💧🔻️العشاء ادبي ټولنه🔻💧


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


سلام په ادب او احترام ګلانو دلته د ادب له بڼ نه هر قیسم خوندوره میوه ترلاسه کولای شی هیله کوم ادبي تنده به مو پري خړوبه شي
نوټ…زمونږ چینل هیڅ سیاسي اړخ نلري نه په کومي ډلي پوري تړاو او نه د کومي ډلي طرفداري کوي او نه هم ورته ژمن دی
#العشاء_ادبي_ټولنه

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


شاعر … اسرار عمر
زنګیدلي ښایستونه


غیرت څه دی؟ د با ننګو خلکو ژوند دی
سر ټیټي څه ده؟ د ړنګو خلکو ژوند دی

سوله څه ده؟ د خوش رنګو خلکو ژوند دی
جنګ بدرنګ ده د بدرنګو خلکو ژوند دی

زړه مې کلی ده او دلته له پخوا نه
د څو ښکلو او لونګو خلکو ژوند دی

هیڅ خپلیږي نه نفرت مې ترینه کیږي
ښاریه کې د هفت رنګو خلکو ژوند دی

مینه څه ده؟ خو ښایست د زنده ګۍ ده
یو تصویر کې د څو رنګو خلکو ژوند دی

په کوټه کې له مورکۍ نه راچاپیر یوو
په جنت کې د ملنګو خلکو ژوند دی

زنګیدلي زنګیدلي ښایستونه
له اسرار سره د بنګو خلکو ژوند دی


#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … سید جیلاني جلان
کوم غم د وطن وژاړم

کوم غم د وطن وژاړم ؟ ربه ربه ربه!
خلاص مو کړه له جنګه له غضبه ربه ربه!

درد دی په هوا ، خاوره، اوبو ،په ونو، بوټو
ناسته ده په هر څه دمرګ تبه ربه ربه!

کومه زمانه ده؟ په ښکاره د باطل توره
داده پرې کوي مو دحق ژبه ربه ربه !

څوک کوي په قوم، ژبه ، ناموس رزالتونه
چا خيټې مړې کړې له مذهبه ربه ربه!

مونږ سره جلانه ! ياري هيچا کړې نه ده
بې له کوم مطلبه بې سببه ربه ربه!

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شار … فردوس محترم
دوه کافیه

چي کله نه به ؤم اشنا ستا په چم هر مازدیګر
لکه چي پروت وي پر اوږو باندي سم غر مازدیګر

لږ دي یادوته نصحت وکړه نور نه دي راځي
راته راوړي ورځ کي د نوي غم خبر مازدیګر

شاعر سړی یمه دروغ به چاته څنګه وایم
راته جوړ کړی دی دې خپل قلم خطر مازدیګر

سنګه حیران حیران کاته کړې په کوم فکر کي یې
داچي حصاب شولې فردوس_محترم لمر مازدیګر

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … سباون

د وخت غربت کړه څومره سپکه ځواني
چې لټومه خپله ورکه ځواني

زمونږ د شپې شوګیرې خپل ضرورت
خو د اشنا یوه مچکه ځواني

په انتظار مې چاته خاورې کړله
لکه د ګل غوندې نازکه ځواني

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … جابر کندهاری

لستوڼی کی دی شرنګ اورم چاړه خیــژی مکاره
زه ځیـریمـه خپـل تیـغ بدی ترزړه خیـژی مکاره

زمـــــاپرســـرګوزاردی دژوندون ورستی خطاده
په دی به دی ورستی سلګی ترخوله خیژی مکاره

داڅـــــوک دي چه به ماله اوبو تږی پوری باسی
دوی خپله به وچ حلق له لوی مانده خیژی مکاره

لاس بـنـدکړه کنه لاس بدی ضروردروړم مـری ته
داږغ داســتــشــهــاد دلـوی کاله خــیــژی مکاره

یــــوچــــانس دی پنټګانه لمـن مه وهه اوروته
دی اورکی به دی دودله پتلانه خــــیـژی مکاره

دمـــوج سره زوال یی بـرخـلیـک ټاکـونړی کی
دفــتـرکی دافــغــان تــوری پاخه خیـژی مکاره

ابـدال یی نــنــګـولـی دی اشــرف تــهــانوی بیا.
وهــی دی مـــرهـټـیـه نامـــرد نـه خــیـژی مکاره.

جــابــربه یـه مــلــګــری شــم که چالښکر تیارکړ.
وچــغــی دبـــرمــاته کـه پــرغــره خـیـژی مکاره.

