غزل
سيــــــورى د الفت کړه دنـــګه ونه شه
خپور د عاشقانـــــو پــه ټولنـــــه شــه
لږ دې مــــــخ راستون کړه لږ راوخنده
لږ مې زړۀ تـــه نور هـــــــم رادننه شه
اې زما پــه مسته مينه مست ځوانـــه!
دا مسته ځواني دې زرکلنــــــه شـــــه
زړۀ مې ستا د عشق په لمبو ســوى دى
زړۀ له مې ستا مينه درملنـــــه شــــــه
راشـــه چې ښايست دنیا ته وښيــــــو
زۀ به دې شين خال شم تۀ مې زنه شه
نن خو د خالد وزيــــــر ســـــوال ومنه
نن شه وياله ټنــــــډه سپين بخونه شه
خالد وزیر
https://t.me/Khalidfz
سيــــــورى د الفت کړه دنـــګه ونه شه
خپور د عاشقانـــــو پــه ټولنـــــه شــه
لږ دې مــــــخ راستون کړه لږ راوخنده
لږ مې زړۀ تـــه نور هـــــــم رادننه شه
اې زما پــه مسته مينه مست ځوانـــه!
دا مسته ځواني دې زرکلنــــــه شـــــه
زړۀ مې ستا د عشق په لمبو ســوى دى
زړۀ له مې ستا مينه درملنـــــه شــــــه
راشـــه چې ښايست دنیا ته وښيــــــو
زۀ به دې شين خال شم تۀ مې زنه شه
نن خو د خالد وزيــــــر ســـــوال ومنه
نن شه وياله ټنــــــډه سپين بخونه شه
خالد وزیر
https://t.me/Khalidfz