د مينې آذان
مهاجر شوى استقلال پسې ځم
توره تياره ده سپين هلال پسې ځم
تر غوږ مې نه راځي آذان د مينې
ځكه روان يم ورك بلال پسې ځم
جنت وطن ته مو كفار راغلي
بيا د بابا تورې او ډال پسې ځم
ژبې ګونګۍ دي حق خبرې نکړي
تكل مې كړی قيل او قال پسې ځم
د آزادۍ ليلى وطن ته راځي
زه يې مجنون يم زرين شال پسې ځم
د بل وطن ښكلي مې نه خوښيږي
زه مې ساده خپل كليوال پسې ځم
د ماضي ژوند به درته څه ووايم
حال نه خفه يم استقبال پسې ځم
چې د زړه كور كې راته ځاى راكوي
د (عرفاني) غوندې يو سيال پسې ځم
مهاجر شوى استقلال پسې ځم
توره تياره ده سپين هلال پسې ځم
تر غوږ مې نه راځي آذان د مينې
ځكه روان يم ورك بلال پسې ځم
جنت وطن ته مو كفار راغلي
بيا د بابا تورې او ډال پسې ځم
ژبې ګونګۍ دي حق خبرې نکړي
تكل مې كړی قيل او قال پسې ځم
د آزادۍ ليلى وطن ته راځي
زه يې مجنون يم زرين شال پسې ځم
د بل وطن ښكلي مې نه خوښيږي
زه مې ساده خپل كليوال پسې ځم
د ماضي ژوند به درته څه ووايم
حال نه خفه يم استقبال پسې ځم
چې د زړه كور كې راته ځاى راكوي
د (عرفاني) غوندې يو سيال پسې ځم