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … سید عبیدالله نادر
انتظار

تناب د زړه هم په شـــلیدو شو ته به کله راځې
انتـــــظار لمر په ډوبید شــــو  ته به کله راځې

له لالـــــهانده ژونده سا شوله تر ستوني سپره
فروغ د ژوند په ختـــمیدو شو ته به کله راځې

نا امیدي غوغــا شوه ګډه په کوڅـو د زړونو
د امیـد غر په ویلیدو شــو ته به کله راځې

په وطــــــــنپالو با احســـاسو زړونو اور بلیږي
فرزانه ګان په سره لمـــبو شو ته به کله راځې

قطرې د او ښــکو د هر چا دي په بڼو ولاړې
هره قطره په غورځـــیدو شــو ته به کله راځې

د انتظار سترګې مـو ځیر دي ستاراتلو ته په لار
د ستر ګو نور په ورکیدو شـــو ته به کله راځې

په غمو شین زړګی کوو به مونږه سـتا انتظار
زړه د هر چا په خوړنیدو شو ته به کله راځې

پردي وطن مونږ له غمه کړو د مرګ انتظار
د مسافر مرګ په راتلــــو شو ته به کله راځې

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … پیرمحمد کاروان
غزل

تورې بلبلې یو زرغون غزل د ژوند وایه
غنم پاخه دي بس دعا د ږلیبند وایه

د شنو طوطیانو ماشومانو خولې ترخې ترخې دي
سرود سرود شیرین شیرین لکه ګل قند وایه

په مینه شیرو شکر نقل و بادام نرمې پستې
خوږې خبرې د جانان راته په خوند وایه

چې یې اوښان په زعفرانو په لونګو وي بار
پسې نارې د شین خالیو په اېلبند وایه

کاروان جرس نه لري خوب وړی دی خوب وړی دی
شرنګ د بنګړو د سپینې سولې د مړوند وایه

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … عبدالمعروف سباوون
غزل

تیاره جوپې، جوپې را درومي رڼا چېرته لاړه؟
دنیا په تېر حالت کې نه ده ! دنیا چېرته لاړه؟

ربه ! روانه کیسه څه ده مونږ پرې نه پوهیږو
له کومه ځایه شروع شوې وه بیا چېرته لاړه؟

د ګناهونو بوج پرې زیات ‌ؤ عرش ته نه رسېده
که نه ! زمونږ له خولې نه وتې دوعا چېرته لاړه؟

باغي نفسونه څنګه مات شول ورته ښه وګورئ
د خدای په قهر کې ککړه [هوا ] چېرته لاړه؟

په محفلونو کې عجیبه خاموشي خوره ده
له موسکو شون‌‌‌‌‌‌ډو ویښوونکې خندا چېرته لاړه؟

هیبت وهلي توري راشي د غزل په ژبه
اخ! [سباوونه] د لفظونو ښکلا چېرته لاړه؟

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … محمد مهاجر
غزل

يوه د مينې نمونه ده
څه د عشق بله ډيوه ده

پسرلی عطر ورين دی
د بلبلو  زمزمه ده

د باران څاڅکي را اوري
د فضاء مسته وږمه ده

پري خفه زړونه ټکور شي
پر اسمان سره زرغونه ده

راټوکيږي زیړ ګلونه
ټوله دښته تکه شنه ده

د زاغانو  کډي لاړې
زموږ له چمه يې توبه ده

د خوښۍ پال مو ختلی
ازآدۍ مو مېلمنه ده

د شپونکي د شپيلۍ غږ دی
ورسره خپله رمه ده

د محمد مهاجر زړه
په غزلو پيمانه ده

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … سيد شاه سعود

ازاده سا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده
ټوله دنیا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

هغه چې غاړې به همځولو ورکولې سره
هغه ادا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

هم دا وبا وه چې دنیا دنیاداري کوله
هم دا وبا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

تاسو نازکې پاڼې ولې رژولې د ګل
د ګل موسکا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

سوا له ځانه او ایمانه خلک هیڅ نه غواړي
نوره دعا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

سعوده خلکو به بلا منافقت کولو
د ژوند رڼا په دنیا بنده شوه که نه شوه بنده

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … محمد انور تبسم

دا مه پوښته ملٙکه! چې د چا مرسته راغلې
په ځان دې ګوتې ووهه نن بيا مرسته راغلې

له خپلو رشته دارو او مالدارو نه ليست جوړ که
ورځه ولسوالۍ ته چې ويړيا مرسته راغلې

خواران او غريبان همداسې خوار او ذليل ښه دي
مالدارو باندې پام کوه اشنا مرسته راغلې

