🕋 تـلاش دیني څانـګه 🕋


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


پـه سلامـونـو مـو هرکلی کوو،
#تـلاش_نشراتـي_ټولنه کي دیني څانګـه ده قرآنکریم، احادیث او دیني مسائل درتـه نشر کوو
د چینل په نشر کولو کي مرسته وکړئ،
ستاسو مرسته زمونږ ودۀ.
ورور مــو :- #غـاویـر_تـلاش

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


#دیني_معلومات

#د_جومات_آداب
①/- جومات ته د ننوتلو په وخت کې بايد اول ښي پښه وړاندې شي او دا دُعا وويل شي :

( اَللهُمَّ افْتَحْ لِی اَبْوَابَ رَحْمَتِک )َ .

#ژباړه:
ای الله ﷻ ! زما پر مخ د خپل رحمت دروازې پرانيزه.

②/- جومات ته تر ننوتلو وروسته ، له کښيناستلو مخکې ، دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کول پکار دی ،
د رسول الله ﷺ ارشاد مبارک دی :
په تاسې کې چې څوک جومات ته ولاړ شي ، تر څو يې چې دوه رکعته لمونځ نه وي کړی ، تر هغې دې نه کښيني.
( بخاري و مسلم )

③/- له جومات څخه د وتلو په وخت کې باید لمړی چپه پښه وړاندې شي او دا دُعا به ووایئ :

( اَللهُمَّ اِنِّی اَسْئَلُکَ مِنْ فَضْلِک)َ .

#ژباړه:
ای الله ﷻ ! زه له تا څخه ستا د فضل او کــــرم غوښتونکی يم .

④- په جومات کې د زيات نقش او سـینګار کوښښ کول نه دي پکار .

⑤/- جومات ته په داسې حال کې تلل چې ، اوږه ، پياز ، تنباکو او نور بد بويه شیان مو خوړلي وي ، مکروه دي ، لمړی باید خپله خوله پریمنځئ او بيا مسـجد ته داخل شئ .

⑥/- په جومات کې خبرې کول ، شور کول ، پلورل او اخیستل مکــــروه دي ؛ خو له بده مرغه ، زمونږ د هيواد په ډيرو برخو کې چې ژمی شي او خلک وزګار شي ؛ نو بيا په جومات کې خپل بنډارونه کوي .

رسول الله ﷺ فرمایلي :
څوک چې په جومات کې خبرې کول پيل کړي ؛ نو ملائکې په لمړي ځل ورته وايي :

( اُسْکُتْ يَا وَلِیَ اللّه ) !
يعنې چوپ شه ، ای د الله ﷻ دوسته !

که بيا هم خبرو ته دوام ورکړي ؛ نو ملائکې ورته ووايي :

( اُسْکُتْ يَا بَغِيْضَ اللّه ) !
یعنې چوپ شه ای د الله ﷻ دُښمنه !

که بيا هم چوپ نشي ؛ نو په دريم ځل ملائکې ورته ووايي :

( اُسْکُتْ لَعْنَتُ الله عَلَيْک )َ !
يعنې د الله ﷻ لعنت دې وي پر تا ، چوپ شه !

همدارنګه په مشکوة شريف کې ، د شعب الايمان په حواله يو روايت کې راغلي :
جناب رسول الله ﷺ فرمایلي :
په آخره زمانه کې به داسې خلک پيدا شي چې ، جومات ته به راځي ، هلته به ډلې ډلې کښيني او دُنياوي خبرې به کوي ، تاسې له داسې خلکو سره مه کښينئ ؛ ځکه چې الله ﷻ ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته .
(عمدة الاحکام صــ۷۵)

ابن همام رحمه الله وايي :
په جومات کې دُنیاوي خبرې کول ، نيکي داسې له منځه وړي ؛ لکه وچ بوټی چې اور له منځه وړي .
(فتح القدير)

⑦/- په جومات کې په اوچت آواز لمونځ کول نه دي پکار ؛ ځکه چې د نورو د لمونځ د اخلال سبب ګرځي او د نورو په لمانځه کې اخلال ګناه ده .

