غني له خلیلزاد سره په لیدنه کې د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې اقداماتو باندې خبرې کړې
فاتح عبید / نن ټکی اسیا
د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره په لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل وړاندې اقداماتو باندې خبرې کړې.
له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د اشرف غني مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار، د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د غني فوق العاده استازي، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس، د چارو ادارې عمومي رئیس او په افغانستان کې د امریکا سفارت شاژدافیر هم حضور درلود.
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «د کتنې په مهال د سولې پر پروسې، د مخامخ مذاکراتو تر پیل وړاندې عملي اقداماتو، د اورکم او نا اعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د بین المللي ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو بحث او خبرې وشوې.»
د خبرپاڼې په بنسټ، له خلیلزاد سره په خبرو کې غني افغان سولې ته د خپل حکومت ژمنتیا یاده کړې، سوله یې د افغانانو اساسي غوښتنه بللې او ادعا یې کړې، چې په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي او له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوي.
غني او خلیلزاد داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل وړاندې «عملي اقداماتو» غږېږي، چې په دې وروستیو کې د طالب او دولتي زندانیانو د تبادلې له دوام سره هم مهاله د بین الافغانی مذاکراتو پیل ته هیلې زیاتې شوې.
طالبان وایي، که ددوی او امریکا تر منځ له شوې توافقنامې سره سم یې پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره خبرې وکړي.
بل لور ته زلمی خلیلزاد چې د امریکا له قوله د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د لومړنیو ګامونو اخستلو ته د زمینې برابرولو په موخه یې سیمې ته تازه سفر پیل کړی، شنونکي یې په اړه هیلمن دي چې د بین الافغاني مذاکرتو د پیل په برخه کې به لومړنۍ ستونزې هوارې کړي.
نوموړي تر دې وړاندې یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې او تر هغه وروسته د پاکستان د پوځ له لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» سره د افغان سولې په اړه غږېدلی.
#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News