#قیمتي
ویې لولئ چې زړونه مو سکون پیداکړي .
الله ﷻ فرمایي :
اې انسانه ...!
له هیڅ قدرت او پادشاهي څخه مه ويریږه !
تر هغې چې زما قدرت او پادشاهي موجوده وي
او زما قدرت او پادشاهي نه ختمیږي .
اې انسانه ...!
د خپل رزق او روزي له کمیدو څخه مه وېرېږه !
تر هغې چې زما خزانې او نعمتونه موجود وي او زما خزانې خلاصېده نه لري .
ای انسانه ...!
ته مې د خپل عبادت لپاره پیداکړي یې !
نو شیطانت مه کوه .
ای انسانه ...!
ستا د رزق ضمانت مې کړی ، نو خپل ځان مه ستړی کوه،
زړه دې مه ستړی کوه او مه پرېشانه کېږه .
او په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي،
که ته په هغه رزق چې ما یې ضمانت درکړی او درته درکړی مې دی ، راضي شوې ، زړه او جسم ته به دې سکون درکړم .
نو هغه وخت به تا منونکی او شکر کوونکی ومومم،
او هغه رزق چې تا ته مې درکړی که پرې راضي نه شوې ، نو په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي،
د دنیا په رزق او چارو به دې داسې مصروفه کړم ، لکه وحشي حیوانات چې په دښتو کې په خوراک پسې منډې وهي او په پای کې به هغه څه په لاس درشي چې ما درته مقرر کړي دي .
اې انسانه ...!
ما ځمکه او آسمانونه پیداکړل او د هغوی په پیدایښت کې ستړی نه شوم .
ته فکر کوې ستا لپاره یوه ډوډۍ به ما ستړی کړي ؟
اې انسانه ...!
له ما څخه د سبا ډوډۍ نن مه غواړه ، هغه ډول چې زه ستا څخه د سبا کارونه نن نه غواړم .
اې انسانه ...!
تا سره مینه لرم ، نو دا زما حق دی چې ټول زما سره مینه وکړۍ .
#دیني_څانـګه
@DeeniSaanga