⑧/- د جومات دروازه تړل نه دي پکار ، که د سامان د غلا خطر وي ؛ نو په هغه وخت کې يې تړلی شۍ ؛ چې د لمانځه وخت نه وي .

⑨/- جومات ته په جنوب ، نفاسې او حائضې حالت کې ننوتل ګناه ده .

⑩/- په جومات کې لاره جوړول ناجايز دي ، که سخت ضرورت وي ، باک نلري .

⑪/- په جومات کې چې کوم ځای خالي وي ، هلته کښيناستل پکار دي ، د خلکو په اوږو تيريدل ګناه ده .

⑫/- په پښو پورې که څه ګندګي یا خټې نيښتې وي ؛ نو جومات ته له ننوتلو مخکې یې مينځل پکار دي .

⑬/- جومات ته د داسې ماشومانو بوتلل چې ، د متيازو حال نشي ويلى ، يا داسې بې عقل او ليونی چې ، په پاکۍ او ناپاکۍ نه پوهيږي ، ننوتل پکار نه دي ، داسې ماشومان چې د لمانځه سن ته نه وي رسيدلي ، لمونځ کونکو ته د آزار سبب ګرځي .
او هغه چې جومات يې تلل مشروع وي ، د جومات اهل بايد پر هغوۍ سخت ګيري ونه کړي .
( اسلامې فقه، فتاوی اسلامية، عمدة الاحکام، فتاوي المحمودي حنفي ).

#حـکایات_اودیني_معلومات
#دیني_څانـګــہ
@DeeniSaanga


#دیني_معلومات
لمونځ

د لمانځه واجبات:
①/. سورة الفاتحه (الحمدلله) ويل.
②/. له الحمدلله وروسته سورت يا درې اياتونه ويل.
③/. له سورت مخکې الحمدلله ويل.
④/. د فرضو په اولو دوو رکعتو کې قرائت ويل.
⑤/. په ارامي سره لمونځ کول.
⑥/. په څلور رکعتيز او درې رکعتيز لمانځه کې لومړي ناسته ( قاعده ) کول.
⑦/. په اوله او دوهمه ناسته کې تشهد ( التحيات) ويل.
⑧/. د لمانځه په پای کې د سلام لفظ ويل.
⑨/. په وترو کې دعاء قنوت ويل.
⑩/. د سهار،ماښام،ماخستن،جمعې،اخترونو او درمضان په مياشت کې په تراويحو او وترو کې د امام لپاره په زوره قرائت ويل
⑪/. د اخترونو په لمونځو کې زيادت تکبيرونه ويل
⑫/. د ماسپښين او مازديګر په لمونځونو کې د امام لپاره قرائت کرار ويل.

📌نـوټ:
د واجباتو څخه يو هم په هېره پريښودل يا ځنډول، د الحمدلله وروسته سورت ځنډول، دسورت ترختمېدو وروسته رکوع ځنډول، تر رکوع وروسته سجده ځنډول، د فرضي لمانځه په لومړۍ ناسته کې التحيات تکرارول، د التحيات پر ځای الحمدلله ويل يا د الحمدلله پر ځای التحيات ويل، سجده سهوه لازموي.
د سجده سهوي د نه کولو په صورت کې لمونځ تاواني دی.
( له نقصان سره ده بايد بېرته را وګرځول شي).

#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga


#دیني_معلومات
لمـونـځ

د لمانځه فرضونه
لمانځه کې څوارلس فرضونه دي، اته یې خارجي فرضونه (شرطونه) دي او شپږ یې داخلي فرضونه (ارکان) دي.

د لمانځه شرطونه

②/. په پاکو اوبو اودس کول يا د پاکو اوبو په نشتوالي کې په پاکه خاوره تيمم وهل
②/. له هر ډول مرداري څخه بدن پاکول
③/. له هر ډول مرداري څخه کالي پاکول
④/. له هر ډول مرداري څخه د لمانځه د ځای پاکول
⑤/. عورت پټول
⑥/. قبلې ته مخامخ کېدل
⑦. هر لمونځ پر خپل وخت کول
⑧/. دلمانځه نيت کول

د لمانځه رکنونه

①/. لومړی تکبير ويل
②/. د قدرت په وخت کښي په ولاړه لمونځ کول
③/. په هر ډک رکعت کې د قرآنکريم يو اوږد يا درې لنډ اياتونه ويل
④/. رکوع کول
⑤/. سجده کول
⑥/. د(التحيات) په اندازه اخره ناسته (قاعده) کول

نـوټ:
📌که له پورتنيو (١٤)فرضونو(شرطونو او رکنونو)څخه يو هم پاته شي لمونځ نه صحيح کېږي او بل صحيح لمونځ کول پرې فرض دي.

