عبدالباقي :مهاجر


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دلته به تاسو ته وخت پر وخت ليکل شوي اشعار او د خوږ ژبو ترانه ویونکو ترانې درته وړاندې کوو؛ ملتيا مو وکړئ

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




غــزل

غم لاندې کړی یم خوښي راڅخه کډه کړې
سخت ګنهګار یم بزرګي راڅخه کډه کړې

نن چې د شونډو په سرونو کې پر هر ګرزوم
ډېر نازولي خوږ لالي راڅخه کډه کړې

داچې نفرت په زړکي ګرزوم بس دا مشکل دی
شومه بې مینې عاشقي راڅخه کډه کړې

خود به د هر چا تر نظر ورځم کمزوری سړی
اوس هغه نه یم خاکساري راڅخه کډه کړې

یونیم یارانو بیا پدغه وجهه پرې ښودمه
چې مال دولت او یا ځواني راڅخه کډه کړې

اوس مهاجر دی بو ډا شوی ځي امساء لګوي
اوس هغه شور هغه مستي راڅخه کډه کړې


د سوځېدلو فدایانو وینې مه هیروئ
د پاکو پاکو شهیدانو وینې مه هیروئ

شیخ صاحب وزیر صاحب قاضي صاحب قربان موشم
پام کړۍ د تللو آتلانو وینې مه هیروئ

هغه چې د ډرون او موټر بم اور کې لمبه شولو
خیال کړئ د هغو طالبانو وینې مه هیروئ

رب ته چې قربان شول او ذره ذره په مینه شول
د ګران وطن ستړو غازیانو وینې مه هیروئ

تلو چې په خندا خندا هدف ته اسلامي زلمي
د هغو ستورو عاشقانو وینې مه هیروئ

ګوره مهاجره ها دښمن ته په ماشه زلمي
د سر سپارلو قربانیانو وینې مه هیروئ


ملنګ ښه یم

سلطنت نه غواړم ملنګ ښه یم ګدا ښه یم
په زړه صادق په زړګي نرم او صفا ښه یم

ژوند د خندا کې مزه نشته ژوندون ستړی ښه ده
لږ لږ په غم کې بې ارمانه په ژړا ښه یم

شور کې د خلکو هم ناسازه شمه ودردېږم
که وخت ته وګورم نو غلی یکتنها ښه یم

سلام سلام تاته په هره معنا صد سلام دی
د وخت جنابه ستا په څنګ کې په رښتیا ښه

زما مرشده زما پیره زما زړه او لیمه
مهاجر ستا د محبت په رنګ زیبا ښه یم


د علم په ویاړ

ورک دې ږغونه د مسجد له ممبرو نشي
ځوږ دي خاموش له دې سپېڅلو مدرسو نشي

حق علماء حق طلباء د أمت سترې هستۍ
مرګ دي را لنډ ددې معصومو ګل څیرو نشي

ځل بل دې پاتې وي اسلام ته څراغان د علم
کلي ښارونه دي له دې بلو ډېوو نشي

سفر د عِلم دې سل ځله مبارک فاضله
تش محفلونه دې بې تاسو سپین پټکو نشي

د علم تک سپین څراغونه دې همیش ځلاند وي
د أمت غېږ دې بې رڼا بې ځلېدو نشې

چې مهاجر د روحانیت ګټه ترې ډېره واخلي
سترګې دې پاته د حسینو له کتو نشي


د فخر ورځ ده څه ده ویاړ او فضیلت محفل دی
د علم نور دی د اجرونو فراغت محفل دی

د سپین جمات له منارو د حق صداوي خېږي
د مدرسې غېږکې تیار د حقیقت محفل دی

له سټیج نه تاو دی د شیخانو بزرګانو کتار
په سپین پټکیو مزین د حقانیت محفل دی

انوار د رب ورباندې اوري معطر سهار دی
ځکه د علم معتبر د سعادت محفل دی