لونګۍ له سرو پريوتې رېښې شول ګريوانونه
دا شور چې لا زياتيږي خامخا مرسته راغلې

فطرت نه چې نيستمن وي، تر ابده به نيستمن وي
کني زما هيواد ته د دنيا مرسته راغلې

ولس د قرنطين روژه کړه ماته رابهر شو
له ذهنه يې وتلې کرونا مرسته راغلې

هر څوک چې د بې وسو لاسنيوى کوي په حقه
هغو ته له اسمان من سلوا مرسته راغلې

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … بختیار نیازی

خوره وره به دې خوشبو کړي هره خوا پسرلى
بيا به له ځان سره رنګونه راوړي ستا پسرلى

چې ترې خبر شي او شنې شنې پاڼې راوټوکوي
په چنارونو باندې وليکه اشنا پسرلى

د ستا د زلفو خوشبويي به پکې ورکه نشي
که کاڼي هم کړي سره ګلونه د صحرا پسرلى

تېر پسرلي کې مې لاس زر ګلونه مړاوي کړلو
جانانه پام چې وعدې ماتې نه کړې دا پسرلى

دا خاوره دومره کړئ په شنو بوټو سنګار بختياره
چې بايد وکړي دې وطن سره نکاح پسرلى

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر …حکمت الله خلیلي
غزل

هغه زما وجود کي سا ده دا ریښتیا ده
زما څلور کونجه دنیا ده دا ریښتیا ده

بې هَغې زما ژوندون توره تیاره ده
مور زما د ژوند رڼا ده دا ریښتیا ده

زه هَغې ته ور ځارېږم هغه ماته را ځاریږي
زه مجنون هغه لیلا ده دا ریښتیا ده

پاک نبي ﷺ مو فرمایلي د خپل رور غوښي خوړل دي
غیبت مه کوﺉ ګنا ده دا ریښتیا ده

غم به خود را باندي زور یې خلیلي تنها تنها یو
زه بې دې هغه بې ما ده دا ریښتیا ده

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … حکمت الله خلیلي

په دا راکړو نعمتونو دي هزار بار شکر
خو لویه خدایه یو (هغه) که وای نو ډېر به ښه وای

چي هغه نه یي زه پوهېږم ژوند مي ټول برباد ده
د یو دو ورځو مسله که وای نو ډېر به ښه واي

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … خالق یار احمدزی
هغوئ راوړه کرونا

چې اخته پرې ټول ملت دی هغوئ راوړه کرونا
رسنیو جوړ آفت دی هغوئ راوړه کرونا

ځوانان بیا ترې نه ډاریږي، په سپینږیرو یې زور بر دی
هیر چارواکو نه رشوت دی، هغوئ راوړه کرونا

نوم یې دروند، اثر یې کم، خو وبا ورته دوی وایي
په کفري نړۍ قیامت دی، هغوئ راوړه کرونا

پلانونه دي جوړیږي، مشران بیا قرنطین شوي
خو لا ارګ کې بغاوت دی، هغوئ راوړه کرونا

د ماسکونو بازار ګرم، د خوندونو بازار سوړ دی
محفلونو کې رخصت دی، هغوئ راوړه کرونا

مسجدونه یې تړلي، عقیدې یې سستې شوې
مسلمانو کې غفلت دی، هغوئ راوړه کرونا

نه مجنون شته، نه لیلی شته، نه قلم مو پر څرخیږي
خالقیاره جوړ هیبت دی، هغوئ راوړه کرونا

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … عبدالمعروف سباوون
غزل

ای ! زما روح کې ابادې ای! زما د وجود برخې
په دنیا کې رانه ورکې ! د دنیا د وجود برخې

ځه ! په بېرته راستنه شه زمانې ته داسې وایه
تیارې کله بېلوی شي ؟ د رڼا د وجود برخې

په یوازې وجود نه شي مینه دوه وجوده غواړي
درد به هم راسره وېشې ! خامخا د وجود برخې

د نظر اوبه دې راوړه د وصال تر سیورې لاندې
هجر سره اور ته نیولي راته بیا د وجود برخې

مروره د وختونو. ! راځه روغه سره وکړو
د دروغو رانه لرې! په رښتیا د وجود برخې

تخئيل کې بادشاهي کړه [سباوونه] امید ساته
خو د نن په سترګو ګوره د سبا د وجود برخې

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … عبدالمعروف سباوون
غزل

مانه پاتې شولې یاره ! تاته شاته شاته ګورم
تیندک وخورمه په لاره ! تاته شاته شاته ګورم

