شاعر … پیرمحمد کاروان
غزل
تورې بلبلې یو زرغون غزل د ژوند وایه
غنم پاخه دي بس دعا د ږلیبند وایه
د شنو طوطیانو ماشومانو خولې ترخې ترخې دي
سرود سرود شیرین شیرین لکه ګل قند وایه
په مینه شیرو شکر نقل و بادام نرمې پستې
خوږې خبرې د جانان راته په خوند وایه
چې یې اوښان په زعفرانو په لونګو وي بار
پسې نارې د شین خالیو په اېلبند وایه
کاروان جرس نه لري خوب وړی دی خوب وړی دی
شرنګ د بنګړو د سپینې سولې د مړوند وایه
#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara
غزل
تورې بلبلې یو زرغون غزل د ژوند وایه
غنم پاخه دي بس دعا د ږلیبند وایه
د شنو طوطیانو ماشومانو خولې ترخې ترخې دي
سرود سرود شیرین شیرین لکه ګل قند وایه
په مینه شیرو شکر نقل و بادام نرمې پستې
خوږې خبرې د جانان راته په خوند وایه
چې یې اوښان په زعفرانو په لونګو وي بار
پسې نارې د شین خالیو په اېلبند وایه
کاروان جرس نه لري خوب وړی دی خوب وړی دی
شرنګ د بنګړو د سپینې سولې د مړوند وایه
#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara