له ترانو سره د الله جل جلاله د ذکر حکم
لیکوال: مولوي صبغت الله وصيل
په تير شل کلن جهاد کې شعرونو او ترانو د مجاهدينو د احساساتو په ژوندي ساتلو، او د غرب د تبليغاتي څپې په وړاندې د اذهانو په وقايه او تنوير کې مهم رول ولوباوه.
د سنګر، جهاد، شهادت او استشهاد په ستايلو يې د مجاهدينو احساسات او جذبې يې تاندې وساتلې، قربانۍ او فداکارۍ ته يې وهڅول، د مسلمانانو په زړونو کې يې د جهاد ملاتړ، له کفارو برائت او د هغوی له غلامانو څخه نفرت کښيناوه.
د اشعارو او ترانو اغيز دومره زيات و چې صلیبي يرغلګرو هم درک کړی و او د څيړنې لپاره يې د طالبانو ترانې انګليسي ژبې ته ژباړلې ترڅو د دې ترانو او اشعارو د اغيزمنتوب رمز معلوم کړي.
په نبوي سيرت که نظر واچول شي هم ترې جوتيږي چې اشعار او ترانې د مسلمانانو د مورال په لوړ ساتلو او د دښمن د تبليغاتي يرغل په وړاندې مهم سنګر دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په اصحابو کې شاعران د جهاد په ډګر کې اشعارو ته هڅولي, حسان رضي الله عنه ته يې ويل چې د قريشو هجوه کوه ځکه دا په هغوی باندې د غشو له ګذارونو څخه هم درانه تماميږي. *(والذي نفسي بيده لكلامه أشد عليهم من وقع النبل)*.
چې کله کعب بن مالک رضي الله عنه ته شک ودريد چې په قرآنکريم کې د شاعرانو مذمت راغلی داسې نه چې زه د هغوی له جملې څخه شم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د ډاډګيرنې په پار وويل چې *(إن المؤمن ليجاهد بسيفه ولسانه)* دا کار جاري ساته، دا د جهاد يو ډول دی، مسلمان بايد هم په توره جهاد وکړي او هم په ژبه.
خو.......
ځينې وخت له ترانو او اشعارو سره داسې څه يوځای کيږي چې نه يوازې د جهادي او دعوتي ترانو دغه مکانت او منزلت پاتې کيږي بلکه دغه اسلامي ترانې د حرامې موسيقۍ په قطار کې دروي.
د بيلګې په ډول په دې وروستيو کې د ځينې ترانه ويونکو له لوري له ترانو سره داسې ساونډ ايفکټونه يا د الله جلاله ذکر په داسې ډول يوځای شوی چې دغه سپيڅلې ترانې او اشعار يې د نيکو خلکو او د علم د خاوندانو له پامه وربدې کړې دي او د مختلفو فکري مکاتبو علماوو يې په حرمت او ناروا والي تصريح کړې ده.
ځکه په دغو ترانو کې د الله تعالی د نوم له يادولو څخه موخه د ذکر پرته د نعت او ترانې سور برابرول وي چې دا د الله تعالی د نوم ډيره سخته بې ادبي ده.
سربيره پر دې په قصدي توګه د الله تعالی نوم په داسې توګه اخيستل کيږي چې ډول ته ورته غږ پيدا کړي چې دا د الله تعالی د نوم سپکاوی او توهين دی.
او بده لا دا چې د فساقو او فجارو د طرزونو تقليد او اتباع پکې کيږي چې دا په خپله مستقله ګناه ده.
لاندې له يو څه تفصيل سره د پورتنيو نکتو يادونه کوو.
لومړی دا چې دلته د الله نوم د ذکر په نيت نه بلکه د اوريدونکو د توجه رااړولو په خاطر کيږي، ځکه عموما ليدل کيږي کوم اشعار او ترانې چې کوم خاص پيغام له ځان سره نلري، يا يې شعري صنعت کمزوری وي، ترانه ويونکي د خلکو د توجه راجلبولو په خاطر ورسره د هو هو، يا د الله د نوم يادوي، د الله تعالی نوم په ځانګړې توګه تکراريږي چې له ورايه ښکاري چې دلته د الله نوم د دف او موسيقۍ د بديل په توګه راوړل شوی.
چې د الله تعالی نوم د دغسې مقصد لپاره يادول فقهاوو ناروا ګڼلی دی.
په الاشباه والنظائر کې ليکي:
رجل جاء إلى بزاز ليشتري منه ثوبا فلما فتح المتاع قال : سبحان الله أو قال اللهم صل على محمد إن أراد بذلك إعلام المشتري جودة ثيابه ومتاعه كره. الاشباه والنظائر.
ژباړه: کله چې يو څوک رخت پلورنکي ته راشي ترڅو ورڅخه کالي وپيري، هغه د رخت پرانيستلو پرمهال (سبحان الله) يا درود شريف وايي که يې موخه له دې ذکر څخه مشتري ته د خپل رخت او سودا کره والۍ ښودل وي، نو دا مکروه دي.
په الفتاوی الهندية کې هم همدغه مسئله په دغو الفاظو راځي:
مَنْ جَاءَ إلَى تَاجِرٍ يَشْتَرِي مِنْهُ ثَوْبًا فَلَمَّا فَتَحَ التَّاجِرُ الثَّوْبَ سَبَّحَ اللَّهَ تَعَالَى وَصَلَّى عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَلَى آلِهِ وَسَلَّمَ أَرَادَ بِهِ إعْلَامَ الْمُشْتَرِي جَوْدَةَ ثَوْبِهِ فَذَلِكَ مَكْرُوهٌ هَكَذَا فِي الْمُحِيطِ. الفتاوى الهندية
ژباړه: که يو څوک تاجر ته راغی ترڅو له هغه څخه کالي واخلي، کله چې تاجر رخت ويړ کړي د الله تعالی پاکي بيان کړي يا په نبي کريم صلی الله عليه وسلم درود ووايي، موخه يې مشتري د خپل ټوکر کره والی ښودل وي نو دا مکروه دي.
په فتاوی شامي کې يې هم دا کار مکروه تحريمي ګڼلی دی.
(قَوْلُهُ وَحَرَامًا إلَخْ) الظَّاهِرُ أَنَّ الْمُرَادَ بِهِ كَرَاهَةُ التَّحْرِيمِ، لِمَا فِي كَرَاهِيَةِ الْفَتَاوَى الْهِنْدِيَّةِ إذَا فَتَحَ التَّاجِرُ الثَّوْبَ فَسَبَّحَ اللَّهَ تَعَالَى أَوْ صَلَّى عَلَى النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - يُرِيدُ بِهِ إعْلَامَ الْمُشْتَرِي جَوْدَةَ ثَوْبِهِ فَذَلِكَ مَكْرُوهٌ.الشامية