دپنجشنبې نعت شریف
لیکوال فیضان
کاش ملنګ وای دکوڅې
دجانان دشنې روضې
سر ببر څيري ګريوان
ګرځيدلای لڅې پښې
لري لري لـــــــه عجم
تېرېدلای به مې شپې
مسافر وای له دې ښار
کاش په څنګ کې وای دیار
ژوند به خوږ وای بیا زما
په زیارت کې د دلدار
هميشه یې وای تر څنګ
پیره دار د دروازې
له قسمت به وای خوشال
څومره خوږ به وای هرحال
تل مدام بـــه مې کتای
هــا خاوند تـه د جمال
بل مې هیڅ هم نه غوښتل
وای خادم د مدينې
مکرم نبيﷺ سردار
زموږ د ټولو دی غمخوار
ورنه ځان به کړم لوګی
ورنه ځار شمه بار بار
پري ښایسته عربستان
د عربو جزيرې
د دوو کَونُو معتبر
محمد نبيﷺ سرور
زه(طالب) به شم تري ځار
تري قربان به کړمه سر
پري لیکم طالب فیضان
له خوند ډکې ترانې
1444/5/14
https://t.me/Talebfaizan
لیکوال فیضان
کاش ملنګ وای دکوڅې
دجانان دشنې روضې
سر ببر څيري ګريوان
ګرځيدلای لڅې پښې
لري لري لـــــــه عجم
تېرېدلای به مې شپې
مسافر وای له دې ښار
کاش په څنګ کې وای دیار
ژوند به خوږ وای بیا زما
په زیارت کې د دلدار
هميشه یې وای تر څنګ
پیره دار د دروازې
له قسمت به وای خوشال
څومره خوږ به وای هرحال
تل مدام بـــه مې کتای
هــا خاوند تـه د جمال
بل مې هیڅ هم نه غوښتل
وای خادم د مدينې
مکرم نبيﷺ سردار
زموږ د ټولو دی غمخوار
ورنه ځان به کړم لوګی
ورنه ځار شمه بار بار
پري ښایسته عربستان
د عربو جزيرې
د دوو کَونُو معتبر
محمد نبيﷺ سرور
زه(طالب) به شم تري ځار
تري قربان به کړمه سر
پري لیکم طالب فیضان
له خوند ډکې ترانې
1444/5/14
https://t.me/Talebfaizan