#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د خلګو سره په خوشاله څيره مــخامخ کــېدل د دوزخ اور حـــرامــوي.
( ترمیذي )
📹
#تـلاش_ویډیوي_څانــګـہ
https://t.me/TalaashVideo


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
‏ماشآء الله
له افغاني معصومو حنجرو څخه د قرآن کریم څو مبارک ایتونه واورئ، خپله اسلامي مینه پرې خړوبه کړئ او ویډیو درسره نشر کړئ.

#دیني_څانـګه
https://t.me/DeeniSaanga


Репост из: 🌹زندانی ګلاب🌹
#مـرغـلـره درود شریف

قَالَ رسولُ الله ﷺ :
إنَّ مِنْ أفْضَلِ أيَّامِكُمْ يَومَ الجُمُعَةِ ، فَأكْثِرُوا عَلَيَّ مِنَ الصَّلاةِ فِيهِ ، فَإنَّ صَلاَتَكُمْ مَعْرُوضَةٌ عَلَيَّ
.

#ژباړه:
رسولُ اللهﷺ وفرمایل:
ستاسو پـه ورځـو کي د جمعې ورځ افضلـه (بحتره) ده،
ډیر درود ووایاست پـر ما باندي پـه دغـه ورځ کي،
پـه تحقیق سـره ستاسو درود تر ما را رسیږي.
🤲🔰
#الـدعاء_اذکار_اودرودشریف
https://t.me/Gulab_Gulab/681


#مـسئلـه

سوال:
سود (رباء) ولي په اسلام کي حرام دئ؟ ( فاطمه موسکا- کاناډا)

ځواب: عبدالغفار جُبیر
له یوه فقیر، محتاج او غریب سره مرسته کول مروت او انساني غوښتنه ده ، خو سود د ټولو انساني اخلاقو مخالف دئ.
۱:سود خوره انسان له هر چا څخه د خپل اصلي رقم څخه علاوه سود اخلي، نو دغه زائدي روپۍ د څه شي معاوضه ده؟
۲: سود (رباء) د انسان څخه رحم اخلي او بې رحم او ظالم انسان ورڅخه جوړوي، په سود کي بې ایماني، فریب، خطا ایستل او داسي کړنې عملي کیږي چي انسان د انسانیت له دائرې څخه باسي.
۳: سود (رباء) د یوه هیواد د ترقۍ لپاره ستر خطر دئ ، داځکه کله چي یو کس د سود په ذریعه روپۍ ولاسته راوړي، دا ډېره هوسا طریقه ده، دغه سود خوره انسانان نه صنعتي کارونه کوي، نه حرفوي کارونه کوي، نه زراعتي کارونه کوي، نه تجارتي کارونه کوي او نه هم نور پرمختیایي کارونه کوي، نو ځکه پرمختګ نه کیږي، د سود ګټه انفرادي ده او اجتماعي ګټه نه ده، و بل لورته تجارت، صنعت او نور کارونه ټول اجتماعي ګټه لري.
۴: سود خوره انسان صله رحمي نلري، انساني همدردي نلري او مروت یې هم کډه کړې وي، چي دا ټول خبیث عادتونه دي.
۵: د سود له کبله د انسان توجه صرف د مال و لورته وي، او زړه یې د دنیا د محبت څخه ډک وي، طمع او حرص یې ډېر وي، هر ښه کار ورته ناوړه ښکاري.
۶: په تجارت کي د جانبینو له لوري رضاء شته، د جنس د رانیولو پر مهال خیار عیب، خیار شرط او خیار رؤیت سته خو په سود کي دا هیڅ نسته، خو په سود کي رضاء نشته، سود خوره که زور وي او که جبر وي خپل سود غواړي.
۷: د تجارت مقصد دادئ چي و ټولو انسانانو ته یې ګټه رسیږي د خلکو حاجتونه پوره کیږي، خو د سود له کبله ګټه صرف یوه کس ته رسیږي، او ټولنه هیڅ ارزښت ورته نلري.
۸: سود (رباء) په ټولو شریعتونو کي حرام وو. (تفسیر قرطبي: ۳/ ۳۶۶) په اوسني بایبل کي یې هم د منع حکم شتون لري لکه:
بایبل: خروج باب ۲۲: ۲۵، انجیل لوقا باب ۶: ۳۵
۹: د سود په روپو سره نه صدقه کیږي، نه خیرات کیږي، نه جهاد کیږي، نه حج کیږي او نه یې صله رحمي قبلیږي.
۱۰: هر هغه کس چي سود (رباء) حلال ګڼي هغه د امت په اجماع سره مرتد او کافر دئ.
تاسي کولای شئ چي د سود (رباء) په هکله نور معلومات د شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب په دې کتابونو کی مطالعه کړئ:
سودي بینکاري، معاشي مسایل، فقهي مقالات، فتاوی عثمانیه.

