عرفان الله عرفاني


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


څۀ غمونه څۀ دردونه پکې خښ دي
زما زړۀ د ارمانونو هـــــــــــــدیره ده
عرفاني
https://t.me/Irfani100
@Irfani00 لۀ موږ سرۀ اړیکه

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


نۀ پکې غـــــــم نۀ نور دردونه نۀ یادونه ساتم
نور مې پۀ خپل مئین زړګي باندې لږ رحم کوم
عرفاني


ټپیزه
مستوره مینه شـــــــوه بربنډه
پېغور شو داغ د عشق په ټنډه
د خـــــوشحالۍ ناوې ده کونډه
چـــــم کې د غم رمه شوه پنډه
په منډه، منډه (عرفاني) له کلي ځمه


‏رسول الله ﷺ فرمایي:
که د اسمان او ځمکې ټول مخلوق د یو مومن په وینه تویولو کې سره شریک سي؛ الله تعالی به ټول جهنم ته وغورځوي.
(رواه الترمذي)


د مينې آذان

مهاجر شوى استقلال پسې ځم
توره تياره ده سپين هلال پسې ځم

تر غوږ مې نه راځي آذان د مينې
ځكه روان يم ورك بلال پسې ځم

جنت وطن ته مو كفار راغلي
بيا د بابا تورې او ډال پسې ځم

ژبې ګونګۍ دي حق خبرې نکړي
تكل مې كړی قيل او قال پسې ځم

د آزادۍ ليلى وطن ته راځي
زه يې مجنون يم زرين شال پسې ځم

د بل وطن ښكلي مې نه خوښيږي
زه مې ساده خپل كليوال پسې ځم

د ماضي ژوند به درته څه ووايم
حال نه خفه يم استقبال پسې ځم

چې د زړه كور كې راته ځاى راكوي
د (عرفاني) غوندې يو سيال پسې ځم


Репост из: العصر خپرندوی ادراه
العصر يوټوب چينل
https://youtu.be/5c2uGpE4eyM
العصــــر بصري څانګه
http://t.me/alasar_basri_sanga
العصر خپرندویه اداره
https://t.me/alasar_mediaa
قاري محمدخالد منعم
https://t.me/Qarikhalid
قاري منصــــور غزنـــوي
https://t.me/joinchat/AAAAAE1OXJwYDzVWxCpDrw
مولوي سید سبحاني آغا
https://t.me/subhaniagha
مولوي عبدالواسع صمیم
https://t.me/samemeparhar
مولوي نصرت الله نصرت
https://t.me/NaratullahNasrat
قاري منصور غزنوي رسمي چينل
https://t.me/qarimansoorghaznavi
حافظ نقيب الله همدرد
https://t.me/hamdard11111
مولوي شمس الرحمن مستغفر
https://t.me/shamsmustaghfir123
سید محبوب شاه آغا
https://t.me/mahboobagha786
السحر خپرندویه ادار
https://t.me/AlSaharKhpernion
مولوي عبدالصمد صميم
https://t.me/samimsamim123
مولوي عبد الجامع مجروح
https://t.me/majrohtarani
انس حيدري
https://t.me/anshidarrrr
قاري قاضي ملاعادل
https://t.me/joinchat/AAAAAEv_Stesh5pc05v6qw
قاري علامحمد اسير
https://t.me/alla_mahmmd
عبدالنافع نعمان
https://t.me/abDulnafynoman
صلاح الدين ايوبي رحمه
https://t.me/salahdeenayoobi
ضیاءالحق حامد
https://t.me/joinchat/AAAAAEuKfCUp1ZQ8_De7ww
مولوي حنيف مظهري
https://t.me/HANIFMAZHARY2
مولوي نقيب الله ذاهد
https://t.me/Naqibullahzahid
قاري سعید غزنوي
https://t.me/qarisaeed123
قاري محمد صادق دلشاد
https://t.me/mohammadsadeqdelshad
بشیر احمد نعماني
https://t.me/Nomanijanan
سید درمل
https://t.me/SDarmal123
سیف صدیق
https://t.me/joinchat/AAAAAE2EGGbZDY-AUw1ZzQ
هدایت الله طلــحه
https://t.me/hedayat_talaha
عتيق رحماني جمال
https://t.me/joinchat/AAAAAFPyKsVSyONRVjl2uQ
دانش ملنګ
https://t.me/Danishmalang2
بدر الدین ځلانـــــد
https://t.me/zaland33
الفـــت جــــــــــان
https://t.me/ulfatjan
محمد مهاجر
https://t.me/Muhajir4321
شعیـــب شهــامـت
https://t.me/shoaibshahamat
راشد مشفق
https://t.me/rashidmushfiq123
وړوکی امارتي
https://t.me/SaladinAyoubi12
عبدالباقي مهاجر
https://t.me/abdulqimohajer
تپاند زهاد
https://t.me/Zuhadashna
مولوي مامون
https://t.me/maamonmalwisaahiB
وحيدالله وحيدي
https://t.me/AlemaratIslamic
عبدالجليل جنيد
https://t.me/abduljaliljunaid
خالد وزير
https://t.me/Khalidfz
عرفان الله عرفاني
https://t.me/Irfani100
مولوي غازي محمد کټوازی
https://t.me/ghazikhan123
مولوي منصور بدري
https://t.me/mansoorbadri
حافظ عبدالغني شبير
https://t.me/ShaberMansori
سيف الرحمن تائب
https://t.me/taibzadran
شاعر جهادي عمري
https://t.me/joinchat/gkHhcEmC9LQ0YmU1
احسان متوکلي
https://t.me/Ehsanmutawkili
مسرورغزنوي
https://t.me/msror_ghaznavi
حبيب الرحمن هلال
https://t.me/hilala11
عزيز الرحمن اياس
https://t.me/Ayas_Aziz
اعزاز رائد
https://t.me/EazazRaed
مولوي منصور بدري
https://t.me/mansoorbadri
مستغفر گربز
https://t.me/mustaghfergurbaz


هر چا سره له ملګرتیا مخکې دې (۸) خبرو ته باید ډير زیات پام وکړئ!

۱ ـ هغه ملګري چې ستاسې په بريا خوشاليږي ښه ملګري دي، خو برعکس کله چې يو قدم پرمختګ کوئ او د دوی خوا بده وي، يا بخيلي کوي د خاصو ملګرو له لېست يې و باسئ.
ښه ملګری چې ستاسې بريا وينې مبارکي درکوي او لامو هڅوي، ستاسې د بريا لپاره جشن نيسي او له زړه نه خوشاليږي.
که غواړئ ښه او بد ملګري معلوم کړئ کله مو چې پرمختګ وکړ متوجه شئ چې کوم ملګری خوشالي ښکاره کوي او څوک ځان غلی نيسي. ښه ملګري تل مرسته کوي چې مخکې لاړ شئ اما بد ملګري مو د پرمختګ خنډ کيږي.
۲ ـ هغه ملګري چې په خوښۍ کې درباندې راټوليږي او په غم کې مو يوازې پريږدي ښه ملګري نه دي، خو هغوی چې په دواړو حالاتو کې لاس درکوي ښه ملګری دی.
هغوی چې د ستونزې په وخت کې ورکيږي او د خوشالۍ په مجلس کې مو په اول قطار کې ناست وي، جعلي ملګري دي، البته د يوه ښه ملګري تر ټولو غټه نښه هم داده چې په هر ډول شرايطو کې ستاسې خوا پرېنږدي او درسره مرسته وکړي.
۳ ـ د ښه ملګري يوه بله نښه دا ده چې درسره وي د راحت احساس ورسره کوئ، ځکه دی ستاسې په ډېرو هغو ځانګړنو پوهيږي چې نورو ته معلومې نه دي، ستاسې ذوق، شخصيتي ځانګړنې او مزاج ورته معلوم دی، نو داسې چلند کوي چې ستاسې وخت ښه تېر شي.
۴ ـ ښه ملګري مو ملاتړ کوي، ډاډ درکوي او هڅوي مو، دوی ستاسې په نفس باور زياتوي او د کارونو ستاينه مو کوي.
۵ ـ د ښو ملګرو بل راز دادی چې تل ريښتيا درته وايي.
۶ ـ له ښه ملګري سره مو که کومه ستونزه راغله غټوي يې نه، بلکې بښنه کوي او روابط يو دم نه پرې کوي. دغه ملګري پوهيږي چې نيت مو بد نه دی، که کوم تېروتنه کوئ درک کولی مو شي.
۷ ـ ښه مګلري خبرې نه درپسې کوي، بد رد نه درپسې وايي او له ښو صفتونو مو پرده پورته کوي.
هغوی چې منفاقت او شيطانت کوي بايد ژر يې و پېژنئ او اړيکي ورسره کم کړئ، دوی ستاسې د هيلو دښمن دي او ستاسې شخصيت ته احترام نه لري.
۸ ـ د ښو ملګرو يو بل خاصيت دا دی چې بخيلي نه کوي، که تاسې له بل کس سره هم غواړئ ملګرتيا وکړئ د ده لپاره ستونزه نشته، دی ستاسې سره اړيکې په آسانه نه قطع کوي.
ـ د ښه ملګري وروستۍ ځانګړنه داده چې ستاسې سره زښته زياتې خاطرې لري، خلاصې او طنزي خبرې مو سره کړې، خندلي مو دي، ټوکې مو کړې او له هغوی سره مو داسې وختونه تېر کړي چې ستاسې په حافظو کې ثبت دي
کاپي


