غزل
هسې دروغ دي چې دا خپلو که پردو ويلي دي
ما تـــه راوښـــــيه ما څۀ پـــه اشارو ويلي دي
دا زما حق دى چې خوبونه په کراره وکړم
ما ټول د آمن کتابونه په بــــچو ويلي دي
کيســـــه يې مـــــه آوره زما نافــــــــــرماني يادوي
ما ښۀ په ويال تندي او هر وخت ورته هو ويلي دي
اوس مې ويدۀ شعور راويښ دى او ښۀ پوهه يمه
ما ته څو ټــــکي د يتيـــم بــــچي سلګو ويلي دي
که څوک راوړانـدې شي په ګوتو به چاکونه يوسي
ډېر په ټينګار سره د ګل خواه کښې ازغو ويلي دي
د ننګ سړي دې وي ژوندي راته خالد وزيره
مغرور دښمن ته ځوابونه شازلمو ويلي دي
خالد وزير
https://t.me/Khalidfz