ما د خپل قامت له سیوري تروږمۍ ته پناه راوړه
راپسې نه شې ازاره ! تاته شاته شاته ګورم

د زیړي لمر منظرې دې څوک رایاد کړو مازیګره!
بیا دې وویستم له کاره ! تاته شاته شاته ګورم

مخه ښه مې بېوسي وه په اوښلن نظر روان شوم
زړه مې نه کیږي نګاره ! تاته شاته شاته ګورم

ځواني خپله مې بایللې د وعدې سبا یې کوم دی؟
نور مې پرېږده انتظاره ! تاته شاته شاته ګورم

په تلو تلو کې راته وايي ستا قسمت ‌ؤ [سباوونه]
اوس دې خپلې اوښکې شماره تاته شاته شاته ګورم

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … حکمت الله خليلي

نن له رانجو ډکه سلایي سترګو کي تېره کړه
وخت وهلي مینه مي په زړه کي رابرسېره کړه

مرګ او ژوند دخدای په لاس په خدای به بروسه ساتو
کلکه غېږه راکړه کرونا مرونا هېره کړه

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … دانــش

بلها مودې وشوې چې شنه دي غنم نه وجيګي
داډيرې ورځې مې په ىترګوکې نم نه وچيګي

هغې لمده لوپټه بيا دخوړ په کاڼو پرې ښــــوه
هغې وې بس دى ډيرناوخته شوځم نه وچيګي

هسې عبث مې زيارتونو بانــــدې مه ګرځوۍ
چامې يوښودي په زخمونو ملهم نه وچيګي

ملا په دې خبره زه د دين نه ويستــــــــــمـه
ماورتوې چې پرهرونه په دم نــــــه وچيګي

هغه چې اوبه ږود دستاپه شان دى هيڅ نه وايې
هغه ګل لوند په خپلو اوښکو ساتم نــــه وچيګي

دانــــشـه خونــــــدې دعـاګــانې نــمونې دالفــــت
دانــــشـه وروه نعمتونــــــــه موسم نــه وچيګي

#العصر_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara


شاعر … حمزه بابا
جونګړه

راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
راځه چې د وصال جوړه دنیا کړُو په دنیا کې
د ګل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې
پیدا چې د خندا نُور افشاني کړُو په ژړا کې
تر هغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

ډیوه د مشغولا شي زموږ بله چې نماښام شي
نماښام د لیلا لاس کې د شفق د مَیَو جام شي
بدځان یې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي
د مَیَنو پټ پټاڼې وي د سترګو په ځمبل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

منت د پاره پېغلې پلوشې که د نمر راشي
جولۍ کۍ غوړولې راته ګل په بستر راشي
هر څو که پریشانۍ په لاس نسیم د سهار راشي
ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنګل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

چې جوړ کړُو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه
جوټې چې نرمې نرمې را له راکړي نګهتونه
اغوستي مو د ګل د رنګینۍ وي څادرونه
تر هغه وخته زانګو چې وخت ورک شي په زانګل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

جذبې چې د پریشانه غوندې مینې کړُو راجمع
دوه شؤي زړونه یو کړُو، ترې پیدا کړُو یوه شمع
ساز واخلي پتنګان چې شي راټول د سوز په طمع
احساس چې فرق ونهٔ کړای شي په سوال او سوځېدل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

فضا د پسرلي چې ګل ورینه خندا کاندي
ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمینه خندا کاندي
زلمی چې د ارمان سهار جبینه خندا کاندي
پېیلي ورته د شپې نایڼه ستوري په وربل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

راځه چې شُو بهر د دغو شپو ورځو له جاله
پرواز په داسې حال وکړُو چې ؤوځو له حاله
یو حال داسې پیدا کړُو چې مو حال وځي له خیاله
بیا خیال یوه کړۍ کړُو د وصال په سلاسل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

وتلي اسوېلي مو چې وریځ هلته د نُور وي
هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سُرور وي
برېښنا مو د ښایست د تبسم د زړه په طُور وي
احساس چې شي د خود او د بې خودۍ په جاروتل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

جهان مو یو جهان وي، د جهان د حِس نه لیرې
مکان وي یو مکان، د لامکان د حِس نه لیرې
تل دواړه یو حمزه یو، د وجدان د حِس نه لیرې
ازل ابد چې دواړه شي فنا زموږ په تل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې

#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara

Показано 20 последних публикаций.

239

подписчиков
Статистика канала