زما د زړۀ ماڼۍ خزان شوې
پاس پرې د غم تورې کېږدۍ ولاړې دينه
عرفاني


‏قید کړۀ ښکته مرمۍ تېره کړه جانانۀ
باور نشته د روپۍ ســـل دوښمنان دي
عرفاني


طالبه وروره

شوې د ټول ملت امام طالبه وروره
ګوره ډېر به كوې پام طالبه وروره

اوس د ټولو مسؤوليت شو ستا په غاړه
خيال به ساتې د خپل قام طالبه وروره

ته څاروان زمونږ د دې ستړي كاروان يې
كړې به فكر تل مدام طالبه وروره

زيرك اوسه چې دې څوك استعمال نكړي
هسې نه چې شې بد نام طالبه وروره

نيت دې پا ک ساته تدبير درنه هېر نه شي
وروسته بيا كوه اقدام طالبه وروره

يو خوا ټول كفري جهان درته يو شوى
غواړي تا كړي خپل غلام طالبه وروره

دا چې نن يې درته ځان سكنی كړی
درته ايښى يې دی دام طالبه وروره

نور نو دوست او دښمن وپېژنه ګرانه
لۀ ما واخله دا كلام طالبه وروره

تكبر او غرور ځان كې پيدا نكړې
بيابه يې ګوره ناكام طالبه وروره

(عرفاني) به دې نور څه سر خوږومه
په احتياط اخله هر ګام طالبه وروره


د نوروز لمانځل حرام دي!

د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه، هفت ميوې، لباسونه، ډالۍ ګانې، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطعاً حرام دي.
ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسیانو اختر دى.

په دې اړه تفصيلي بحث ابن تيمية رحمه الله په اقتضاء الصراط المستقيم اول جلد او (٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ ٢٦٩) صفحو کې ليکلی دی.

د نوروز لمانځلو حرام والي دلايل:

١:-اللهﷻ د (الحشر) سورت په نولس (۱۹) نمبر آیت کې فرمايلي:
«وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسٰهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الْفٰسِقُونَ»
ژباړه:
-او تاسې مه کيږئ په شان د هغو کسانو چې، اللهﷻ يې هېر کړى دى؛ نو اللهﷻ له دوۍ څخه ځانونه هېر کړي دي او دا کسان پوره نافرمانه دي. (يهودو، نصاراو او مجوسیانو اللهﷻ هېر کړی دی).

٢:-اللهﷻ فرمایي:
«وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ» (سُوۡرَةُ الفُرقان:۷۲ آية)

تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢، تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص، مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ صفحه کې د ابن عباس، مجاهد ربيع بن انس، ضحاک"رض" مفسرينو څخه نقل کړي دي چې، معنا ددې آيت دا ده چې، مؤمنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلو ته نه حاضريږي او په هغې کې دې برخه نه اخلي.

٣:-رسول اللهﷺ فرمایلي:
-مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُم. (رواه أبو داود)
ژباړه:
-چا چې مشابهت وکړ له يو قوم سره؛ نو هغه له هغوۍ څخه دى.
ابن تيمية رحمه الله په (اقتضاء الصراط المستقيم ١-٢٣١ص) او (فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩) کې ليکلې چې، مشابهت په عبادتونو، عادتونو او اخترونو کې هم راځي؛ نو ځکه د نوروز جشن لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى.