#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga


#غیر_شرعي_مینه.!!!

په انسان کې تر ټولو دانسان قیمتي ترین څیزونه دانسان نه اخلي.!
#زړه
دانسان زړه مکمل هغه طرف ته مائیل شي دزړه محیط مکمل ورنه غصب کړئ!!
#عقل
دانسان عقل فکر تصور هرڅه ترینه اخلي..
بلکل مکمل بېعقل شي په دې نه پوهیږي چې داولې زه داسې کوم داولي زه هرڅه قربانوم ولي وخت ضایع کوم ...!!
#وخت
د انسان لپاره په قیمتي ترین څیزونو کې
چي ده هغو سرمایو نه یو وخت ده
او دا غیر شرعي مینه دانسان وخت اخلي
نو چې دانسان وخت واخلي هغه په بلها ستونځو کې راګیر کیږي!!

#راحت #سکون
همدغسې انسان بې سکونه کوي لټ په لټ به اوړي را اوړي په ځان به نه پوهیږي!
عبادت به ترینه پاته یې کورنۍ ملګري به هرڅه ترینه پاته یې بس یوازي به یې
هرڅه په هغه پسي تړلي وې..!!

#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga


Репост из: ځوان نسل
وقت څه دی ؟

  وقت څه ده؟

له فيثا غورث څخه پوښتنه وشوه: وقت څه ده؟ ده ورته وويل: وقت د دنيا روح ده.

يوه بل وويل: وقت هغه ستره هستي ده چې شاه، ګدا، شتمن، نيستمن، زورور، كمزوري، زاړه او واړه ته يو ډول وركول کېږي او لا يې زياته کړه، وقت له يوه وحشي نه مهذب او له مهذب نه يو ملائك صفته انسان جوړه وي، له ناپوهانو څخه پوهان او له مسكينانو شتمن جوړه وي.

يوه بل تن وويل: وقت هغه خامه ماده ده چې هر څه ترې جوړولى شې او بيا يوه سپېنږيري دساه ختوپه مهال داسې وويل، ژوند خو په يوه دروازه واته او په بله ننواته دي، عمر ژوند او وقت همدغه ده. متاع وقت .

دوقت اهمیت 

۱= الوقت من ذهب ان لم تدركه ذهب.

زباړه :وقت سره زره دي که کارځيني وانه خلي ضائع کیږي .

۲= الوقت كنز ان ضيعته ضعت.

ژباړه :وقت یوه خزانه ده  چې ډیرپه اسانه ضائع کیږي

۳= الوقت هو المادة الخام للحياة.

ژباړه :وقت دژوند خام اوبنیادي مواد دي .

۴= إضاعة الوقت أشد من الموتأن إضاعة الوقت تقطعك عن  الله والدار الآخرة، والموت يقطعك عن الدنيا وأهلها .