ورشه سکون ځان ته حاصل کړه مهاجره زړه ته
دا ډېر سپېڅلی مبارک د مغفرت محفل دی


مدرسې د رحمتونو دائرې دې
مدرسې د ثوابونو دائرې دې

مدرسې د علم ستر ستر مرکزونه
مدرسې د جنتونو دائرې دې

مدرسې د جنتونو باغیچې دې
مدرسې د ګلابونو دائرې دې

مدرسې د تربیت ددین شعبې دې
مدرسې د مشالونو دائرې دې

مدرسې بلې ډېوې دې مهاجره
مدرسې د څراغونو دائرې دې


نن غوټۍ د ارمانونو سرته رسي
فاضلین سپین مشالونه سرته رسي

کال پوره شو د دیدن اخیرې ورځ ده
نن د سپینې پګړۍ ولونه سرته رسي

څه د ویاړ او افتخار محفل تیار دی
ستړي ستړې کاروانونه سرته رسي

یوله بله رخصتي ده بېلېدل دې
نن د علم سفرونه سرته رسي

نن دستار د فضیلت دی مهاجره
نن د ستورو قطارونه سرته رسي


النبوي اداره یې وړاندي کوي

کسر

د بریا په څادر پټ شوې د ګلونو انجمن شوې
ماشاءالله ګرانه هیواده اوس له هرڅه برخمن شوې

ترنم مــعــروفــي صاحب
اوحافظ عبدالجبار نيکمل
شاعرعبدالباقي مهاجر

#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


Репост из: مولوی محمد خان مشال
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


خدایه دا سپینه قافله مو له تور تمه ساتې
له سختو پیښو د اغیار او له ستمه ساتې

خدایه په حفظ او امان کې یې ودانه لرې
خدایه ډیوه مو د ایمان له هره غمه ساتې

خدایه د ډېرو ارمانونو مجموعه یادېږي
خدایه تل تل یې له هر شر او له ماتمه ساتې

خدایه اوچته بریمنه دې راپاتې وې تل
خدایه پر هر دښمن یې مسته او محکمه ساتې

خدایه د بدر یادو ګار دی مشه را زوال یې
خدایه ښکلا کې یې ودانه محترمه ساتې

خدایه قربان ترې مهاجر شمه په مینه مینه
خدایه زما د ژوند هنداره راته سمه ساتې


په قیادت کې دې روان په صداقت ښه یو
موږ بر خمن له دې اعزاز او اطاعت ښه یو

د فتنو دور کې پر موږ دا لوی احسان شوی دی
ورنه قربان له ستر نعمت د امارت ښه یو

خلک که هر څو پر مختګ په بله لار کې کوي
موږه په حق مسیر کې تلونکې تر جنت ښه یو

وخت سره نه بدلېږو دا عادت ځانګړی لرو
اړیکې پالو جوړ له مینې محبت ښه یو

مشره قربان ستا رهبریت ته صدسلام آتله
ستا امامت کې تل خوشحال او په عزت ښه یو

مهاجر ډېر شکر ګزار یم په سجده یم رب ته
د سپین کاروان سرلارې داسي سلامت ښه یو


سوې څړیکې

سوې څړیکې مې له زړه درپسې خېږي
ساه مې هم له بېلتانه درپسې خېږي

تا له مانه کوم طرف ته فنا یو وړه
اوس له سترګو مې باڼه درپسې خېږي

نن مې دومره رایادېږې چې دا ولې
ساه مې نن له ژوندانه درپسې خېږي

تاپسې جانانه نن له ډېرو زړونو
بس دردونه ښه درانه درپسې خېږي

تاپسې د مهاجر ورکه ګلابه
له خولې اه د هجرانه درپسې خېږي


د مینې پتنګان

وخته هاتللې ګل ځوانان به بېرته نه راولې
پر دین قربان پاک شهیدان به بېرته نه راولې