۴:-همدا رنګه په بل حدیث شریف کې رسول اللهﷺ فرمایلي دي:
-لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا، لَا تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ وَلَا بِالنَّصَارَى» (سنن ترمذي: ۲۶۹۵)
ژباړه:
-له مونږ څخه نه دی، هغه څوک چې، ځان د غیر سره (چې کافران دي) مشابه کوي، د یهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.
په پورتني حدیث کې رسول اللهﷺ د یهودو او نصاراوو سره له مشابهت کولو څخه ممانعت کړی دی او بیا یې د هغو خلکو په اړه چې، ځان له دوۍ سره مشابه کوي فرمایلي دي:
-دوۍ زمونږ له ډلې څخه نه دي.

۵:-سنن الکبري کې ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړي دی چې، هر هغه شخص چې، ژوند يې غوره کړى وو، د مشرکانو په وطن کې او د دوۍ نوروز او مهرجان


غـــزل
ـــــــــــــــ

ځواب راسره نشته ، او سوالونه کوي خلک
زه ويښ يم زما سترګو کې خوبونه کوي خلک

راځـئ! چې په تنديـو نوشتـه کـړو کليمــه
په مونـږه د کافـرو ګومانونــه کوي خلک

د خداى نه جنتونه په شهيدو سجدو غواړي
زموږ په وينــو اوښكـو اودسـونه کوي خلك

کچه کچه کورونه هم کنډر کنډر کنډر کړي
ددې خښتو نه ځان ته محلـونه کوي خلك

خبر نه دي غوږونه مې بند کړي دي په ګوتو
باقره! ماته ولې آوازونه کوي خلك ؟؟؟؟
#باقر


شهيد طالب جان

سپين امام مو په خطاب باندې شهيد شو
طالب جان مو په كتاب باندې شهيد شو

د غزا اس يې لا نه وه سم زين كړى
مجاهد مو په ركاب باندې شهيد شو

د ټپو پر ځاى اوس ساندې دورخو وايې
آدم خان مو په رباب باندې شهيد شو

تور توفان زمونږ پر كلي راګډ شوى
خوار ملت مو سرۀ سېلاب باندې شهيد شو

ګلستان مو د خزان سېلۍ وهلى
اخ بلبل مو په ګلاب باندې شهيد شو

(عرفاني) ځكه د غم ټال كې ځنګېږم
ستر ارمان مو انقلاب باندې شهيد شو


ګل د نرګس ګل د غاټول دی طالب
د نوي نسل ځوان کهول دی طالب

غږ: قاري عبدالجامع مجروح
شاعر: عرفاني


څوک چې د وخت نه مخکې د لوی شخصیت جوړېدلو شوق لري هغه ذلیل کیږي.

امام ابو حنیفه رح




د حمص والي خلیفة المسلمین عمر بن عبد العزیز ته یو لیک ولېږه، چې له ښاره حفاظتي دیوال تاووم، نو مالي کومک ته اړتیا ده.
عمر بن عبد العزیز رحمه الله ورته ولیکل:
د ښار ساتنه په عدل سره وکړه، اطراف یې له ظلم څخه پاک کړه، بس دغه له هرې بلا نه د ښار ساتني غوره موانع دي.


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

کسر
د زلمــو ستورو پاڅون دۍ
آذان شـــوۍ دجـــــهاد دۍ
انقـــــلاب دۍ اوښتون دۍ
سه سپیڅلۍ استشهاد دۍ

اوازقاري متصم عصام
شاعرمولوي عرفان الله عرفاني

#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


‏نور یې پر ما جــــدایي نه لوریګي
اوس د جانان راباندې زړۀ خوګېږي
عرفاني


‏ګل مې د زړه شـو پاڼې پاڼې
شوې مې خزان د خیال مماڼې
ماتې دي څانګې د بـــــکیاڼې
څه شـوې زمــوږ د کلي زاڼې
د (عرفاني) پر ذهن پرې وتل ګردونه


‏تل ریښتیا وایه! چې خلک مو بې غیر له قسمه په خبرو باور وکړي.

Показано 20 последних публикаций.

419

подписчиков
Статистика канала