ژباړه ، دوقت ضائع کیدل ترمرګ هم سخت ده .ځکه دوقت ضائع کیدل دي له الله تعالی سره تعلق پري کوي اومرګ له دنیا سره .

۵=  الوقت عدو مجتهد لا يقتلة الا كل مجتهد.

ژباړه : وقت یو زیارکښ دشمن  ده هیڅوک یې له منځه نشي وړلای مګر هغه چې زیارایستونکی اومحنت کونکی وي  .

دوقت په اړه د ابن جوزي توصيه

واعلم :يا بني ان الايام تبسط ساعات والساعات تبسط النفاسا ……… ژباړه: ښه پوشه زويه! د ژوند ورځې د څو ساعتونو نوم ده او ساعتونه د څو شيبو نوم ده او هره شيبه د لوى خدای ﷻ يوه ستره خزانه ده، د يوې يوې شيبې قدر وکړه، چې بې ګټې در څخه تيره نشي او چې د قيامت په ورځ د ژوند دا ستره هستي هسې خالې ونه مومې، چې بيا پرې خپلې اوښکې تويوي او پېښمانه وي.

ګوره! د هرې لمحې او شيبې حساب كوه، چې ستا وقت چيرې او كوم ځای کې تيریږي او دا زيار باسه چې د ژوند هره لمحه دي په ښه كار كې مصرف شي، له بې ګټې ژوند او وقت تیرولو څخه ځان وساته.

محنت او كوشش د ځان عادت جوړ کړه، د قبر صندوق ته داسې څه ور ولیږه، چې د ورتګ په مهال پرې هوسا او خوشحاله شې. متاع وقت ص\56

الحدیقه ص\۱۵۰

#ځـوان_نـسل
@Aodaapata


#قیمتي

ویې لولئ چې زړونه مو سکون پیداکړي .

الله ﷻ فرمایي :

اې انسانه ...!
له هیڅ قدرت او پادشاهي څخه مه ويریږه !
تر هغې چې زما قدرت او پادشاهي موجوده وي
او زما قدرت او پادشاهي نه ختمیږي .

اې انسانه ...!
د خپل رزق او روزي له کمیدو څخه مه وېرېږه !
تر هغې چې زما خزانې او نعمتونه موجود وي او زما خزانې خلاصېده نه لري .

ای انسانه ...!
ته مې د خپل عبادت لپاره پیداکړي یې !
نو شیطانت مه کوه .

ای انسانه ...!
ستا د رزق ضمانت مې کړی ، نو خپل ځان مه ستړی کوه،
زړه دې مه ستړی کوه او مه پرېشانه کېږه .

او په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي،
که ته په هغه رزق چې ما یې ضمانت درکړی او درته درکړی مې دی ، راضي شوې ، زړه او جسم ته به دې سکون درکړم .
نو هغه وخت به تا منونکی او شکر کوونکی ومومم،

او هغه رزق چې تا ته مې درکړی که پرې راضي نه شوې ، نو په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي،
د دنیا په رزق او چارو به دې داسې مصروفه کړم ، لکه وحشي حیوانات چې په دښتو کې په خوراک پسې منډې وهي او په پای کې به هغه څه په لاس درشي چې ما درته مقرر کړي دي .

اې انسانه ...!
ما ځمکه او آسمانونه پیداکړل او د هغوی په پیدایښت کې ستړی نه شوم .
ته فکر کوې ستا لپاره یوه ډوډۍ به ما ستړی کړي ؟

اې انسانه ...!
له ما څخه د سبا ډوډۍ نن مه غواړه ، هغه ډول چې زه ستا څخه د سبا کارونه نن نه غواړم .

اې انسانه ...!
تا سره مینه لرم ، نو دا زما حق دی چې ټول زما سره مینه وکړۍ .