وخته قسم دی له زړګې نه مې یادونه نه ځي
ها ډرون خوړلې طالبان به بېرته نه راولې

سهار ماښام او مازدیګر ټوله زخمي زخمي دې
وخته زما د څنګ یاران به بېرته نه راولې

د عشق په حُب کې لولپه سره ګلابونه غمي
وخته سوځلې فدایان به بېرته نه راولې

مهاجر ډېر پسې جنون ته رسېدلی یمه
وخته د مینې پتنګان به بېرته نه راولې


د قبر غېږې ته ورتلونکې یو توښه پکار ده
تورو تیارولره له ځان سره ډیوه پکار ده

نن که ژوندې یو خو سبا آجل رادرومې درومو
نن لا د ښه ژوند په کولو کې دمه پکار ده

ډېر د ابد په سفر ولاړل له فاني دنیاګۍ
لږ سوچ کول د ایمان ستره سرمایه پکار ده

د غفلت خوب هم بالا بس دی ویښدل پکار دی
ځان کې د ښو اعمالو نښه نښانه پکار ده

مړ که ژوندی یې مهاجره ژوند روان تېریږي
وخت قیمتي دی څه ناڅه ځان کې جذبه پکار ده


شخصي ډالۍ

نه سلامونه رالیږې نه ته په خپله راځې
چې اوس هم نه راځي جانانه نو بیاکله راځې

زه به غمونو نیم خوړلی یم رنځور به یمه
ته چې دا ځل له ګران هیواد اوله کابله راځې

څو شپې لانور انتظار وکړم راته ووایه جار
له فردیسۍ مې خوله وتلې ده که ګله راځې

دغه یې وخت دی نور مې مه پرېږده بېلتون ته اشنا
که مې د مات زړګې تر کور اوتر درشله راځې

لارې به ستا د راتلو فرش کړمه ستا څار به کوم
پر کومو لارو چې زما د زړه تسله راځې

مهاجر لږ یمه اګاه فکر مې هم بدل دی
نن مې په خیال کې لکه شعر لکه غزله راځې


غـــزل

را نغښتې دې خبرې په دردو کې دې سړیه
مړې اوښکې دې روانې اننګوکې دې سړیه

څیره دې هم تغیره ده اوسترګې دې هم سرې دې
څرګند دې را خیالونه په غموکې دې سړیه

دچا په فراقت کې دې حالت داسي نازک دی
پر تې چې دې د غم اوښکې بڼوکې دې سړیه

درانه درانه کتل دې له یوڅه نه خالي نه دې
د ژوند شیبې دې سختو مرحلوکې دې سړیه

ګمان کوم چې زړه دې د یو چا د یادو ښکار دی
چې سترګې دې سرې شوې شبګیروکې دې سړیه

ته حال له مهاجر سره شریک د ژوندانه کړه
دا ولې دې شپې ورځې اندېښنوکې دې سړیه


د وخت خلیل ته

په ننګ غیرت دې تاریخونه ګواهي ورکوي
په ستر خدمت دې تاریخونه ګواهي ورکوي

د فخر جام کې دې دوینو نزرانه پیښ کړله
په شهادت دې تاریخونه ګواهي ورکوي

د وخت خلیل ولې د عشق لمبوکې وسوځېدې
په حقانیت دې تاریخونه ګواهي ورکوي

د فولادې عزم خاوند ولې د.وخت خالده
په افغانیت دې تاریخونه ګواهي ورکوي

ګګر ببر سړی وې جګي سترګي ولاړې رب ته
په شجاعت دې تاریخونه ګواهي ورکوي

ته مهاجر ته تنهانه ؤ ټول ولس ته معلوم
په صداقت دې تاریخونه ګواهي ورکوي


النبوي خپرندویه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر...
زړه مې له زړه خپه شو زړه راسره ورانه کړله
اوف زنـدګې مـې د غـمـو غـېـږکې روانه کړله

ترنم : مــعــروفــي صاحب
شاعر : عبدالباقي مهاجر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


Репост из: مولوی محمد خان مشال
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131

Показано 20 последних публикаций.