نوی کلام
نــاقراره مـــــې ژوندون دی
رانـــه ورک د زړه سکون دی
کړوي مــــــــــې ځوروي مې
څه ناځوان د یــار بیلتون دی
جدایــــــــــــي څخه کړیږم
تنهایـــــــــــي څخه ځوریږم
زړه تــه نــــه راځي ارام مي
د هجران پــــــه اور سوځيږم
د یـــو چــــا یــــاد پسې ژاړم
سر مې ایښئ پـه زنګون دی
سوځم سوځم لـــــه ډیر غمه
ستا لــــــه هجره لـــــه ماتمه
خوب مې نشته، را نــه وړی
ســـــــتا یادونــــو دی صنمه
لیونی پـــــر صحرا ګــرځم
ژوند مــې داسي د جنون دی
راتــــــه پاتـــــــه دي یادونه
ګــــــــــــرد وهـــــــلي کتابونه
مړې، مړې اوښکې پري تویومه
چـــــې دي ګورم تصويرونـه
تنها ناست یم ستا حجره کې
ياددي شته خوستا نه شتون دی
یو زلمی وو له دیـن ځار شو
پـــــر سینه پرهار پرهار شو
ای (فیضانه) هیر دي نشيي
نذرانه د خدای ﷻ په لار شو
جنتونـــه ورتـــــــــــه غواړو
قربان شوئ پــر حق یُون دی
1444/5/16شنبه
https://t.me/Talebfaizan