#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga


Репост из: 🌹زندانی ګلاب🌹
رسول اللهﷺ فرمایي:

جمعه ستاسي په ورځو کې غؤره ورځ ده، نو پدې ورځ پر ما زیات درود وایی.
مُـحَـــمَّـدﷺ

اَعُوذُبِاللهِ مِنَ الشَّیطَانِ الرََّجِیم
بِســــــــــــــــــمِ ﷲِالرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا¤

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد¤

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد¤

د جمعې د ورځي مسنون اعمال:
①/: غسل کول
②/: مسواک لګول
③/: ښایسته لباس اغوستل
④/: عطر وهل
⑤/: سورة الكهف تلاوت کول
⑥/: وختي مسجد ته تلل
⑦/: امام ته نژدې کښېنستل
⑧/: د خطبې په وخت کي چپ اوسېدل (واجب)
⑨/: د دعاء د قبلېدو د لحظې تلاښ کول
⑩/: پر نبي کریم ﷺ ډیر درود ویل

📌دهر ډول دعاګانـو ، اذکار او درود شریف لپاره زمونږ چینل جواین او د ملګرو سره شریک کړئ.

. 👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇

الـدعاء_اذکار_اودرود_شریف


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
ورځنی حديث
عاجـــــزي غـــوره کړئ
مسلم


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
سورة البقره
۲۶ څخه تر ۲۸ ایة پوري
ژباړه: پښتو


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
خکلې نعت شریف📹

ده سترګو تور ده زړه ټکور یی قربان دی شمه


Репост из: تـلاش نشراتي ټولنـه
کافره ورځ کې زه پنځه ځله جنت ته ځمه
زه د خپل رب سره پنځه ځلې خبرې کوم!

تـلاس_نشراتي_ټـولنـه
ـــــ د غـوره انتخابي چینلـونـو ځانـګړی لیست ـــــ


دیني معلومات واټساپ⑤

ادبي لیکني

زهیر انلان کتابتـون

فکري درسـونـه

دیني معلومات واټساپ⑦

استاد محمد یاسر

مولوي عبدالرحمن اخندزاده

پټ وهابیان وپېژنئ

الـدعاء،اذکار او درود شریف

د ادب غمي

دیني معلومات وټساپ④

حکایت مثنوي

پښتـو بارنامې

ادبي ټـولـنه

تـلاش د ترانـو کور

فِـردوس محترم

احمدظاهر اسلام یار

رښتني لار

د ځنګل زمریان

خواجه مقصود مخلص

قـافـلـه

حنفي شپون

دیني معلومات واټساپ③

نبوي حادیث

زمونږ ویاړونـه

عبرتناکـه کیسې

دیني معلومات واټساپ②

د لینکونـو نړۍ

د ټلیګرام د ستـونځو حل

زاهـد اشنا

زمونږ د علماء عقیده

ستـوري بصري څانـګـه

سبحاني کندهاری

ستـوری ځپرندویـه اداره

تـلاش میډیا

انـګازــــه

لاس نیوی

الـدعاء

قِـرآتُ الـقُـرْآنٌ

د غوره شاعرانـو انتخابي شعرونـه

تـلاش دیني څانـګــہ

د واټساپ دلینکـونـو چینل

نوي معلومات New information

دقیق خبرونـه

کتابي خبري

تـلاش کتابتون

حکایات او دیني معلومات

حکایات اودیني معلومات یوټیوب

رښتني مـرغـلـري

شمشاد ټلویزون

د ژوند مازدیګری

د شاعرانـو غورچاڼ

رمضان خپرندویـه اداره

ستر جنرال مبین خان

ژوند او جانان

د معلـوماتـو نړۍ

د موبايل اپليكېشنونه

دیني معلومات واټساپ⑥

حقمل کندوزۍ ډیزانونـه


کـه د کوم ملګري لینک رانـه پاتي شوی وي رابطه👇

اډمین ورور مـو


Репост из: رښـتـني مـرغـلـري
#مـرغـلـره

حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ أَيُّوبَ ، وَمُحَمَّدُ بْنُ عَبَّادٍ ، وَاللَّفْظُ لِيَحْيَى، قَالَا : حَدَّثَنَا مَرْوَانُ بْنُ مُعَاوِيَةَ ، عَنْ يَزِيدَ ، يَعْنِي ابْنَ كَيْسَانَ، عَنْ أَبِي حَازِمٍ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " اسْتَأْذَنْتُ رَبِّي أَنْ أَسْتَغْفِرَ لِأُمِّي، فَلَمْ يَأْذَنْ لِي، وَاسْتَأْذَنْتُهُ أَنْ أَزُورَ قَبْرَهَا، فَأَذِنَ لِي.

