ډیره فایده کوي .

* کمخونئ او د زړه مریضانو ته ډیره ګټه رسوي .

* ویښتانو وتلو مشکل هم حل کیګي او پوستکي ښایسته کوي .

* کولیسټرول یا د ویني غوړ نارمل ساتي .

⭕ خواراک یی عادي چائ وغیره سره دی .

👈 خامخا نشر / شئیر Share کړئ !


د یو چا غوښتنه
Polyuria
یا د ادرارو زیاتوالی کله می یو بالغ شخص په ورځ کی تر دریو لیټرو ادرار دفع کړي نو ادرار زیاتوالی ورته ویل کیږی کیدای شي له polydipsia یا د تندی زیاتوالی سره یو ځای وی چی دغه د ادرارو زیاتوالی لامل کيږي polyuria پخپله یو مرض نده بلکه د نورو امراضو علامه کیدای شي خو کیدای هغه وخت چی علت یی معلوم نشی یو غیر نورماله حالت وي مختلف علتونه لری مهم علت یی د شکری ناروغی مختلف ډولونه زیات diuretic استعمال چای او کافين استعمال polydipsia یخ موسم
General
polydipsia
psychogenic polydipsia
diuretic drugs, osmotic diuresis
Urinary system

interstitial cystitis
urinary tract infection
renal tubular acidosis
Fanconi syndrome
nephronophthisis (genetic)
Hormonal

hypokalemia
diabetes mellitus
corticosteroid use
pheochromocytoma
hyperparathyroidism
diabetes insipidus
hypercalcaemia
hyperthyroidism
hypopituitarism
Conn's disease
hyperglycaemia
Circulation

congestive heart failure
cardiorespiratory disease
postural orthostatic tachycardia syndrome (POTS)
Neurologic

cerebral salt-wasting syndrome
neurologic damage
migraine
Other

high doses of riboflavin (vitamin B2)
high doses of vitamin D
altitude diuresis
side effect of lithium
hemochromatosis
ochratoxicosis
تداوي یی علت ته کتو ترسره کيږي لومړی باید علت پیدا شي بیا تدواي


👈 که خوشحاله ژوند غواړۍ دا لس ⑩ کارونه وکړئ !

① سهار وختي پاسېږئ ! له اللهﷻ څخه بښنه وغواړئ .
الصّٰبِرِينَ وَالصّٰدِقِينَ وَالْقٰنِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ. (ال عمران:١٧)
ژباړه : دا خلك صابران دي . رښتيني دي ، امر منونكي او مال ښندونكي دي او د شپې په وروستیو شېبو کې له الله څخه د بښنې دُعاګانې غواړي .

② د الله ﷻ په قدرتونو فکر وکړئ !
وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْض (ال عمران:١٩١) .
ژباړه : او د ځمکې او آسمانونو په پیدایښت کې فکر کوئ .

③ له نیکانو خلکو سره ملګري شئ !
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُۥ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ وَكَانَ أَمْرُهُۥ فُرُطًا .
ژباړه : او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، پالونکي، واكوال د خوښې غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه. ايا ته د دنيا ښکلا خوښوې؟ - د يو داسي چا اطاعت مكوه چي د هغه زړه موږ له خپل ياد څخه غافل کړيدى او د خپل نفس پيروي يې غوره کړېده او کړنلاره يې په افراط او تفريط باندي ولاړه ده. (الكهف٢٨) .

④ ذکر کوئ !
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا (الأحزاب :٤١)
ژباړه : اې مومنانو ! د اللهﷻ ذکر ډېر ډېر کوئ .

⑤ په خشوع او عاجزۍ سره لمونځ کوئ !
‌قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُون، َالَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ. (المؤمنون:۱-۲) .
ژباړه : په باوري ډول مؤمنانو برى موندلی دی ، هغه کسان چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي دي .

⑥ په اللهﷻ توکل وکړئ !
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفٰى بِاللَّهِ وَكِيلًا (النِّسَاء:۸۱‌) .

ژباړه : او پر الله ﷻ توكل وکړه ، او اللهﷻ د ساتونكي په توګه كافي دي .

⑦ په سخته ګرمۍ کې روژې ونیسئ !
"يدع طعامه و شرابه و شهوته من اجلي"
ژباړه : دوئ خپل خوراک څښاک او شهوت زما له کبله پریږدې .

⑧ په پټه صدقه وکړئ !
"حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه" .
ژباړه : تر دې چې چپه لاس پوه نه شي ، چې راسته لاس څه ورکړل .

⑨ له مسلمان ورور څخه تکلیف لرې کړئ !
"من فرج عن مسلم كربة من كرب الدنيا فرج الله عنه كربة من كرب يوم القيامة" .
ژباړه : څوک چې یو مسلمان ورور د دنیا په تکلیفونو کې له یوه تکلیف څخه خلاص کړي ، الله ﷻ به يې د قیامت پـه تکلیفونو کې له یوه تکلیف څخه وژغوري .

⑩ په فاني دنیا ناز مکوئ !
وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَى (الأعلى:١٧)
ژباړه : او آخرت غوره او ډير پاتیدونکې دی .

👈 ثواب په نیت یی خامخا نشر / شئیر Share کړئ !

Показано 17 последних публикаций.

1 053

подписчиков
Статистика канала