د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ما له خپل رب څخه إجاﺯه طلب کړه ، چې د خپلې مور لپاره بخښنه وغواړم ، نو إجاﺯه يې را نه کړه. او إجاﺯه مې طلب کړه چې د هغې د قبر ﺯيارت وکړم ، نو إجاﺯه يې راکړه.

رواه مسلم ، ٩٧٦ (١٠٥) الجزء رقم :3، الصفحة رقم:65
سنن ابي داود ٣٢٣٤ - سنن النسائي ٢٠٣٤ - سنن ابن ماجه ١٥٧٢
مسند أحمد ٩٦٨٨

إمام نووي رحمه الله ددې حديث په شرح کې ليکي: چې پدې حديث کې د کافر لپاره د بخښنې غوښتلو څخه منع راغلې ده.
شرح مسلم ٩٧٦

#رښـتـنـي_مـرغـلـري
@Marghalri


Репост из: ځوان نسل
#مصروفیت

لیک … فـردوس محترم

مـوږ هـره ورځ بوخت یو،
مونږ ټـوله ورځ بوخت یو،
پـه فسبوک ، مسینجر ، ټلیګرام ، واټساپ ، انستګرام ، یوټیوب ، ټویټر او نـورو ټولنیزو شبکو کي.
مګر یوازې بوختیا ڪافـي نه ده،
باید دا معلومه ڪڔو چي مونږ پـه څشي بوخت یو،
دا باید محاسبه کړو چي دا بوختیا مو ګټـه کي او کـه پـه زیان کي تمامیږي؟
دا چـي په څه شـي بوخت یوو! دا خـو به معلـومه وي.
خو دا چي ددې بوختیا ګټـه او زیان د پرتلې لپاره مو کوم وخت بېل کړی که نـه دا مهم ده.
د شاتو مچۍ هم بوخته وي او میاشه هم،
د شاتو مچۍ ستایل ڪېږي، کار ، ګټـه او پیل ؤ انجام یې معلـوم وي.

خـو بل خوا میاشـه (غوماشه) خلګ په زهرو سره نازوي، هیڅ کومه ګټه او د ستایلو ټکي تـه لار نلري.
ولي؟؟؟
جواب یې اسان دي،
د شاتـو د مچی ګټه معلومه ده.
د شاتـو د مچی کار او بار معلوم دی.
د شاتـو د مچی مصوفیت بې ځای ، بې ګټي او بې دلیلـه نـه دی.
خـو ولي د میاشي د مصروفیت هیڅ ګټـه نـه ښکاري.
نـو ای زما اوده اولسه!
تاسـو باید ځان د شاتو د مچی پـه شان جوړ کړی او خپل د ورځني ژوند محاسبه وکړی.

📌د ټولـو ورونـو نـه مي دا خواهش دی چي پـه دا ټولنیزو شبکـو کي خپل بې ځایـه مصروفیت نـه ځان وساتي.
د ټولنیزو شبکـو « فسبوک ، مسینجر ، ټلیګرام ، واټساپ ، انستګرام ، یوټیوب ، ټویټر » او نـورو ټولنیزو شبکو بې ځایـه او بې ګټي کارول بند کړی او که کوم ورور يې د ضرورت او یا د خدمت لـه وجهي کاروي خیر.

#ځوان_نسل
@Aodaapata


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خوراک بدي نه بيانوله.
(متفق عليه)

#دیني_څانـګه
https://t.me/DeeniSaanga


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
ورځنی حديث
د الله تعالی يو کم سل نومونه دي.
(بخـــاري)

#دیني_څانـګه
https://t.me/DeeniSaanga


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
سورة البقره
۲۳ څخه تر ۵۲ ایة پوري
ژباړه: پښتو
نشروونکی : #تـلاش_نشراتي_ټـولـنه

#دیني_څانـګه
https://t.me/DeeniSaanga

Показано 20 последних публикаций.

269

подписчиков
Статистика канала